cookie

Ми використовуємо файли cookie для покращення вашого досвіду перегляду. Натиснувши «Прийняти все», ви погоджуєтеся на використання файлів cookie.

avatar

🥀سکون Sakon💔

ښه راغلاست نشریات پښتـوناولونه #ښکلې_لیکنې. #ایډیټ_شوې_ويډیوګانې. #ډیزاینر_تصویرونه #حدیث_شریف. #اسلامې_لیکنې. #بیتونه. #انځورونه نشر کیږي زموږ دکانال لینک تبادله والا👇 @Takil1234 ارین تکل دلته راشئ مـــــینه اومـــننه

Більше
Рекламні дописи
2 718
Підписники
-324 години
+197 днів
+8530 днів

Триває завантаження даних...

Приріст підписників

Триває завантаження даних...

#بــــــاز،اوکارغه😷 یوازینی مرغه چې د باز د ځورولو هڅه کوي کارغه دی، کارغه د باز په شا کیني او باز په خپله مښوکه باندې وهي. پوهېږئ باز څه کوي؟ باز هېڅ غبــرگون نه ښيي، جــگړه نه کوي، فقط لوړ آلوت ته ادامه ورکوي، باز دومره لوړېږي، چې هلته کارغه ته ساه اخېستل ستونزمن گرځي او بالاخره د اکسیجن د کمبود په سبب لاندې راغورځېږي؛ نو اړینه نه ده، چې پس شا خبرې کوونکو ته اهمیت ورکړې، اړینه نه ده د هرچا جنــگ ته غبرگون وښیې، اړینه نه ده هر نیوکه کوونکي سره د بحث میدان ته ووځې، فقط ځان لوړ بوځه، مخالفــین دې په خپله را پرځېږي.😘 فک ر
Показати все...
هممممممم_نور_بیا..........♥♥♥ هیله به وس څه وایی .....😊 هسی همدومره هم کله کله خه وي مقصد پرون می دوه برخې سره یوځای کړی وی او دا یی دریمه برخه وه
Показати все...
. #د_طب_محصله وړاندې کوونکی ارین تکل #دویمه_برخه! #د_تیری_برخې_وروستي_لفظونه.// لیک مې ترې واخیست له خولې مې هېڅ خبره ونه وته، هغه د خپل ټولګي په طرف لاړه او زه چپ اړخ چمن ته تاوو شوم، تر څو لیک ولولم. پاکټ مې خلاص کړ، لیکلي یې وو: #اوس_دویمه_برخه! لیک یې داسې لیکلی وو: د سیاسي علومو غنمرنګ او له ما څخه لوی بې زړه محصله! ستاسو له پوهنځي لږ لرې، له طب برخې څخه یوه جینۍ درته د مینې سلام کوي. ویل کیږي، چې روحونه په اصل کې ټول یو دي؛ خو فقط پېژنګلوۍ ته اړتیا لري، شاید همدا علت وي، چې په لومړۍ ځل لیدو خوږ راباندې ولګېدې. بختور یې، چې زما غوندې د یوې ښکلې محصلې په زړه کې ځای لرې. تر دې ځایه لیک لوستو بیخي له عادي حالته وویستم، د زړه ضربان مې زیات شو او په سترګو کې مې د هیلې تصویر ښکته پورته شو. بیا، بیا مې دغه جمله ولوسته، بختور یې، چې زما غوندې د یوې محصلې جینۍ په زړه کې ځای لرې. بیا یې لیکلي وو: له کله نه مې چې لیدلی یې؛ نو پټ د څارم، موقع نه راته پیدا کیږي، تر څو مخامخ درشم، خبرې درسره وکړم. در یاد دي؟ کله چې لومړۍ پوهنتون ته راغلی وې، یوه ورځ دې ټولګي ته په دې بهانه درغلم، چې ګواکي دلته مې یوه ملګرې ټولګیواله ده؛ خو ریښتیا دا وو، زه ستا لیدو ته درغلې وم. پوهېږم ته مې هم تعقیبوې، ځکه څو ځلې زموږ د تولګي مخې ته مخامخ کېدل تصادفي نشي کېدای، زه دې هم ښه ایسېږم. خبرې رانه اوږدې شوې، هسې نه فکر وکړې، چې دې نابلدې څومره اوږد لیک لیکلی ؛ خو نه، زه درسره اشنا یم، له ډېرې مودې راهیسې، د یادونو تر ټولو نږدې کس مې یې او د خیالونو نړۍ. لاندې مې درته شمېره لیکلي، بیا زنګ راته وکړۀ. اوس د ځان غوندې خوږ او ښکلی وخت ولرې. زه به دې زنګ ته شېبې شمېرم. په مینه ستا نیمه ډاکټره! لاندې یې خپله درې پوټه امضاء کړي وه. ته به وایې، چې کومې ادارې ته یې رسمي مکتوب لیکلی. ساعت ته مې وکتل، درس شروع وه، په بیړه مې لیک جېب ته کړ او ټولګي ته لاړم. استاد پر نړیوالو اړیکو تدرس کوۀ، زه د خیالونو په نړۍ کې د لیک په ځوابي کلمو پسې لالهنده ګرځېدم. څه ولیکم؟ څنګه یې ولیکم؟ نه او ریښتیا نمبر یې شته، زنګ به ورته وکړم. تر رخصتۍ مې پر همدې فکر کاوه. کور ته چې لاړم؛ نو مور ته مې غږ کړ: مورکې زه نن سخت ستړی یم، ویده کېږم، ډوډۍ به بیا وروسته وخورم. هغې وویل: سمه ده زویه، چې لمانځه ته پورته شوې؛ نو ډوډۍ به هم وخورې. په بیړه خپلې کوټې ته لاړم، دروازه مې بند کړۀ او پردې مې کش کړې، چې څوګ مې ونه ګوري. لیک مې راوخیست، ژر مې ترې شمېره په موبایل کې د روان شناس په نوم ثبت کړۀ. څو ځلې مې یې نمبر اوکې کړ او بېرته به مې ژر قطع کړ. نه پوهېدم څه ورته ووایم! بلاخره مې یې نمبر اوکې کړ او سترګې مې پټې کړې. څو ثانیې وروسته زنګ ورغی، زه لړزې واخیستم، هغې موبایل اوکې کړ، خوږ او نرم غږ یې وکړ، بلې. له خولې مې غږ نه وت، بیا بیا یې د بلې نارې وهلې. تقریبا له یوې دقیقې به ډېر وخت وتلی وي، ټول هوس مې سره یو ځای کړل او زړه مې وکړ، چې سلام وکړم؛ خو اړیکه پرې شوه. بیا مې پرلاپسې زنګونه وکړل؛ خو ځواب یې نه کړل. ځان ته مې په دې ډاډ ورکړ، چې زما شمېره خو ورسره نشته؛ نو څنګه به مې وپېژني ممکن فکر یې کړی وي، چې څوګ مزاخمت کوي. د کوټې پردې مې بېرته کش کړې. د باندې مې د ونې په پرې شوي ښاخ ناستې یوه جوړه مرغیو سترګې ولګېدې. له ځان سره مې وویل: دا څومره ښې دي، پرته له کومې وېرې او محدودیته د یوې بلې په خوا کې ناستې دي. لاسونه مې له سر لاندې کړل او اوږد وغځېدم، د لمر وړانګې په ما لګېدې، دا چې هوا نور په یخېدو وه؛ نو خوند مې ترې اخیسته. چورتونو مې د نیمه ډاکټرې خوا ته خېمه وهلي وه، د هغې د لیک خواږه الفاظ مې بار، بار تکرارول. یو ناڅاپه مې په ذهن کې راوګرځېدل، چې باید لیکلی پیغام ورته ولیږم. موبایل مې راواخیست او ورته مې صرف دومره ولیکل: د یوه ریښتني بې زړه سلام ومنۀ. موبایل مې نور خواته کیښوده. څو دقیقې وروسته پیغام راغی، په بیړه مې وکتلو؛ خو د شبکې اعلان وو. تر مزدیګره مې د شبکې څو پیغامونه ډېر ژر د هغې د ځواب په نیت خلاص کړل؛ خو درک یې نه وو. ماښام ته نږدې یې ځواب راته لیکلي: وبخښئ، موبایل رانه کور کې پاتې وه، زه شفاخانه کې عملي کار کوم، هلته وم. زه بیا زنګ درته کوم. د شپې تر نهو بجو یې زنګ رانغی، له ځان سره مې وویل: کورنۍ سره به وي، شاید موقع نه وي. د بام سر ته پورته شوم، شمال له ونو څخه پاڼې تویولې، اسمان له ستورو ډک وه، لکه په کومه خوشالۍ کې چې راټول وي، خوښ ښکاره کېدل. شپې خپله خاموشي خپاروله؛ خو ځای، ځای سپیو غپل. چوکۍ مې پر بام د سرک خواته کېښوده، غټ بار وړونکي موټر تېرېدل او ما یې ننداره کوله، چې موبایل مې وشرنګېده. په بیړه مې جېب ته لاس کړ او موبایل مې راوخیست، چې ګورم د هیلې شمېره ده، ژر مې اوکې کړ.
Показати все...
نپوهیژم ولی ځيني انسانان دومره بی وسه او پر ځان بی واکه دی؛کله چي پوهیژی هغه څه چي په تاوان کی دي خو بیا یی هم ترسره کوي. تکل💙💔
Показати все...
خدایه !! زما ټول ژوند ته نقاشي کړه زه ستا د رحمت قلم ته ډیره اړتیا لرم. سکون 📚
Показати все...
6
سهار وختي مې ځان تیار کړ او د نورو ورځو برعکس څه کم اووه بجې روان شوم. پوهنتون ته په رسیدو مې لویې دروازې ته مخامخ چمن غوره وباله، ځکه که هغه راتله؛ نو ګورم به یې او زه به هم ورته ښکارم. ظاهراً مې ځان داسې ښکاره کوۀ، چې چپټر لولم؛ خو په اصل کې مې دروازه څارله او هر داخلېدونکی محصل به مې لیده. تقریباً درس شروع کېدونکی وه؛ خو ما هیله ونه لیده. ورخطا شوم، له ځانه مې پوښتنې پیل کړې: هغه ولې رانغله؟ څه پرې شوي؟ شاید نن به یې ضروري کار وو. زه په همدې چورتونو کې وم، چې هغه په بیړه له دروازې راننواته، لکه چې پرې ناوخت شوی وه، ماته یې هېڅ پام نشو، سیده خپل ټولګي ته لاړه. زه هم پاڅېدم او خپل ځای ته مې ځان ورسوه. ثانیې په دقیقو، دقیقې په ساعتونو او ساعتونه په ورځ واوښتل؛ خو هغې راباندې هېڅ غرض نه لرۀ. زړه نیولی غوندې وم، فکر مې کوۀ، چې نور هغه نه غواړي، زما شتون او نشتون ورته بې تفاوته دی. د سه شنبې ورځ وه، چې د پوهنتون په عمومي دروازه داخل شوم، زموږ د ټولګي په طرف تلوونکي لاره کې مې په هیله سترګې ولګېدې، یو خدای خبر وه، چې زه په څه حال وم. ځان مې ناګاره واچوۀ، لکه هغې ته مې چې هېڅ پام نه وي، ترې تېر شوم، له شاه یې راباندې غږ کړ: اې، مغروره! په شا مې ور وکتل، هغې په موسکا لاس را اوږد کړ، لیک ورسره وه او راته یې وویل: دا واخلۀ، ویې لولۀ، شمېره مې هم پکې لیکلي ده، بیا زنګ راته وکړۀ. لیک مې ترې واخیست له خولې مې هېڅ خبره ونه وته، هغه د خپل ټولګي په طرف لاړه او زه چپ اړخ چمن ته تاوو شوم، تر څو لیک ولولم. پاکټ مې خلاص کړ، لیکلي یې وو: ........
Показати все...
9
. #طب محصلیه /لیکوال. ارین تکل #لومړی_برخه! کولایی شی زمونږتلګرام دلاری کتاب واخلی له دهلېز راووتم، غوښتل مې مخامخ چمن کې لمر ته کېنم؛ خو چې ګورم ډله، ډله جینکۍ ناستې وې. راتاوو شوم، چې بېرته ټولګي ته لاړم شم، دهلېز ته په داخلېدو مې پر یوې دنګۍ جینګۍ سترګې ولګېدې او په لومړي وار کتلو مې پرې سترګې خوږې شوې؛ خو له څنګ یې غلی تېر شوم او ټولګي ته ننواتم. پر چوکۍ کېناستم؛ خو سوچ مې له هغې سره وه، چې شېبه وړاندې مې ولیده. دا به څوګ وي!؟ د کوم پوهنځي محصله به وي او ولې له نورو جینکو څخه یوازې ده!؟ لس، سل پوښتنې مې په ذهن کې راګرځېدې، چې د ټولګي دروازې غنګ شو، ژر مې مخ ور واړوۀ، چې ګورم، هماغه جینۍ ده. حیران شوم، یوازې مې ورته کتل، چې اوس څه کوي! سلام یې وکړ او په بیړه یې وویل: تاسې، ریښتیا او زما یوه ملګرې په دې ټولګي کې ده، هغه مې کتله او بېرته لاړه. ورځ تېره شوه او پوهنتون رخصت شو؛ مګر زما سره د هماغه نامعلومې جینۍ یاد ملګری شو. دا څوګ وه او د کوم پوهنځي محصله به وي؟ ورځې او اوونۍ تېرې شوې. وخت ناوخت به سره مخ کېدو او هغې به پټ زه څارلم؛ خو خبره نه وه، چې زه یې هم څارم. یوه ورځ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزیر راتګ لپاره غونډه ترتیب شوي وه، چې ښځینه او نارینه ډېرو محصلینو پکې ګډون کړی وو. د وزیر په شمول بېلابېلو ویناوالو خبرې وکړې؛ خو په منځینۍ برخه کې سټېج سمبالونکي وویل: اوس هم د ښځینه محصلینو له برخې هیلې افغان ته بلنه ورکوو، چې راشي او ګډونوالو ته خبرې واوروي. اول مې پام نه وو؛ خو چې جینکۍ د سټېج سر ته راغله لکه خوب چې وینم. خبرې یې پیل کړې، بیخي نرمه او روانه غږېده. زه په مخ کتار کې ناست وم او د هغې خبرې مې په چکچو بدرګه کولې، لکه لېونی چې وم، له خولې مې بې احتیاره د واه، واه او زنده نارې راوتې. زما لپاره تر ټولو په زړه پورې وینا پای ته ورسېده او هیله زما پر ذهن ناسته پاتې شوه. خبرې مې یې یوه، یوه تکراروله او بیا مې له ځان سره ورته شاباس ویل. وختونه تېرېدل، له ملګرو مې د هیلې معلومات وکړل، هغه د طب پوهنځي د څلورم کال محصله وه. یوه ورځ مې سل زړونه سره یو کړل او هغې ته مې لیک ولیکۀ. په خوارۍ مې ورولیږۀ. پر سبا یې ځوابي لیک راته ورسېده، داسې یې لیکلي وو: لومړۍ خو مې نه غوښتل، چې ځواب درکړم؛ خو بیا مې پرېکړۀ وکړۀ، چې باید پوه شې. وبخښئ، زه دومره اوزګاره نه یم، چې هر چاته وخت ورکړم او نه دومره بې ارزښته یم، چې هر سړی زما لایق وي. بل ځل دې لیک ونه ګورم؛ ګني چاره دې کوم. لیک مې څېرې کړ او پوهنتون راپورې اور شو. خو هغې به هره ورځ ځان راسره مخامخ کاوه او چلند یې هم د لیک غوندې نه وو؛ مګر زه هر وخت تروش تندی او هېڅ تواجه نه کړل تېرېدم. بېلاخره هغې هم فاصله واخیسته او بیخي بې درکه شوه. دوه میاشت وروسته خبر شوم، چې لیک هغې ته نه؛ بلکې پر هغې عاشق ته په لاس ورغلی وه او ځوابي لیک هم د هغه وو. کله چې خبر شوم، د لیک ځواب هغې نه بل چا راکړی؛ نو مړې هیلې مې بېرته وغوړېدې. د پوهنتون او درسونو شوق بیا څپې وکړې. د هیلې په لټون شوم. هغه همدلته پوهنتون کې وه؛ خو زما دغسې چلند زړه ماتي کړې وه، ځکه نه راسره مخامخ کېده. یوه ورځ یې د ټولګې مخې ته ورغلم. ډله، ډله محصلین یوه او بله خوا روان وو، ما سترګې لکه ښکاري باز ددې په لیدو پسې اچولي وې، ګورم چې له ټولګې راووته؛ خو چې پر ما یې نظر ولګېده، حیرانه شوه، په بیړه لکه وېرېدلي هوسۍ صنف ته وګرځېده. زما زړه هم بې واکه ټوپونه وهل، له ځان سره مې وویل، شکر دی، چې همدلته ده. ساعت ته مې وکتل، درس شروع کېدونکی وه، د صنف په طرف روان شوم. ټولګې ته چې ننواتم، پخپل ځای کېناستم، جسماً په ټولګي کې استاد ته مخامخ وم؛ خو روحاً له هیلې سره، د طب په ټولګي کې وم. خدای خبر درسونه کومو استادانو څنګه وویل؛ خو رخصتي شوه. د کورونو لارې مو ونیولې. زړه راته ویل: چېرته پټ ورته ودرېږۀ، چې هغه کومه خوا ځي؛ مګر بیا ووېردم، هسې نه څوګ دې وویني. کور ته لاړم. د نورو ورځو خلاف نن ډېر خوښ وم او دغه خوښي مې په څېره کې له ورایه معلومېده. مور مې وپوښتلم، الهامه زویه! نن خوشال معلومېږې، چې څه خبره ده. په بیړه مې ورته وویل: مورکۍ نن مې ډېر ښه درس وه او سم مې یاد شو. هغې فکر وکړ، چې ریښتیا همداسې ده افرین یې راته وکړل او زیاته یې کړۀ: زویه درس ووایۀ، چې د خلکو له مختاجۍ خلاص شې. نن مې ډوډۍ ته مې زړه نه کېده؛ خو په زور مې لږ څه وخوړله. ورځ هېڅ نه سبا کېده، چې پوهنتون ته لاړ شم. د شپې مې بېلابېل پلانونه جوړول، هسې به کوم او داسې. که هغه راته چېرته پټه وي، که یې لیک راته اېښی وي. په همدې چورتونو کې خوب وړی وم.
Показати все...
3
له تاسو ټولو څخه لس زره مننه چې زما چینل تعقبوي/څاري یې دا تاسې یاست چې زه یم زه مو تشویق کړې یم ترڅو نورې خوندورې لیکنې درته وکړم، خدای دې وکړي چې څه مو راڅخه زده کړي وي/لا یې زده کړئ❤️
Показати все...
🥰 6 1
Фото недоступнеДивитись в Telegram
دیرزر❤️💙
Показати все...
10
. ⤸مَن اینقَدر دیوونتَم ڪہ هَرچِقَدرَم اَزت دِلخور باشَم صِدام‌ ڪہ بزَنۍ ، ڪمتَر از جانَم نِمیشِنَوۍ اَزم :")🥰♥️⤹
Показати все...
🥰 1