ډیزاین / DES
Відкрити в Telegram
د هنري لوګو جوړول د کار د کارټونو جوړل د تبلغیاتي بنرونو جوړول د لومړي ځل لپاره په ټلګرام کې. - ستاسو د غوښتنې مطابق - په بهترین ډیزاین کې - ستاسو د نوم موافق - په مناسب قیمت 🔴 - څلیرویشت ساعته ستاسو د اړیکې ځواب ویونکي یو. زمونږ اکاونټ @Ebn_haresah
Показати більшеКраїна не вказанаКатегорія не вказана
276
Підписники
Немає даних24 години
Немає даних7 днів
Немає даних30 днів
Архів дописів
276
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
#خبرداری
محترمو ملګرو له څو ورځو راهیسې چې په اجتماعي رسنیو کې د کوم ټلګرامي کانال په اړه خبرې کیږي ، چې ګواکې له دې څخه پیسې ترلاسه کیږي.
دا هرڅه فقط نمایشي دي او هیڅ کوم حقيقت نلري.
نو ...!
هیله کوم ځان هسې مه ستړی کوئ!
مننه.
276
سلام علیکم ملګرو❤️
نن می درته ډیر یو مزیدار د تلګرام رباټ پیدا کړی چی د دی رباټ پواسطه کولی شی چی د یو انویټ په بدل کی 5AFN لاسته راوړی.
ملګرو خپلی پیسی مو مبایل ته لیږلی شی😍😍
د رباټ لینک👇👇👇
https://t.me/MakeMoney5bot?start=r0747818444
276
۷ - ذهبي رحمه الله :
حجاج زیات ظالم ، جابر ، خبیث ، او وینه تویونکی وو ، د ښه شجاعت ، اقدام ، مکر او هوښیارۍ خاوند وو ، فصيح او بلیغ وو ، او د قرآن کریم یې تعظيم کاوو .
نو صحیح خبره داده چې حجاج د اسلام د بهرني امورو په اړه زیات خدمتونه کړي دي ، او اسلام ته یې زیات وسعت ورکړی ، خو په داخلي امورو کې زیات ظالم او سفاک وو.
او پریکړه یې الله عز وجل ته پاتې ده.
والله اعلم
المصادر:
١- وفيات الأعيان ٢- البداية والنهاية
٣- تاريخ دمشق ٤- تاريخ الأسلام
٥- تاريخ العراق القديم والحديث
٦- الطبقات. ٧- سير أعلام النبلاء.
#الیاس_عمر
276
ضرور یې ولولی!
د حجاج بن یوسف ثقفي حقيقت څه وو ؟
فکر نکوم چې د تاریخ پاڼې به د بل داسې شخصیت په عجايبو تورې شوي ، حجاج د اسلامي تاریخ هغه څهره ده چې تاریخ لیکونکو یې په اړه زیات ضد او نقیض خبرې کړې دي.
د نړۍ په تاریخ کې او خاصتا د اسلام په تاریخ کې حجاج بن یوسف رښتیا یوه حیرانونکې څهره ده.
دحجاج بیلګې په توګه :
حجاج د ظالم په لقب باندې نومول شوی دی ، په عین وخت کې د معلم القرآن لقب هم لري.
همدا شان په هر ۳ شپو او ورځو کې به یې یو ځل د قرآن کریم ختم کاوو ، او د قرآن کریم یې بې حده زیات تعظیم کاوو.
حجاج لومړنی کس وو چې دده په امر قرآن کریم ته نقطې او اعراب ( ــَــِــُـــٌـ ) ورکول شول ، او تر نن ورځ چې څوک د قرآن کریم تلاوت کوي ددې په ثواب کې به حجاج بن یوسف هم برخمن وي.
د مسلمانانو په عزت او ناموس یې له حده زیات غیرت کاوو ، لکه یو ځل ورته خبر راغی چې د سند حکمران راجه داهر درې تنه مسلمانانې بندیانې کړي ، او له هغوی يوې ویلي چې : واحجاجاه ....!
نو د هغوی د خلاصون په موخه یې یو لښکر سند ته ولیږه ، چې همدا د هند د فتحې شروع وه ، هلته اسلام نږدې ۱۰۰۰ کاله دوام وکړ ؛ دا ټول د حجاج بن یوسف د حسناتو په تله کې دي.
او په عین حال کې ۱۲۰۰۰۰ زره مسلمان قتل کړي دي ، او زیات وینه تویونکی وو .
راځئ!
تر څو تاسو ته د حجاج بن یوسف د ژوند څو مهمې حسنات او بدۍ ولیکو.
لومړی :
د حجاج بن یوسف ثفقي څو ښه کارونه.
۱ - په لسګونه ځله یې خوارجو سره نښتې کړي ، او هغوی ته یې عبرتناکې ماتي ورکړي دي.
۲ - د عراق د واسط ښار یې جوړ کړی.
۳ - د عراق د ټولو ځمکو اندازه یې واخيستله ، د هغوی کلي او ځایونه یې ټول په پاڼو ثبت کړل.
۴ - هغه د اوبو کاریزونه او ويالې یې بیا ترمیم کړې ، چې د تیرو شویو جنګونو په سلسله کې تخریب او له کاره وتلي وو.
۵ - هغه د وخت نقود ( پیسې ) عربي نقش او فرهنګ ته واړولې.
۶ - هغه د منځنۍ اسیا په لور لښکر ولیږه ، چې بلخ ، تخارستان او فرغانې په شمول یې د منځنۍ اسیا زیاتې سیمې فتح کړې ، آن تر دې چې د چین د پادشاهي مربوط کاشغر یې پورې یې فتوحات ورسیدل.
۷ - د حجاج لښکرو د هند په غربي ساحه یرغل وکړ او د سند پاچاهي ته یې د پای ټکی ورکړ.
۸ - د خپل سیاسي ژوند تر مخه په طایف کې د قرآن کریم ښونکی وو ، او وروسته تر هغه چې سیاست ته راګډ شو ، د علماؤو او اهل قرآن به یې زیات اکرام او عزت کاوو.
۹ - د یوې مسلمانې انجلۍ په فریاد یې د خپل یوازینی وراره په ګډون خپل پوځ ته حرکت ورکړ.
دوهم : د حجاج بد کارونه.
۱ - جلیل القدر صحابي عبدالله بن زبیر رضي الله تعالی عنه یې په شهادت ورساوو.
۲ - د صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم او د مدینې منورې د اهل یې عزت نه کاوو ، چې د حضرت انس بن مالک رضي الله تعالی عنه سره یې هغه مکالمه مشهوره ده.
۳ - بیت الله یې د منجنیق په واسطه په کاڼو وویشتله.
۴ - په عراق یې د خپل جبر او ظلم په مټ حکومت وکړ ، او د عراق زیات وکړي یې ووژل.
۵ - تابعي سعید بن جبیر رحمه الله یې چې د عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنه شاګرد وو ، په شهادت ورساوو.
۶ - د حضرت علي رضي الله تعالی او دده له اهل بیت سره یې زیات بغض او دښمني درلوده.
۷ - ۱۲۰۰۰۰ زره کسان یې په خپل ژوند کې وژلي دي.
۸ - د لمونځ به یې اهتمام نه کاوو ، او پر خپل وخت به یې نه ادا کاوو.
دریم : د حجاج بن یوسف په اړه مهم اقوال.
۱ - ابن کثیر رحمه الله وایي :
د مروان بن امیه د کورنۍ د خواهشاتو مطابق حضرت علي رضي الله تعالی عنه او دده ډله یې بده ایسیده ، زیات ظالم او سخت زړی وو ، په کم شک او شبهې باندې هم وینه تويولو ته تیار وو.
۲ - ابو عمر بن علاء وایي :
ما له حجاج بن یوسف او حسن بصري رحمه الله څخه زیات فصيح څوک ندي لیدلي ، فقط دومره چې د حسن بصري رح فصاحت تر حجاج یو څه زیات وو.
۳ - عقبه بن عمرو وایي :
د خلکو عقلونه یو له بل سره نژدیوالی لري ، خو د حجاج بن یوسف او ایاس بن معاويه عقل د نورو خلکو له عقلونو څخه زیات غوره وو.
۴ - ابن کثیر رحمه الله :
مونږ دده په اړه روایت کړي چې له نیشه یي توکو څخه یې ځان ساته ، د قرآن کریم تلاوت به یې زیات کاوو ، له محارمو څخه یې ځان ساته ، او دده په اړه هیڅ نده مشهوره شوې چې د زنا په ګندګي دي ککړ وي ، له دې ټولو سره زیات وینه تویونکی وو ، نو الله عز وجل د هر کار په پټ او ښکاره اړخ او د هرې سینې په پټو او ښکاره رازونو ښه پوهیږي.
۵ - ابن کثیر رحمه الله :
په حجاج بن یوسف کې زیات شهامت موجود وو ، او توره کې یې دروندوالی وو ، هغه نفسونه چې د هغوی وژل الله عز وجل حرام کړي ، هغه به یې په کمې شبهې سره وژل ، او د پاچاهانو په شان غوصه یې درلودله.
۶ - شعبي رحمه الله :
حجاج په طاغوت ایمان لرونکی او په لوی الله عز وجل کافر وو.
276
اُندُلُس.
خپلو ماشومانو ته ور زده کړې!
ور زده کړئ چې چې اندلس له ۸۰۰ کاله څخه زیات د مسلمانانو هیواد وو.
ور زده کړئ چې اندلس د اسلام یو میراث ده چې له شام فلسطین المغرب او بلګراد سره فرق نلري.
ور زده کړئ چې هغه کوم ظلمونه په اندلس کې وشول نن په فلسطین ، مقدس شام ، میانمار او ترکستان کې تکرایریږي.
ور زده کړئ چې د اندلس د سقوط اسباب نن بیا تکراریږی ، او زياتيږي هم.
ور زده کړئ چې هغه قومونو چې اندلس یې سقوط کړ ، نو که مونږ همداسې کینو ډیر ژر به نور ښارونه سقوط کړي.
ور زده کړئ چې اندلس د اسلام هغه مرکز وو چې روښانه مخینه لري ، او ټولې اروپا ته ورڅخه انسانیت او علم خپور شو ، چې اروپايي مستشرقین هم ددې خبرې منونکي دي.
ور زده کړئ چې اندلس په ټولو اسلامي هیوادونو کې د ځمکې په سر په فردوس باندې پیژندل کیده.
ور زده کړئ تر څو اندلس مو هیر نشي.
| 🍂 💡
#تاریخیة
الیاس عمر
276
#تاریخ_د_امت_هینداره
هغه وخت چې مسلمانان وو!
کله به چې اسلامي بیړۍ د ایټالیا د سواحلو له غاړې څخه تیریدلې ...
نو د کلیساوو رنګونه به ټول بند شول.
تر څو داسې نه چې مسلمانان په قهر شي او ښار فتحه نکړي.
_🪴💛
#تاريخية
الیاس عمر
276
السلام عليكم ورحمة الله و بركاته!
د " عبدالله " په نوم د ښایسته لوګو لپاره ۵۰ % تخفیف لرو.
عبدالله نومي وروڼه کولی شي ، زمونږ اکاونټ ته پیغام پریږدي!
@ebn_haresah
276
السلام عليكم ورحمة الله و بركاته!
د احمد په نوم د ښایسته لوګو لپاره ۵۰ % تخفیف لرو.
احمد نومي وروڼه کولی شي ، زمونږ اکاونټ ته پیغام پریږدي!
@ebn_haresah
276
د " ابو عمر " ورور لپاره زمونږ لخوا څخه تازه جوړه شوې لوګو !
ډیزاین : الیاس عمر
د ډیزاین د شکل فرمایش : الیاس عمر
276
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترمو مونږ څو ځله ویلي چې د لوګو جوړونې لپاره خپل شرایط ، تګلارې او قیمت تعین کړی دی.
نو هیله کوم!
ګروپ کې بیځایه غوښتنه مکوئ!
زمونږ شخصي اکاونټ ته پیغام پریږدئ!
@Ebn_haresah
276
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
له نن سه شنبې څخه تر راتلونکې جمعې پورې، مونږ تاسو ته په لوګو جوړونه کې ۵۰٪ تخفیف راولو!
او تر هغه وروسته به یو ځل بیا د هرې لوګو قیمت ۱۰۰ افغانۍ شي.
بیړه وکړئ او له تخفیف څخه ګټه پورته کړئ!
زمونږ اکاونټ:
@ebn_haresah
276
د " انس فراهي " ورور لپاره زمونږ لخوا څخه تازه جوړه شوې لوګو !
ډیزاین : الیاس عمر
د ډیزاین د شکل فرمایش : الیاس عمر
276
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
یو ځل بیا...
ستاسو د لوګو غوښتنې په ورین تندي منو!
الیاس عمر
276
د " اسامه طالب " ورور لپاره زمونږ لخوا څخه تازه جوړه شوې لوګو !
ډیزاین : الیاس عمر
د ډیزاین د شکل فرمایش : اسامه طالب
