uk
Feedback
Research Services

Research Services

Відкрити в Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Показати більше
2 989
Підписники
-324 години
-57 днів
-4230 день
Архів дописів
ارزښتمن عطر مې واخیست، خپلې ښایسته کوټې کې مې کیښوده، هره ورځ مې پرې نظر لګېده ، خو نه مې پيژنده چې دا عطر دي، بله ورځ مې را
ارزښتمن عطر مې واخیست، خپلې ښایسته کوټې کې مې کیښوده، هره ورځ مې پرې نظر لګېده ، خو نه مې پيژنده چې دا عطر دي، بله ورځ مې را واخیست په لاس کې مې اړول را اړول نا څاپه رانه وغورځېده بوتل یې مات شو، شیشې مې راټولې کړې او کثافت دانۍ کې مې ګوزارې کړې، بېرته کوټې ته واپس شوم کوټه خوشبو په سر اخیستې وه. ور او کړکۍ مې خلاصې کړې د حویلۍ په شمول نورو کوټو کې هم ښایسته خوشبو ورخپره شوه، د کثافت دانۍ تر څنګ تېرېدم، هلته هم ښایسته بوی و. ځان سره مې کړل، که د عطرو بوتل نه وی مات شوی موږ به له دومره ښکلي بوی نه، نه وی برخمن شوی. نو ځینې وخت له ماتې او ټکان نه وروسته نوی فکر او نوی نظر راڅرګندېږي، چې شاو خوا ته دې ښکلا وربښي.
یوازې متوجې اوسه!

+1
384_عمومی%20پښتو.pdf

دوه يا زيات PDF فايلونو يو ځای (Merge) کولو لپاره لاندې ويب سايټ څخه استفاده کولی شئ. لينک: https://aslitools.com/tools/pdf-m
دوه يا زيات PDF فايلونو يو ځای (Merge) کولو لپاره لاندې ويب سايټ څخه استفاده کولی شئ. لينک: https://aslitools.com/tools/pdf-merger نورو سره يې هم شير کړئ!

⭐ لیست کاربردی‌ترین ابزارهای پژوهشی 1️⃣ سایت connectedpapers.com پیدا کردن مقالات مشابه 3️⃣ سایت semanticscholar.org جستجوی مقاله 3️⃣ سایت researchrabbit.ai پیدا کردن و اتصال مقالات مشابه 4️⃣ سایت consensus.app پاسخ به سوال براساس مقاله 5️⃣ سایت typeset.io پاسخ به سوال بر اساس مقالات 6️⃣ سایت elicit.com استخراج اطلاعات از مقالات 7️⃣ سایت scite.ai استناد جملات به مقالات په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

د نړۍ پټ رازونه (4).pdf

‏📘  کتاب نوم : کلیوال رښتیا وایی ✍️لیکوال : شهزاده شیرین زوی ‏فارمټ: pdf لرم ‏🌐 ژبه : پښتو

📢 په ترکیه کې د لوړو زده کړو ځانګړی فرصت! د ترکیې دولتي کارامان اوغلو محمدبې پوهنتون (Karamanoğlu Mehmetbey Üniversitesi) د
📢 په ترکیه کې د لوړو زده کړو ځانګړی فرصت! د ترکیې دولتي کارامان اوغلو محمدبې پوهنتون (Karamanoğlu Mehmetbey Üniversitesi) د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره د اسوشیېټ (فوق دیپلوم) او لیسانس په کچو کې د نویو محصلینو نوم‌لیکنه پیل کړې ده. که غواړئ خپلې زده کړې په یوه معتبر او علمي چاپېریال کې دوام ورکړئ، نو له دې فرصته ګټه واخلئ. 🗓 د نوم‌لیکنې مهالوېش: • د نوم‌لیکنې پیل: ۲۵ مې ۲۰۲۶ • د نوم‌لیکنې وروستۍ نېټه: ۳ جولای ۲۰۲۶ 🌐 د نوم‌لیکنې او نورو معلوماتو لپاره: 👉 https://obs.kmu.edu.tr/oibs/foa_app/ 📧 که د وېبپاڼې په کارولو کې له تخنیکي ستونزې سره مخ شئ، دې برېښنالیک ته اړیکه ونیسئ: yos@kmu.edu.tr ✅ د سختو ازموینو اړتیا نشته؛ د زده‌کړو د مخکنیو اسنادو او یا د YÖS نمرو پر بنسټ محصلین منل کېږي. https://chat.whatsapp.com/FLvi1xnahBf4cqDYwCy936 په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

څو ورځې وړاندې يو ګران ملګري راته ميسج کړی وه، ويل يې چې خپل کورس کې مې د کمپيوتر شاګرادانو ته ستا پښتو ژبې ټايپنګ په کمپيوټر
څو ورځې وړاندې يو ګران ملګري راته ميسج کړی وه، ويل يې چې خپل کورس کې مې د کمپيوتر شاګرادانو ته ستا پښتو ژبې ټايپنګ په کمپيوټرونو کې انسټال کړی او شاګرادانو مې پښتو ټايپنګ اوس ډېر چټک شوی. زما لپاره دا د خوشحالۍ ځای ده چې پښتو ژبې انلاين او افلاين ټايپنګ سافټوير څخه هېوادوال استفاده کوي. دا چې لدې وړاندې پښتو ژبې ټايپنګ په انټرنيټ کې موجود نه وه، نو همدې امله مې دا سافټوير جوړ کړ. ډاونلوډ لينک: https://pashtotyping.com/downloads/pashto-typing-software

اې هغه ربه چې ستا امانتونه هېڅکله نه ضایع کېږي! خپل دین درسپارم؛ داسې مې وساتې چې ستا حضور ته د مسلمان او موحد بنده په توګه درشم. خپل ایمان درسپارم؛ داسې یې خوندي کړې چې تر وروستۍ سلګۍ پورې پر حق ثابت پاتې شم. خپل نېک عملونه درسپارم؛ داسې یې قبول کړې چې یوازې ستا د رضا لپاره وي. خپل زړه درسپارم؛ داسې یې پاک، روغ او رڼا وساتې چې له کینې، حسد او بدۍ لرې وي. خپل نفس درسپارم؛ داسې یې وساتې چې ستا په یاد ډاډمن او آرام وي. اې الله! خپل رحمت، بښنه او جنت را په برخه کړه، او هغه ورځ چې ستا حضور ته درېږو، له موږ راضي اوسه. ته تر ټولو مهربان او تر ټولو غوره ساتونکی یې. اې الله! موږ ستا امان ته سپارو، نو په خپل فضل او رحمت مو تر پایه وساته. ❤️🤲🏻

خپلې ژبې ته خدمت وکړئ او ډالر چاپ کړئ!!! 📢 د پښتو ترانسکرېپشن دندې اعلان Digital Pashto Association / ډیجیټل پښتو ټولنه د پښتو ژبې د غږیزو معلوماتو د ښه‌والي لپاره د ترانسکرېپشن یوه نوې مرحله پیلوي. د دې کار اصلي تمرکز د Common Voice د پښتو طبیعي او spontaneous speech غږونو ترانسکرېپشن دی؛ یعنې ګډونوال به پښتو غږونه اوري او هغه به په سمه، معیاري او روښانه پښتو لیکي. په راتلونکو مرحلو کې به د لهجو، تلفظونو او ځانګړو ژبنیو بڼو د ثبت او ترانسکرېپشن ځینې نور کارونه هم شامل شي. دا هڅه د Digital Pashto Association د هغه کار دوام دی چې شاوخوا یو کال مخکې د Common Voice Pashto غږونو راټولولو لپاره پیل شوی و. زموږ اصلي موخه دا ده چې د پښتو لپاره داسې باکیفیته غږیز او لیکلي datasets جوړ شي چې په راتلونکي کې د AI، speech recognition، text-to-speech، لهجوي څېړنو او نورو ژبنیو ټکنالوژیو لپاره ګټور وي. زموږ لوی dataset شاوخوا پنځه میلیونه غږیزې برخې لري، خو د لا ښه کیفیت، مختلفو غږونو، لهجو او دقیق ترانسکرېپشن لپاره موږ اړتیا لرو چې ځینې کوچني او ځانګړي datasets هم جوړ کړو، تر څو د لوی dataset نیمګړتیاوې جبران شي. 💰 د معاش/جبران کچه: د محدودې بودجې له امله اوس‌مهال موږ د هر ۱۰۰۰ تایید شوو کلمو لپاره ۱ ډالر ورکوو. دا اندازه ډېره لوړه نه ده، خو زموږ هدف دا دی چې هغه کسان چې لږ ازاد وخت، انټرنېټ او د پښتو ژبې لپاره د کار کولو علاقه لري، وکولای شي له دې پروژې سره یوځای شي او هم د خپلې ژبې لپاره کار وکړي او هم لږ عاید ترلاسه کړي. موږ تر دې مخکې ښځینه همکارانې هم ګمارلې دي، خو اوس غواړو دا فرصت نورو هغو نارینه او ښځینه وؤ ته هم برابر کړو چې وخت لري او غواړي د پښتو ژبې د ډیجیټلي راتلونکي لپاره عملي کار وکړي. ✅ څوک ګډون کولای شي؟ هغه کسان چې: • ښه پښتو لوستل او لیکل کولای شي؛ • د غږ اورېدو او دقیق لیکلو حوصله لري؛ • انټرنېټ او موبایل/کمپیوټر لري؛ • د کیفیت اصول تعقیبولای شي؛ • د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره علاقه لري. 🤝 رضاکارانه ګډون: که څوک غواړي د پښتو ژبې لپاره رضاکارانه مرسته وکړي، موږ یې هم هرکلی کوو. رضاکاران کولای شي د ترانسکرېپشن، کتنې، کیفیت ارزونې او نورو اړوندو برخو کې مرسته وکړي. 📌 د انتخاب پروسه: د غوښتونکو ارزونه، انتخاب او د کار وېش د اجرائیوي ټیم له خوا ترسره کېږي، څو پروسه منظمه، روښانه او عادلانه وي. لطفا اشخاصو ته مسیجونه او مزاحمت مه کوئ! 📈 د قرارداد د دوام امکان: که موږ نور مالي ملاتړ ترلاسه کړو، د همکارانو قراردادونه غځېدای شي او د کار ساحه هم پراخېدای شي. اوس‌مهال زموږ پاتې بودجه شاوخوا ۱۰۰۰ ډالر ده، خو وروستی مالي راپور لا نه دی خپور شوی. د مالي راپور له بشپړېدو وروسته به اړین معلومات په شفاف ډول شریک شي. که تاسې وخت، انټرنېټ او د پښتو لپاره د کار کولو علاقه لرئ، له موږ سره یوځای شئ. 📩 د نوم‌لیکنې لپاره: https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSfIurVunH-rXrDcxoZ_DLddR-B4j7A1s0PcNcYe0iXBMaJiYg/viewform?usp=sharing&ouid=109838954408510564130 digitalpashtoassociation@gmail.com Digital Pashto Association د پښتو ژبې د ډیجیټلي راتلونکي لپاره ګډ کار

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته د مجازي نړۍ قدرمنو ملګرو، استادانو او ګډونوالو! هیله ده ټول به د لوی خدای ﷻ په فضل روغ، خوشحاله او له بریاوو ډک ژوند ولرئ. هغه درانه استادان، کادري غړي، څېړونکي، د لیسانس او ماسټرۍ محصلین، طبي ډاکتران او نور محترم هېوادوال چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې د معیاري علمي مقالو لیکلو، پروپوزل جوړولو، ژباړې، څېړنیزو او اکاډمیکو خدماتو ته اړتیا لري، کولای شي له موږ سره اړیکه ونیسي. موږ په لاندې برخو کې مسلکي، معیاري او باوري خدمات وړاندې کوو: • د معیاري علمي مقالو لیکل • د ریسرچ پروپوزل او Thesis Proposal تیارول • د مونوګراف، سېمینار او تېزس ترتیب او سمون • پښتو، دري او انګلیسي ژباړې • د مقالو اصلاح، ایډیټ او علمي سمون • د علمي ترفیع لپاره د مقالو او اسنادو چمتو کول • د سکالرشیپونو لپاره د پروپوزل او اسنادو ترتیب • په معیاري او نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو نشر • د Citation، Reference او Formatting بشپړ تنظیم • د څېړنیزو کارونو مشوره او لارښوونه هغه ژورنالونه چې موږ پکې مقالې نشروو، لاندې معیارونه لري: 1. رسمي ISSN نمبر لري. 2. هره مقاله ځانګړی DOI لري. 3. په Google Scholar کې Index شوي وي. 4. له دوو څخه په ډېرو ژبو کې نشرات نه لري. 5. مقاله د ژورنال له علمي ساحې سره مطابقت لري. 6. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په Blacklist کې شامل نه وي. موږ هڅه کوو چې ټول خدمات په مسلکي، باوري او مناسب حق‌الزحمه وړاندې کړو او د مقالې له لیکلو تر نشر پورې ټولې چارې په بشپړ مسؤولیت ترسره کړو. که اړتیا لرئ، کولای شئ په شخصي ډول پېغام پرېږدئ. 🙏 WhatsApp: 📞 +93790313230 📞+93796991261 📞+93730956641 د ګروپ لېنک: https://chat.whatsapp.com/F9PURmwkRAeIXpTNZ8cVhw

KGB په افغانستانکې.pdf

يو جي بي څو ايم بي کېږي. #gb #mb #computer
يو جي بي څو ايم بي کېږي. #gb #mb #computer

مرحوم عبدالاحد مومند دَ کوم ولايت وو؟

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

د ېوي شمېرې څخه بلي شمېرې ته د پيسو لېږلو طريقه! Salaam → *741*074xxxxxxx*50# Etisalat → *125*078xxxxxxx*50# Roshan → *123*079xxxxxxx*50# AWCC → *444*1*0700xxxx*50# ATOMA → *776*2*50*077xxxx# د XXX پر ځای د موبايل شمېره او د 50 پر ځای د پيسو حساب وليکي، هیله لرو چې ملګرو سره یې شیر کړئ. #salam #awcc #credit #afghanistan

زړه به نه خورې څه دنیا او څه یې چارې خدای به ټولې لوړې ټیټې کړي هوارې ؟

د بریالیتوب لار.pdf

د ویني ګروپونه

هر چاته زړه مه تشوئ! انسان ته ډېر وخت د پردیو له خوا نه، بلکې د خپلو خلکو له لوري درد او زیان رسېږي. کله ناکله هماغه کسان ستا
هر چاته زړه مه تشوئ! انسان ته ډېر وخت د پردیو له خوا نه، بلکې د خپلو خلکو له لوري درد او زیان رسېږي. کله ناکله هماغه کسان ستا رازونه افشا کوي چې پرون یې د خواخوږۍ په لباس کې درته ویل: ووایه، ترڅو دې زړه سپک شي. باید پوه شو چې هره خبره له هر چا سره د شریکولو نه وي؛ ځکه راز یوازې هغه څوک ساتلی شي چې امانتدار او وفادار وي.