اٰسۜلۙاٰمۘݺ࣮ تٙ࣫ګ لۙاٰرؓه࣬😍
Відкрити в Telegram
😍ښکلی اسلامی نشرات😍 زموږوولس مسلمان دئ😍 اسلامی نشرات غواری😘 خکلی ویډیوی 💖 خکلی ادبی لیکنی 💖 اسلامی اشعار💖 په زړه پوری نصیحتونه😍 تالب جان می زړه ده💕 https://t.me/http12358
Показати більшеКраїна не вказанаГумор та розваги38 899
576
Підписники
Немає даних24 години
Немає даних7 днів
Немає даних30 днів
Архів дописів
داټوله هفته په خندا تیروو خو دا دجمی په شپه به خپل نازنین پیغمبر ص هم په دردونو ونازوو ملګرو هیله کوم درود مو هیر نشی 😔🙏
د شیطان سره مناقشه:
ای شیطانه ایا تر تا به لوی ګمراه کوونکی وي؟
زما په خیال ته زیات قوت لري په ملیونونه انسانان تا ګمراه کړي دي.
شیطان: دا خبره رشتیا ده چي زه د ادم علیه السلام او دده د اولادي دښمن یم، حتی کفار لا ما بد ګڼي، ټولو نبیانو علیهم السلام به خپلو قومونو ته ویل چي شیطان ستاسي دښمن دی، په قرانکریم کي هم راغلي دي چي زه د انسان ښکاره دښمن یم، مګر خلک یي نه مني ایا دا زه ملامت یم، زه صرف انسان ته د ګناه او ګمراهي امر کوم نور ټوله اختیار انسان خپله لري،الله تعالی جل جلاله ښه او بد هر وخت جلا کړي دي، مګر خلک د ښو طلب نه کوي او زما په یو څو خبرو غولیږي، دوی عقل په کار نه اچوي او د نفس ده مني که هغه پر حق وي یا ناحقه باندي مثلاً زه د انسان نفس ته وایم چي سود وکړه ښه اضافه ګټه ده، او الله تعالی جل جلاله وایي چي سود مه کوه نور نو د انسان خپله فیصله ده که سود کوي یا یي نه کوي.
پوهاند: نن دي شیطانه حق وویله، شیطان: دغه حقیقت هر وخت وو مګر خلک بیده دي.
بسم الله الرحمٰن الرحیم
د خوب او پریوتلو اٰداب دوهمه برخه:
۴- تر بیدیدلو مخکي اور،څراغ او داسي نور شیان مړه کول.رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم فرمایي: بیشکه اور ستاسي دښمن دی، نو کله چي بیدیږئ هغه مړ کړئ.[ متفق علیه]
بل ځای فرمایي: کله چي بیدیږئ نو څراغ مړ کړئ.[ سنن ابي داؤد]
۵- پر داسي بام نه بیدیدل چي دیوال نه لري.رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: پر داسي بام مه بیدیږئ چي دیوال نه لري.[ سنن ترمذي]
۶- کله چي پر بستره پریوځئ دغه دعاء ووایاست.( اَللّهُمَّ بِاسْمِکَ أَمُوْتُ وَ أَحْیَا )
حضرت حذیفه رضی الله عنها وایي چي کل به نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیدیدی نو دغه پورتنۍ دعاء به یي ویل.[متفق علیه]
۷- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که څوک بد خوب وویني نو<< اَعُوذُ بِااللّهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِيم>> دي ووایي دري ځله دي چپه خواته تُو کړي او اړخ دي بدل کړي. [رواه مسلم]
د نن لپاره دغه څلور آداب نور بیا ان شاءالله
ومن الله التوفیق
قرآن
#قرآن یو له حکمت څخه ډک کتاب دی.
#قرآن د معاملاتو د صفایۍ لپاره غوره قانون دی.
#قرآن د حق او باطل په منځ کي ددفرق لپاره قانون دی.
#قرآن د نصیحت یوه آسانه لار ده.
#قرآن د رهنمایۍ او لارښووني حقیقي فن ښیي.
#قرآن د هر ډول فیوضاتو او برکتونو چینه بیانوي.
#قرآن د فکر او عمل لاري هواروي.
#قرآن څه د خندا شی نه دی.
له #قرآن څخه د ژوند مسئلی زده کړئ.
#قرآن د انسان سترکي غړوي.
#قرآن د تصدیق مخکي الهي کتابونه کوي.
په #قرآن کي د شفاء او رحمت دریابونه بهیږي
#قرآن د الله تعالی، د کائناتو د رب او د ټولي نړۍ د خالق کلام دی.
#قرآن انسان ته علم او حکمت ورکوي.
په #قران ځان پوهول د کمیابۍ ضامن دی.
#قرآن انسان له تیارې څخه رڼا ته راولي.
#قرآن د وخت مهم ضرورت دی.
#قرآن د سلامتیا لارې خلاصوي.
#قرآن د حق او نیک بختۍ مرکز دی.
#قرآن د ایمان چینه او د علم مرکز دی.
د یوه غریب او بدرنګه صحابي عجیبه واقعه
یو صحابي چې له رنګه تک تور و، داسې تور چې خلکو به ترې کرکه او نفرت کوه. دا صحابي ډیر غریب او ناداره و هیڅ یې هم نه درلودل. دا صحابي سعد نومیده.
یو ورځ په داسې حال کې چې سخت خفه و د نبي علیه السلام سره مخامخ شو، نبي علیه السلام مبارک ته یې وویل: ای د اللهﷻ رسولهﷺ، کله چې مشرک وم؛ نو خلکو به راڅخه نفرت کوه، په کومه لاره به چې، زه روان وم، خلک به په هغه لاره نه تلل، په یوه لوښي به راسره چا اوبه نه څښلې؛ خو اوس چې مسلمان شوم، ستا د باغچې ګل شوم، په الله ج او دهغه په رسولﷺ مې ایمان راوړ؛ خو ای داللهﷻ رسولهﷺ! دا خلک خو اوس هم له ماسره هماغه ډول سلوک او چلند کوي!
د ډیر خفګان او ژړا په حالت کې نبي علیه السلام مبارک ته وایي:
-ای د الله رسولهﷺ! ما به جنت ځانته پریږدي؟ حورې به مې ځانته پریږدي؟
نبي علیه السلام مبارک ډیر خفه شو، په اوږه یې ورته لاس کیښود او ورسره روان شو. پوښتنه یې ترې وکړه:
-واده ته دې زړه کېږي؟
سعد"رض" ورته وویل: هو!
نبي علیه السلام مبارک ورته وویل:
-د فلانکي صحابي کور ته ورشه او ورته ووایه چې، د اللهﷻ رسولﷺ را ستولی یم.
سعد ولاړ او د همغه کور دروازه یې و ټکوله. صحابي ورته راووت، پوښتنه یې ترې وکړه:
-څنګه راغلی یې؟
سعد"رض" ورته وویل:
-نبي علیه السلام را لیږلی یم، ستا لور په نکاح غواړم. صحابي حیران شو چې، زما لور او دا تور، غریب او بدرنګه صحابي! او بیا نبي علیه السلام را لیږلی.
صحابي کور ته ننوت او خبره یې له خپلې بي بي سره شریکه کړه، هغې انکار وکړ، ویې ویل:
-زما لور به اوس له داسې سړي سره واده کوي چې، نه کور لري او نه شتمني!
بالآخره لور یې راوځي او مور ته وایي چې، مورې! ما همدې صحابي ته ورکړه! دې صحابي ته مه ګوره، رسول اللهﷺ ته وګوره، دا هغهﷺ را لیږلی. صحابي راووت او سعد ته یې وویل:
-ما خپله لور درکړه.
سعد ولاړ او نبي علیه السلام ته یې خبر ورکړ چې، لور خو یې را کړه. نبي علیه السلام ترې پوښتنه وکړه چې د واده پیسې لرې؟
سعد وویل نه، نبي علیه السلام مبارک ورته پیسې ورکړې او ورته یې وفرمایل چې، ولاړ شه ځانته جامې جوړې کړه او نور د ضرورت وړ شیان پرې واخله.
سعد پیسې واخیستې او د واده په تیاري بوخت شو، یو وخت د مدینې په بازار کې ګرځيده، تر څو د واده لپاره شیان واخلي، په دې وخت کې اوازه شوه چې، نبي علیه السلام د صحابه و سره یو ځاې غزا ته ووت!
سعد"رض" د ځان سره وویل چې ماته ګوره! زه د واده په سوچ او فکر کې یم او نبي علیه السلام غزا ته ووت.
واده یې پریښود، په پیسو یې یو څادر او آس واخیست او ځان یې غزا ته ورسوه. کله چې ورسید، په داسې حال کې چې مخ او ځان یې په څادر کې پټ و، د کفارو په صفونو ور ننوت او په تیزۍ یې توره چلول پیل کړل.
د نورو صحابه و چې ورته فکر شو؛ نو پوښتنه یې وکړه چې دا نوی کس څوک دی؟ دې خو د مسلمانانو سره ډېره مرسته وکړه، پدې وخت کې د سعد لاس ښکاره شو، نبي علیه السلام مبارک وفرمایل: اظنه سعد!
زما په ګمان دا سعد دی، ده ته خو ما د واده د تیارۍ ویلي و خو دا دلته راغلی. د سعد اجل پوره و، په جنګ کې زخمي شو. نبي علیه السلام مبارک ورته راغی، سر یې ورته په خپل غیږ کې کیښود.
سعد په داسې حال کې چې زخمي پروت دی نبي علیه السلام ته بیا وایي:
-ای د اللهﷻ رسولهﷺ! ما به جنت ځانته پریږدي؟ حورې به مې ځانته پریږدي؟
په دې وخت کې نبي علیه السلام مبارک وخندل او له سعد نه یې مخ واړوه.
سعد"رض" ساه ورکړه او شهید شو، کله چې صحابه و د نبي علیه السلام نه د مخ اړولو او خندا علت وپوښته، رسول اللهﷺ مبارک وفرمایل:
-سعد ګیلې کولې چې ما به جنت ځانته پریږدي؟ حورې به مې ځانته پریږدي؟
پدې وخت کې اللهﷻ یوې حورې ته اوبه په لاس کې ورکړې چې، دا سعد"رض" ته ورسوه! حوره راغله خو له ما څخه یې حیا وکړه او مخکې نه راتله، ما وخندل او مخ مې واړوه؛ خو پدې وخت کې سعد"رض" ساه ورکړې وه او تږی له دې دنیا څخه ولاړد
ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!
یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه
د نورو د اسلامي معلوماتو لپاره ما فالو کړي
● گروه : 😍سَِــَِلَِطَِنَِتَِ اَِفَِغَِاَِنَِسَِــَِتَِـاَِنَِ😍
● آیدی : -1001551658894
● تعداد عضو : 8870
- - ┈┈∘┈˃̶༒˂̶┈∘┈┈ - -
اسلاموعلیکوم ورحمت الله وبرکاته
خوش اومدین دوستان عزیز😍
این گروه ماله خودتون هست
اد بزنید فعالیت کنید ممنونم
بی ادبی ریمو 🚯
بی احترامی ریمو 🚯
به دون اجازه پیوی ریمو🚯
ادب داشته باشین ممنون میشم 😍
😍قربان ترافغانستان😍
https://t.me/joinchat/kKSHw82TPnFiZjg8
يوسړی نبي ﷺ ته راغلی او بیائې ورته وویل: ای دالله تعالی رسوله! دالله تعالی څخه څنګه غوښتنه وکړم؟ رسول ﷺ ورته وفرمايل: داسی ووايه: اللهم اغفرلي، ورحمني، وعافني، ورزقني، ځکه دغه الفاظ ويل تاته دنیا او آخرت ښېګڼې راټوله وی.
صحيح مسلم ۲۶۹۷
*رسول الله ﷺ و فرمایل !*
*اووه کسان دی چی د حشر په میدان به د الله تعالی د عرش د سیوری لاندی وی !*
*یو پکی هغه کس دی چی په یوازیتوب کی د الله تعالی په یاد کی خپلی اوښکـی توﺉ کړی .*
*( صحیح مـسـلـم حـدیث 2380 )*
*📢 ثواب په نیت یې نشر کئ . مننه*
له خپل موبايل څخه هيچا ته سندرې، فلمونه او غلط متنونه مه ليږئ، فحش او د اسلام ضد مواد مه ليږئ ځکه ته نه پوهيږئ چې څومره ژوند لرئ...؟
او دا دومره ګناه ده چې ستا له مرګه وروسته به د هغې د ګناهونو بار هم پر تا وي، ځکه چې ته يې بنسټ او لامل يې.
تر څو چې دا ناوړه معلومات خپریږي او د هغې له امله به هغه ګناهونه چې خلک به یې کوي دوی به ستاسو په عملونو کې ګناهونه اضافه کړي.
ولې د قرآنکریم تلاوت، احادیثو، دیني علمونو او داسې نور اسلامي معلومات نه خپروي، چې په ژوند کې او تر مرګ وروسته هم درته خیر او رحمت راوړي؛ نو ځکه لوی خیرات د دوام لامل ګرځي. او دوامداره نیک اعمال.
پرله پسې ګناه یا دوامداره ثواب...؟
پریکړه ستاسو په لاس کې ده ځکه همدا اوس وخت دی
توبه وکړه، الله بخښونکی دی
بسم الله الرحمن الرحیم
د دوږخ هیبت او ویره
پیغمبر صلی الله علیه و اٰله وسلم د جبرایل علیه السلام څخه پوښتنه وکړه: چي ما هیڅ وخت مکایل علیه السلام په خندا نه دی لیدلی، جبرایل علیه السلام ورته وویل: له کومه وخته چي الله تعالی جل جلاله دوږخ پیدا کړ بیا مکایل علیه السلام نه دي خندلي.( رواه ترمذي). مکایل علیه السلام یوه قوت لرونکي او هیبتي ملایکه ده چي د بادونو،سختو طوفانونو،بارانونو کولو وظیفه الله تعالی جل جلاله ورکړي ده، او الله تعالی جل جلاله هیڅ وخت ملایکي دوږخ ته نه داخلوي مګر بیا هم مکایل علیه السلام د دوږخ د هیبت له وجي نه دي خندلي.
نو موږ عاجز بندګانو ته په کار ده چي نیک عمل وکړو،نیکي ویناوي واورو، او د نیکو خلکو سره ملګرتیا وکړو او الله تعالی جل جلاله څخه وبیریږو او ددغه جنهم څخه چي زیات هیبت لري پناه وغواړو او ځان تري وساتو په نیک عمل او دعاء باندي.
ومن الله التوفیق
وايي: د جبريل علیه السلام څخه پوښتنه وشوه چي ایا ته خاندې؟
جبریل وویل: هو !
ویل : کله؟
ده وویل : انسان د خپل پیدایښت له ورځي بیا د مرګ تر وخته په داسي شي پسي ګرځي چي هغه شی په دنیا کي نه دی پیدا شوی.
پوښتنه کوونکی په تعجب کي شو او وې ویل : هغه شی چشي دی، چي انسان پسي ګرځي او هغه په دنیا کي نه دی پیدا شوی؟
جبريل علیه السلام وویل : راحت، ارامتیا او بې غمي؛ الله جل جلاله په دنیا کي راحت نه دی پیدا کړی بلکي هغه یې په اخرت کي پیدا کړی دی خو انسان همېشه په دې دنیا کي په راحت پسي ګرځي.
ماشوم وایي: کله به لوی شم؟
ځوان وایي: کشکي بیرته ماشوم کېدلای شوای!
سپین ږیری وایي: کشکي مي بیرته د یوې ورځي لپاره ځواني راوګرځي!
واده شوې ښځه وایي: کشکي پېغله وای!
پېغله بیا وایي: کشکي واده شم!
هغه څوک چي اولاد نه لري، وایي: کشکي مي یو ماشوم درلودلای!
او هغه چي بیا د خپلو اولادونو د شرنو څخه په تکلیف دي، وایي: کشکي مي اولادونه نه وای زېږولي!
هغه څوک چي د یوې ښځي سره یې واده کړی وي، د راحت حاصلولو لپاره په بله ښځه پسي ګرځي، مقصد دا چي ټول انسانان راحت غواړي، حال دا چي په دې دنیا کي راحت نشته نو پر موږ دا لازمه ده چي په هغه څه سره قناعت وکړو چي الله جل جلاله راته لیکلي دي او د هغو نعمتونو شکر اداء کړو چي موږ ته را کړل شوي دي او په دې باید پوه شو چي زموږ راحت د الله جل جلاله په عبادت کولو کي دی ځکه چي په آخرت کي به ارام او په راحت یو.!
شیطان وايي:
اې الله ! ستا په لويی او عظمت دي مي قسم وي ،
څو چي انسانان ژوندي وي زه به یې دوکه کوم دجهنم لوري ته به یې کشوم.
الله جل جلاله ورته فرمايي:
په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي ،
چي زه به ورته عفوه کوم څو،
چي دوی زما څخه بخښه غواړی او جنت به ورکوم.
(پیج لایک کړئ د نورو دینی بیانونو او پوسټونو لپاره )
https://t.me/http12358
دلت را خانه ما كن ، مصفا كردنش با من ❤️🥀
به ما درد دل افشا كن ، مداوا كردنش با من❤️🥀
https://t.me/http12358
د یو نامتو عرب عالم لیکوال دکتور عائض القرني
۳۰ ارزښتمن نصیحتونه!
۱_ ورځ مو دسهار په لمانځه او داللهﷻ په ذکر پېل کړئ، بریالیتوبونه به مو قدمونه ښکل کړي.
۲_ همېشه کوښښ وکړئ چې استغفار ډېر ولولئ، ځکه دغه کار مو شیطان د ځان وژنې تر بریده ناهيلی کولای شي.
۳_ هېڅکله دعا مه پریږدئ، ځکه دعا د ژغورنې رسۍ ده.
۴_ تل په یاد لره چې فرښتې دې خبرې لیکي ،نو داسې څه مه وایه چې وروسته پرې پښېمانه شې.
۵_ تل خوشبین اوسه، که څه هم ډېرو ستونزو محاصره کړی وې، ځکه هر ماښام سهار لري او هره ستونزه د حل لار.
۶_ که د غمونو او مصیبتونو تر برېد لاندې راغلې دغه کلمه ډېره لوله: لااله الاالله
۷_ په خپلو پېسو د غریبانو او فقیرانو دعاوې واخله.
۸_ اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له وېرې ډکې سجدې، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه.
۹_ تر خبرو کولو مخکې فکر کوه، ځکه ځينې کلمې وژونکې وي.
۱۰ _ د مظلوم له آه او ښیراوو ځان وساته ځکه د اللهﷻ او دمظلوم د آه ترمنځ هېڅ پرده نشته.
۱۱_ که کتابونو، مجلو او ورځپاڼو ته وخت نه لرې خیر دی خو د قران کریم تلاوت هېڅکله مه پرېږده.
۱۲_ د خپلې کورنۍ د زغم او ډاډ سبب اوسه.
۱۳_ د خدایﷻ د رضا لپاره له خپل نفس سره مبارزه کوه، ځکه نفس تل داسې غوښتنې کوي چې د اللهﷻ د ناراضاتیا سبب ګرځي.
۱۴_ د مور او پلار لاسونه ښکلوه، دغه کار جنت ته د تګ لپاره یو سبب کیدلی شي.
۱۵_خپل زاړه کالي فقیرانو ته ورکوه ځکه ستا زاړه کالي د هغوی لپاره نوي دي.
۱۶_ تل کوښښ وکړه خوښ ژوند تېر کړې، ځکه ژوند تر هغه چې ته یې فکر کوې ډیر لنډ دی.
۱۷_ د دعا د قبلیدو لار دې د ګناه په وسیله مه تړه.
۱۸ _ که هر څومره سختي او مصیبت کې راګېر يې لمونځ وکړه الله ﷻ به دې مرسته وکړي.
۱۹_ د ټولو غمونو لامل له الله ﷻ سره واټن دی، ختم یې کړه چې الله ﷻ دې غمونه ختم کړي.
۲۰_ که چا دې غیبت وکړ خیر دی خپګان کولو ته اړتیا نشته، ځکه په خپل لاس خپلې نیکۍ تاته درکوي.
۲۱_ د جهنم اور او سختۍ را یاد کړه دغه کار دې له ګناه کولو منع کولای شي.
۲۲_ که غواړې چې نېکمرغي ترلاسه کړې کتابونه مطالعه کوه.
۲۳_ سبا تر هغې پریږده چې راشي د سبا د حوادثو په اړه مه پوښته، ځکه ته همدا نن ورځ بوخت یې! ننۍ ورځ نغده او سبانۍ ورځ نسیه ده.
۲۴_ مه خفه کېږه! د لمر تاو په یخ سیوري سره وژل کېږي، د غرمې تږی او جل وهلی په یخو اوبو خړوبېږي او وږی په ډوډۍ مړېږي، بې خوبی په خوب او ناروغي په روغتیا سره دوا کېږی! ته لږ صبر وکړه، نو الله تعالی به خیر کړي.
۲۵_خلکو ته سینه پراخه کړہ د نیکیو په لارښود او معلم مُحَمَّد ﷺ کې غورہ صفت ھمدا وو چې ھغه خپله سینه د خلکو پر وړاندی پراخه کړې وہ.
۲۶_ له تاسره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن او د غنیانو، غني؛ الله تعالی مل دی، هېڅ وېره مکوه.
۲۷_ همېشه لمونځ کوه، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلونکی دی.
۲۸_ صدقه کوه، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه؛ ښه او نېکه خبره کول دي.
۲۹_ کله چې دې له چا څخه خپل غیبت واورېده، نو هغه ته ووایه " له خدایه ووېرېږه.
۳۰_ د الله ﷻ او نبي کریم صلی الله علیه وسلم مینه اختیار کړه.
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷
ملګرو تاسو هم آمین ووایئ! 🤲🏻 چې زموږ دا کبرجن ماحول په جنتي او مینه ناک ماحول بدل شي، نفرتونه مو په مینه او عاطفي بدل شي.👇🏻
#غږ حسنزی
د عجیب انسان عجیب تاریخ!
رسول الله ﷺ
د دوشنبې په ورځ پیدا شو ، په دوشنبې يې حجر اسود په كعبه شريفه كې كېښوده، په دوشنبې يې هجرت وكړ، په دوشنبې مدينې ته ورسېد او په دو شنبې وفات شو.
درود شریف مو هیر نه شی ﷺ❤👉
