cookie

Ми використовуємо файли cookie для покращення вашого досвіду перегляду. Натиснувши «Прийняти все», ви погоджуєтеся на використання файлів cookie.

avatar

شمشاد نیوز

د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون رسمي ټیلیګرام چېنل!

Більше
Рекламні дописи
1 649
Підписники
-424 години
-197 днів
-5530 днів

Триває завантаження даних...

Приріст підписників

Триває завантаження даних...

ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
Показати все...
Показати все...
ترانه : توکل پر خدای دی ځه را واړوه ته دا سترګې | اواز حافظ شهاب ځدران | RTA Taranum

نوی ترنم توکل پر خدای دی ځه را واړوه ته دا سترګې تورې غلچکې او بریدګرې بې پروا سترګې اواز حافظ شهاب ځدران شاعر وثيق ذکوان Subscribe for exclusive Afghanistan Dari and Pashto news bulletin, breaking news, current affairs programs, documentaries, political commentary, debates, and more! Join us on Social Media : Subscribe:

https://www.youtube.com/@RTATaranum

Subscribe :

https://www.youtube.com/@RTATaranum

Subscribe :

https://www.youtube.com/@RTATaranu

Subscribe :

https://www.youtube.com/@RTATaranum

Subscribe :

https://www.youtube.com/@RTATaranum

Twitter :

https://twitter.com/rtapashto0?lang=en

@RTATaranum @RTATaranum #RTATaranum #RTATaranum

11:58
Відео недоступнеДивитись в Telegram
د دوحه٣ غونډې ته د اسلامي امارت د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد بشپړه وینا! *#حاجي_شریف* *#تلګرام_اصلی_چینل*🤝 ✅ https://t.me/NDGNN
Показати все...
6.32 MB
درنو حاضرینو!د دې لپاره چې د دوحې ناستې معناداره شي په کار ده چې لاندې اهدافو باندې کار وکړو، ترڅو دا اعتماد رامنځ ته شي چې موږ ټول د افغانستان امنیت، ثبات او د افغانانو د ښېرازۍ لپاره کار کوو: لومړی، د ټولو محدودیتونو او بندیزونو لرې کېدل او د هغو پخوانیو پرېکړه‌لیکونو ختمول چې د افغانستان د خصوصي سکټور په لار کې يې اساسي خنډونه ایجاد کړي دي. دوهم: د افغانستان بانک ګنګل شوي ټولې اسعاري زېرمې کومې چې د افغانانو مسلم حق دی، بیرته د کنګل څخه خلاصيدل او د افغانستان بانک په واک کي ورکول کیدل ، ترڅو· د پولي سیاست په ښه تطبیق، · د سوداګریزو بانکونو د حسابونو په تقویې ، او·  دافغانستان بانک له لوري د سوداګریزو بانکونو په وړاندي د اسعاري مکلفیتونو په ترسره کولو کې وکارول شي د دې زېرمو د انجماد تداوم د سوداګریزو بانکونو دا وړتیا راکمه کړي ده چې د مشتریانو اسعاري ضروروتونه په داخل او یا له هیواده بهر پوره کړي، چې په پایله کې یې مشتریان اړ کیږي چې د تجارت د تداوم لپاره غیر قانوني لارې وکاروي.د خصوصي سکتور د ودي لپاره مهمه ده چې زموږ د بانکونو او د بهرنیو بانکونو ترمینځ تعامل بیا پیل شي ترڅو زموږ تاجران وتوانیږي چې د سوداګريزو فعالیتونو لپاره د نړۍ سره د قانوني ( بانکي ) چینل له لاري ونښلول شي. دریم، داچې افغانستان د مخدره توکو د هرډول کښت، تولید، پروسیس او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه کړې او لا هم لګیا ده، خو له دې څخه وروسته افغان بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول یوه اړتیا او مشترک مسئولیت دی چې باید ترسره شي او افغانستان په دې برخه کې یواځې پرینښودل شي.زه پيشنهاد کوم چې د دغو مسائلو د حل په موخه باید کاري ډلې جوړې شي او هیله من یم چې پر یادو موضوعاتو له تاسو درنو استازو سره مؤثرې او مثمرې خبرې اترې ولرو. د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
Показати все...
RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع http://www.youtube.com/@RTATaranum

11:57
Відео недоступнеДивитись в Telegram
د دوحې غونډې پرانیسته کې د اسلامي امارت د پلاوي مشر مولوي ذبیح‌الله مجاهد بشپړه وینا! #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
Показати все...
Sound.mp422.31 MB
همدارنګه د شمال-جنوب کوریډور په اړه موږ خپل ملاتړ اعلان کړی او چمتو یو چې په دې کوریډور کې شریکو هېوادونو سره له نژدې کار وکړو. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د اشغال او جګړې له پای ته رسېدو سره سم، د دې فرصت برابر شوی چې نه یوازې افغانستان له خپلو ملي ظرفیتونو څخه د ملي اقتصاد د احیا لپاره ګټه پورته کړي؛ بلکې ټوله سیمه افغانستان ته د امنیت او ثبات له راګرځېدو څخه ګټمنه ده. د سیمې له هېوادونو سره په ګڼو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو پراختیا ثابتوي چې د افغانستان حکومت د اړیکو د پراختیا اراده او ظرفیت لري. په ورته ډول د نړۍ نور هېوادونه په تيره بیا غربي هېوادونه هم کولای شي د سیمې د هېوادونو په څېر د افغانستان له حکومت سره په یوه واقعبینانه عملي تعامل کې د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې کړي او مثبت تعامل ته وړاندې شي. درنو ګډونوالو! لکه څنګه چې اشاره وشوه، په ځینو برخو کې د نظر تفاوت طبیعي ده. اما مهمه دا ده چې د مثبت تعامل او د اړیکو د پراختیا په تړاو د افغانستان اسلامي امارت اراده او نیت وجود لري. د افغانستان اسلامي امارت غربي هېوادونو سره هم مثبت تعامل غواړي. اما د بل هر هېواد په څېر موږ هم ځینې دیني او دودیز ارزښتونه او ولسي غوښتنې لرو، چې هغه باید درک کړل شي ترڅو  دوه اړخیزې اړیکې د ناندریو او رکود پرځای پرمخ لاړې شي. زموږ هیله دا ده چې د افغانستان اسلامي امارت ملي حاکمیت، خپلواکي، ارزښتونو او غوراویو ته درناوی وشي، دغو ارزښتونو ته درناوی د ملګرو ملتونو منشور هم تاییدوي. که وتوانېږو چې د افغانستان کورني مسایل له بهرنیو اړیکو جلا کړو، ښايي دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ ولرو. د افغانستان اسلامي امارت اوس د افغانستان داسې یو حکومت دی چې د افغانانو د لسیزو مبارزو نتیجه ده. د افغانستان اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي درک کچه مخ په لوړېدو ده. قزاقستان تېره میاشت د طالبانو نوم د ممنوعه ډلو له لیست څخه ووېست او همداراز تمه ده چې د روسیې فدراسیون هم په نژدې وخت کې ورته اقدام وکړي. په عین حال کې، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر ومانه. همدارنګه لسګونو هېوادونو د افغانستان د حکومت دیپلوماتان منلي او فعاله سیاسي استازولۍ لرو. لکه څنګه چې د سیمې مهمو هېوادونو د افغانستان له اوسني حکومت سره د یوه مسؤول نظام په توګه مثبت تعامل کړی، زموږ هیله دا ده چې په ورته ډول غربي هېوادونه هم ګډو دوه اړخیزو ګټو ته لومړیتوب ورکړي. دلته غواړې یوې بل مهم بشري ناورین ته ستاسو پام را واوړم: له تېر اکټوبر راهیسې چې د فسلطین په غزه کې نسل وژنه ادامه لري، دا په تاریخ کې په ژوندي ډول لومړنی خپرېدونکی جنوسایډ دی، چې د بشري حقونو دعوه دارو هېوادونو او سازمانونو اعتبار یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی. د یادولو وړ ده، ځیني لوري چې په مستقیم ډول په دې بشري جنایت کې شریکان دي. هغوئ په داسې اخلاقي موقعیت کې قرار نه لري چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښونې وکړي او لیکچر راکړي. د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درېوو کلونو کې هم په کوردننه د یوه مرکزي، قوي او مسلط نظام په توګه ځان ثابت کړی او هم یې د ملي بنسټونو، زیربنايي پروژو تطبیق او ملي اقتصاد د احیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي. همداراز یې لسګونو هېوادونو سره د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې هم پرمختګونه لرلي دي. ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره اړیکو کې پرمختګ د دې ښه مثال کېدلای شي. د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
Показати все...
RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع http://www.youtube.com/@RTATaranum

Фото недоступнеДивитись в Telegram
د #دوحې غونډې پرانیسته کې د اسلامي امارت د پلاوي مشر مولوي ذبیح‌الله مجاهد وینا! د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله مېرمن روزمېرې ډیکارلو او د هېوادونو او نهادونو درنو استازو او په ځانګړې ډول د کوربه هېواد قطر استازی، د ټولو دې ماښام په خیر وي! خوشاله یم، چې د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب په داسې یوه فرصت کې چې د ملګرو ملتونو په ابتکار د افغانستان لپاره جوړ شوی، د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره ګورم. همدا راز غواړم د قطر هیواد د حکومت له مشرتابه ځانګړې مننه وکړم چې د دې غونډې په جوړیدو او تسهیلاتو برابرولو کې یې مرسته کړې ده. د دوحې په دې کنفرانس کې زموږ ګډون ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو ملاحظاتو ترڅنګ چې لري يې، د مثبت تعامل پلوی دی. زموږ په باور د دوحې اوسنۍ ناسته یو فرصت دی، چې زموږ پر مشرانو او د مالي او بانکي نظام د یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او زموږ د ملي اقتصاد په وړاندې د ننګونو په اړه داسې مثبتې خبرې اترې ولرو چې د ستونزو د حل یوښه پيل وګرځي او افغانان هم پوه شي چې زموږ پر هیواد تحمیل شوي بندیزونه نور پای ته رسېږي. http://www.youtube.com/@RTATaranum
Показати все...
درنو استازو!افغانان پوښتنه کوي چې د یواړخیزو او څواړخیزو بندیزونو پر مټ ولې په ډله ییز ډول کړول کېږي؟! ولې یې حکومت او خصوصي سکتور ته خنډونه جوړیږي؟ افغانان چې د پردیو یرغلونو او لاسوهنو په نتیجه کې نژدې نیمه پېړۍ له جګړو او نا امنیو وکړېدل، کله یې چې خپله خپلواکي واخیسته، جګړه یې پای ته ورسوله، یو نظام یې رامنځ ته کړ او غواړی له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري خو په بدل کې يې له بندیزونو سره مخ شول؟! ایا دا منصفانه چلند دی؟!زه له دې انکار نه کوم چې ښايي ځیني هېوادونه د اسلامي امارت له ځینو اقداماتو سره ستونزه ولري. زه فکر کوم د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده او همدا ستاسې په څېر د مجربو ډیپلوماتانو دنده ده چې د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای د تعامل او تفاهم لارې چارې وګوري. د داخلي کړنو او پالیسیو تفاوت باید په هېڅ ډول د دې لامل نه شي چې ځیني زورور هېوادونه په خپلو لاسونو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشار ابزارونه داسې وکاروي چې د یوه جنګ ځپلي ملت ژوند متاثره کړي. د دې ټولو ترڅنګ له یواړخیزو او څواړخیزو بندیزونو او فشارونو سره سره، موږ د کوکنارو پر کښت، پروسس او قاچاق چې نړۍ ترې متأثره وه بندیز ولګاوه. د کوکنارو کښت چې په میراث راته پاتې و، موږ په بشپړ جدیت سره صفر ته نیږدې کړ؛ خو په مقابل کې يې ځینو هیوادونو د دې پر ځای چې زموږ د دې مثبت اقدام هرکلی وکړي او زموږ د ملي اقتصاد د احیا په برخه کې بانکي محدودیتونه لرې او زیرمې له کنګل وباسي د نه همکاریو سیاست ته ادامه ورکړه. درنو استازو!لکه څنګه چې زموږ ملت د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي خپلواکۍ لپاره مبارزې کړي او تاریخي قربانۍ يې ورکړې دي، په ورته ډول د افغانستان اسلامي امارت اوس د پر ځان بسیا ملي اقتصاد د بنیادونو د ايښودلو له لارې هڅه کوي چې زموږ اقتصادي خپلواکي هم په بشپړ ډول تضمین کړي. موږ همداراز د افغانستان د واقعي اقتصادي بیا راژوندي کولو په برخه کې هم ستر ګامونه اخستي چې ورسره ولسي وګړو ته کارونه ایجاد شوي، سلګونه فابریکې جوړې شوي، ځوانان له بدبختیو راګرځول شوي او ښځينه‌وو ته د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستر تجارتي فرصتونه رامنځته شوي دي. موږ په داسې حال کې د ټولو هېوادونو له بشري مرستو مننه کوو، د افغانانو د اقتصادي ستونزو اساسي حل دا بولو، چې یو اړخیز او څو اړخیز بندیزونه لرې شي، انکشافي مرستي ترسره شي او پرېښودل شي چې د افغانستان حکومت او خلک د ملي اقتصاد د احیا لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه له محدویت پرته ګټه واخلي. زموږ د بهرني سیاست یو اساسي عنصر اقتصادمحوري ده. موږ د خپل اقتصادمحوره خارجي سیاست پر مټ وتوانېدو چې د افغانستان له لارې د سیمې د اتصال امکانات برابر کړو. په شمال کې له ازبکستان څخه راغلې د افغان ټرانس  په نامه د اوسپنې پټلۍ رغونه به وکولای شي چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا او ازادو اوبو سره وصل کړي. زموږ اړوندې ادارې له خپلو ازبکستاني او پاکستاني همکارانو سره له نژدې کار کوي. همداراز ترکمنستان سره د ټاپي د ګازو نل لیکې د جوړېدو په اړه په تېرو دوو کلونو کې ښه پرمختګ شوی دی. هیله‌من یو چې د دې پروژې له پلي کېدو سره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د انرژۍ په تبادله او اتصال کې افغانستان مثبت رول ولوبوي. د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
Показати все...
RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع http://www.youtube.com/@RTATaranum

02:06
Відео недоступнеДивитись в Telegram
د افغانستان په تړاو د دوحې له درېیمې غونډې مخکې د اسلامي امارت پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې، ایران، هند، پاکستان او ازبیکستان له ځانګړو استازو سره پر بېلابېلو موضوع‌ګانو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس وايي چې ټاکل شوې د دوحې غونډې له پیلېدو مخکې، د اسلامي امارت پلاوي د قزاقستان، برېټانیا، ناروې، اندونیزیا، اېرلنډ او ملګرو ملتونو له استازو سره هم لیده کاته ولري. *#حاجي_شریف* *#تلګرام_اصلی_چینل*🤝 ✅ https://t.me/NDGNN
Показати все...
3.46 MB
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيتي ځواکونو له خوا د لس زره ډالرو د "جعلي" توکو کشف حاجى شريف: د هرات د امنیه قوماندانۍ چارواکي د دغه ولایت د تبادلې په دفترونو کې د لس زره جعلي ډالرو د پېر او پلور پر مهال د کشف خبر ورکوي. د هرات د اقتصادي جرمونو د مرکز مشر مولوي خالد ايوبي وايي، چې د هرات امنيتي ځواکونو د دې پيسو په تړاو درې تنه نيولي دي. مولوي ايوبي وايي چې په لومړي سر کې يو تن هغه مهال ونيول شو چې غوښتل يې جعلي ډالر وپلوري او له دغه کس سره دوه نور کسان هم نيول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هرات ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو له مسلکي لارو چارو څخه په استفادې د جعلي ګاڼو د پلورلو په تور دوه تنه نيولي دي. *#حاجي_شریف* *#تلګرام_اصلی_چینل*🤝 ✅ https://t.me/NDGNN
Показати все...
Оберіть інший тариф

На вашому тарифі доступна аналітика тільки для 5 каналів. Щоб отримати більше — оберіть інший тариф.