cookie

Ми використовуємо файли cookie для покращення вашого досвіду перегляду. Натиснувши «Прийняти все», ви погоджуєтеся на використання файлів cookie.

avatar

📚Rokhan library 📚روښان کتابتون📚

💡روښان کتابتون 📚 هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي، مقصد مو د مطالعې عام کول دي♥️ تبادله: @kingrokhan

Більше
Країна не вказанаМова не вказанаРелігія і духовність53 350
Рекламні дописи
1 494
Підписники
Немає даних24 години
-57 днів
-1630 днів

Триває завантаження даних...

Приріст підписників

Триває завантаження даних...

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ موضوع: ((یو بل ته کافر او فاسق ویل)) ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بغیر دضرورت نه یو مسلمان ته کافر او فاسق وئیل جائز ندی،داهم یو قسم دروغ دِی کچرے هغه د دے اهل نوی، (۱)دنبی علیه السلام ارشاد مبارک دے:کوم یوکس چه خپل مسلمانان ورور ته کافر اوائی نو دواڔو کښ یو ضرور کافر شی- او د دے کافر وئیلو دومره ګناه دے څومره چه دقتل ګناه دے، (صحیح بخاری ) (۲)دنبی علیه السلام ارشاد مبارک دے:څوک چه بل مسلمان ورور ته اوائی(اے کافره)) نو د دے ګناه دهغه دقتل کولو برابر ده- (صحیح بخاری) (۳) او خپله ویونکے هم پدے سره کافر شی لکه دنبی علیه السلام ارشاد مبارک دے: هیڅ یو سڔے دے په بل باندے نه دفسق تهمت لګوی او نه دکغر،ځکه چه(تهمت لګولو سره )کلمه دفسق او دکفر واپس راځی په تهمت ویونکی باندے،کچرے هغه بل ددے لائق نوی-یعنی که په چا باندے ئے دفسق تهمت اولګولو او هغه فاسق نوی نو دے پخپله فاسق شو،او که چاته ئے کافر اوئے او هغه کافر نوی نو ویونکے پخپله کافر شو- (بخاری) نبی علیه السلام (فداه ابی وامی وروحی) مسلمانانو ته په یو بل باندے دتهمت لګولو نه منع کوی، دِ دپاره چه داخلاقو فضاد تفسیق او دتکفیر دګنده هوا نه خرابه نشی- ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ :اللَّهُمَّ صَلَّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کتاب خطبات جمعه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Показати все...
Фото недоступнеДивитись в Telegram
#نیکمرغه_لوی_اختر_مو_مبارک_شه! د لوي اختر د رارسیدو په مناسب د نړۍ ټولو مسلمانانو ته او په خاصه توګه ګران هیواد افغانستان دردیدلې کړیدلی او غمځپلی هیوادوالو ته د زړه له تله مبارکې وړاندې کوم تقبَّل الله منا ومنکم بیا مو هم اختر مبارک شه
Показати все...
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ موضوع: (( چغلي کول حرام دي )) ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ چغلي کول دګناه کبیره نه یوه لویه ګناه ده دا هغه ګناه ده چې دجنت نه منع کول کوي څوک چې چغلي کوي هغه به اول جنت ته نه ځي مګر که الله تعالٰی ئي اوبښي نو بیا به ځي. امام ذهبی رحمه الله دچغلئ تعریف داسې کڔے دے فرمائي: چغلئ: دخلقو په مینځ کې خبرې نقل کول په نیت دفساد باندې.الکبائر یحيی بن کثیر رحمه الله فرمائي:چغل مار سڔے په یو ساعت کې دومره فساد خوره وي چې دومره په یو کال کې جادوګر هم نه شي خورولے. امام زهري رحمه الله دچغلي مار په باره کې فرمائي:چغلي مار سڔے رشتوني نه وي. امام وهب بن منبه رحمه الله فرمائي:چاچې ستا مدحه کوله په صفاتو سره چې په تا کې نه وو نوته مه په امن کیږه د دې نه چې هغه به ستا داسې بدې بیانوی چې هغه به تا کې نه وي.تنبیه الغافلین حسن بصري رحمه الله فرمائي:څوک چې تاته دبل چا خبره رانقل کڔي نو پوهه شه چې ستا خبره به هم بل ته نقل کوی نو ته دا ګمان مه کوه چې ګنې چغل مار به ستا خیر خواه وی بلکې ستا دپاره دا ډیر زیات شری دے اصل کې دین اسلام همیشه دپاره دا کوشش کوي چې دخلقو په مینځ کې جوڔ جاڔے راشي او چغل مار انسان دا کوشش کوي چې دخلقو په مینځ کې فراق راولي نو داسلام او دچغل مار انسان په مینځ کې تضاد دے. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ البدورالناضرة فی احوال القبر والاخرة ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ :اللَّهُمَّ صَلَّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Показати все...
ستا د موبایل هیڅ وزن نشته لیڪن د غلط استعمال له امله یې د ګناهونو امبار د حشر په ورځ ستا ملا در ماتولای شي اي ګرانه وروره او محترمی خورکی خپل مــوبایــل دي د آخرت د تباهــۍ وسیله مه ګـــرځــوه په دنیا ڪې پرې داسې څه(موسیقي، سندرې د نامحرمو انځورنه او داسې نور حرام) تر نورو مه رسوه چه ستا لپاره له مرګ وروسته هم نه ختمېدونګی ګناه وګرځي، ځڪه چه ستا دغه شیان به د نورو خلڪو په موبایلونو ڪې ښڪته او پورته ڪېږي خو عذاب به یې تاته په قبر ڪې در رسیږي.
Показати все...
1
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ فکر وکره (الدعاء ) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دعا هغه شی دی .الله ورباندي د انسان د دنيا او آخرت حاجتونه پوره کوي!!. ته الله تعالى ته په التجاء او زارۍ باندي هر يو حاجت پوره کولی شي، خو دا هله چې د دعاء سره دي شوق ډير محبت همدارنګه یقین هم پیدا شي چې هو په دعاء کي ټول کمالات را جمعه دي. دعاء داسي عمل دی چې د نه کيدو يعني ناممكن كار ورباندي كيږي، يو کار به ستا ذهن له سره اخلي هم نه خو په دعاء باندي به وشي. دعاء ته د الله سبحانه وتعالى تر ټولو غوره عبادت ويل شوي (أَفْضَلُ الْعِبَادَةِ الدُّعَاءُ) يعني په عباداتو کي بهترين او غوره عبادت دعا کول دي.روه الحاكم وصححه وأقره الذهبي، وصححه السيوطي، والألباني في صحيح الجامع رقم (۱۱۲۲). دا هغه عبادت دی چې الله تعالى ته ډیر خوښ دی، روايت کي راځي(لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الدُّعاء )يو شى (يعني (عبادت) نشته چې الله تعالى ته ډیر خوښ اکرم او د عزت وړ وي لکه دعاء. (رواه الترمذي واحمد وابن ماجه وحسنه الألباني). د دي وجه دا ده چې په دعاء کي انسان د خپل فقر، عاجزي او احتياج اظهار کوي، په دعاء کي د الله سبحانه وتعالى په علم، طاقت او قوت باندي اقرار راځي ځكه دعا کول د الله تعالى امر منل دي، څوک چې د الله تعالى څخه دعاء غواړي نو دا د هغه طاعت کوي، د الله تعالى په امر باندي عمل كوي. په قرآن كريم كي راځي (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ)غافر۶۰ د دعاء په وجه د الله تعالى قهر غضب دفع کيږي او څوک چې دعاء نه کوي؛ نو په هغوی باندي الله تعالى خپل غضب نازلوي: حديث كي راځي:څوک چې له الله تعالى څخه دعاء او سوال نه کوي نو الله تعالى په هغه باندي غصه کيږي، په هغه باندي خپل غضب نازلوي.رواه الترمذي وابن ماجة، د دعاء په وجه انسان د دا ډول عاجزی او بي وسۍ څخه بچ كيږي . رسول اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي:په خلكوكي تر ټولو عقل او پوهي په لحاظ عاجزه او بي وسع شخص هغه څوک دی چې د دعاء كولو وسع او طاقت ئي هم نه وي. او تر ټولو بخيل شخص هغه څوک دی چې سلام هم په خلکو نه اچوي.رواه ابن حبان د دعاء په وجه بلاګاني، مصيبتونه او پريشانياني دفع کيږي، د دعاء په وجه انسان ته د الله تعالی د رحمت دروازي را خلاصيږي. حديث كي راځي چې رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايلي:په چا باندي چې د دعاء کولو باب را خلاص شو؛ نو ده ته د الله د رحمتونو دروازه را خلاصه شود الله تعالى ته په ټولو دعاګانو کي خوښه دعاء دا ده چې بنده خپل عافيت غواړي، بيشكه دعاء د هغه مصیبت، پریشانی او بلاګانو د دفع او مخنيوي لپاره هم فائده ورکوي کوم چې واقع شوي، او د هغه څه متعلق هم فائده ورکوي چې لا تر اوسه نه وي واقع شوي،نو هر کله چې دومره مفید شی ده د الله بندګانو دعاكاني وكړئ. (رواه الترمذي وحسنه الألباني) دعاء كونكى شخص د الله په معيت او مناجات کي وي، په حديث قدسي كي راځي:زه د بنده په ګمان یم او زه د هغه سره یم کله چې (له) ما څخه دعاء ) غواړي.(رواه مسلم في صحيحه). عمر رضي الله عنه به ويل:زه دا فکر او پريشاني نه کوم چې زما دعاء به قبوله شي او کنه؛ بلكي ما دا خبره فکرمند کوي چې زه به دعاء وکرم کنه ما ته به د دعاء توفیق را نصيب شي او کنه؟ بیشکه چاته چې د دعاء کولو توفیق ور نصیب شو؛ نو قبولیت خپله ورسره تړلی او ملګری دی.تفسير محاسن التأويل للقاسمي، ځكه الله تعالى وعده كړي ده (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) او دا وعده یی هم كړي چی( وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ).من سورة البقرة- آية (186) دا خبره الله تعالى د روژي په بحث کي ذکر کړي ده دي خبري ته اشاره کوي چې د روژه نيونكي شخص ته ډيري دعاګاني کول پکار دي. خصوصا عند الافطار، ځکه د روژه ماتي وخت كي دعاء ډيره ښه قبليږي. محترمو دعاء ډير قيمتي عبادت دى، د نبي كريم صلى الله عليه وسلم ژوند ته که وګورو نو ټوله ژوند ئي (سفراً أو حضراً) دعاء دعاء وه.
Показати все...
👍 1
دعاء کله په رفع اليدينو سره وی او کله د لاس اوچتولو نه بغير هسي دعاء وي، نو تاسي د دعاء باب په خپل ځان را خلاص کړئ په دعاء باندي خپل ځان عادت کړئ، نو نا اشنا دخیر دروازي به درباندي را خلاصي شي په دعاء باندي د ګران نه ګران کار حل کيږي،د انسان ورباندي هر قسم حاجتونه پوره کيږي نو د دي سره مينه پيدا کول ضروري دي، پدي باندي يقين کول پکار دی او بل به جلتي او تادي نه کوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي :يُسْتَجَابُ لأَحَدِكُمْ مَا لَمْ يَعْجَلْ- وفي رواية - مَا لَمْ يَسْتَعْجَلْ.د رسول الله پدي خبره یقین کول پکار دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وايي: ستا دعا قبليږي خو تأدي مه كوه!!. صحابه کرامو عرض وکړو اي د الله رسوله د استعجال يعني تادي څه مطلب دى؟ هغه ورته وفرمايل : دا شخص څه وخت دعاګاني وغواړي د څه حکمت په بناء که زر قبوله نشي ) نو دى ووايي : ما خو ډيري دعاګاني وكړي خو قبولي نشوي حاجت غواړم خو نه قبليږي نو هيسته دعاء پريږدي . (رواه مسلم وغيره). نو دا شان خبره مه کوه ، ته چي دا دروازه تكوي تكوي نو هغه به ئي خامخا درته خلاصوي فَمَن دَقَ باب كريم فتح څوک چې د کريم ذات دروازي ته ودريږي او بار بار ئي وټکوي نو هغه ئي ضرور ورته خلاصوي، هغه داسي ذات نه دی چې تا به وشړي، خو کله کله د دعاء په قبولیت او اجابت کي تاخير کوي د خپل خاص حکمت په وجه باندي لیکن څرنګه چې دا مشهور عبادت دی؛ نو ځکه د ډیرو خلکو ورته نه فكر كيږي، او علماء ليکلي د ايمان د ضعف ډير نښي دي، په هغو کي یوه نښه دعاء نكول يا كمه دعاء كول دي، لاس اوچتول او زر بيرته دعاء بس كول. دا د دي خبري نښه ده چې د دغه انسان يقين او ایمان کمزوري دی، د ده ايمان كم دى نو ځکه ئي دعاء هم کمه ده، او ډيري دعاګاني کول، اوږدي اوږدي دعاګاني كول له الله سره ډير مناجات کول د یقین نښه ده. دا د ايمان نښه ده، الله ته ډير وخت دعاء کول پکار دی ، الله ته تر ډیرو پوري لاس نیول پکار دی، الله پدي باندي د خپل بنده څخه راضي کيږي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شرح اسماءالله الحسنی جلد۱مخ۷۳
Показати все...