« َِسَِاَِحَِلَِ نَِجَِرَِاَبَِېَِ»
زمونږ زوړ چینل د دښمن لخوا بلاک شو په دی نوی چینل کی راسره کډون وکړی له ملتیامو منننه ورورمو ساحل نجرابي https://t.me/sahainnjerabi @asffhghu
БільшеКраїна не вказанаМова не вказанаКатегорія не вказана
179
Підписники
Немає даних24 години
Немає даних7 днів
Немає даних30 днів
- Підписники
- Перегляди допису
- ER - коефіцієнт залучення
Триває завантаження даних...
Приріст підписників
Триває завантаження даних...
اَلسَــــلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
ګرانودوستانودزړه له تلـه ښـه راغـلاسـت درته
وايم زوړچينل بلاک سودلته راسره ملګري شي
https://t.me/asariesae_heu789
هيبت الـلـه غـزنـوي دترانوچينل
اَلسَــــلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ ګرانودوستانودزړه له تلـه ښـه راغـلاسـت درته وايم زوړچينل بلاک سودلته راسره ملګري شي
https://t.me/asariesae_heu789نوری او تازه روباعي
ذکر سره
کسره
په ژړا مې درپسې شوې سترګې سرې
ځـــــــوانيمرګه طالب جانه چیرته یې
اواز هابیل غازي صیب
شاعر ساحل نجرابي
👇👇👇
AUD-20220622-WA0003.mp36.18 MB
ښۀ آرامه آرامـــــي ده خو کاش ته وی
دلته یاره خوشحالي ده خو کاش ته وی
نشته غــــــږ هیچ دبنګنو او چــورلکو
بس کـراره کـراري ده خو کاش ته وی
بس ملګري دی بڼډار دی ستانشتون دی
خـــونـدور ماذیګري ده خو کاش ته وی
ستا دوینو بـــــــرکت دی وه شـــهیده
نن چـې ستره آذادي ده خو کاش ته وی
بوره مور په شوڼډو مــرمه مسکا وکړه
بیا هم غم کې دبچي ده خوکاش ته وی
اوس خـــو نشته ها چـاپــې او بمبارونه
یـوه نـــــــوې زنده ګي خو کاش ته وی
بس خـفه دې په بیـلـتون یــو وه لالیه
سخت دې ګرانه جدایي ده خو کاش ته وی
خوند به هلته وی چې ته مې وی ترڅنګ کې
د ساحل دا شاعــــري ده خو کاش ته وی
#لیک ساحل نجرابي
👇👇👇
@shookru
#طالبه
صبر حوصلې نه دې قربان شمه
پاکــې عقیدې نه دې قربان شمه
څــه خـــــوږه نامه لــرې طالبه تۀ
یه ښکلیه نامې نه دی قربان شمه
داچــې دې وهلې ول په ول ګرانه
ځارجګې شملې نه دې قربان شمه
لاس کې دې مدام وې پرې اذکرارکوې
تکې سرې تسپې نه دې قربان شمه
تاته چــې الله ج ګــرانه درکـړې ده
لـوړې مــــرتـبـې نه دې قربان شمه
ځــــار دې فـــــــودلادي ایمانه وګله
ستا مستې جزبې نه دې قربان شمه
نـــن چــې دې لیکلـی دی ساحله تا
بیا خــــو ترانــــې نه دې قربان شمه
#لیک ساحل نجرابي
👇👇👇
@shookru
Repost from سَاَحِلَ نَجرَابَيِ
ای سپینه بیرغه دامــارته
حــسیــنه بیرغه دشریعته
په کابل جان باندې وهه په باز وزرونه
درنه مو ځار کړل ډیر سرونه
ای سپینه بیــرغه دامارته
قبول مو ګړل په ځان آورونه
حسـیـنه بیــرغـه د شریعته
خدای مو پوره کړل شل کلنه آرمانونه
ستا رپیدل زمونږ ارمان ؤو
ای سپینه بیــرغه د امــارتـه
له تا مـو سر اومال قربان وو
حــسینـه بیـــرغـه د شـریعته
درته په تمه وو بـی شمیره ولسونه
خــدای دې رپان لـــره قــربانه
ای سپیـنه بیـــرغه د امـــارتـه
ای دمظلــــوم ولــــــس جانانه
حسیــنه بیـــرغه د شـــریعته
ستا رپیدل ته یی کول خدای ته سوالونه
په خدای چې څومره ښۀ ښکاریږې
ای سپیــنه بیـــــــــرغه د امــارتـــه
د ارک په ســــــــــر چـې نــن رپیږې
حـسـیـــنه بیــــــــرغه د شــــریعته
د رقــیبانــــو دې په زړۀ بل دې اورونه
تۀ د ساحل نجــرابـي زړۀ یې
ای سپینه بیـــــــرغه د امــارته
تۀ خــو یی سـترګې اولیمۀ یې
حسیـنه بیــــــرغـه د شـریعته
له تا قربان دستا په ننګ لیکې شعرونه
#لیک ساحل نجرابي
👇👇👇
@shookru
غزل
یاره جدایی دې څــومره سخته ده
تـږې مې په تاپســـې زړۀ دښته ده
غــواړم دې دیدن وه غنمــرنګه ځه
دا ارمان مې زړۀ کې ډیرله وخته ده
څه وکـړم قسمت مې ملګرتیا نکړي
ځکه خـو ګیله مې خپل له بخته ده
ژاړم ورتـــــه ګله په سلګـــــــــو یمه
ستا تصویر مې ایښی خپله مخته ده
نــوم یی پرې داستا شهید لیکلی ده
ولاړه دې په قبــر باندې شناخته ده
ای ساحله بیا څوګ غـریو نیولی ده
ژاړي د شهید مور کۍ کـــم بخته ده
لیک ساحل نجرابي
👇👇👇
@shookru
Repost from سَاَحِلَ نَجرَابَيِ
پاکه ورور ولي
زمونږ انډيوالي بیخي خوند کوي
داســــې ملګري بیخي خوند کوي
څوګ به موجدا نکړي په ژوندباندې
پاکـه ورور ولي بیخي خوند کوي
یو بل ته له حده سره ګران یو مونږ
مینۀ له زړګـــي بیخي خوند کوي
مونږه چې جوړه جوړه ګــرزیږو تل
اور اخلي پرادي بیخي خوند کوي
زړۀ درقیب چوادي تل په دې باندې
زمونږه په یاري بیخي خوند کوي
ای ساحل نجرابي داسې نه وې تۀ
نن دې شاعــري بیخي خوند کوي
لیک ساحل نجرابي
👇👇👇
@shookru
Repost from سَاَحِلَ نَجرَابَيِ
لیوانی به شم
تاپســــــې به ځۀ لیوانی به شم
درد مې کوي زړۀ لیوانی به شم
تۀ چې رانه تللــې یی غازي اشنا
بندې شــــو پرما نور ابــدي اشنا
ستا د مـخ کــاتـۀ لیوانی به شم
هــــروخـت دې جانانه یادومه ځه
خپل دزړګي کورکې دې ساتمه ځه
ســــــتا په بیـلتانۀ لیوانی به شم
یمه درته ډیــــــــر په اندیښنو یاره
ډیر له درده شي په څړیکیدو یاره
زما دســـر مغـــزۀ لیوانی به شم
ګـرزې مې جانانه په سوچـونـو کې
یوځل راته راشه په خــوبــــونو کې
رانغلــــــــــې که تۀ لیوانی به شم
غم خـو داسې کړی یم چې غلی یم
ای ساحل نجـــرابي لکه مـــــړی یم
څـومــره دي تــرخۀ لیوانی به شم
#لیک ساحل نجرابي#
👇👇👇
@shookru
حمد شریف
پیدا دې کړل ربه داځمکې او غرونه
په خپل قدرتي شان دې ټول جهانونه
که لمرکه سپوږمۍ دی داستااطاعت کړي
که اِنس دی که جنس ربه داستاعبادت کړی
بې ستنـو ولاړې دي ټـــــول آسمانونه
که ورز هم شې تیره او شپۀ په راتلو شې
دا ستا په یـــو امــر لمر بیا په ختــو شې
په ځمکه آسمان ستا چلیـــږي امـرونه
سینــدونه دخپل مستـو مستـــو څپـو کی
مــــــــرغان بلبلان دسحـــر تـــــــــرانـو کی
کــــوي دې خالقه همیش ستا ذکـــــــرونه
فکــرونه شې خام او عقـلــونه حیـران شي
چــــې څاڅکــې دباران! آسمانه راوان شي
را اوري پر مــــونــږ دې بی شمیر رحمتونه
رحمان یی" رحیم" یی زمـــونــــږه "خالقه
دځمکــــــــــــــې او واړه آسمانـــــــو مالکه
زما خـوار ساحل کــړه معاف ګناهـــــونه
#لیک ساحل نجرابي
👇👇👇
@shookru
Оберіть інший тариф
На вашому тарифі доступна аналітика тільки для 5 каналів. Щоб отримати більше — оберіть інший тариф.