cookie

Ми використовуємо файли cookie для покращення вашого досвіду перегляду. Натиснувши «Прийняти все», ви погоджуєтеся на використання файлів cookie.

avatar

پشتو ليکنې او شعرونه

د پښتو شعرونو، لنډو لیکنو، ناولونو او تفریحي لیکنو چینل ته ښه راغلاست. زمونږ ګروپ هم درسره جاین کړئ: د کانال چټ ګروپ: https://t.me/afghanistan_chatg

Більше
Рекламні дописи
11 197
Підписники
+1224 години
+897 днів
+24830 днів

Триває завантаження даних...

Приріст підписників

Триває завантаження даних...

Фото недоступнеДивитись в Telegram
یاري د شنې لښتې ګوزار دی چې چا خوړلی رنګ یې ځای ته نه راځینه #لنډۍ #زرچاڼ ┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄ ✨┕☽【@pashto_quotes】☾┙💫
Показати все...
lag laka bang shi sary lag laka anar shi sary Zubair Nawaz New Song 2023 viral [slowed and reverb]
Показати все...
lag_laka_bang_shi_sary_lag_laka_anar_shi_sary_Zubair_Na_ujS0hYTKrF8.mp38.21 MB
👍 1
یوه کور کې داسې ژمن او روزل شوی سپی ؤ چې د کور په ساتنه کې به یې لویه مرسته کوله. د کاله مېرمنې به کله کله د خورلڼو د بنډار پر وخت خپل کوچنی ماشوم په کور کې د سپي پر ډاډ پرېښوده. یوه ورځ یې همداسې کړي ؤ، چې له بنډاره کور ته ستنه شوه، نو ګوري د ماشوم زانګو وینلړلې ده. ماشوم نه ښکاري او هر څه ګډوډ دي. مېرمنې فکر وکړ چې سپي ماشوم داړلی او خوړلی دی. تېره چاړه یې راوخبسته او په سخته غوسه کې یې سپی څو ټوټې کړ. لږ وروسته د بسترو له یوې ډډې ماشوم چیغې کړې؛ مور یې په منډه ماشوم غېږې ته کړ. ګوري چې د خونې یوه څنډه کې د مار څو ټوټې پرتې دي. سپې ماشوم ژغورلی او مار څو ټوټې کړی چې ماشوم ونه چیچي، وینې ټولې د مار د وجود دي. مېرمن پښیمانه ودرېده، هغه سپی یې وژلی وو چې د دې ماشوم یې ژغورلی ؤ. مېرمن په ساندو کې وویل: نه زغم ، د خبرې نه پلټل او په پټو سترګو پرېکړو کې انسان هغه څوک له لاس ورکوي چې د ژوند مرستندویه او د ډالۍ وړ وي. زغم د ژوند چینه ده! #نکل - لیکوال ؟
Показати все...
💯 4🔥 1
Фото недоступнеДивитись в Telegram
آلبرت شوایتزر : بې تفاوته ووسه ځکه هر څه پر فکر کولو نه ارزي. خوشحالي ډېر څه نه دي بغیر د روغ وجوده او یو ضعیفې حافظې...! ژباړه: ماته هنداره
Показати все...
🥰 2😁 1
Фото недоступнеДивитись в Telegram
#شېبه چې معشوقه خپه وي او ته تلاش د پخلاېینې کوې چې لاس ترې تاو کړې او بښنه غواړې خو هغه تورو تورو سترګو کې غوسه وي دومره چې په خوږه وېره دې وویروي لاسونه موټي کړي، پاسته لاسونه او په وړو وړو سوکانو دې وهي په ټټر چې ته یې پټه کړې د مټو ترمنځ او هغه ځان خلاصوي د نياز و ناز همدغه لنډه شېبه که ژوند همدلته خلاص شي داسې شېبه کې مرګی ښکلی دی او ژوند ښکلی دی. - عبدالغفور لېوال
Показати все...
8❤‍🔥 3💯 3🥰 2🔥 1💔 1😇 1
Фото недоступнеДивитись в Telegram
وایه کنه حال څه دی وخته د یار خیال څه دی دې ښایست ته عقل څه دې مستۍ ته ټال څه دی ستا د بڼو غشو ته زغره څه ده ډال څه دی تا انتظار څه کړی ستا وعدې ته کال څه دی زړه که سمندر نه کړي نور د عشق مجال څه دی ستا نه به توبه کړمه؟ دا دې په ما خیال څه دی - صاحب شاه صابر ┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄ ┕☽【@pashto_quotes】☾┙💫
Показати все...
5🥰 1😍 1🌚 1😴 1
هر انسان یو داسې چاته اړتیا لري چې، پرته له کوم فیلټر او سوچ څخه، د زړه هره خبره ورته وکړای شي؛ خپل هر درد او هره خوشالي ورسره شریکه کړي. خو هغه شخص باید داسې انسان وي چې ستا هر راز او هره خبره د سر په بیه، په زړه کې پټ ساتي، او ستا د خفګان په وخت تاته حوصله درکوي، او نه دې پرېدي چې د یواځېتوب احساس وکړې. او ستا خوشالي ورته له خپلۍ خوشالۍ هم ډېر ارزښتمن وي. که ستاسو په ژوند کې داسې یو شخص شتون لري نو باید زرګونه ځلې شکر وباسئ، چون داسې خلک ډېر کم پیدا کیږي.. خو دا هم په پام کې وساتئ: څنګه چې تاسې د خفګان په وخت یو داسې شخص ته اړتیا لرئ، او داسې اوګه غواړئ چې د ژړا په وخت پرې خپل سر کېږدئ، همدا ډول هغه شخص هم له تاسو همدا توقع او تمه لري. هغه هم غواړي چې ته ورته هغه اوګه اوسې چې نوموړی پرې خپل سر کېږدي او هغه غوږ اووسې چې هغه واورې. هر انسان د ژوند له ډېرو بدو پړاوونو تیریږي، او په هغه بدو حالاتو کې هم چې یو انسان خپله له تا په بد وضعیت کې دي، او بیا هم هغه تاته هیلې درکوي، قوت دربخښي.. په تا هم دا فرض ګرځي چې که ۱۰۰٪ سلنه نه وي نو ۵۰٪ سلنه خو ورسره همکار اووسه. هغه که لس قدمه در وړاندې کیږي، لږ تر لږه دوه قدمه خو ور واخله. خو که برعکس ته له یو چا پوره مینه، توجه او همدردي غواړې، او په بدل کې مقابل لوري ته هېڅ توجه نه ورکول کیږي، هېڅ ډول مینه نه ورکول کیږي، نو هغه مجبوره دی چې ځان ګوښه کړي. چون ته هغه دا احساس ورکوې چې د هغه شتون او نه شتون هېڅ معنا نه لري؛ د هغه هېڅ ارزښت نه شته.. نو هغهٔ ته هم عزت نفس دا اجازه نه ورکوي چې تا سره په یو لاره قدم اووهي. هیله ده چې له قضاوت څخه مخکې خپل مقابل لوری درک کړئ. #مستان
Показати все...
🥰 9👍 2 2💔 2😢 1
Фото недоступнеДивитись в Telegram
که يار زما په زړه خبر شي ورځ به یوه وي دا به لس وارې راځینه #لنډۍ #زرچاڼ ┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄ ┕☽【@pashto_quotes】☾┙💫
Показати все...
🥰 11😢 3 2💘 2💯 1😴 1