د افغانستان اسلامي امارت
Закритий канал
Islamic Emirate of Afghanistan
Показати більшеКраїна не вказанаКатегорія не вказана
286
Підписники
Немає даних24 години
-27 днів
-1030 днів
Архів дописів
خبرپاڼه:
یک شنبه ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دمنسوبينو له خوا د غلا په تور دوه تنه ونيول شول
د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ منسوبينو د دغې ولسوالۍ د مربوطاتو څخه د یو کشفي عملياتو په بهيرکې دوه تنه د غلا په تور ونيول شول
دغه راز نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او دوسيې به يې له بشپړيدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته و سپارل شي
د هرات امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت
———————————————————————————-
خبرنامه:
یک شنبه ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
بازداشت دو تن در پیوند به سرقت توسط نیروهای امنیتی ولایت هرات
پرسونل قوماندانی امنیه ولسوالی گذره ولایت هرات دو تن را در پیوند به سرقت طی یک اقدام کشفی از مربوطات این ولسوالی بازداشت نمودند
همچنان افراد بازداشت شده به جرم خویش اعتراف نموده و دوسیه شان بعد از تکمیل شدن به ارگانهای عدلی و قضایی ارسال خواهد گردید
آمریت مطبوعات و روابط عامه ق.ا.هرات
#افغانستان
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د روژې په مناسبت د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د غوړیو او وریجو واردونکو سوداګرو ترمنځ د ګمرکونو، صنعت او سوداګرۍ او فواید عامې د رئیسانو په شتون کې غونډه وشوه
په دې غونډه کې د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د غوړیو او وریجو د وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث وشو
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د وریجو او غوړیو د وارداتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د بیو د کمولو او خلکو ته د خوراکي توکو د لاسرسي د زیاتولو لپاره باید په بازارونو کې کافي وریجې او غوړي شتون ولري
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار همدارنګه زیاته کړه چې د وریجو او غوړیو وارداتو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او واردونکو سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ چې د وارداتو پروسه به د هرات-خواف ریل پټلۍ، اسلام قلعه ګمرک او تورغونډۍ له لارې اسانه شي
په پای کې د وريجو او غوړيو واردونکو سوداګرو د هرات ولايت محلی ادارې د هڅو ستاينه وکړه چې خلکو ته د اړتيا وړ خوراکي توکي برابروي او د خوراکي توکو د وارداتو د زياتولو لپاره يې خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ.
#د_کورنیو_چارو_وزارت
#د_هرات_ولایت_مقام
#د_مطبوعاتو_دفتر
د سمنګان ولایت د رباطک کوتل سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، دا پېښه تېره شپه ناوخته د یو کوچني مسافر وړونکي او یو باروړونکي موټر تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د دې پېښې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
#مليتلویزیون
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د غور ولایتي روغتون ته ۳۶ کارتنه درمل او روغتیايي وسایل سپارلي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، یاد درمل به د ناروغانو لپاره د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
#مليتلویزیون
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د ننګرهار ولایت په سرخرود او بهسودو ولسوالیو کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه وزارت په وینا، د دې شبکو د چارو په بشپړېدو سره ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.
#مليتلویزیون
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ له قومي مشرانو سره کتلي.
عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ د لازمو روغتیايي اسانتیاوو غوښتنه کړې.
مولوي نور جلال جلالي د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو ته د شته روغتیايي ستونزو د حل ډاډ ورکړی، نوموړي ویلي، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، او په نږدې راتلونکي کې به په دې ولسوالۍ کې د جوړېدونکي روغتون چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
#مليتلویزیون
د افغانستان کلتوري اتشې فضل هادی حمزه مسکو کې د خلکو دوستۍ (RUDN) پوهنتون له لوري «د ټولو بیرغونو» په نوم جوړ شوي علمي پروګرام کې ګډون وکړ.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، ښاغلي حمزه د ياد پوهنتون له مسولينو سره د افغان زده کړيالانو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي چې د افغان زده کړیالانو لپاره غوره زده کړیيز چاپېريال رامنځته کړي.
#مليتلویزیون
د ظلم پوستې مستند؛
سېشنبه د شپې ۷:۳۰ دقیقې له مليتلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه!
#مليتلویزیون
کورنیو چارو وزارت وايي، د فراه ولایت پولیسو د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د نشهيی توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د یاد وزارت په وینا، له دې کارخونې ۲۳ کیلو ګرامه زېړ پوډر، ۱۹ کیلو ګرامه تور پوډر او ۸۰ لیتره تېزاب تر لاسه او سوځول شوي دي.
#مليتلویزیون
عامل د شیعهګانو په جومات کې د چاودنې عامل د پاکستان وګړی و
نداى بلوچ: د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د اسلامآباد په ښار کې د شیعهګانو په یوه جومات کې د شوې چاودنې عامل د هماغه هېواد، یعنې پاکستان، وګړی و. ویل کېږي چې دغه کس بهادر خان نومېده او د پاکستان د پېښور ښار اوسېدونکی و.
په همدې حال کې ځینو شنونکو ویلي دي چې د اسلامآباد چاودنه د پاکستان د استخباراتي ادارې (آیاېسآی) له لوري ترسره شوې ده. دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې په پاکستان کې شیعه علماوو له اسرائیلو سره د اسلامآباد د ملګرتیا او غزې ته د ځواکونو د لېږلو مخالفت کړی و.
#افغانستان
+1
مقابل شفاخانه حوزوی ولایت هرات زیرگذر ساخته میشود
#وزارت_امور_داخله
#مقام_ولایت_هرات
#دفتر_مطبوعات
قاهره کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار په مصر کې د میانمار سفارت له لوري د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په مناسب جوړه شوې لمانځغونډه کې ګډون وکړ.
مصر کې د افغانستان سفارت وایي، ښاغلي قرار په مصر کې میانمار له سفیر جوتین شین سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا هیله ښودلې ده.
#مليتلویزیون
قاهره کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار په مصر کې د میانمار سفارت له لوري د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په مناسب جوړه شوې لمانځغونډه کې ګډون وکړ.
مصر کې د افغانستان سفارت وایي، ښاغلي قرار په مصر کې میانمار له سفیر جوتین شین سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا هیله ښودلې ده.
#مليتلویزیون
روسیې د اوکراین په یو شمېر ښارونو او حیاتي زېربناوو په خپلو وروستیو لویو او لرې واټن ویشتونکو بریدونو کې د شپې لهخوا له ۴۴۰ څخه ډېر بېپیلوټه الوتکې او توغندي توغولي دي.
#افغانستان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په عمان کې له امریکا سره د تېرې جمعې ورځې خبرې "ښه پیل" بللی او زیاته کړې یې ده چې د دغو خبرو نور پړاوونه به هم په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.
سید عباس عراقچي یو ځل بیا خبرداری ورکړی که امریکا پر ایران برید وکړي، نو تهران به هم په منځني ختیځ کې د امریکا اډې په نښه کړي.
#افغانستان
د هرات والي نور احمد اسلامجار په هرات کې د یوه خصوصي معالجوي روغتون د پرانېستې په مراسمو کې د درملنې لپاره له هېواده بهر د خلکو د سفرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له ډاکترانو یې وغوښتل، چې خپله علمي کچه لوړه کړي.
#افغانستان
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام لوړپوړي مشر او پخواني سناتور، حافظ حمدالله، د دغه هېواد د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې روان امنیتي بحران د کورنیو ناکامیو او ناسم مدیریت پایله ده، نه د افغانستان له خاورې راټوکېدلې ترهګري.
#افغانستان
سوریې او سعودي عربستان تېره ورځ (شنبه، د فبروري ۷مه) په دمشق کې یو شمېر ستراتیژیک اقتصادي هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې هوکړهلیکونو کې د هوايي چلند، مخابراتو، زیربناوو او د املاکو پراختیا برخو کې پینځه لویې پروژې شاملې دي.
د سوریې چارواکو ویلي چې د دې تړونونو موخه د مخابراتي بنسټونو پیاوړتیا، د ډیجیټل ارتباطي سیسټمونو پراختیا، د سوریې-سعودي هوایی ډګر جوړول او د فایبر اپټیک شبکې پراخول دي.
#مليتلویزیون
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره وکتل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د تلپاتې امنیت او ثبات لپاره د سیمهییزو هېوادونو پر ګډ مسولیت ټینګار وکړ.
#مليتلویزیون
