uk
Feedback
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

Закритий канал

Islamic Emirate of Afghanistan

Показати більше
Країна не вказанаКатегорія не вказана
286
Підписники
Немає даних24 години
-27 днів
-1030 днів
Архів дописів
د معیار او کیفیت ادارې له فراه بندر څخه ۱۹.۵ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بیرته وګرځول. د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د ه
د معیار او کیفیت ادارې له فراه بندر څخه ۱۹.۵ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بیرته وګرځول. د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او قاطع توګه دوام لري. په یاده جوپه کې د سي چینل (نودانۍ) شاملې وې. #ملي‌تلویزیون

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېراحمد حقاني: خپل ماشومان له دین سره اشنا کړئ. #ملي‌تلویزیون

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېراحمد حقاني ماشومانو د ادبیاتو او د هغوی د روزنې د طریقو په موخه جوړ شوي سمینار کې وویل، چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته ټولو یتیمانو ته پاملرنه کړې ده. #ملي‌تلویزیون

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، ټاکل شوې سبا (چهار شنبه، د سلواغې ۲۲مه) به د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني ب
د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، ټاکل شوې سبا (چهار شنبه، د سلواغې ۲۲مه) به د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رییس میرویس عزیزي په حضور کې د عزیزي ګروپ او افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د پینځو پروژو د عملي چارو د پیل تړونونه لاسلیک شي. #ملي‌تلویزیون

لنډ خبرونه؛ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اوزبیکستان د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت رییس او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي وکتل. #ملي‌تلویزیون

افغاني غالۍ، د هېواد فرهنګي هویت؛ د غالۍ اوبدلو هنر د سلګونو کلونو مخینې په درلودلو د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کیږي. #ملي‌تلویزیون

د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شو. د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، دغه ښارګ
د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شو. د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، دغه ښارګوټی د دې وزارت له لوري په ۲ زره او ۱۱۳ جریبه ساحه کې طرحه او منظور شوی، چې شاوخوا دوه زره او ۲۰۰ استوګنیزې نمرې او نورې اړینې اسانتیاوې لري. #ملي‌تلویزیون

خوست کې د ولسونو ترمنځ د اسلامي اخوت، یووالي او ناوړه دودونو د له‌منځه وړلو په موخه غونډه وشوه. #ملي‌تلویزیون

نن سې‌شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي. #ملي‌تلویزیون
نن سې‌شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي. #ملي‌تلویزیون

بدلون: د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمدي وایي، افغانانو په تش لاس ستر زبر ځواکونو له ماتې سره مخ کړي دي. #ملي‌تلویزیون بشپړه خپرونه⬇️ https://youtu.be/UP5JLTdGZbI?si=2lqlTlMaMMolakqT

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د لیبیا سواحلو ته نږدې د یوې کښتۍ د چپه‌کېدو له امله ۵۳ تنه مړه او لادرکه شوي دي. د راپورونو له
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د لیبیا سواحلو ته نږدې د یوې کښتۍ د چپه‌کېدو له امله ۵۳ تنه مړه او لادرکه شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، د سلواغې ۲۰مه) رامنځته شوې او د لیبیا له‌خوا د ژغورنې په عملیاتو کې یوازې دوه نایجریایۍ مېرمنې ژغورل شوي دي. #ملي‌تلویزیون

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، چې په ختیځ ارام سمندر کې یې د نشه‌یي توکو پر یوې قاچاق وړونکي کښتۍ برید کړی، چې له امله یې دوه
د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، چې په ختیځ ارام سمندر کې یې د نشه‌یي توکو پر یوې قاچاق وړونکي کښتۍ برید کړی، چې له امله یې دوه تن وژل شوي او یو تن ژوندی پاتی شوی. د یادونې وړ ده، چې امریکا د تېرې څه مودې راهېسې په ختیځ ارام سمندر او کارابین سمندر کې پر ۳۹ کښتیو دغه ډول بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان پکې وژل شوي دي. #ملی‌تلویزیون

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د روزګان په چارچینو او د زابل په شهر صفا ولسوالیو کې د دوو مرګونو شخړو د حل خبر ورکړی د
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د روزګان په چارچینو او د زابل په شهر صفا ولسوالیو کې د دوو مرګونو شخړو د حل خبر ورکړی دی. دغه وزارت وایي، یادې شخړې چې د سیمه‌ییزو مسولینو، دیني علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې، له امله یې ښکېلو لوریو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه. #ملي‌تلویزیون

د امریکا د سمندري ترانسپورټ ادارې د تهران او واشنګټن ترمنځ په مسقط کې د غیرې مستقیمو خبرو اترو وروسته هغه امریکايي بېړیو ته چ
د امریکا د سمندري ترانسپورټ ادارې د تهران او واشنګټن ترمنځ په مسقط کې د غیرې مستقیمو خبرو اترو وروسته هغه امریکايي بېړیو ته چې د هرمز له تنګي تېرېږې لارښوونه کړې، چې د ایران له سیمه‌ییزو اوبو ځانونه لرې وساتي. یادې ادارې امریکایي کپتانانو ته لارښوونه کړې که‌ چېرې ایراني ځواکونه د پلټنې په موخه سوداګریزو بېړیو ته پورته کېږي، باید له زور کارولو ډډه وشي او د پلټنې اجازه ورکړل شي. #ملي‌تلویزیون

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (انروا) وایي، چې په غزه تړانګه او اشغال شوې لویدیځه غاړه کې بشري ناورین
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (انروا) وایي، چې په غزه تړانګه او اشغال شوې لویدیځه غاړه کې بشري ناورین سره د مبارزې لپاره ۱.۲۷ میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا لري. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دغه سیمې په وروستیو کلونو کې د جدي بشري ناورین سره مخ دي او دغه مرسته به په یادو شویو سیمو کې د ۲.۴ میلیونه خلکو اړتیاوو په موخه وکارول شي. #ملي‌تلویزیون

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ترکیې د دیانت ادارې مشر امراه کان دمیر د روژې په میاش
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ترکیې د دیانت ادارې مشر امراه کان دمیر د روژې په میاشت کې د بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ او اړمنو ته د روژه‌ماتي تیارولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه. افغاني سره میاشت وایي، په دې ناسته کې حفیظ عزیزالرحمن د یتیمانو د ملاتړ په برخه کې د ټولو خیریه ادارو د همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ. ورته مهال امراه کان دمیر وویل، چې د روژې میاشت په مناسبت به په ځینو ولایتونو کې بې‌سرپرسته ماشومانو ته ژمنۍ جامې ووېشي او اړمنو ته به د روژه‌ماتي پروګرام جوړ کړي. #ملي‌تلویزیون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جلا ټلیفوني اړیکو کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جلا ټلیفوني اړیکو کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو غیرې مستقیمو مذاکراتو د بدلونونه په تړاو معلومات شریک کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، سید عباس عراقچي دغه خبرې اترې یو ښه پیل بللی، خو د امریکا د نیت او موخو په اړه یې د بې باورۍ له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ. له بلې خوا، د دغو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د مسقط د خبرو له پیل هرکلی کړی او ډیپلوماټیکې حل‌لارې ته د رسېدو او د تاوتریخوالي زیاتېدو مخنیوي لپاره یې د دغو خبرو پر دوام ټینګار وکړ. #ملي‌تلویزیون

په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل. مسکو کې د افغانستان سفارت وایي،
په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل. مسکو کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې د متقابل تفاهم، همغږۍ، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او دغه راز د افغانستان او روسیې ترمنځ په سوداګرۍ کې د شته ستونزو په اړه خبرې وشوې. په دې ناسته کې افغان سوداګرو خپلې ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړې او د اسلامي امارت د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه یې وکړه. ورته مهال مولوي ګل حسن حسن دغه سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول او د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. #ملي‌تلویزیون

د نن سې‌شنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
د نن سې‌شنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ‌ محمد خالد حنفي وايي، د ملت او حکومت اړیکه د مور او پلاو او اولاد د اړیکې په څېر ده. ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې اسلامي نظام مکلف دی، څو د خلکو اړتیاوې پوره کړي. #ملي‌تلویزیون