uk
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Відкрити в Telegram

Показати більше
Країна не вказанаКатегорія не вказана
238
Підписники
-124 години
+47 днів
+1330 днів
Архів дописів
اوښکې روانې کور ته راغلم پردي راوړي به دې څۀ زړه وساتینه ټپه😘

Story

کمپيوټر مې مخته ايښی، شين سهار دی چا ايميل کړی ( ډاډيه ګله ښه يې؟) حق حيران پاته يم دا بيا نو کوم څوک شو؟ زړه کې وايم بل څوک نشي کېدی ته يې ورته ومې ليکل، شکر دی مننه وايي ( ستا هم له ځواب ډېره مننه) يو پوښتنه مې کوله (شبو مړه ده؟) سترګې ډنډ دي او سوزېږي مې څرمنه ځواب پاته شو او بلاک مې کړ خو مګر؛ ټول وجود مې دومره سست دی چې توبه مې دواړه لاسه مې لړزې اخيستي ګورم فلجه شوې ده، د نيم وجود حصه مې خه ددې پوښتنې اوس ضرورت څه و؟ انسانانو زښته ډېر يم خپه کړی وايم ايسته کومې خواته وم وتلی چې تر عمره بېخي نه وومه راغلی شبو! څه ووايم؟ ته مې پوه که خير دی مانه توري ورک دي، ماسره څه نشته که خوله خلاصه کړمه بد درپسې وايم خو دا نشم کوی، نه يې راکې زړه شته کمپيوټر مې مخته ايښی، شين سهار دی چا ايميل کړی ( ډاډيه ګله ښه يې؟) حق حيران پاته يم دا بيا نو کوم څوک شو؟ زړه کې وايم بل څوک نشي کېدی ته يې

Story

د سترګو له جنګ ستړي ښکاري زړونه ايماندارو ضعيفه شول د خلکو ايمانونه ايماندارو د حسن په ارزښت باندې که چوپه خوله شو پاتې نو خدای ته به بياڅه کړو ځوابونه ايماندارو؟ چنده د خوشحالۍ او د خندا خلکو ته ورکړئ اباد کاندئ د زړونو جوماتونه ايماندارو هر څوک ورته را اوړي په اسانه يو غريب يم د زړه د کور مې ټيټ دي دېوالونه ايماندارو بسمل د يوۀ چا پسې دا ډېر کلونه مړ يم زما په حق کې پورته کړئ لاسونه ايماندارو

#غزل هغه سترګې وژاړي؟ زوال دې زما وګوري؟ نۀ غواړمه، نۀ غواړم چې حال دې زما وګوري بخته زۀ تودوالی د پالګرې د لاس غواړمه حال دې ماته نۀ وايي خو پال دې زما وګوري خپلې خوشحالۍ کۀ خجالته نۀ کړه، ګرم یم رادې شي لۀ ځان سره جنجال دې زما وګوري زۀ یې جواب نۀ غواړمه، شاید چې وي هم نۀ! خدای د دې رټلو سترګو سوال دې زما وګوري پرېده! مسخره دې شي دعوې زما د عِشق ټول عالم دې وګوري، مثال دې زما وګوري #شهاب

ما ناز نه پېژندو، او تا گيله نه پېژنده خو مينه وه موږ دواړو حوصله نه پېژنده واپس د خپل ريدي داغ ته الوتې شغله راغله شايد چې اوسني نسل شغله نه پېژنده رحمت شاه سايل

د بغاوت خدايه ، د لوط ، د ابراهيم خدايه موږ ته جوړ کړی ستا د نن رسول ماتم خدايه زموږه ساه وي په مرۍ دننه بندي دي ته د سندرو جوش په جام کې د لقمان ورکړه زړه مو له هري خدايي نه په امان لره دغه عشق تږو ته د طور په ځای جانان ورکړه يو ملا وزيږوه، حوري يې له زړه وباسه يو منصور وزيږوه واک د سليمان ورکړه زه! که خطا کوم خو زوی يم د ادم، خدايه کنه ستا هر امر ته لاس په سينه وم خدايه د بغاوت خدايه زه جام او جنت نه غواړمه زه د لالي د خولې خبري او بیان غواړم داده عدن باغ او کجوري پر خوله هم نه راوړم بس که څه غواړمه نو هر ځلي جانان غواړم زه د قريشو په کاروان باندي ور مړ نه يمه او نه ښایست د کوم يوسف درنه په ځان غواړم زما شريک اسمان د يار په نامه ږدم خدايه او ستړی ځان د يار د پښو سيوري ته وړم خدايه د بغاوت خدايه چي ستا له عشقه مخ واړوم پر ما دي داسي امتحان په زندګۍ نه راځي زما باغي سر دي د وني په ارې غوڅ سي مګر په عشق دي مي له سره تروږمۍ نه راځي زه قلندر نه يمه، غوث د زمانې هم نه يم مګر هندو به يم که ماته به سپوږمۍ نه راځي زه په انځرو او زيتونو قسم خورم خدايه ومه د هري خطا باوجود مرهم خدايه د بغاوت خدايه! زما ځان يو باغي ځان دی په آندرون کي له خوديه سره جنګ کوي فکر مي جوړ! لکه عمر د آبوجهل خلاف وجود مي هغه توره نه ده کوم چي زنګ کوي خو ستا دا څو بندګان خپل حدود ته نه دې قايل په خوی خوشحال ته ورته، چاري د اورنګ کوي. چې ستا پيدا يم نو د چا چا به منم خدايه؟ ځکه باغي له خدايانو څخه يم خدايه *حيدر اياز*

د زندگۍ پوښتنه مه کړه خپلي څنگلي غبرگوم سر ته یې ږدمه

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم دا څو ورځې دې مېنه کې کمی احساسوم په سر کې مې څو سپين وېښته، لاسونه د اجل دي مرګ ما احساسوي او زه مرګی احساسوم په مینه او ایمان کې ماته فرق کول مشکل دي چې ناست یمه له ښکلو سره، خدای احساسوم که ژوند مې نه یې، ولې دې په تللو مړ ښکارېږم چې تا سره يم، ولې ځان ژوندی احساسوم؟ د هر یو منزل، ځان ځانته مزل وي ای بسمله! زه ډېر ځل خپله ماته کې بری احساسوم

په زړه به غټه تیږه کېږدم یار رانه درومي د ملکو پناه به شینه په زړه به غټه تیږه کیږدم زه مرور جانان په خدای سپارلي یمه په زړه به غټه تیږه کیږدم بې درده یار ته به ونه وایم حالونه په زړه به غټه تیږه کیږدم بیا به په نوم ده یارانې خلک رټمه په زړه به غټه تیږه کیږدم یا به پړک وچوي یا به صبر له تا شینه #لنډۍ

Story

چې کور کې نه ومه رانشې تاته به لار په بڼو څوک جارو کوينه! #ټپه

نوکان حلال دي که حرام دي؟ زه ېې په تاپسې تر غوښې پورې خورمه *لنډۍ*

څه باور دی؟ شايد دې اوونۍ کې مړ شم ټولې هيلې مې نيمګړې نيمه خوا شي شين سهار مې سترګې سپينې وي ختلې خلک نه وي خبر، روح مې په هوا شي څه باور دی؟ شايد دې اوونۍ کې مړ شم زنګ وهې خو زه يې نه اوکی کوومه ته به ځانه سره وايې چې ډېر بد يې پويه نه يې، څه يې نه اوکی کوومه څه باور دی؟ شايد دې اوونۍ کې مړ شم قيلوني غاړه دې وچه کړې په چغو تکې ژېړې څڼې وشکوې په موټو جنتي غاړه دې وچه کړې په چغو څه باور دی؟ شايد دې اوونۍ کې مړ شم د راتللو هيڅ امکان درسره نه وي او که راهم شې په سم حالت کې نه يې زما مړي ته ګلان، درسره نه وي څه باور دی؟ شايد دې اوونۍ کې مړ شم مينه وال را باندې څو ورځې خپه شي د مخپاڼې انځورونه مې شريک کړي اخر ولې؟ پاک الله ته په ګيله شي څه باور دی؟ شايد دې اوونۍ کې مړ شم شبو! بيا به مې ارمان وکړې پويېږم چې شعرونو ته مې خړې خړې ګورې ښې کانې خو به پځان وکړې پويېږم څه باور دی؟ شايد دې اوونۍ کې مړ شم ټولې هيلې مې نيمګړې نيمه خوا شي شين سهار مې سترګې سپينې وي ختلې خلک نه وي خبر، روح مې په هوا شي

تــه بــه راشې مګر ډيـر بـه وي ناوخته په کوڅه کې به زمونږه شور ماشور وي زه به کټ کې د کور مخ ته يم چا ايښی او په ما باندې به سپین کفن راخور وي ټليفون به مې د تل لپاره بند شي په زرګونو مـــسجونه به راوکړې ښه به پوی شې چې دا نشته نور دنيا کې باوجود ددې زنګونه به راوکړې د خندا ډکه څيره به مې شي ورکه زه به نور د خلکو سترګو نه فنا يم زما قدر به د مـ.ـرګ نه وروسته درشي بیا به ډيرې چيغې ووهې چې ستا یم زمـــا غــږ زما کیسې بــه درياديږي بې اختیاره به په ما پسې بیا ژاړې لیونۍ به شې ويښتان به دې خپل وشلی په سلګو کې به مې بیرته له خدای غواړې قلم یار به درنه خړې خاورې وخوري ګلابکې! بـــــیا کــــوې بــه ارمـانونه هر يو ځای کې به مې نښې درته ښکاري ســــولوې به دې یــو بل پــــسې لاسونه تــه بــه راشې مګر ډيـر بـه وي ناوخته په کوڅه کې به زمونږه شور ماشور وي زه به کټ کې د کور مخ ته يم چا ايښی او په ما باندې به سپین کفن راخور وي نظم - وحیدالله قلم يار

د وټساپ شمېره دې ولې بنده کړې؟ زړه مې هغسې په تا پسې خوږېږي لاس همغسې په سوي ټټر نيسم ژوند له تانه وروسته ټوکه راته ښکاري چې زيارت چېرې وي زه پرې نذر نيسم زه پوهېږم چې اوس هغه رقم نه يو نه ميسج کوې، نه زه درته يادېږم موده وشوه مسينجر کې دې نه وينم مجبوري ده؟ او که نه درته يادېږم؟ عشق کيسه د يوه سوي چينار نده چې بوډا شي نو پخپله به اور واخلي نه هم شال ستا د پستو ويښتو په سر دی چې شمال راشي دی ايسته په هوا شي د وټساپ شمېره دې ولې بنده کړې؟ ماښامي کې مې بېخي ډېره يادېږې يا خو نه غواړې چې نور درپسې مړ شم يا خبره داسې ده چې واده کېږې ته مې هغسې شبو يې لکه وې چې په هر بوټي هره تيږه کې ښکارېږې په دوزخ کې به هم تاسره اوسېږم که جنت کې يم، هم ته به مې يادېږې زړه مې هغسې په تا پسې خوږېږي لاس همغسې په سوي ټټر نيسم ژوند له تانه وروسته ټوکه راته ښکاري چې زيارت چېرې وي زه پرې نذر نيسم *هدايت الرحمٰن ډاډ*

نظم درک که حافظې دې کله کله کار پرې اېښی نه وي که پېژندلو کې د چا دوه زړې شوې نه یې که نهیلې دې هم له ژونده زړه موړ کړی نه وي که له خپل ځانه لا تر اوسه ستړې شوې نه یې که دا حس نه لرې چې هر څه رسېدلي پای ته که داسې نه ګڼې چې ځان دې پر اوږو بار دی که د باران څاڅکي دې نه ګډوډوي تمرکز که دې په زړه کې پروت له خپلې ایندې ډار دی که هر سهار په آینه کې شې کتلای ځانته که لا په زړه کې د ویلو څه خبره لرې ضرورتونه که مهم وي له جذباتو درته که دومره حس لرې چې وېره له خطره لرې که دې په خپلې تنهايي پسې زړه نه وي خپه که چېرته دښته کې دې لاره ورکه کړې نه وي که درته وېره له خپل ځانه څخه نه درېږي که دې له زهرو نه په ژوند کې څکه کړې نه وي که دې غروب ته په کتو باندې زړه نه تنګېږي د خوښې رنګ که خپل مین دریادولی نه شي که دې د خوښي په سندرو کې څوک پاتې نه وي زاړه یادونه که دې سترګې لندولی نه شي که دې دا یوه تجربه کړې نه وي، سخته به وي چې په دې پوه شې چې زه تل ولې وسواس کومه لکه چې تللې قافلې وي څوک ویده پرې اېښې له تانه وروسته زه همداسې تریخ احساس کومه

ژوند د مني د اوږدو شپو ماښامی دی چې سوچ وړی يې په چا پسې تر ډېره کمپيوټر دې لګولی، نه ور ګورې زړه کې ساتې د لالي د تللو وېره ژوند د ژمي د اولو ورځو واوره چې ساړه دې وکړي څوک درته درياد شي يخو لاسو ته پوکی ور کوې ناست يې فکر نکوې چې ګوندې زړه دې ښاد شي ژوند په مني کې د پاڼو رژېده دي هر ماښام ورلاندې ګرځې تر ساعته ځان سره وايې چې کاش دغه رقم وای سترګې ډنډ وړې، روح دې موړ له محبته ژوند د ژمي شپو کې چاته زنګ کول دي او تر نيمو شپو يو بل سره خندل دي تليفون د پاسه عکس مچو کول دي پر وټساپ کې ورته غټ زړه ورلېږل دي ژوند په مني کې ګرد غوندې ماښام دی چې د خپلې شبوګۍ په تمه ناست يې ساعت وتی وي دَرک يې لا هم نه وي ته بيا هم د لېونۍ په تمه ناست يې ژوند د مني د اوږدو شپو ماښامی دی چې سوچ وړی يې په چا پسې تر ډېره کمپيوټر دې لګولی، نه ور ګورې زړه کې ساتې د يو چا د تللو وېره

د لوپټې سره دې ونیوې په خوله کې ګوتې ځار دې له شرمه نور مې مه وهه په زړه کې ګوتې د عشق له درده مې کړه داسې ناګهانه چيغه لکه ماشوم نه کله ونښلي په وره کې ګوتې تر څو چې ته د زړه ګلاب راته راليږې پکې اوبه اوبه به وي له مانه په ویاله کې ګوتې ستا جدايۍ په خپل نصیب کړمه حیرانه پاتې جلاله! ومې سوځیدې په تناره کې ګوتې *جلال امرخیل*