پښتو شعرونه
Відкрити в Telegram
Показати більше
Країна не вказанаКатегорія не вказана
239
Підписники
+124 години
+57 днів
+1330 днів
Архів дописів
239
اړيکه ختمه شوه، کمی زښت د هغې حِس کَوم
نن نو مرګی بل رقم خپل ځانته نږدې حِس کَوم
ځې بې هغې، زياتي بوج شوی یمه تل ښۀ اوسې
نه مرمه، نۀ هم ضرورت د مخه ښې حِس کَوم
ژوند سور تنور دی، زه پکې يوۀ غورځېدلې ډوډۍ
څه رقم ښه به دې بدرنګې زمانې! حِس کَوم
لکه شيشه د کړکۍ ماته شي په بال يا بل شي
کټمټ همداسې ټول وجود ذرې ذرې حِس کَوم
نه شبو شته نه مې کوم بل څوک چې مې کلک ونيسي
نن دې کمی بېخي په قبر کې ادې! حِس کَوم
239
پهٔ دې توگه زه شاید هغې جينۍ ته لار پیدا کړم
خدایه ما د هندوستان کړي،چې سپوږمۍ تهٔ لار پیدا کړم!
#خان زمان کاکړ
#Rangrez
239
تېره شپه مې بيا په خوب کې و ليدلې
پخوانۍ سترګې دې هغسې خوږې وي
ور ښودمه دې کشرۍ خور ته چې دادی
لېونۍ! سترګې دې هغسې خوږې وې
تېره شپه مې بيا په خوب کې وليدلې
وړه کۍ کنده دې زنه کې لا شته وۀ
را مُسکۍ وې زما لاس دې و نيولی
شبوګۍ ! کنده دې زنه کې لا شته وۀ
تېره شپه مې بيا په خوب کې وليدلې
يوې خواته دې وروری درسره ناست و
مګر کور يې ودان هيڅ يې راته نه وې
ماته ځير و او ګونګی درسره ناست و
تېره شپه مې بيا په خوب کې وليدلې
نن مې زړه دومره خپه دی حد يې نشته
ژوند سپېره دښته ده زه پکې تنها يم
نه مې ته خواکې يې نه پکې اوبه شته
تېره شپه مې بيا په خوب کې وليدلې
شبو! نه پويېږم څه به يې تعبير وي
دومره ده ملا مې نن نشم غځولی
داسې ده لکه مات شوی يې چې تير وي
تېره شپه مې بيا په خوب کې و ليدلې
پخوانۍ سترګې دې هغسې خوږې وي
ور ښودمه دې کشرۍ خور ته چې دادی
لېونۍ! سترګې دې هغسې خوږې وې
239
خوښ مې دي دغه څو شيان پخدای بېخي او ته
ګرمه کوټه، ميده باران، بل خوشبويي او ته
زما په لاس کې ستا انځور، ورته تر ډېره کتل
شمعه، کتاب، ترخه قهوه، ښه تنهايي او ته
له خدای مې غوښتې دا صحنه ګوندې چې وشي پخير
د رېل سفر، خلاصه کړکۍ، بل موسيقي او ته
خپله حجره، ژمی پَلي، ښه د څېړۍ انګار
نږدې ياران، غټه لډو، شپه باراني او ته
شبو! په تاکې مې دا څو شيان بېخي خوښ دي
ستا نرمه غاړه، ژېړې څڼې، اننګي او ته
239
د سيند غاړه ده لورکۍ يې ورسره ده
سِلفي سټيک کې يې انځُور ځان نه اخيستی
په خندا ده مګر شونډې يې سپېرې دي
دا يې هم بېخي په زور ځان نه اخيستی
د سيند غاړه ده لورکۍ يې ورسره ده
د همدې رقم ته ژېړ ويښتۀ يې ښکاري
تورې سترګې يې نيمه نيمه ځلېږي
مُسکه شوېده وړه خولګۍ يې ښکاري
د سيند غاړه ده لورکۍ يې ورسره ده
تېره شپه يې راته وې دا اروپا ده
دلته ژوند کول بېحده سخت دي اورې؟
په ګيله يې راته وې دا اروپا ده
زړه مې وسوزېدۀ وسه مې نور نۀ وه
ورته ومې ليکل، څه ضرور چې تللې؟
زه دې تکِ تنها دې وطن کې پرېښوم
شرم نه درتلۀ؟ چې بل ته ودېدلې؟
وې يې دا خبرې مه کوه نور بس دی
کاش: زما شبو خبره چا منله
اوس به ته راسره خواکې وې ګلابه
او خولګۍ به مو له يو بل اخيستله
د سيند غاړه ده لورکۍ يې ورسره دی
سِلفي سټيک کې يې انځُور ځان نه اخيستی
په خندا ده مګر شونډې يې سپېرې دي
دا يې هم بېخي په زور ځان نه اخيستی
239
ځان ته د کاذب غرور په ډاډ سیوري ته وګورم
دنګه مې شمله ده او نړۍ راته حیرانه ده
څه به د حیا له مقدس پیغوره وتښتم
شل لکه ولور اخلم په ما باندې لور ګرانه ده
*مقتصد*
239
له کوګله باسي زړه استخبارات دي
د یار سترګي او باڼه استخبارات دي
ځيني خلګ محبت باندي مجرم دي
ځیني خلګ لکه ته استخبارات دي
کورنۍ دي لوی واړه درپسي څار کړي
کورنۍ دي لوی واړه استخبارات دي
ریباران د جانان وروڼه او ورېرونه
رقیبان د بېلتانه استخبارات دي
لکه ته د ژوند په هر راز ئې خبر دي
د ښاد ډېر یاران پاخه استخبارات دي
*نبي ښاد*
239
موږ لېونو هسي دا خپل فکر په دار ساتلی
عشقه ستا برم او عزت مو بر قرار ساتلی
موږ د خاورو څلي نه يو چي هوا مو يو سي
موږ لکه غر مدام ياغي توپان مهار ساتلی
درمل
239
ساقي شروع دې کړه کرم، خفه یم.
نن شپه بېخي یو بل رقم خفه یم.
نه د شاهانو په اتڼ ور ګډ یم.
نه د بې ننګو پر ماتم خفه یم.
ولې زما حِس نسته، که زړه نه لرم؟
که خدای خفه دی نو زه هم خفه یم.
د دښمن موري صدقه دې سمه.
زوی مې در مړ کړ او ښه سم خفه یم.
عیاره خلګ راته غاښي چیچي.
عیاره نن سبا به مرم خفه یم.
ذبې عيار
239
جوړه يو عجيبه ننداره وي ستا پر سر
خوب وو راته ټول کلی غوسه وي، ستا پر سر
لاس کې مې غولکه وي په لوړ چنار کې ناست يم
ستا له اوبو ډک منګي چپه وي ستا پر سر
کلي کې بيا شور ګډ سي چې بيا يې جلکۍ ښکل کړه
شونډو مې بيا کړې سجده وي ستا پر سر
عشق دې مهذبي د ناپاکو د پېغور کړم
ډير کله ياران رانه خفه وي ستا پر سر
ماته له اوويا حورو اوويا ځلي ښه ښکارې
ګُلي چې درې رنګه لوپټه وي ستا پر سر
ستا د کوڅې خلګ مشرکان دې پيغمبري
ما سره يې هره ورځ جګړه وي ستا پر سر
جار دې سم جنت وطنه خدای چاته نصيب کړې
جوړه نوې نوې ډرامه وي ستا پر سر
ستا غزله نه يادوي نوم د هغې تاندې
کړې يې حيدره ترې ګيله وي ستا پر سر
*حيدر اياز*
239
جنګیرکې ژبورې ، جنګيرکې ، جنګيرکې !
زړه مې څه له خورې ؟ شيشکې ،جنګيرکې !
بس کړه ، بس کړه له ناندرو نه دې لوګی شم
رقيبان وهي چکچکې ، جنګيرکې !
ژاړه مه ، راشه ، خوړلې خو مې نه يې
درواپس به کړم مچکې ، جنګيرکې !
زما سترګې اباسين د سرو ګونګريو
ته تصوير شه د بطکې ، جنګيرکې !
د سرو شونډو د کنځا بلا دې واخلم
ګل شي وسپړي غونچکې ، جنګيرکې !
زړه هلمند ، ارمان طالب او دا ستا سترګې
بې پيلوټه الوتکې ، جنګيرکې !
ته وا ستا نو د حمزه بابا غزل دی ؟
چې په ما کوې نيوکې جنګيرکې
*جلال امرخېل*
239
راټوکېدلی د زخمي وطن له خاورو هلک
د ټول ولس په زړه کې ګل دی د شینوارو هلک
ما لونګین په سینه نکړ، له هغې نه وروسته
چې ویده کیږي د پردي وطن په خاورو هلک
ر. بهشت
239
مودې پس يې ويډيوکال کړی مُسکۍ ده
وايي رنګ دې داسې ولې دی تراوسه؟
زه دې هېره يم که اوس دې هم خوږه يم؟
دا نيم څنګ دې داسې ولې دی تر اوسه؟
زه يې پوښتمه چې ژوند څنګه روان دی؟
وايي؛ دلته اروپا ده هر سړی نو
کار يې خپل دی چې هر څه رقم ته اوسي
زړه تنګي پکې بېحده ده په خدای نو
ورته ګورمه خو ژبه مې ګونګۍ ده
وېلی نشمه چې ښه درپسې نه يم
اوس که ووايمه هم ناوخته شوی
مرګه! څه شمه؟ چې ډېر ناوخته شوی
راته ځير ده ښه پويېږي چې تر اوسه
لا هماغه رقم زړه ورپسې خورمه
هر ماښام پسې په ډکو ډکو ژاړم
او کونجان د بالښته ورپسې خورمه
بس خبرې رانه ورکې دي ګونګي يو
زنګ مې بند کړ شبوګۍ! بښنه غواړم
ځه ته خوښه اوسې نوی ژوند دې ګل شه
صدقه شم ښاپېرۍ! بښنه غواړم
مودې پس يې ويډيوکال کړی مُسکۍ ده
وايي رنګ دې داسې ولې دی تراوسه؟
زه دې هېره يم که اوس دې هم خوږه يم؟
دا نيم څنګ دې داسې ولې دی تر اوسه؟
239
هغوی تمثیل کا چي ټول کال ژاړي د شپې ورځي
خو د بایللي میني درد وي فقط درې ورځي
ښرا دي دا وه چي تمام عمر دي وکړېږې
دعاء مي دا وه چي څښتنه سې د ښې ورځي
*بهار*
