پښتو شعرونه
Відкрити в Telegram
Показати більше
Країна не вказанаКатегорія не вказана
239
Підписники
+124 години
+77 днів
+1430 днів
Архів дописів
239
ما په څپیړو ځان وهلی دی، چې زه ناکام وم
ته خو ګواه یې!هیڅ ګیله مې درنه ربه نه وه
# ژوند
239
غزل❤
اى د آدم له خټې جوړې، د بابا لورې
قلم، قلم ګوتې دې جار شم، د حوا لورې
ناز دې له سترګو، فوارې غوندې نڅا شيندي
يه د شوخۍ، د موسيقۍ، د تماشا لورې
ماته له نازه وايي، څنګه يې؟ زما زويه!
خپلې مېرمنې ته له نازه وايم، زما لورې
د کوه قاف ښاپيري چېرته لري؟ ستا سترګې
د بادامي سترګو خاوندې، د بلا لورې
د بشرمل مجنونه مينه بيخي و نه منې
که زوى مې نشو در مٸين، وه د ليلا لورې!
239
که مَين نه يې، عبس دې ژوند روان دی
که تندی دې د چا نه وي مچو کړی
په دنيا کې دې جنت ليدلی نه دی
کلمه ووايه! لمونځ دې ندی شوی
چې دې لا هم محبت ليدلی نه دی
که مَين نه يې، عبس دې ژوند روان دی
دغه څه چې کوې، پايله يې منفي ده
چې دې چاته سر په ولي نه دی ايښی
ته او خدای ووايه! دا نو زنده ګي ده؟
لېونی يې ځه د ځان علاج دې وکړه
چې د چا لاس دې محسوس په سينه ندی
چې د غوږ والۍ دې نه دي ور ښکل کړي
چې زړګی دې همېشه پرې خپه ندی
د ژوند حق نلرې ځان چېرې زندۍ کړه
منتظر چې دې راتللو ته څوک نشته
( په ځان پام کوه) چا ندي درته وېلي
نه خالق پېژنې، نه هم درکې زړه شته
رب نه وغواړه چې څه چاره دې وکړي
که شبو دې درپسې نه دي ژړلي
ماښامی يې په ويښتو نه يې پټ کړی
که (خوږو) دې درپسې نه دي ژړلي
که تندی دې د چا نه وي مچو کړی
په دنيا کې دې جنت ليدلی نه دی
کلمه ووايه! لمونځ دې ندی شوی
چې دې لا هم محبت ليدلی نه دی
#ډاډ
239
د ماښام په خاموشې کې دي زړه تنګ شه
لکه زه په زندګې کې دي زړه تنګ شه
دټنبل شاګرد لاسونوته ګوزار شي
بند کتاب شي الماري کې دي زړه تنګ شه
239
زړۀ دې ومه ايسته دې، بل سړي له ورکړمه
سر دې ومه زار دې کړم، اوس خو به خوشاله يې
ژونده پۀ ساه ګانو مې، تۀ هم ستړی شوی وې
ښۀ ده چې پۀ دار دې کړم، اوس خو به خوشاله يې
*پروفيسر سعود*
239
واوره په غرونو، سوې پَوې مې ځواني ماښام
کوټه له تا خالي، غمجنه موسيقي ماښام
زما خوښېږي د سين غاړه کې شپېلۍ وهل
بله ترخه قهوه، د تش سګرټ لوګي ماښام
له تانه مخکې مې په ټوکو وې ما خوري ماښام
له تانه پس مې په رښتيا بربادوي ماښام
دا يخې شپې، دغه تنکۍ ځواني او دا تنهايي
باور مو وشه! چې هډوکي رانه خوري ماښام
ډاډی شبو پسې په شين سهار کې ووځي
په خړو سترګو باندې هر وختې راځي ماښام
239
د سمندر خوي مې د پلار په شان دی
چې لږ غصه شي نو سم شور جوړ کړي
زۀ ترېنه وویرېږم ، وروستو شمه
خو چې خاموشه شي نو بیا راشم
واپس لمنه ورله ونیسمه
په دې امېد چې یوه ورځ به چرته
ورته بې واره شان ورغاړې وځم
کېدی شي غېږه کې مې کلک ونیسي
شاهد قماش
