ru
Feedback

Не попадитесь на канал ботавода! Telemetrio находит и помечает такие каналы 👉 Хотите видеть метку — оформите подписку

افغان میډیا

افغان میډیا

Открыть в Telegram

افغان میډیا چینل ته پخیر راسئ دلته به د هیواد داخلي او خارجي تازه خبرونه درته نشریږي لینک درسره نشر کړئ. https://t.me/AFGHAN_MIDYA_313

Больше
3 942
Подписчики
Нет данных24 часа
-97 дней
-7130 дней
Архив постов
تازه_خبر د هرات ښار په کچه د یوې لویې جنایي ډلې د ۱۴ غړو نیول کېدل د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د مقام د ویاند دفتر وایي د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې د امنیتي ځواکونو د موخو پر بنسټ د ترسره شویو اقداماتو او پرله‌پسې هڅو په پایله کې د یوې لویې جنایي ډلې ۱۴ غړي چې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې یې په وسله‌والو غلاوو، چور او چپاول، د عامه نظم او امنیت په ګډوډولو او د غلا شویو توکو په پېر او پلور کې لاس درلود، نن شپه د هرات ښار له منځ څخه نیول شوي دي. دکتور سید مسعود حسيني وایي یادو کسانو د یوې منظمې ډلې په چوکاټ کې فعالیت کاوه او د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ګڼ شمېر جنایي جرمونه ترسره کول، چې نیول کېدل یې د جنایي جرمونو پر وړاندې د جدي مبارزې او د ښاریانو د امنیت او هوساینې د تأمین په موخه ترسره شوي دي. همداراز مل پاسوال قاري نجیب الله علي د هرات امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر، د دې خبر د تأیید ترڅنګ وایي، امنیتي ځواکونه له هغو اشخاصو او ډلو سره چې د خلکو امنیت، عامه نظم او هوساینه ګډوډوي، په قاطع ډول چلند کوي او د نورو مجرمینو د پېژندلو او نیولو هڅې هم روانې دي. د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د مقام د ویاند دفتر

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره ورځ یوه بجه پاکستاني نظاميانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډروڼ الوتکې را واستولې چې بې له کومې پيښې او دلیل څخه یې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تأسیساتو ۴ بریدونه وکړل. یاد وزارت په خپاره شوي وضاحت کې زیاته کړې، چې په یاده سیمه کې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو هم پيښې ته غبرګون وښود چې هلته څېرمه د پاکستاني نظامیانو قرارګاه او پوستې یې تر خپلو بریدونو لاندې ونیولې. د سرچینې په وینا، په پيښه کې ځیني پاکستاني نظامیانو ته مرګ ژوبله واوښته او تأسیسات یې هم سخت زیان شول. د وزارت په لیکنه، افغان لوري ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب‌ الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ناروې او ډنمارک سره صلیبونو او نړیوال مالي پراختیايي مرکز له استازو سره په ناسته کې د دغه مرکز د مالي خدمتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو سربېره د افغاني سرې میاشتې د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي. به دې ناسته کې د مالي چارو پر برېښنايي کولو، د معاشونو او مرستو د ورکړې د مدیریت پر ښه‌والي، د روڼتیا پر زیاتوالي او د حساب ورکونې د بهیر پر پیاوړتیا ټینګار وشو. د نړیوالو بنسټونو استازو هم د مالي سیستمونو د پراختیا او اداري ظرفیت د لوړولو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

سلګونه امنیتي ځواکونه نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ولسمشر پرابوو سوبیانتو د ځینو سیاستونو پر ضد د محصلینو د احتمالي لاریونونو د ګډوډیو مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، محصلین د ځنګلي اورلګېدنو د مهارولو په برخه کې د حکومت پر کړنلارې هم نیوکې لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د اسلام‌اباد هوکړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې ښيي چې واشنګټن خپلو ژمنو ته ژمن نه دی. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، بقايي ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه باید د امریکا له اقداماتو ملاتړ ونه کړي او واشنګټن باید د نړیوالو قوانینو د نقض په تړاو ځواب ووايي.

د فلسطیني اشغال شویو سیمو په اړه د ملګرو ملتونو خپلواک نړیوال څېړنیز کمېسیون اعلان کړی، چې د اسرائیلو رژیم او ځواکونو یې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې جنګي جنایتونه او د بشریت ضد کړنې ترسره کړي دي. په دغو جنایتونو کې «له‌منځه وړل»، شکنجه، جنسي تېری او د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه شامل دي. دغه کمېسیون، چې د ملګرو ملتونو له لوري د څېړنو ماموریت ورکړل شوی، خپلې موندنې د دوشنبې په ورځ خپرې کړې او په راپور کې یې د یادو مواردو په تړاو د اسرائیلو رژیم او ځواکونو مسولیت ته اشاره کړې ده.

روسیې او اوکراین د سې‌شنبې په ورځ د روسیې تر کنټرول لاندې په اولشکي ښار کې د لنډ مهاله اوربند د ټینګښت خبر ورکړ. د دغه اوربند موخه په یاد ښار کې د بشري مرستو رسولو لپاره د زمینې برابرول بلل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د مسکو پر وخت د سهار له څلورو بجو راهیسې د اوکراین د خرسون ښار پر لوري د توپونو بریدونه درول شوي، څو په اولشکي ښار کې د بشري مرستو د عملیاتو د پیل لپاره زمینه برابره شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ګاز صادروونکو هېوادونو د ټولنې په اتمه سرمشریزه کې د ګډون او وینا په موخه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پزشکیان به د دې غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر او د غونډې له یو شمېر نورو ګډونوالو مشرانو سره هم لیدنې او خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش د اسرائیلو له لوري د مېشت‌ځایونو د پراختیا، د فلسطینیانو له خپلو سیمو څخه د جبري ایستلو او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت‌کېدونکو د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ګوټریش پر خپلې ایکس‌پاڼې خبرداری ورکړی، چې د دې وضعیت دوام د ځپنې فضا رامنځته کوي او د قومي تصفیې خطر زیاتوي. هغه ټینګار کړی، چې دغه اقدامات باید پای ته ورسېږي او د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو د مشروع حق له تحقق پرته په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې ټینګښت ناشونی دی.

نیمروز کې د نفتو او ګازو ریاست د کیفیت د ارزونې او لابراتواري ازموینو وروسته ۲۶ ټانکره بې‌ کیفیته ډیزل او پټرول د ورېښمو له لارې بېرته ایران ته مسترد کړي دي. له دقیقې ارزونې وروسته څرګنده شوې، چې د یاد ټانکرو کیفیت د ټاکل شویو معیارونو په پرتله ډېر ټیټ دی؛ له همدې امله بېرته ایران ته مسترد شوي دي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري څه باندې څلور زره لویې او وړې دښمنۍ حل او فصل شوې دي. د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ تر سرلیک لاندې غونډه کې د یاد وزارت مسوولینو دغه څرګندونې مطرح کړې دی. غونډه کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت مسوولین ځانونه د خلکو خدمت ته ژمن بولي او د ولس د ستونزو حل خپل مسؤلیت ګڼي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد لپاره د افغانستان سرپرست سفير محمد شفیق خطیب د دغه هېواد د مالیې له وزیر
په کویټ کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد لپاره د افغانستان سرپرست سفير محمد شفیق خطیب د دغه هېواد د مالیې له وزیر سید یعقوب السید یوسف هاشم الرفاعي او د قضایي چارو د غوښتنو او پلاوي له رییس سید محمد السید یوسف الرفاعي سره کتلي دي. د سفارت په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو، سوداګریزو اړیکو، د پانګونې د فرصتونو او قضایي بهیر په اړه خبرې شوې دي. د سفارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د ګډې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ایران وايي، د امریکا یو «لوکاس» بې‌پیلوټه الوتکه یې د هرمزګان ولایت په بندرعباس یا جاسک سیمه کي ویشتلې ده.

#سره #زر وطن! د کندوز کانونو او پټرولیم ریاست وايي: په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان
#سره #زر وطن! د کندوز کانونو او پټرولیم ریاست وايي: په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې.

په سرپل کې دوه پخواني روسي توپونه کشف شول د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو د
په سرپل کې دوه پخواني روسي توپونه کشف شول د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو د دغې ولسوالۍ د تکزار بازار په اړوندو سیمو کې دوه پخواني روسي توپونه کشف او ترلاسه کړي دي.

رويټرز راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو ویلي، که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ناکامې شي او واشنګټن پر تهران بیا پوځي برید وکړي، ایران به په خلیج کې د سمندر په تل کې د مخابراتي کېبلونو د په نښه کولو اقدام وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د زیانمنو شویو کېبلونو د ترمیم مخه هم ونیسي، څو د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو ګډوډي اوږدمهاله شي. ايران تر دې وړاندې، د خليج هېوادونو د مصنوعي ځيرکتيا پر مرکزونو او تاسيساتو د بريد کولو ګواښ هم کړی و.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم د بلخ ولایت حیرتان بندر څخه لیدنه کړې ده. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم د بلخ ولایت حیرتان بندر څخه لیدنه کړې ده. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، ښاغلي مظلوم د یادې لیدنې پر مهال د باروړونکو موټرو د تګ راتګ بهیر، د ټرانسپورټي فعالیتونو، د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د شته اسانتیاوو وضعیت له نږدې ارزولی. دغه راز نوموړي د باروړونکو موټرو د تګ راتګ تنظیم، د ټرانسپورټي چارو د لا ښه مدیریت او د شته اسانتیاوو د پیاوړتیا په اړه اړوندو مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

اسراییل په اشغال شوې لوېدیځه تړانګه کې د تګ‌راتګ بشپړ بندیز اعلان کړی دی. ‏د دې سربېره، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په لوېدیځه تړانګه کې د پراخو پوځي عملیاتو لپاره د چمتووالي خبر هم ورکړی دی.

د جېپري اپسټین د اسنادو له افشا کیدو وروسته، په ځینو ایمیلونو او اسنادو کې د بیل ګېټس، واکسینونو، وباوو او مالي سیستمونو په اړه خبرې مطرح شوې وې. په خاص ډول د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۷ کلونو ځینې بحثونه دا ښيي چې د واکسینونو، وباوو او مالي سیستمونو موضوعات د کرونا له وبا څخه څو کاله وړاندې هم تر بحث لاندې وو. او همدارنګه اپسټین د بیل ګېټس د خیریه بنسټونو او واکسینونو اړوند د مالي پروژو په طرحه کې  هم مشورې ورکړې وې. نو اوس فکر وکړه! دا دومره پراخ تبلیغات او اجراات چې دوی یې کوي او د اسلامي هېوادونو تر هر کوره پورې رسېدلي او په رضا او زور دواړو تطبیق شوي دي. هغه میلیاردونه ډالر چې دوی له کومې مادي ګټې پرته مصرف کړي، او هغه ټینګار چې د پولیو واکسینو پر لګولو یې کوي؛ حتی په ځینو ځایونو کې به چې چا انکار کاوه، د پولیسو په زور به اړ ایستل کېدل چې خپلو ماشومانو ته واکسین ولګوي. دا ټول کارونه د هغې ناروغۍ د مخنیوي په پلمه کوي چې په ټول کال کې یوازې ۷ یا هم ۲۳ پېښې ثبت شوې دي. خو هغه ناروغي چې همدا اوس یو نیم میلیون افغانان پرې اخته دي، نه د درملنې کوم مرکز لري او نه کوم درمل؛ حال دا چې د راپیدا کېدو علت یې تر ډیره حده همدا واکسین ښودل کېږي. خو د پولیو واکسین د تطبیق لپاره یوازې په افغانستان کې ۴۰ زره کاریګر کار کوي. هغه د شکر ناروغي چې نږدې ۲ میلیونه افغانان همدا اوس پرې اخته دي او درملنه یې نه کېږي، په داسې حال کې چې ویل کیږي د شکر ناروغۍ علاج پیدا شوی و، خو د نړیوالو د فشار له امله پرې پرده واچول شوه، ترڅو د دوی د انسولین او نورو اړوندو موادو د تولید کارخانې له سقوط سره مخ نه شي. همدارنګه په ټول افغانستان او پاکستان کې او هغو هیوادونو کې چې واکسین پکې تطبیق کیږي، د واکسین جوړولو هیڅ لابراتوارونه نشته او ټول واکسینونه  مستقیما له بهر څخه ورته راځي. آیا تاسو کله په دې اړه فکر کړی؟ ولې دلته په داخل د افغانستان کې واکسین تولیدوونکي  لابراتوارونه او فابریکې نه جوړوي؟ دوی به یې له جنجاله هم خلاص وي او له هغو اضافي مصارفو هم، چې د واکسینونو په را واردولو یې مصرفوي. خو ځواب دادی چې دا واکسین نه بلکې زهر دي، او هغوی پوهیږي چې یو څوک پر خپل لاسونو ځان ته زهر نه جوړوي، بلکې موږ به یې ورته جوړوو او د دارو او درمل په نوم به یې پرې خورو. ځکه خو یې د جوړېدو او تولیداتو ځایونه عام نه دي. نو مسلماناو زیوتي ویښ شئ! کفارو په ډیر تخنیک سره پر مسلمانانو داسې ځان منلی دی چې هره خبره یې هر چاته سل فیصده واقیعت ښکاري. موږ او تاسو مسلمانان چې د ټکنالوژۍ د نه لرلو په صورت کې د دوی له ټکنالوژۍ څحخه متاثره شوي یو، نو فکر کوو چې موږ بې علمه او دوی ریښتیني عالمان او پوهان دي. او پر هره خبره باندې یې بغیر له کوم دلیل څخه باور کوو. له همدې امله دوی ډیر داسې شیان دا اوس هم پر موږ منلي دي چې اصلا وجود نه لري. دوی چې وغواړي یو نا اشنا شی په مسلمانانو کې عام کړي نو هغه شی دومره تکراري تکراري کړي چې اخر یې مسلمانانو ته بغیر له منلو بله لار نه وي پاتې. چې یو ښه میثال یې همدا د پولیو واکسین دي. دوی له هرې لارې واکسینونو ته تبلیغات وکړل. د تلویزیون، رادیو، مجلو، کتابونو، تمثیلي ټوټو ، ډرامو ، د ناروغانو  جعلي ارقامونه... او نورو ورته لارو باندې یې دا موضوع په ښو ښو نومونو او شعارونو بدرګه کوله چې بلاخره د دې ټولو تبلیغاتو پایله دا شوه چې واکسین په افغانستان کې تر هر کوره ورسېدل، او ډیر نور  هم دېته ورته میثالونه شته دي. انا لله وانا الیه راجعون نو ټولو مسلمانانو وروڼو! د الله تعالی په خاطر ددغه فتنې مخنیوی وکړئ. موږ په هرو یو لک ماشومانو کې د لسو ماشومانو مړینې ته تیار یو خو د لس لکو ناروغو ماشومانو په منځ کې لس جوړ ماشومان تقریبا هیڅ معنی نه لري. هر فرد، هر سړی د خپلې کورنۍ مسولیت لري تر څو دا زهر له کوره وباسي. د کور ښځو ته قناعت ورکړل شي او ټینګار پرې وشي چې د دوی په نه شتون کې ماشومانو ته واکسین ورنه کړل شي. ځکه ستاسو اولاد ستاسو سرمایه ده، کله چې ستاسو اولاد له داسې خطرناکې پایلې سره مخ کیږي نو دا درباندې لازمه ده چې خپله اولاد به ساتې. نه تنها د ګرانښت بلکې د اسلام په خاطر باید توجو ورته وشي. (( که مو یو ماشوم له واکسینو څخه وژغورلو نو یو مکمل نسل به مو ژغورلی او برعکس خیانت به مو ورسره کړی وي )) ومن الله توفیق

رويټرز راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو ویلي، که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ناکامې شي او واشنګټن پر تهران بیا پوځي برید وکړي، ایران به په خلیج کې د سمندر په تل کې د مخابراتي کېبلونو د په نښه کولو اقدام وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د زیانمنو شویو کېبلونو د ترمیم مخه هم ونیسي، څو د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو ګډوډي اوږدمهاله شي. ايران تر دې وړاندې، د خليج هېوادونو د مصنوعي ځيرکتيا پر مرکزونو او تاسيساتو د بريد کولو ګواښ هم کړی و.