cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

قیمتي خبرې

د فکر او پوهې ټوله پانګه!!! باید یوه روحي او اخلاقي عظمت ته تسلیم شي!!!

Больше
Рекламные посты
189
Подписчики
Нет данных24 часа
-27 дней
-1630 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

#د_ایمان_علامه....! کله چي د يو مؤمن بنده په يو نيک عمل کولو سره د هغه زړه سکون او اطمینان حاصل کړي، نو دغه د قوي ايمان علامه ده. همداشان يو وخت د عذر او يا بل سبب لمونځ، روژه او وغیره... قضاء سي دده خوا په بديږي او يو قسم نا راحت وي. که چيري بالعکس د عبادت خيال نه وي ورسره او پر کولو يي خوشحاله او پر نه کولو يي خوا نه وه بده، نو بيا دي و پوهيږي چي ددغه شخص د ايمان قوت نسته. ځکه عبادت د الله تعالی او بنده تر مينځ يو راز دی بالخصوص لمونځ، نو چي داسي حد ته مؤمن بنده ورسيږي هغه دي په عبادت کولو خپل د ايمان رسۍ مضبوطي کړي.
Показать все...
#په_ښځو_او_نارینه_ؤ_کي_د_عزت_مرتبه! د حدیث شریف متن دی، چي ښځه تر نارینه ناقص العقله او ناقص الدینه ده، نو ددي حدیث شریف مطلب دادی چي ښځه د نارینه په پرتله یواځي شاهدي نسي ادا کولی ځکه ناقص العقله ورته وایي او د حیض (میاشتني) په خاطر لمونځ او روژه نسي ادا کولی ځکه ناقص الدینه ورته وایي. دا دیني اظهار د ښځو د سپکاوي لپاه هیڅ کله نه دی؛ بلکي په دي کي د قدرت د تخلق د توازن طرف ته اشارة ده، چي د نارینه او ښځینه په مینځ کي د جسماني، طبعي او جنسي فرق بنیاد وښیي او دا فرق په اصل کي د فطرت تقاضا ده. د هغه څخه بیله د نوع انساني ذاتي او معاشراتي ژوند نسي پاته کیدلای. خالق تعالی چي نارینه ته پر زنانه دا برتري ورکړي، چي ثبوت یي دا حدیث شریف دی، نو دا د معاشراتي ژوند په خاطر نه دا چي د دوي په عزت او حیثیت کي فرق راسي؛ بلکي په عزت او نوع انسانیت د قدر درجه یي یوه ده.
Показать все...
#روژه_دارته_په_آخره_شپه_مغفرت_کیږي...! و عن ابی هریرة (رضی الله تعالی عنه) عن النبی (صلی الله علیه وسلم) انه قال: یغفر لامته فی اخر لیلة فی رمضان قیل یا رسول الله! اهی لیلة القدر؟ قال: لا ولکن العامل انما یوفی اجره اذاقضی عمله. #ژباړه: د حضرت ابو هریرة (رضی الله تعالی عنه) څخه روایت دی، چي نبي کریم (صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د امت و روژه دار ته د رمضان په آخره شپه بخښنه کیږي، عرض وسو یا رسول الله! آیا هغه لیلة القدر ده، چي په هغه کي بخښنه کیږي؟ رسول الله (صلی الله علیه وسلم وفرمائل: نه بلکي کار کوونکی چي خپل کار وکړي، نو هغه ته هغه وخت پوره مزدوري ورکول کیږي. #تشریح: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جواب مطلب دادی، چي د مغفرت دا سعادت د لیلة القدر په وجه نه ورکول کیږي؛ بلکي د هغه عظیمي فریضې د پوره کولو په وجه حاصلیږي، چي د هغه د اداکولو حکم الله تعالی خپلو بندګانو ته ورکړی دی او هغه روژه ساتل دي. د روایت الفاظ (یغفرلامته) د رسول (صلی الله علیه وسلم) د ارشاد مبارک نه دی؛ بلکي دا د ابوهریرة (رضی الله تعالی عنه) خپل الفاظ دي، چي د هغه په ذریعه هغه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د الفاظو مبارکو مفهوم ادا کړی دی او بعینه د رسول الله صلی الله علیه وسلم الفاظ دادي (یغفر لامتی).
Показать все...
AnimatedSticker.tgs0.24 KB
#الهی! زموږ ګناهونه راته معاف کړه. الهی! زموږ میندې، پلرونه، وړونه، خویندې، قریبان او د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) ټول امت ته بخښه وکړه. الهی! موږ د نفاق، د بدبختۍ او د بدو اخلاقو څخه وساته. الهی! موږ ټولو ته هدایت وکړه. الهی! د مسافرو سفر، د مریضانو شفاء، د قرضدارانو قرض، د حاجتمندو حاجتونه، د بي اولادو اولادونه او د بي لارو هدایت وکړه. الهی! موږ د سالمینو، غنیانو، د زیري کوونکو، شـ.هداء، صلحاء، نیکانو او عاملینو خلکو څخه وګرځوه. الهی! زموږ نارینه، زنانه، لویان، کوچنیان او ټولو ته د عبادت توفیق ورنصیب کړه. #اللهم_آمین_یا_رب_العلمین.
Показать все...
الهی ته مو د دنیا او آخرة د ذلت څخه وژغوره.
Показать все...
#د_روژې_او_قرآن_کریم_شفاعت...! و عن عبدالله بن عمرو ان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) الصیام والقرآن یشفعان للعبد، یقول الصیام: أی رب انی منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فیه، و یقول القرآن: منعته النوم باللیل فشفعنی فیه، فیشفعان. #ژباړه: د عبدالله بن عمرو (رضی الله تعالی عنه) څخه روایت دی: چي رسول الله (صلی الله علیه) وفرمائل: روژه او قرآن د بنده شفاعت کوي روژه به وای: ای پروردګاره! ما دی منع کړی ؤ د خوراک او خواهشاتو څخه، نو دده لپاره زما شفاعت قبول کړه، قرآن کریم به وای: ما دی منع کړی ؤ د شپې د خوب څخه، نو دده لپاره زما شفاعت کړه، نو د دوي دواړو(روژې او قرآن) شفاعت به قبول سي. #تشریح: د قرآن کریم څخه مراد د هغه تلاوت دی، علامه طیبی (رحمه الله) فرمائي: د قرآن کریم څخه تهجد، تلاوت او عبادت مراد دی. د روژې او قرآن کریم د شفاعت ثمره به داوي، چي په روژې سره به د ګناهونو معافي وسي او په قرآن کریم سره به د درجو لوړوالی راسي.
Показать все...
https://t.me/Rahmani013 د لږ تفریح لپاره هم چینل ته جوین سئ. چــمن والا: غواته یخۍ ورڪړی وو چی دشیدو پرځای شیریخ وڪړی 😝🙈😶
Показать все...
پښتو ټوکی ټکالی

https://t.me/Rahmani013

چــمن والا: غواته یخۍ ورڪړی وو چی دشیدو پرځای شیریخ وڪړی 😝🙈😶 تبادله @hsuwsb

په روژه کي دغه څلور ❹ شیان په کثرت سره وکی】 دحضرت سـلمان فارسي رضی الله عـنه، څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ، دشعبان دمیاشتي په آخري ورځ وموږ ته یوه خـــطبه وویـل: یعني بــیان یی وکــړی، بــیا رســول الله ﷺ، وفرمایل: ای خلکـو پـر تاسـو بانـدي یـوه عـظیمه او مـــبارکه میاشت راغله، په دي مـبارکه میاشت کي یـوه شپه سـته کوم څـوک چي په هـغه شـپه کي عبادت وکي نو دهغي یوي شپي عـبادت والله ﷻ، ته د زرو (۱۰۰۰) میاشتو تر عبادت خوښه او محبوب دی چي هغه دلیلة القدر شپه ده . بـیا رسـول الله ﷺ، وفرمایل: ددي میاشتي روژي الله ﷻ، پر تاسو باندي فرض کړی دي، او په دي میاشت کي (قیام اللیل) یعني تـراویح او نـور نفلي عـبادات ستاسو دپـاره نفل دي، نو کوم څوک چي په دي میاشت کي دالله ﷻ، درضا دپاره نفلي عـبادات وکي الله ﷻ، بـه ودغه انسان تـه دنفلي عـبادت دونه اجر و ثواب ورکي لکه په نورو میاشتو کي چي ودته دفرضي عبادت اجر و ثواب ورکول کیدی . او څـوک چي په دي مياشت كي يو {بدني يا مالي} فـرض آدا کــړی ثـواب یی دونـه زیات دی لکه پـه نورو میاشتو کي چي اویا {۷۰} واره دغه فرض آدا سي . او بـیا رسـول الله ﷺ، وفرمایل: ددي میاشتي اولي لس (۱۰) ورځـي او شـپي درحمت دي، یعني دالله ﷻ، رحمت نازلـیږي، او ددي میاشتي دمابین لس (۱۰) ورځي او شپي دمـغفرة دي، یعني الله ﷻ، وخـپلو بندګانـو تـه مـغفرت او بخـښه کـوي، او ددي میاشتي آخـري لس (۱۰) ورځي او شپي د عتق مـن النار دي یعني الله ﷻ خپل بندګان دجهنم څخه آزاده وي . او بـیا رسـول الله ﷺ، وفرمایل: دروژي پـه میاشت کي تاسو دغه څلـور (۴) اعـمال ډیـر په کثرت سره کـوی په هغه څلورو (۴) اعــمالو کي دوه (۲) داسي اعــمال دي چي دهغه پـه کولو سره ستاسو رب جل جلاله له تاسـو څخه راضي کـیږي، او په هغه څلورو (۴) اعمالو کي نـور دوه (۲) داسي اعـمال دي چي دهغو څخه تاسو هیڅ چاره نه لري . 🌺【هغه دوه شیان چي الله ﷻ، په راضي کیږي】👇 1️⃣⬅️: دروژي په میاشت کي د (لَا اِلَهَ اِلَّا اللَّهُ) ذکر په کثرت سره کول دالله ﷻ، درضا سبب دی . 2️⃣⬅️: دروژي په میاشت کي د (اَسْتَغْفِرُ اللَّهِ) ذکـر پـه کثرت سره کول دالله ﷻ، درضا سبب دی . 🌺【هغه دوه شیان چي دهغه څخه چاره نسته】👇 1️⃣⬅️: یـو جنت دی ځکه دجنت څخه هیڅ څـوک چــاره نـه لري نو وهر مؤمین مسلمان ته پکار ده چي دروژي په میاشت کي دالله ﷻ، څخه دجنت طلب زیاته وکي نو داسي وایاست (اَللَّهُمَّ اَدْخِلْنِی الجَنَّةَ) ای الله ﷻ، ما وجنت ته داخل که . 2️⃣⬅️: دجهنم داور څخه خلاصون او پـنا غـوښتل او داسي ویل (اَللَّهُمَّ اَجِرْنِیْ مِنَ النَّارِ) ای الله ﷻ، ما دجهنم د اور څخه وساته . شـعب الإيمان: جــ: ۵: صــ: ۲۲۴: فضائل شــهر رمــضان: رقــم الحدیث: (۳۳۳۶) : الناشر: مکتبه رشیدیه: کوئته . ✍🏻: بقلم: العبد الفقير إلى الله الغفار عبدالولي الوقار .
Показать все...
روژه د مغفرت میاشت ده اقلاً دومره عبادت خو باید وکړو، ترڅو د مغفرت مستحقین جوړ سو.
Показать все...
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.