cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

خاص PDF ناولونه❤️

دلته کي به تاسوته ښايسته ناولونه او لنډي کيسي نشر کيږې مننه له راتګ څخه مو

Больше
Рекламные посты
487
Подписчики
-224 часа
+27 дней
Нет данных30 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

ياره اوس نو هسي تاسو ووايي زموږ په دومره زحمتونو اکې يو يو لايک نو حق نده ورکش کړي لايکونو ته لغتي
Показать все...
4
#ناول : که زه درسره نه وم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لیکوال : ایـمل امیدی. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نشرونکی: پښتون يار *دتیری برخې وروستې لفظونه* *داچي كله دي له څانګې سره واده وكړ اوهغه دي كورته راوستله نو به مورته ووايي چي ماپه څه خاطرله مينې سره بد چلند كاوه .يوه خبره لابله درته كوم* 《نـهـمـه بــــرخــــه》 _____ خپل وروڼو ته به دي هم ووايي اوخپلوخوندو ته دي هم چي ماولي له هغوي سره ښه رويه نه كوله اودهغوي زړونه مي ورمات كړل.يوه اخيري خبره لادرته كوم ،كله چي ديله څانګې سره واده وكړنوبه ورته وايي ستاډيرخيال وساتي ته خپل ځان ورته وښيه اوورته وبه وايي چي هرسهاردرته سپيلني دودوي اوهره ورځ دي درباندي عطروهي. ورته وايي به چي هرماښام كله چي بيديدم نوستاسردي په خپلوځنګانونوكښيږدي اوستاپه سركي دي خپلي ګوتي ووهي اوپه نازناز دي درته ږغيږي ترهغوپوري ترڅوچي بيده شوى نه يي.دابه ورته وايي چي يوه ورځ څه يوه ثانيه دي خفه كيدل خولاپرلويه لار پريږده خفګان كولو ته پري نه ږدي. اودابه هم ورته وايي چي ستادمورډيرخيال وساتي اوله خپلي مورڅخه زياته ستا دمورسره محبت وكړي اويوه كارته يي پري نږدي ورته وايي به چي زماله خوندوسره به دومره مينه كوي چي زه يي هيره شم اوورته ووايه چي زمادخپلوانوزړونه لاسته راوړه ترڅوزه يي هيره شم . له نيږدي ګاونډيانوسره به ښه رويه كوي ترڅودهغوي هم زه هيره شم.داخبري مينې يوپه بل پسي په يوه دقيقه كي راته وكړې اووروسته له دې په غيږكي راولويدله او زماپه اوږه يي خپل سركيښود،دومره په زوره زوره يي راته ژړل چي ماهغسي ژړاپه خپل ژوندكي دهيچاڅخه نه وه اوريدلې اونه مي هم ليدلي وه.دومره يي وژړل چي زماكميس يي په خپلواوښكوراته داسي لوندخيشت كړلكه يوجګ اوبه چي يي راباندي اچولي وي.ماهم خپله حوصله اوتوان له لاسه وركړ او په ژړا ورسره سرشوم،خومينې چي كله زماژړااواوښكي وليدې نوپه خپل ښايسته اومباركولاسونويي راپاكولې او هم يي زمااوښكي مچولې اوراته وويل: ستاله هري اوښكي څخه قربان شم ،زه دومره ظالمه شوم چي ستااوښكي زماله وجي راتويشوې؟تاپه مااوښكي توي كړي؟ زه خودي هري اوښكي ته دود اوسپيلنۍ شم .ستاهره اوښكه زماترټول ځان ډيره باارزښته ده،بيانوولي داسي وكړم زمادزړګى سره په مه ژاړه .په مامه خفه كيږه.... لنډه داچي ټوله شپه مودواړو په اوښكوتويولواوژړلوباندي تيره كړه كله چي سهارشو نوراته وويل:زه نودرڅخه ځم ته به يوه وعده راسره كوي. _څنګه وعده ؟ _دخپل ځان به خيال ساتي. _داوعده دي پوره كوم. _دزړه سره! نور نوراته اجازه راكړه درڅخه رخصت کيږم.ته به نه راسره ځي؟ _داخوامكان نه لري.تركوره دي رسوم. _زمادغه يوه جوړه كالي بس دي، زماټول شيان ستااوستاتر څانګي قربان دي. _دغسي زه نه كوم، ټول شيان به درسره وړې؟ _يا!!! يوشى هم دځان سره نه وړم. _نو معنى دا چي په دې ته نه يې خوشحاله ؟ _ښه نوچي داسي ده يوازي كالي مي راسره وړم. _سره زر به دي هم درسره وړې. _هغه يي ستا!!! كله چي دي لاس بندشو،په ښه به درشي. _كه دي راته پريښودل بيابه راته ياديږي. _شكردي خدايه چي دغومره درباندي ګرانه يم .بل ارمان نه لرم. _ نوداخبره دي هم په دې مانا ده چي ته نه يي خوشحاله ترڅوزماڅخه جلاشې؟ _اه!! وړم يي وړم يي. خونور هيڅ شي نه وړم ،ځكه نورشيان خوستادي اوراته ټينګيږي به هم نه_صحي ده.درځه چي ځوخوبياهم درته وايم كه دي زړه نه وي زه له دې كاره تيريږم ؟هرڅه به بيرته له سره جوړكړو. _له دومره زياتوكوښښونوسربيره غواړي بيرته له دې كاره تيرشو.په څومره زحمت دې ځاي ته ورسيدو.راځه چي ځونوربحث نه سره اوږدوؤ .زه هم ورسره روان شوم اوترخپله كوره مي راورسول.طلاق نامه مي مخكي لاورته ليكلې وه اوهغه مي ورته په كوركي وركړه . دمينې طلاق زه ډيرمتاثره اوبيخي ډيريي غمګين كړم.په لومړيوورځو كي دومره په تكليف شوم چي غوښتل مي بيرته ورشم اوددې كورنۍ ته زمااوددې په منځ كي چي كوم راز و ،ټول ورځني خبركړم ،خودامي هم ونشو كړاي.مورمي هم ډيره راباندي زهيره وه ،په دې چي زه به ډيرزهير وم .واقعاً چي تر دريو اوونيو پوريدومره وځوريدم چي بيا مي دڅانګې مينه هيره شوه.دابه مي په خيال كي نه راګرځيده چي مادي يو وخت له دې سره مينه كړې وي.بس نوقدرتي كارونه وه چي زما سره كيدل،مورمي وروسته له څلورواوونيو څخه راته وويل:زويه !زه خونورستا داځوريدل نشم زغملي چي هره ورځ پرتاباندي تيريږي .زه ستادكوزدې بندوبست كوم.نوربه داغم ته دپاي ټكي كښيږدو .داټول غمونه دهغي بې شرمې له لاسه دي،خداي
Показать все...
دي داپه ټول ژوند نه ښادوي. ماورته وويل:يامورې!دغسي مه وايه اومه هغې ته څه وايه؟ملامتي په ماكي ده،زه خپله دغه حالت ته ورسيدم .هغې ته زماپه خاطر څه مه وايه . _څه به لا زه نه ورته وايم . په ټول كلي كي يي سترګي راټيټي كړې. په تاكي يي زړه خوړين كړ.ته يي لا طرفداري كوې؟چي داسي ټوكرټوكر يي ووينم لابه مي زړه په سوړ نه شي . _اوف مورې! داسي راته مه وايه له دې څخه به مي هم نور حالت خراب شي .زه له هغي سره اوس هم مينه لرم.كم تركمه خوزماله وجي څه مه ورته وايه اوس خو لاړه اوخپله سزا يي هم وليده نورال څه په كوي په خواركۍ باندي. _ته ورته خواركۍ لاهم وايي؟خواركۍ دي له خوره ووزې.سمه ده چي ته ورباندي خفه كيږي بيابه ستاپه وړاندي ورته څه نه وايم. چي تيرشول هغه هيرشول.رابه شم خپلي موضوع ته .زويه ! دعبدالغفار لورمي درته خوښه كړې،كه ستاخوښه وي نوهمدااوس به ورشم ستاپه مركه باندي.دستي يي راكوي.ځكه هغوي زمونږ دكور دژونده خبردي.ښه بي غرضه خلک دي،وړمو هم سره وزي . مورمي چي ماته دعبدالغفاردلورداوويل نودفكرونو دنيايووړم څانګې ته ،چي ماخوداهرڅه دڅانګې لپاره دځان لپاره قبول كړل ،پرته دڅانګې خوزه هيڅوک نه كوم له هغې سره مينه لرم اودهغې لپاره مي مينه طلاقه كړه. دمينې په رقم ښځه خوبيا كله پيداكوالي شم .څومره مينه ناكه ،صبرناكه ،هوښياره ،دينداره اودا ټول خويونه پكښي وه.هغسي ښځه به هيڅكله هم پيدا نه كړم خواوس بايدله څانگې سره واده وكړم اوداځكه چي دڅانګې له وجي څه مي مينه له لاسه وركړه.بس نورمي دشرم اوحيادروازه ماته كړه او ورته ومي ويل:موري!كه غواړي چي كوزده راته وكړي نودسپوږمۍ خاله لورڅانگه راته وغواړه،دهغې پرته زه بل هيڅوک نه كوم.دهغوي له كړه وړو څخه مونږټول خبريو اوښه درانه كورنۍده.څانګه به هم ستاډيرعزت وكړي له وخته سره شناخته يو،يوبل ښه سره پيژنو.څانګه هم ښه كارنده ده دښواخلاقو برخمنه ده اوس دي هم ښه خيال ساتي ،عزت دي كوي اوپه درنه سترګه درته گوري.له هغې پرته به بله ښه نجلۍ په هيڅ ځاي كي پيدانه كړې. _څانګه هم ښه نجلۍ ده.هغه مي هم درته خوښه ده.خوزويه! دادعبدالغفار لور ترڅانګې يو په سله ښايسته اوكارنده ده ،ماليدلې ده اوترتاپه دواړو ښه خبره يم . _مورې!زه نور په ښه والي اوښايسته والي پسي نه گرځم. يوازي اويوازي څانګه غواړم،كه رښتيادرته ووايم ،له هغې سره مينه هم لرم . _ښه نو چي داسي ده بيا خوصحي ده .زه نه پوهيدم چي ته د هغې عاشق يي ؟ بيا خو هغه درغواړم هغه دي نوخوښه ده ؟ _هومورې!هغه مي ډيره خوښه ده كه دي هغه راوغوښتل نوانشاءالله هرڅه به سم شي . _خيرصبابه پروخت ورشم ،هم به ددوي پوښتنه وكړم هم به ورته داخبره ياده كړم نورنو بيغمه كښينه. زه هم وروسته له څلورواوونيو څخه لږ څه خوشحاله شوم.ټول پام مي بياڅانگې ته ورواوښتى اودهغې ديوځاي كيدوپه تمه وم.مورمي په داصبا ددوي كورته ورغله.گوري چي ډله ډله ښځي ځي اوراځي .داهم له يوې ډلي سره ملګرې شوه اودسپوږمۍ خاله سره كښيناسته .مورمي چي سپوږمۍ خاله ته وكتل،سترګي يي له ډيروژړلوڅخه تكي سرې شوې وې،خوږغ يي ونه كړ اوپه غم كي يي ځان ورسره شريک كړ .يوې ښځي ورته تسلي وركوله ورته ويل يي چي داخوقدرتيدكارونه دي.ټول به مړه كيږو ، هرژوندى روح باعث كيدونكي دمرګ وي.دادې دخداي ارمان نه كوي شهيده شوه ،ټوله كورنۍ يي ځني خوشحاله وه.دټولوزړه يي ځان ته را وړي وو.له كوچنۍ سره كوچنۍ وه له لوي سره لويه وه.هرمسكين غريب به چي ورته ودريدى دخپلي خولې ډوډۍ يي ورنيمي كول اووركول به يي.ټول صفتونه پكښي وو، الله دي ورته جنت وركړي.دهيچا زړه يي نه دى ازار كړى هرڅوک ځني خوشحاله دي.ستاخور وه ،مونږته هم له خپلې خورڅخه كمه نه وه .كه مو خپله خور مړه شوې وه لابه مودغومره خوانه واي باندي بده شوې.مورته مي چي له دې ښځی له خبرومعلومه شوه دسپوږمۍ خاله خور مړه شوې،نو يي ورته ډاډ وركړ،چي داخوټولي قدرتي پيښي دي،هيڅوک بي له خداي ژوندى نه پاته كيږي څوک چي داسي يوښه نو م اوښه صفتونه له ځانه سره يوسي ،له هغې به بله بختوره نه وي.هغه دي نه دي اوريدلي چي وايي : )داسي مه مره چي ته ژاړې خلک خاندي...داسي ومره چي ته خاندي خلک ژاړي.( ستاخورخوډيره لايقه اوبختوره وه ،هيڅوک يي نه دي زورولي . سپوږمۍ خاله ورته وويل: په ښه والي كي يي خبره نه وه ،كوچني كوچني اولادونه يي پاته شول ،هغه به نواوس څوک پالي اوهغه به څه كوي.دسپوږمۍ خاله په دې خبروسره مورمي اونوروښځوورته وويل: داخبري مه كوه الله درڅخه ناراضه كيږي.پالونكى، روزي رسونكى، ساتونكى اوبخښونكى يوازي او يوازي يو الله دى.هغه يي پالي اوروزي هم ورته رسوي.هرچاته چي څومره روزي مقرره شوې وي هغومره ورته رسيږي. نور په راتلونکې برخه کې
Показать все...
👍 5
په دومره کمو لايکونو خو بيخي د سړی زړه ور تور کړي له نشرياتو هيله کوم يو يو لايک خو ورکي
Показать все...
13
ستاسوديوځاي كيدوپه ارمان سرتوره سر د الله ج دربارته ناسته يم. الله ج دي زماژوندتاسودواړو ته دركړي.ترڅوچي ژوندي ياست خوشحاله واوسئ.زه درته يوه بله لاره ښيم هغه داچي هرڅومره ژر چي كيږي له څانګې سره كوزده وكړه اوهغه وغواړه.وخت به نه په كي باسي .يوه خبره لا درته بله كوم هغه داچي كله چي دي له څانګې سره واده وكړ اوهغه دي كورته راوستله نو به مورته ووايي چي ماپه څه خاطرله مينې سره بد چلند كاوه .يوه خبره لابله درته كوم ، نور په راتلونکي برخه کې لايک مو هير نشي
Показать все...
👍 15
ته نه پريښودم اوبيخي به يي زماپروا نه درلوده.زه به چي كله له موراووروڼوسره ناست وم دهغوي په مخ كي به يي سپک كړم اوهغوي ته به يي كم ښودلم اوورته ويل به يي چي په هغه ښه ورور يازوي چي تاسي يي لري؟ په څلورم قدم كي يي زماله خپلوانو سره بد چلندشروع كړاوهغوي ته به يي بيځايه اودنه كيدوخبري كولې.كوم څوک به چي زمونږكورته دپوښتنې لپاره راتلل،هغوي ته به يي سپكي سپوري كولې اوهغوي به يي په راتګ پښيمانه كړل.زما موردې ته حيرانه پاته وه چي دامينې څنګه يوپه يو يي ځان ته دومره زيات بدلون وركړ؟څنګه يي بي شرمۍ ته ملاوتړله؟ داخوډيره مهربانه او كاريګره نجلۍ وه ،په دې اوس څه وشول اوڅه ټكه ورباندي ولويدله؟ دانجلۍ نظر شوه كه څه بلاووهله؟ داهغه كارونه وو چي زماموراوزماټولي كورنۍ ته ډيرستونزمن تمام شول اوپه يوه مياشت كي ورڅخه ټول ناراضه شول اوهرڅه كوښښ چي مي كورنۍ ورباندي وكړ خپل پخواني حالت ته يي نشواي راوستلي.نه په نصحيت لاري ته راتله اونه هم په ويلوپوهيده،لكه پرغوړلوښي چي سړې اوبه واچوې. همداسي زمادكورنۍ ټول كوښښونه پرمينې هيڅ اثرنه كاوه اونه هم دې خپله اراده بدله كړه. ورځ تربلي يي كوم ګرانښت چي دې زمونږپه كورنۍ كي پيدا كړي وه ،په دغه يوه مياشت كي يي پوره له لاسه وركړ.په ټوله كورنۍكي داسي څوک نه شوپاته چي له مينې څخه به يي ښه راتلله ټولوبده ايسول. ټولو ورڅخه كركه اونفرت كاوه. مورمي زماحالت زماپه كوركي ليدى اوترهرچايي راباندي خوا بده وه.كم وخت به چي چاپه ماپسي يوه ناحقه خبره كړې وه نو موربه مي ډير ورباندي خفه كيده. دمور مي دمينې داچلند نور نشوزغملي يوه ورځ يي خپلي خوني ته ور وغوښتم ،راته يي وويل زويه !زه خونه پوهيږم چي مينې ولي خپله رويه ته داسي بدلون وركړ؟ولي له مونږسره داسي كوي؟ چا خوبه څه نه وي ورته ويلي؟چي له مونږسره دي داسي چلند وكړي؟ اخير داخوډيره هوښياره اوكاريګره نجلۍ وه .هغه كارخويي په بلاپسي ،نه دي كوي،داجنګونه اوجنجالونه يي څوک نه شي زغملي. مونږخوخيرستا سره هم دغسي رويه كوي.تر څوبه دابدنامي زغمو.په ټول كلي كي ددې په اړه خبري كيږي.ټول عالم اوجهان راباندي خاندي،دټولودپسخند اورشخندشولو،بايد يو څه وكړو. مامي مورته وويل:زه خپله ورته حيران پاته يم،نه پوهيږم څه وكړم مورې؟ _نوري خوټولي لاري راباندي بندي شوې پرته ديوې لاري څخه. _هغه څنګه لارده ؟ _درته ويلي نشم خوزياته مجبوره يم. _حتماًراته ووايه مورې!زه خوستا هره خبره منم اوستاهره خبره ماته ډيره ارزښتمنده وي. _زويه !كه زماخبره منې نومينې ته طلاق وركړه. پرته له طلاقه څخه بله يوه لاره نه لرو .ترڅوبه ورسره په تكليف يو زما خو چي څه زده وو هغه مي ټول ورباندي وكړل ،خوسمه نه شوه اونه يي بدلون وكړ. _څنګه چي ستا خوښه وي مورې! زه ستاله فيصلې څخه نه اوړم. )_زمادغه فيصله ده چي نوريي له شره څخه ځان خلاص كړوترڅودتل لپاره ځني بيغمه شو.كه نورڅه نه وي هغه يوه ګوله ډوډۍخوبه په ارامه سره خورو.ته بيغمه اوسه دستي درته كوزده كوم.ښځه خوپيداكيږي،ددې خواوس دومره هواده چي بيخي څوک په نظرنه ورځي.دابه هم پوهه شي .اوس به داوايي چي دوي ماته ضرورت لري اوهرڅه چي زه كوم څوک به څه نه راته وايي. بس ده ډيرمراعت مو ددې وكړ _زه ورته ووايم اوكه ته ورته وايي؟چي نور دي په مخه ښه شه . _) ته ورته ووايي زويه! ته يي له كوره وباسه.په دې كاركولو سره هيڅ شرم حيااوويره هم له چامه كوه اونه هم داكار دشرم او ويره دى. مايي له مور سره هم خبري كړيدي،دهغې هم همدازما رايه وه(. _ښه مور يي هم په دې كاركولوسره خوشحاله ده؟ )_هوزويه! ټول باندي خوشحاله دي.ماخوستاپه خاطرتاته نه ويل ځكه ماداګمان كاوي چي ته به ورسره مينه لري اوستابه زړه نه باندي كيږي،خوچي پوه شوم ستاسره هم بدچلند كوي. _يا مورې! ته خوچي هرڅه راته ووايه زه هغه كوم. )_بس نو همدا نن شپه ورته طلاق وركړه اوخپل كورته يي واستوه ورته ووايه چي نورزمااوستاپه منځ كي دخاونداوميرمنې هيڅ رشته نه ده پاته. ته پوه شه اوكاردي.( مورته مي وعده وركړه چي داكاربه حتماً نن سرته رسوم اومينې ته به طلاق وركوم.خپلي خوني ته راغلم اومينې ته مي دمورټوله كيسه وكړه چي اوس نوپه خپل پلان كي كاميابه شولو.كله مي چي مينې ته داوويل،سريي سره وګرځيدى اوپه ځمكه وغورځيده.اوبه مي ور باندي وپاشلي ترڅوبيرته پرسدشوه.سترګي يي له اوښكوډكي وي په هغه ډكي سترګويي راته وويل: اخيرخپل هدف ته ورسيدو.څوک راباندي پوهه هم نه شوو مادرته ويلي وو چي ستاپه خاطر هرڅه كولوته تياره يم كه څه هغه زمااوستاجلاوالي وي.كاشكي خوزه په اول كي خبره واي.زماستادهغه شپې خفګان ډيرارمان دى كاشكي خوزه هغه وخت خبره وم.ته پوهيږي له هغي ورځي راهستي چي تاماته دڅانګې په اړه څه ويلي وؤ ،له هغې ورځي راهستي سهاراوماښام
Показать все...
👍 7😢 1
#ناول : که زه درسره نه وم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لیکوال : ایـمل امیدی. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نشرونکی: پښتون يار *دتیری برخې وروستې لفظونه* *ستاله وجی څخه .ډيرراباندي ګران يي پرتامي يو اغزى هم نه لوريږي چي خوږدي كړي. _داكيسه به مااوتا سره بيل كړي اوف اوف اوف اوف!!خو.....اوپه منځ كي به مو جلاوالي راشي* 《اتـمـه بــــرخــــه》 _____ ددې خبري په كيدوسره مينه حيرانه پاته شوه يوسوړ اسويلى يي وكيښ اوراته وويل: داته څه وايي ؟بيا دغسي مه وايه ددې خبري په كيدوسره ژړه غونې شوه. ماورته وويل:ته مامجبوروې.داكيسه همداسي ده چي زمااوستاپه منځ كي به جلاوالي راولي .زه نه غواړم چي داكيسه درته وكړم اوته مي ورته مجبوروې. _ خيرده اوس خوبه يي حتماً راته ووايي، ځكه زه ستادخوشحالۍ لپاره هرڅه كولوته تياره يم هغه كه زمااوستاجلاوالي هم وي . _چي نه مي پريږدې نوراته غوږشه .ټوله كيسه مي مينې ته ټكي په ټكي له ماشومتوبه نيولي ترهغه وخته چي د څانګې له كوره راغلم خپل كورته .ماچي داخپله كيسه مينې ته كوله ،ددې له سترګوڅخه اوښكي څاڅكي څاڅكي لكه دكوټۍ له چت څخه چي دباران په وخت كي كله ناكله اوبه راڅاڅي اوهره اوښكه يي په سپین مخ داسي يوپه بل پسي معلوميده لكه دسپنوملغلرو تارچي وشكيږي.كيسه يي په ډيرغوراودقت سره واوريدله اودڅوشيبولپاره غلې پاته شوه. وروسته يي خپل سكوت مات كړ راته وويل: ته له څانګې سره زياته مينه لري؟ _له اندازې وتلې مينه چي بل يي هيڅوک له چاسره نه كوي اوهيڅ حديي نه وي. _ له هغې سره واده وكړه. _ماستاسره واده كړى دى. _څه پروا لري.په اسلام كي خونارينه ته څلور ودونه روا دي، تاخويوواده كړى. _ داسلام له نامه قربانشم .دافكريوازي ستاسره شته ،له نورو سره نشته .څوک چي يو واده ولري بيا دوهم واده ورته څوک نه وركوي،ځكه وايي چي يوواده لري بل نوڅه كوي.يوازي بايد له هغې سره ژوندوكړي،داسي څوک نشته چي خپله نازولې لور په بن وركړي،ځكه دهغوي دانظروي چي بن نو اورده څوک خپله لوراورته اچول غواړي.هووربه يي كړي داسي څوک چي هغه به غريبان،مظلومان،بيچاره اوياكوم عيب لرونكي وي. _زه خودرته نه وايم چي مابه په اوركي وسوځوي،خيرده زه دي په اوروسوځيږم،خوچي ستاسترګي وينم دا راته كافي دي. _تاته مي مخكي هم وويل چي ستافكر دنوروپه شان نه دى. _ښه نوچي داسي ده زه ستاپه مقصدپوه شوم.دا راته ووايه زه هم درباندي ګرانه يم ؟ _بي له شكه چي راباندي ګرانه يي. شكريي اداكړاوراته وويل: بيا زمايوه خبره منې چي درته ويي كړم؟ _حتماً يي منم .داخومعلومداره خبره ده. _ نوچي داسي ده بيا ماته طلاق راكړه. كله چي يي دطلاق راته وويل ورته په غوصه شوم اوورته ومي ويل:چپ شه ليونۍ!چي بيا دي له خولې څخه دطلاق نوم ونه وزي. _ليونۍ خويم.ته كه هرڅه راته وايي هغسي يم. زه داهرڅه ستادخوشحالۍ لپاره كوم. _زه نه غواړم چي خوشحاله شم. _مګر.زه غواړم چي ته خپل هدف ته ورسيږىاوله څانګې سره واده وكړې.دا زماله ارمانونواواميدونوڅخه يواميداويو ارمان دي بايدراپوره يي كړي. تاوعده هم راسره كړېده. _ داسي وعده خومي نه ده درسره كړې چي طلاق دركړم _حتمي به ماته طلاق راكوې. _زه به مي مور،كورنۍ،خپلوان،دوستان اوانډيوالانوته څه وايم،چي په كم دليل سره مي تاته طلاق دركړاوولي ؟ ــ ته دهغوي په اړه هيڅ غم مه كوه.زه په هغه كي درسره مرسته كوم ،ټولي لاري زه در ښيم. _يعني څنګه لاري؟ _داسي لاري درته ښيم چي هيڅوک به داګمان ونه كړي چي تاماته پرځاي طلاق نه دي راكړي بلكي ټول به وايي چي دايي بيخي پرځاي كاروكړ.زه به داسي كارونه شروع كړم چي دهغه كارونه په كولوسره هغه كه زمادوستان اوخپلوان دي اوكه ستا دهغوو ټولوبه زماڅخه بدراځي اوزه به دټولوپه نظر بده يم. وايي به چي دايي ډيرښه كاروكړچي طلاقه يي كړه. _ته خپله په دې كاركولو راضي اوخوشحاله يي ؟ _كه خوشحاله نه وم بيا مي درته نه ويل نه مي درته دا لاري ښودې.زماڅخه بيغمه اوسه په دې كاركولو زياته خوشحاليږم. زه يي په دې كار راضي كړم ترڅو ورته طلاق وركړم اوله څانګې سره واده وكړم.پرجميل كاكااوسپوږمۍ خاله خوزيات ګران يم بيخي دزوى په سترګوراته ګوري.اوپه څانګې هم. زماخوي اوكرداريي ډيرخوښدي. په دې كارسره به خپل مقصدته ورسيږم په لومړي قدم كي مينې دكورټول مسوليتونه چي ورله غاړې وله ټولوته يي شاه وروګرځوله اوهغه يي زمامورته ورله غاړې كړل. په دوهم قدم يي په كور كي له ټولوسره جنګونه اوجنجالونه شروع كړل ،كه مي مور وه كه مي خور وه اوكه مي وروڼه ول،يويي هم نه دي پريښي او له ټولو سره به يي په ناحقه جنګونه اوجنجالونه كول. په دريم قدم كي يي زما خدمت ته شاه را واړول ،زه به يي خوني
Показать все...
1
شهيد جانان مي ګيلامن وزير
Показать все...
1.87 MB
5.39 MB
😢 5
00:26
Видео недоступноПоказать в Telegram
هی هی نو ژونده څومره به بي ننګه خلک لرو چې هيڅ يي پوښتنه هم ونکړه چې دا ولي او چيشته😢😢😢😢😢😢😢
Показать все...
7.15 MB
😢 3
#ناول : که زه درسره نه وم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لیکوال : ایـمل امیدی. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نشرونکی: پښتون يار *دتیری برخې وروستې لفظونه* *داحقييت ده كه په يو چاكي ددنياټول ښه صفتونه موجودوي اوهغه عملي وي نو ټول ښه يي په بدو كي حسابيږي اودټولو نفرت ځني كيږي* 《اوومـه بــــرخــــه》 _____ سپوږمۍ خاله ته چي مي داوويل نويوه ناره يي وكړه چي وي!!!! ښه شوچي وركړې مو نه ده،بيابه موڅه كول.له خدايه ج څخه يي شكروايستي چي خپله لوريي په لوي لاس اورته نه ده اچولې .جميل كاكا هم راڅخه خوشحاله شو،ډيري دعاګاني يي راته وكړې.سپوږمۍ خاله ته يي وويل:وګوره په مشوره كي څومره خيراوبركت وي.كه موله فريده سره مشوره نه واي كړي،نوبه موڅانګه هغه چرسي ته وركړې واي.بيا كه ددوي دكور څوک راغلل نو همداسي به ورته ووايم چي ستاسوسره دوستي نه كوو .څومره دخداي فضل راباندي وشو ،بايد چي خيرات وكړو( . جميل كاكابيا وويل:_دومره دخداي فضل په مونږوشو چي بيخي يي حدنشته.مابه بيا څه كول كه څانګه په هغه كوركي خوشحاله نه واي؟ ماورته وويل:جميل كاكاته بايد خيرات وكړې،زه درڅخه زيات په دې خوشحاله شوم چي له ما سره موداخبره شريكه كړه .په واقعيت چي څانګه پرماله خپل ځانه هم ډيره ګرانه ده،بايد يوداسي ځاي وركړل شي چي دا هلته خوشحاله اوهميشه ستاسو دعاګويه وي.كه څانګه خوشحاله وه نو تاسي به هم خوشحاله ياست اوكه څانګه خفه وه بيابه تاسي ورسره خفه ياست. زه نونور درڅخه ځم ماته رخصت راكړئ،تاسي حتماًپه هغه هلک پسي پوښتنه وكړئ؟ ستا خبري خومونږ منو.كه په هغه هلک كي ښه صفتونه هم وي مونږ ورسره دوستي نه كوو ځكه ته موهم زوي يي او ته به چيري داسي كاركوې چي هغه زمونږ په ګټه نه بلكي په زيان ويورځه الله دي په دنيااواخرت كي بريالى اوخوشحاله لره.مونږ دي ډير خوشحاله كړو تادي هغه لوي خداي خوشحاله كړي . كورته راغلم،ټول چورت مي له څانګې سره وو،دومره پريشانه اوسرګردانه وم چي خپل ځان ته به حيران پاته وم ،چي ماخو اوس واده كړى،نوڅه وكړم چي له څانګې سره مينه لرم.اوس خوداسي هم نه كيږي چي له څانګې سره به هم واده كوم.قسمت مي له ميني سره و او واده مي هم له ميني سره وشو ،خيرده كه څانګه واده شي اويابل چاته وركړل شي نوزه په دې كي څه كوالي شم اوولي بايد څه وكړم.خوهيڅ مي په توان كي نه وو چي زه دي څانګه هيره كړاي شم،له سره مي بيا ورسره مينه پيداشوه اودومره بي طاقته شوم چي نږدي وليونى شم .په خپلو چورتونو كي ډوب وم چي مينې پوښتنه راڅخه وكړه )فريده !ولي دومره پريشانه يي؟څه شويدي چي زما دزړه سر يي دومره په تشويش كړى دى؟زه دي ستاهري بلاته ودريږم. زيات چورتونه مه وهه ځكه په چورت وهلو سره عصاب كمزوره كيږي ورسره روحي تكليف ځني پيداكيږي،څه خبره ده ما هم ځني خبره كړه چي زه هم درسره په غم كي ځان شريک كړم اوپه دواړوسره ورته يوه دحل لاره پيداكړو.( زه لكه ځنګلي ځناور چي څوک وويني اودى دي ځني وزغلي اويا هم ورباندي حمله وكړي.ميني ته په غصه شوم اوزياتي خبري چي دنه كيدلو وې ورته وكړې،چي ته به په ماهيڅ كارنه لرې.زه چي په هر حالت كي يم ته به كارنه راباندي لرې.نن خو دي زماپه كارونوكي مداخله وكړه خوله دې ورسته خبر دركوم چي بيا داسي عمل تكرار نه كړې.پوهه شوې كه دي پوهه كړم؟ مينې چي زه په داسي حالت چي هيڅكله يي مخكي نه وم ليدلې راته حيرانه پاته شوه خودهغه سربيره يي هم څه نه دي راته ويلي خوله ځان سره يي سوكه سوكه ژړل اوماهم پسي سر ونه گرزاوه. ساعت څخه به لا ډير وخت نه و تيرشوي چي بيارانژدې شوه او زماخفګان يي نور نه شوزغملي،داوښكوډكي سترګې يي زماوسترګوته برابري كړې اوراته وويل:_فريده! زه ستا دخفګان كولو توان نه لرم اونه مي ستا غم اوخفګان خوښيږي. په هر څه صبروكړه اوماهم په غم در شريكه كړه .ستاهره بلادي پر ماشي ستابلاواخلم كاشكي خوداسي غم په ماراغلى واى ته به ځني خلاصواي(. دمينې په خبرواواوښكومي ډيرزړه وسوځيدى ورته ومي وويل:مينې! زه نن يوڅه خفه يم،ديوڅوشيبولپاره مي يوازي پريږده چي غلي اوسم. ته ولي ناحقه مااوخپل ځان زهيروې. درته ومي ويل چي ماپريږده،پريږده،پريږده،پريمي ږده. خومينې دخواشينۍسربيره هم په خپل حال پسي پرينه ښودم په غيږ كي يي ټينګ كړم اوراته يي وويل:ماكه مړه هم كړې، زه دي دغسي خواشينى نه پريږدم. نه غواړم چي همداسي واوسي.ته چي خفه شي نوماته ټوله دنيا خفه ښكاري اورڼا ورځ راباندي توره شپه وي.زه دي نه پريږدم چي ستاخفګان نورهم پسي دوام وكړي.
Показать все...
3👍 2
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.