267
Подписчики
Нет данных24 часа
Нет данных7 дней
+430 дней
- Подписчики
- Просмотры постов
- ER - коэффициент вовлеченности
Загрузка данных...
Прирост подписчиков
Загрузка данных...
مونږ په مشترکانه ډول شپه او ورځ دښمن څارو، د دین او هېواد قسم خوړلي دښمنان له منځه وړو، همداراز په ګډه د خپل مظلوم او مجاهد ملت د هوساینې لپاره خدمت کوو.
ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان بین المللي بانک (AIB) له رئیس محترم الحاج ابراهیم محب سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم الحاج ابراهیم محب د افغانستان بین المللي بانک د خدمتونو، فعالیتونو او برنامو په اړه...ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د افغانستان بین المللي بانک رئیس زیاته کړه، هیوادوالو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادي ډول دوام لري او مسؤلین یې په پام کې لري چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ساختماني موادو د تولید...او هوټلدارۍ په برخو کې هم پانګونه وکړي.
محترم محب همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې داخلي او بهرنیو سوداګرو او شرکتونو ته د اسلامي امارت له لورې رامنځته شویو اسانتیاؤ ته په اشارې وویل، د افغانستان بین المللي بانک چمتو دی چې دوی ته ضروري بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان بین المللي بانک له رئیس سره پر کتنې خوښې څرګنده او د بانکونو په ځانګړي ډول خصوصي بانکونو رول یې د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره حیاتي وباله.ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت له خصوصي سکتور ملاتړ کوي او هر ډول لازمې اسانتیاوې هم ورته برابروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې اوسنی حکومت باید د خپلو ژمنو له مخې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
واسلي ویلي، داعش وسلهواله ډله په نړیواله کچه یو ګواښ دی او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د دې ډلې د موجودیت په اړه اندېښنه لري.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډې کې د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې.
د یاد معاونیت په وینا؛ دې غونډه کې دغه راز د خصوصي سکټور له لوري کابل او کندهار کې د معیاري نخاس او مسلخونو د جوړولو د وړاندې شوې طرحې په تړاو ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د دې طرحې د تخنیکي مسایلو په اړه خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو نوی ټاکل شوی معين مولوي قدرت الله جمال نن د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي او دنده یې پیل کړه.
په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه د امیر اطاعت یو اصل بللی او زیاته کړې یې ده، چېد تغير او تبديل په صورت کې هېڅ اختلاف نه راځي او په خبره یې تبديل شوي مسوولين باید په نوي ځای کې په لا قوي هوډ کار وکړي.
کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګ پر تړاو د خبرو سربېره، د دې پروژې د چارو په چټکتیا ټينګار کړی.
ملا هدایت الله بدري دې لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت لېواله دی، څو د یادې پروژې عملي چارې ژر تر ژره پیل شي.
د اجارې په توګه د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ورکولو د داوطلبۍ خبرتیا؛ مینوال او متشبثین کولای شي په پوره ډاډ پکې ګډون وکړي!
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ !https://t.me/+dSs2nq76lLU2MDJk
نرخ اسعار شنبه
1403,4,23
1_دالر خرید ....70.84
1_دالر فروش ....70.87
1_دالراسترلیا خرید ..... 47.00
1_دالر استرلیا فروش ... .47.50
1_دالر کانادای خرید ... 51.00
1_دالر کانادای فروش .... 51.50
1_فرانک سویس خرید ... 78.00
1_فرانک سویس فروش ...78.50
1_یورو دالر خرید ....107.00
1_یورو دالر فروش ...107.10
1_یورو آفغانی خرید .... 76.00
1_یورو افغانی فروش ... 76.10
1_پوند خرید .... 87.00
1_پوند فروش ...87.50
1_درهم خرید .... 19.20
1_درهم فروش .... 19.30
1_ریال خرید .... 18.90
1_ریال فروش .... 19.00
1_ لیره ترکیه خرید ... 2.210
1_ لیره ترکیه فروش ... 2.220
فی هزارتومان خرید ....1.220
فی هزارتومان فروش ...1.230
فی هزار کلدار هندی خرید ... 830
فی هزار کلدار هندی فروش ...850
فی هزارکلدار خرید ....251.00
فی هزارکلدار فروش ...251.50
دالر به کلدار خرید ....282.00
دالر به کلدار فروش ...282.50
تومن به دالر خرید ....57400
تومان به دالر فروش ...57500
نرخ اسعار هرلحظه درتغییر بوده بازارثابت نمیباشد
نرخ دقیق و لحظه به لحظه از سرای شاهزاده
#امارتي_ميډياټلګرام_نوی_چينل🌐
https://t.me/+dSs2nq76lLU2MDJk
Выберите другой тариф
Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.