cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

محمدزاده تګابي خواږې ليکنې

....... ࡅ߲ܝ࡙ߺࡅ߳ࡐࡅ߭ܘ🍁:) ┆ شعر‌᠀ࡅ߭ܘ🍂:) ┆ ߊ‌߬نځࡐرࡐࡅ߭ܘ🌠:) ┆ ܠيܭࡅ߭ي ✍️:) ┆ ┆┆┆┆ |█████████100(^_-)

Больше
Рекламные посты
4 081
Подписчики
-124 часа
-117 дней
-7830 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

سلګۍ سلګۍ را اوګرځه محفل ته د يارانو بيا وار او پار خطا کړه له دښمنه، ګېله منه ناره ناره راتاو شه او قربان قربان راتاو شه اتڼ اتڼ ورجار شه له وطنه ګېله منه #ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
Показать все...
😢 2💔 1
د ګیله من وزیر د ظالمانه قتل په اړه د تحریک طالبان پاکستان اعلامیه بسم الله الرحمن الرحیم د پاکستان د ظالم پوځ او امنیتي ادارو له پخوا راهیسې دا کار دی چې علماء کرام، قامي مشران، شاعران، ژورنالستان او دیني شخصیتونه چې د اسلامي ارزښتونو په اړه خبرې کوي او یا د ملي او قامي ګټو پر ضد د دین او ملت د دښمنانو دسیسې راښکاره کوي، په بېلابېلو تکتیکونو سره د هغوی د ځپلو، نیولو او په پای کې د وژلو هڅه کوي. د پښتو مشهور ځوان شاعر ګیله من وزیر هم یو له دغو ګوتو په شمېر کسانو څخه و چې د داسې ازادو او مظلومو خلکو په حق کې یې خپل غږ پورته کړ، د بېلابېلو تکتیکونو له لارې د هغه د اغېزناکه غږ د  ځپلو هڅه وشوه. نوموړي د ظالم پوځ د لاسه د زندان سختۍ هم وزغملې او بالاخره په اسلام اباد کې دننه د چاقوانو او چړو په ګوزارونو مرګونی ټپي شو، چې نن یې د همدغو ټپونو له امله خپل ژوند رښتوني څښتن ته وسپاره. انا لله وانا الیه راجعون. مونږ د ګیله من وزیر د غم په دې پېښه کې د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره ځان شریک ګڼو. زموږ خواخوږي د ګیله من وزیر له کورنۍ او د هر مظلوم خپلواک مبارز سره ده. خو په هر صورت، دا باید ټولو ته روښانه شي چې د تحریک طالبان پاکستان او پښتون ژغورنې غورځنګ په بیانیه او تګلاره کې څرګند توپیر شتون لري. الله تعالی دې د مرحوم مغفرت نصیب کړي او کورنۍ ته دې د زړه صبر او اجر ورکړي. محمدخراساني د تحریک طالبان پاکستان ویاند 05/ محرم الحرام /1446ھـ ق 11/ جولای / 2024 #ټي_ټي_پي #عمر_میډیا #محمد_خراساني #TTP #Umar_Media #Muhammad_Khurasani
Показать все...
👍 2 2😢 2
Фото недоступноПоказать в Telegram
"ژوند له تا سره ډېره جفا کړې ده، زه یوازې ستا د ژغورلو لپاره راغلی یم" مرګ وویل!
Показать все...
😢 6💔 3👍 1
ټوله د پېسو خبره ده! پېسه انسان بدلوي,دلته حېثيت ته کتل کيږي روپيو ته کتل کيږي. د انسان کردار څه شى دى!؟ د انسان زړه څنګه دى!؟ دا ټولې چټي خبرې دي.😇
Показать все...
👍 5💯 3💔 2
موسیقي اوریدل د ښځي حیاء او دنارینه میړانه له منځه وړي❌ هیله ده چی ځان ترې وساتو!
Показать все...
9
کله چې يوسف عليه السلام خپل پلار يعقوب عليه السلام 40 کاله بعد وليدو نو دواړو دومره وژړل چې بې هوشه شول نو جبرائيل عليه السلام د لايزال رب جل جلاله هو نه پوښتنه وکړه يا اللّٰه جل جلاله هو څوک چاسره دومره مينه کولاي شي اللّٰه جل جلاله هو ورته وفرمايل: جبرايله زه د محمد صلی الله علیه وسلم هر اومتي سره له دې څخه 70 چنده زيات محبت کووم ...❤️‍🩹🦋 ..                   😊 سبحان الله ❤️🥰 ..
Показать все...
15💔 1😘 1
د هند مشهور شاعر (راحت اندوري) وايې:  پۀ یو مشاعره کې مې ویلي و چې حکومت غل دی.! وایي:  ماښام پولیسو وغوښتلم او راته یې و ویل چې تا په مشاعره کې ویلي چې حکومت  غل دی. واى ما ورته  ویل چې هو ما ويلي خو دا مې نه دي ويلي چې د هند  حکومت غل دى د امریکا حکومت غل دی  که د جاپان حکومت غل دى صرف دومره مې ویلي چې حکومت غل دی. واى  پولیسو راتۀ ویل چې سمه ده هم راپسې شعرونه لیکې او هم مو  دوکه کوې، ولې موږ نه پوهیږو چې کوم حکومت غل دی!😊 #ژباړه
Показать все...
🥰 4
رسول الله ﷺ فرمایي: د کوم کور دروازې چې د خپلوانو پر مخ بندې وي او پۀ کوم کور کې چې د شپې ناوخته ویدۀ کېدل او سهار ناوخته پورته کېدل عادت وي؛ هغه کور کې د رزق تنګي او بې برکتي وي.
Показать все...
10
#وائې: چا چې د ښځې منلې درې چنده تاوان يې لیدلی 😁 يو سړي کوم جرم کړی و قاضي ورته درې سزا وټاکلې چې په دې دريو کې به يوه درباندې عملي کيږي ستا خوښه چې کوم يوه عملي کوې . اوله : سل پياز خوړل دويمه : سل دورې قيمچنيې خوړل دريمه : سل روپۍ جرمانه ورکول سړي له خپلې ښځې سره مشوره وکړه، ښځې یې ورته وويل پياز وخوره له وهلو او پيسې ورکولو به خلاص وې . سړي پياز خوړل شروع کړل کله چې ۶۰ پياز ته ورسيد نو سترکې يې بقې بقې را ووتلې او ويې ويل چې نور يې د خوړولو وس نلري .بيا يې له ميرمن سره مشوره وکړه چې څه وکړم وهل وخورم که پيسې ورکړم ؟ ښځې یې ورته وويل نارينه يې ځان کلک کړه پيسې وساته . سړي وهل خوړلو ته څملاست اويايمه لښته چې یې وخوړه په چغو شو چې نور بس دی. آخر سړی محبور شو او سل روپۍ جرمانه يې ورکړه. نوټ: پوسټ ددې لپاره نده چې د خويندو توهین وکړم؛ هدف همدا ده چې ستاسو پر شونډو موسکا راولم🤍
Показать все...
🤪 7💯 5👍 2😘 1
Фото недоступноПоказать в Telegram
په لبنان کې کامرونیان په نوم یو کس نیول شوي هر وخت به د ښار په مختلفو برخو کې جومات ته تللو، جومات کې به یې خلکو ته ویل چې زه عیسوي یم غواړي اسلام قبول کړي... نو دغو خبرو سم به جومات کې  غوغوه جوړ شوه هر خوا به خوښي شوي د هغه لپاره به جشنونو،میلې جوړې شوي او د پیسو به پرې باران شو، سخت پکې خوښ وو، څه وخت بعد به له هغه ځای لاړو .... او هغه بیا کلیسا ته لاړو نو هلته به یې هم وویل چې زه مسلمان یم غواړم چې عیسوي دین ځان وړوم/قبول یې کړم، نو هلته به هم پرې رش جوړ وو دا کار یې تقریباً یو کال وکړو آخیر خلک پرې پوه او پولیسو ونیولو داسې غورې دی نو.🙂
Показать все...
🤪 9👍 4 3👎 1
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.