Research Services
Открыть в Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Больше2 985
Подписчики
Нет данных24 часа
-37 дней
-3930 день
Архив постов
2 985
په ژوند کې دوه ډوله انسانان شته:
یو هغه څوک دی چې زحمت، هڅه او ستړیا د بریا پُل ګڼي؛
او بل هغه دی چې د زحمت نوم هم نه شي زغملی.
خو تاریخ دا ثابته کړې چې بریا، عزت او پرمختګ تل د زحمت کوونکو په برخه شوی.
هغه څوک چې ځان ستړی کوي، هڅه کوي، خوبونه یې لوی وي ا — هماغوی سبا ته د مشرتابه او بریا حق لري.
ځکه ژوند له ستړیا پرته نه وده کوي، نه بریا راوړي.
✅ *زحمت وباسه، ستړی شه، خو مه ودرېږه!*
✅ *بریا ستا په همت کې پټه ده!*
*ارواپوه ډاکتر*
2 985
مخکې مو د روژې مبارکې مياشتې لپاره د قرانکریم همدا ډيسټاپ اپلکېشن درته ښودلى وو، د کمپيوټر په سکرین باندې يې درته وساتئ او که وخت مو پيدا کوو تلاوت يې کړئ.
لاندې لينک ده.
https://www.quranflash.com/desktop?en
2 985
ترکاڼ
یو پاخه عمر تجربه کاره ترکان چې دعمر ډیره برخه یې په ترکانۍ کې تیره کړې وه تصميم ونيو چې د خپلې استعفا په اړه خپل مشر ته خبر وركړي. هغه غوښتل چې دژوند پاتې ورځې له خپلی کورنی سره په عیاشی او آرامۍ سره تېرې کړي. که څه هم هغه په خپل مزد او معاش پسې خفه و و مګر هغه مجبور وو چې دعمر دډيروالي په اساس تقعدشي مشر یې دخپل ريښتوني او تجربه کار ترکان په دغه خبره زړه ماتی او خفه شو. له تركان يې وغوښتل چې فقط يوه ښيګڼه ورسره وكړي. هغه ترکان ته وویل چې زه غواړم چې ته ماته یووروستي كور يونموني کور جوړکړي.
داچې دترکان دکار و روستی نمونه وه باید ترکان په ډیر مهارت اوډيرې تجربې اوپوره ریښتونوالي سره دغه کور جوړ کړای وای مګر هغه دوکه کيږي؛ هغه خپل کار ته اوس دپخوا په څير توجه نه کوي دکورپه جوړولو کې له بې كيفيته مواد و استفاده کوي بلاخره يې دکور جوړونې کار بشپريږي اوخپل مشر کور ته راغواړي. مشريې کور ته په مايوسۍ ګوري بيايې يو څولوى كاغذونه راخلي اوپرکور یې ځوړندوی پرکاغذونو باندې ليکل شوي دي دغه زما له لوري ستالپاره یوه تحفه شوه او دکور كنجي تركان ته وركوي. ترکان په دې سره په خپل شرمناک کار باندې افسوس کوي هغه پښیمانه کيږي چې ولې یې یوداسې بدرنګ اوبي كيفيته کور جوړکړ. هغه ارمان کوي کاش هغه په دې پوهیدای چې دا کور دده خپل کوردی هغه به له سمو موادو جوړکړی وای.
موږ هم کټ مټ لکه دغه تركان ؛ خدای ج مور دنیا ته راليږلي يو ترڅوپه جنت کې دخپل ځان لپاره کورونه او ودانۍ جوړې کړو داچې زموږ و دانی به څه ډول وي داپه موږ پورې اړه لري چې څه ډول تركاني كو.
2 985
د نورو لپاره ژوند مه کوئ، کنه نابود به شئ.
په دې نړۍ کې تر ټولو خپه خلک هغه دي چې دځان پر وړاندې د خلکو خبرې ورته ډیرې ارزښتمنې وي.
2 985
وخت هغه ارزښتناک خزانه ده چې یو ځل لاړه، بیا نه راګرځي.
د پیسو، شتمنۍ او موقعو تاوان جبرانېدی شي، خو د وخت ضایع کېدل هیڅکله هم نه کیږي.
هره شېبه چې بې هدفه تېره شي، د ژوند له کتابه یو زرینه پاڼه بې ارزښته خالي شي.
🕰️ وخت د عقلمنو پانګه ده،
او د ناپوهانو تر ټولو ستره ضایعه!
✅ *وخت ته ارزښت ورکړئ، مخکې له دې چې وخت درته ارزښت در وښيي!*
✅ *وخت ضایع کول، ژوند ضایع کول دي!*
همدا نن، همدا شېبه، د یو نوي پیل لپاره تر ټولو غوره فرصت دی.
*ارواپوهنې ډاکتر*
2 985
په ژوند کې دوه ډوله انسانان شته:
یو هغه څوک دی چې زحمت، هڅه او ستړیا د بریا پُل ګڼي؛
او بل هغه دی چې د زحمت نوم هم نه شي زغملی.
خو تاریخ دا ثابته کړې چې بریا، عزت او پرمختګ تل د زحمت کوونکو په برخه شوی.
هغه څوک چې ځان ستړی کوي، هڅه کوي، خوبونه یې لوی وي ا — هماغوی سبا ته د مشرتابه او بریا حق لري.
ځکه ژوند له ستړیا پرته نه وده کوي، نه بریا راوړي.
✅ *زحمت وباسه، ستړی شه، خو مه ودرېږه!*
✅ *بریا ستا په همت کې پټه ده!*
*ارواپوه ډاکتر*
2 985
کله نا کله توهين هم د اصلاح لپاره وي!
دا هم ضرور ده، چې کله نا کله دې سپکاوی وشي، شيانو او خبرو ته دې په حقيره وکتل شي. توهين او سپکاوی انسان ته خپل اصل ور يادوي او په عملي ژبه ورته وايي، چې ته اوس هم انسان يې او د تعظيم او درناوي وړ ذات يوازې خالقِ کاينات دی.
صوفيانو خو به وخت په وخت په لوی لاس د ځان د رسوايي او توهين چاره لټوله او د خپلې لويي احساس به یې په احساسِ عاجزي او ناچيزي نازاوه. تاسو به د بايزيد بسطامي په اړه اورېدلي وي، يو ځل يې د روژې په مياشت کې په ډک بازار کې ډوډۍ وخوړله، تر څو خلک يې لعن، طعن کړي او د ده چاغ شوی نفس تر وړې پيشو هم وړوکی شي.
د صوفيانو دنيا خو جلا دنيا ده. خو د عامو انسانانو لپاره هم الله تعالی داسې فرصتونه برابروي، چې ځانهېر حالت يې په ځانياد حالت بدل شي او بله دا چې د خدای حضور ته د ستنېدو چاره يې شي. که د واصف علي واصف په ژبه کې وغږېږم، نو پر هغه توهين د الله تعالی شکر پکار دی، چې بنده ته د ندامت او توبې اوښکې پېروز کړي او د رب د قربت ذريعه يې شي. که ځينې په عزت اصلاح کېږي، نو د ځينو اصلاح په اهانت کې ليکلې وي.
رحمت شاه فراز
2 985
ګټه که تاوان؟
یو ملګري کیسه راته کول چي وای زموږ یو ملګری وو چي ټوله کورنۍ یي خاریج ته تللې وه ده ویل یا زه په خپل هیواد کي ژوند او کاروبار کوم...... وای څه وخت مخکي په میله وتلي وو هلته مو چکه (لډو) کول چي په دا وخت کي امر... ولا راله وای دا چکه راکی دا بنده ده وای دا زموږ ملګري ورته وویل چي دا خو څه زنـــا، فحـــشا یا بله ناروا نه ده چي بنده ده ساتیری دی.
دوی ویل یا رایکی تر څه خبرو وروسته خبره په جنجال واوښتل ......
وای دا ملګری مو چي مخکي ښه لمونځ ګذاره وو ویل په الله قسم که یي یا د ماپښین لمونځ کړیدی یا د مازدیګر یا د ماښام د ماخستن لمونځ ته نو کور ته ولاړی هغه به یي هم نه وي کړی څو ورځې وروسته یي کاروبار پریښوۍ ولاړۍ خاریج ته کله کله یي وای د نورو ملګرو پوښتنه کوم وای خپله خو نه لمونځ کوي نه نور عبادت وای نورو ته هم سخت په غوسه سي چي څوک د اســـلام خبرې کوي.
* ما دا نه ور سره منل چي ده دي هیواد پر دا خبره پریښی وي خو نن زه خپله دداسي یو واقعي سره مخ سوم چي الله شاهد دی سخت مي د وطنه زړه مات سو مایوسه سوم.
- چکه صحي دی لهو لعب شی به وي که ته دا د یو چا څخه یوسي په تلیفون کي نور ګیمونه او چکې نسته؟ چکه کول ایا تر غیبت لویه ګناه ده؟ .... که څوک لهو لعب کوي هغه یي په هر حالت او زرو نورو طریقو کوي په دا سختو خبرو سره په چکو ټولولو نه راګرځول کیږي دا صرف نفرت خپروي.
* الله مي شاهد دی د کله چي مي کاروبار سم سویدی د خپلي ګټي وټي سوی یم د هغه وخت راهیسي په کندهار او ولسوالیو کي به یو څو مـــدرسې او مسجدونه راڅخه پاته سوي وي چي ما دي کمک نه وي ور سره کړی د کلونو راهیسي د کتابو، قران شریفو، فرشو، لوډسپیکرانو او نورو اړتیاوو کمک ور سره کوم خو نن مي خاتمه ورکړل.
- زه دا سل په سلو کي منم چي یو څو کسان به داسي وي چي د ولس سره سخته ژبه کاروي او نفرت خپروي نور سم دي خو غشې که د سم وي یا ناسم انسان زخمي کوي.
- الله دی مو زړونه د نفرتو وساتي, او خدای دي وکي چي د فرعياتو پر ځای اساساتو، اولیاتو(اقتصادي او بنیادي) کارو ته برتروالی او اولیتونه ورکړو.
په درنښت: بارکــــــــ
Уже доступно! Исследование Telegram 2025 — ключевые инсайты года 
