ru
Feedback
Research Services

Research Services

Открыть в Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Больше
2 987
Подписчики
-224 часа
-57 дней
-3930 день
Архив постов
🌙#د_تشریق #تکبیر :🕋 👈(( الله اکبر ، الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد)) د #عرفات د ورځي د سهار لما
🌙#د_تشریق #تکبیر :🕋 👈(( الله اکبر ، الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد)) د #عرفات د ورځي د سهار لمانځه څخه بیا د لوی اختر د څلورمي ورځي تر ماځیګر لمانځه پوري، له هر لمونځ څخه وروسته په لوړ آواز سره دا تکبیر یوار ویل واجب دي . فتوا: پر دې ده چي په دې کي په جماعت سره لمونځ کوونکی او یوازي لمونځ کوونکی دواړه برابر دي همدغسي پر سړي او ښځي دواړو باندي واجب دي. البته ښځه دي ئې په کرار آواز لولي او نارینه دي ئې په لوړ آواز لولي. ( شامي) #یادونه: دغه تکبیرات باید په متوسط آواز سره وویل سي ډیر خلګ په دې کي غفلت کوي او بالکل ئې نه لولي او یا ئې ډېر په کرار لولي ددې اصلاح ضروري ده.

قرباني په چا واجب ده؟ په کومو څارویو قرباني کېږي؟ ځواب: څوک چې د نصاب خاوند وي، یعنې د نن ورځې د حساب له امله د دوه پنځوس نیم تولو سپینو زرو معادل افغانۍ، ډالر یا کلدارې ولري، قرباني پرې واجب ده. د قربانۍ مسئله کې په نصاب کال تیریدل ضرور نه دي، که څوک د اختر په ورځ د نصاب مالک شو هم پرې قرباني واجب ګرځي. په اوسني حساب تقریباً ۳۱۵۰۰ افغانۍ کیږي، ځکه چې سره او سپین نن سبا ګران شوي دي. د قربانۍ د څارویو اړوند معلومات: ۱- اوښ، غوايي او مېښه کې اووه (۷) کسان شریک کیدای شي. ۲- پسه، مېږه، وزه او سېرلی فقط د یو کس لپاره، یعنې دوهم شخص پکې شریک کېدای نشي. ۳- د قربانۍ مال باید روغ رمټ او سالم الاعضاء وي. ۴- د هیڅ چا برخه په غټ مال کې باید له اومې نه کمه نه وي. ۵- د قربانۍ غوښه باید درې برخې شي. یوه برخه په خپله وخوري، یوه مسکینانو ته ورکړي او یوه اقاربو ته ورکړي. ۶- د قربانۍ مال باید داسې مریض، وچ کلک اوډنګر نه وي چې غوښه یې له کاره وتلې وي. ۷- قربانۍ ته باید ښه غوره او د بهتر مال انتخاب وشي. ۸- پسونه باید یو کلن یا داسې شپږ میاشتني وي، چې غټ والي د یوکلن غوندې ښکاره شي. ۹- غوایان، مېښې باید دوه کاله تکمیل کړي وي. ۱۰- د وزګړیو نسل باید کال تکمیل کړی وي. ۱۱- اوښان باید پنځه کلن وي. په درنښت https://t.me/naseebullahqalamyar

📢 عامه پوهاوي پیغام د قربانۍ پر مهال د ناروغیو مخنیوي لپاره: بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ درنو هېوادوالو! د لوی اختر د مبارکو ورځو سره، د قربانیو موسم را رسېږي. د روغتیا ساتنې لپاره لاندې سپارښتنې عملي کړئ: ✅ ۱. د قربانیو لپاره صحتمند څاروي وټاکئ: - ناروغ، ضعیف، یا فزیکي ستونزه لرونکي څاروي مه حلالوئ. - د FMD، شري، طاعون یا نورو ساري ناروغیو علایم لرونکي څاروي باید قربانی نشي. ✅ ۲. پاک چاپېریال وساتئ: - د حلالې ځای پاک، سیوری لرونکی، او د خلکو له ګڼه ګوڼې لرې وي. - د وینې، فضله موادو، او پوستکو لپاره مناسب ځای وټاکئ. ✅ ۳. شخصي احتیاطي تدابیر: - دستکشې، ماسک، او پاک لباس وکاروئ. - د حلالې وروسته لاسونه ښه پریولئ. ✅ ۴. د غوښې استعمال: - غوښه باید ښه پخه شي. - خامه یا نيمه پخه غوښه مه خورئ . ✅ ۵. د ناروغیو راپور ورکړئ: - که کوم څاروی د ناروغۍ نښې ولري، وترنر ته راپور ورکړئ. ✅ ۶. د ماشومانو او ضعیفو کسانو ساتنه: - هغوی د حلالې ځای ته مه نژدې کوئ. - هغه کسان چي معافیت کمزوري وي دي ساحی ته يي مه نژدي کوي - نوټ بهتره خبره دا ده چي هغه څاروی چي قرباني کيږي باید د يو وترنر ډاکټر لخوا معاینه شي خدای مکړه داسی نشي چي يو ناروغ حيوان حلال کړی او روغ انسانان په ناروغي اخته کړي دا ټول اقدامات د خپلو کورنیو، ټولنې او دیني شعایرو د خوندي ترسره کولو لپاره مهم دي. الله (ج) مو قربانیان قبول، اختر مو مبارک! په درنښت

د_ذوالحجې_میاشتې_د_لومړیو_لسو_ورځو_په_تیره_د_عرفې_او_د_اختر_د_ورځو.pdf

په_روژه_او_اخترونو_کې_دسعودي_مخالفت.pdf

د_قربانۍ_فضائل_مسئلې_او_تکبيرات،پښتو_مولانا_الیاس_ګمن_صاحب.pdf

د_لوی_اختر_د_قربانۍ_مسائل_او_فضايل،مولوي_عبد_الرحمان_صاحب.pdf

د_اختر_او_قربانۍ_احکام_او_مسائل_پښتو_خليفه_دين_محمد_صاحب.pdf

داختر ي منتخبي مسئلي پښتو .pdf

فضایل_واعمال_ده_روز_اول_ماه_ذو_الحجه_بخصوص_روزهای_عرفه_وعیدامارت.pdf

د_لوی_اختر_د_قربانی_مسائل_او_فضايل.pdf

وايي یوه افسر (ضابط) د یو هدف ویشتونڪي څخه وپوښتل: "ته د دښمن هدف ویشتونڪي په اړه څه نظر لرې؟" ده ورته وخندل او ویې ویل: "ناڪ
وايي یوه افسر (ضابط) د یو هدف ویشتونڪي څخه وپوښتل: "ته د دښمن هدف ویشتونڪي په اړه څه نظر لرې؟" ده ورته وخندل او ویې ویل: "ناڪامه دی...ځڪه هغه تل پر موږ ډزي ڪوي خو خطا وځي." افسر حیران سو او ورته وې ویل: "نو ولي دي تر اوسه نه دی وژلی؟" ده ورته وویل: "بېرېږم چي ڪه هغه ووژنم، نو د هغه پر ځای به بل ډېر دقیق هدف ویشتونڪۍ راولي... او هغه به ما ووژني!"
یعني:
ځیني خلک ناڪامه ڪسان پر خپلو څوڪيو پرېږدي، د دې لپاره نه چي باور ورباندي لري، بلڪي د دې بیري له امله چي ڪه بدل سي، شاید لا خطرناڪه بدیل راسي.
جبران خلیل جبران وایي:
"ځیني خلک تاته وفاداره نه وي، بلڪي ستا و اړتیاوو ته وفاداره وي. ڪله چي یې اړتیاوي بدلي سي، نو وفاداري یې هم درسره بدله سي." ـــــــــــــــــــ! 𓆩🖤𓆪
ځواکــــ کتابتون ـــــــــــــــــــ❤️

يقين وکړئ چې د يوې نړيوالې موسسې انټروى کې د data entry لپاره دا پوښتنه زمونږ ملګري څخه شوي وه. ډيټا پدې جدول کې راته جمع کړه خو موس به نه استعمالوي

خاص د اداري کارمندانو لپاره، مونږ هره ورځ څو ويډيو او ليکلي پوسټونه په هر هغه څه جوړوو. ان شاءالله همدا ويډيو به ستاسو د خوښې وړ وګرځي. #اداره #ټيليګرام #کارکوونکي

د c drive صفا کولو لپاره اکثریت به تاسو ليدلي وي چې زمونږ د کمپيوټر سي ډرايو دومره ډک ليدل کېږي چې رنګ يې سور ته بدل شوى وي.
د c drive صفا کولو لپاره اکثریت به تاسو ليدلي وي چې زمونږ د کمپيوټر سي ډرايو دومره ډک ليدل کېږي چې رنګ يې سور ته بدل شوى وي. اکثریت وخت داسې ډيټا هلته ځاى په ځاى شوي وي چې غير ضروري وي نو تاسو ددې مشکل حل لپاره لاندې طریقه استعمال کړئ. د کمپيوټر run ته ولاړ شئ يا window+R شارټ کټ څخه کار واخلئ او لاندې کمانډونه استعمال کړئ. 1)temp 2)%temp% 3)cleanmgr 4)recent هر کمانډ بيل بيل استعماليږي. کله چې هر څه راغلل ټول ډيټا انتخاب کړئ او ډيليټ يې کړئ. #کمپيوټر #انټرنيټ #فيسبوک

د ورډ پروګرام هغه لنډ تخنيک چې ان شاءالله زرګونو هېوادوالو ته به ګټه ورسوي. هيله لرم چې خوښ مو شي. #ورډ #اکسيل

د يوټيوب ويډيو مستقیم ډول پښتو ته ترجمه کول، لاندې ويډيو کې درته مکمله طريقه ښودل شوې ده. شايد ټولې ويډيو همدا خصوصيات ونه لري. #يوټيوب #انلاين #پښتو

FarsiTools-.zip0.22 KB

اکثریت وروڼه په اداراتو کې ددې مشکل سره مخامخ دي. اکثریت وروڼه په داخل دافغانستان کې بعضې وخت د هجري شمسي تاریخ او میلادي کلونو تر منځ د مشکلاتو سره مخامخ کیږي، مونږ درته د همدې مشکل حل لاره لاندې ویډیو جوړه کړه هیله لرم چې ویډیو مو خوښه شي. فايل يې 👇

photo content