ru
Feedback
Research Services

Research Services

Открыть в Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Больше
2 985
Подписчики
Нет данных24 часа
-37 дней
-3930 день
Архив постов
خوږې، خوږې 🌷 تر څو چې چا سوال نه وي درنه کړی، له ځانه مبلغ مه جوړوئ. 🌷 خپل ځان ته د بدبخته ويلو له ګناه نه ځان ساتئ. 🌷 هغه چې وايي، سبا به خوشحاله شم، هېڅ‌کله به خوشحاله نه شي. 🌷 هر انسان له ځانه د ډېر هوښيار انسان په مخکې بې عقل دی، او تاسې ته به له ځان نه ډېر هوښيار انسان همېش په مخه درځي. 🌷 هوښياري د هوښيار تابعداري ده. 🌷 غرور هغه صفت ته وايي، چې له منځه لاړ شي يا له منځه تللی شي. 🌷 که صاحبِ مرتبه سړی د خلکو په خدمت کې لګيا و، نو پوه شئ چې دا مرتبه يې انعام دی. 🌷 که تاسې څوک نه دي منلي، نو پوه شئ چې تاسې هم چا نه ياستئ منلي‌ 🌷 که له خلکو نه په بېلتون کې فکر وکړئ، نو له خلکو نه بېل فکر به ومومئ. 🌷 زموږ شتون په څه معنا، که زموږ نشتون د چا لپاره هېڅ فرق نه پېښوي. 📖‌ ژباړه: رحمت شاه فراز

ځینې خلک ډېره بیړه کوي چې ځان لوړ مقام ته ورسوي. دوی داسې فکر کوي، که له لويو خلکو سره ځان ونښلوي، نو ډېر ژر به مخکې لاړ شي او مقصد ته به ورسېږي. خو داسې هېڅکله نه کوي چې له ځانه کمزورو خلکو سره مرسته وکړي. دوی د کمزورو خلکو لاس نه نیسي، بلکې د زورورو خلکو پښې نیسي. زه د دې ډول خلکو ناپوهۍ ته ډېر زيات حېرانېږم، چې وسړیه! اصلي لوړتیا خو هغه وخت در‌ نصیب کېږي، کله چې ته د نورو ملاتړ او لاسنيوی وکړې، نو چاپلوسۍ او تمه کولو ته څه اړتیا ده؟ نر شه، سخت کار وکړه، هلې ځلې وکړه، ولې خپل عزت پخپله له منځه وړې؟ هغه مقام به چېرې خوند وکړي، چې په چاپلوسۍ او زاریو یې ترلاسه کړې؟ هسې ځان ته دوکې مه ورکوئ، دا مقام نه دی او نه کوم ښه نوم دی چې پرې وویاړې. پوهانو څومره ښه ویلي: یوه ورځ ژوند وکړه، خو په عزت او جګو سترګو یې وکړه. فِکر

له خدای نه د وېرې نښه دا ده، چې بنده له انسان نه ووېرېږي. په دې مفهوم کې نه، چې يو څوک زورور وي يا مو په چا پورې ګټې تړلې وي، له هغه نه ووېرېږئ. دا خو دنياپرستي بلکې شرک دی. له انسان نه د وېرېدو معنا له حقداره کس نه وېرېدل دي. له خلکو سره په دې فکر معامله کول، چې د هر انسان تر شا د هغه خدای ولاړ دی او خدای تل د هغه چا ملګرتيا کوي، چې حق يې خوړل شوی وي. 📖: پښتو الرساله (می ګڼه)

#د_ژوند_خبرې که دوه ځله مار وچيچلې يا دې په ايمان شک وکړه يا دې په عقل او که له دې زيات شو نو ډاډه اوسه چې ماغزه دې په سر کې نه په بل ځای کې دي..! #ښوونکی #فکر #ژوند

کله چې پوه شوم چې کومه لاره سمه ده، زما ویښتان سپین شوي وو. - نیکوس کازانتزاکیس

عموماً هغه څه چې تاسو يې له ويلو ډاريږٸ هغه څه دي چې بايد وويل شي. نوښتګر فکر
عموماً هغه څه چې تاسو يې له ويلو ډاريږٸ هغه څه دي چې بايد وويل شي.
نوښتګر فکر

رښتینی ژوند هغه وخت احساسېږي، کله چې انسان جرئت کوي خطر مني، په خپلو خوبونو پسې ځي او له وېرو سره مقابله کوي. خو ډېری خلک د خ
رښتینی ژوند هغه وخت احساسېږي، کله چې انسان جرئت کوي خطر مني، په خپلو خوبونو پسې ځي او له وېرو سره مقابله کوي. خو ډېری خلک د خوندي پاتې کېدو په فکر کې دومره غرق وي، چې ژوند کول یې هېر شي. هغه انسانان چې له ستونزو څخه تښتي، هغوی یوازې ژوندي وي ساه اخلي خو ژوند نه کوي. رښتینی ژوند دا نه دی چې له هر څه څخه ځان وساتو بلکې دا دی چې بدلون ماته او بیا راپورته کېدو ته ځان چمتو کړو که داسې ونه کړو نو ژوند یوازې د وخت تېرول دي نه احساس نه هدف. ژباړه: شُبیر

Sticky notes څه لپاره استعماليږي

د_سيلاب_اصلاح_شوي_نتايج_12_ټولګي.xlsx1.76 MB

د ټولو مکاتبو لپاره اوسنۍ فارمټ! د خوست ولایت یوه ښوونکي د مکاتبو لپاره ډېر زبردست فارمټ برابر کړی دی، یقیناً چې ډېر لوی کار یې کړی دی الله جل جلاله دې زیات اجرونه ورکړي. او مونږ یې هم د محترم استاد په اجازه ستاسو سره شریکوو. کچیرې هر څوک د هیواد لپاره په علمي برخه کې کار کوي مونږ به یې ستایوو، او مونږ حاضر یو چې د هغې غږ تر زرګونو خلکو ورسوو. فارمټ یې👇

ایا کله مو هم اداري تشکیل د چارټ په ډول جوړ کړی دی اکثریت اداراتو کې همدا قسم چارټ غوښتل کیږي. طریقه یې لاندې ویډيو درته ښودل شوې ده.

که سترګې لرئ نو ولې خلک په غوږونو ګورئ؟ له خلکو سره په هغه څه چلند وکړئ چې تاسو یې وینئ، نه په هغه څه چې تاسو یې اورئ.
که سترګې لرئ نو ولې خلک په غوږونو ګورئ؟ له خلکو سره په هغه څه چلند وکړئ چې تاسو یې وینئ، نه په هغه څه چې تاسو یې اورئ.

د ژوند یو ثابت قانون شته چې هېڅکله نه بدلېږي، او هغه دا چې ژوند انسان ته له هغه جام څخه د څښلو اجازه ورکوي ، کومه چې ده نورو ته ورکړې وي، که وخت اوږد شي یا لنډ. نو څوک چې ښه وکري، میوه به یې تر لاسه کړي، او څوک چې شر وکري، زیان به یې وویني. دا موضوع د نیتونو (قصدونو) په هره لاره او کار کې منعکسېږي، او هوښیار انسان خپل عملونه څاري، او په کلکه هڅه کوي چې د خپلو نیتونو سمت (لوری) سم وساتي.

پرته له تحقیق نه چا ته خوله اچول د سپي خوی دی، بلکې دا د بې عقلۍ نښه هم ده. انسان بايد د ژور تحقيق پر بنياد د يو چا په اړه د ښه او بد پرېکړه وکړي. که د يو چا په اړه په حقیقت نه پوهېږې، نو د بې ځایه خولي خلاصولو پر ځای چوپ پاتې کېدل د عقلمند انسان نښه ده حسام

وصیت او درد کله چې زه له ژوند سره خدای‌پاماني وکړم، نو مهرباني وکړه، زما وچه شوې هستي د مینې په کوم زاړه، خو زړه‌راښکونکي کتاب کې کېږده—هلته چې پاڼې یې له ډېرو لوستونو ستړي، خو لا هم د احساساتو عطر په کې ایسار وي. هر کله چې ژوند ته د تنفس یوه شېبه فرصت ورکړې، نو دا زړې پاڼې راپرانیزه او د هغې پټې خوشبويۍ یو ساه دروکاږه؛ بیا به ته زما د یادونو د خوږو شېبو خوند احساس کړې. که دې دا هم خوښ نه وي، نو زما مړی په داسې ځای کې خښ کړه، چې څلور خواوې یې غرونه نیولي وي—هلته چې نیمې شپې د اوربل شوګیانو په قافلو رڼې وي او د ورځې پر مهال د کوکیو نڅاوې د ژوند سندرې وايي. هلته چې د یوې غرنۍ چینې زمزمه زړه ته سکون ورکړي او مرګ د بدرنګۍ پر ځای د طبیعت له ښکلاوو سره ګډ ښکاري. خو که دا هم درته شونی نه وي، نو ما د هغو شنو، ژورو ځنګلونو په غېږ کې پریږده، چې کوم ستړی، لارورک مسافر به یې د ونو تر سیوري لاندې کېني او له نااشنا هیلې سره به زما قبر ته دعا وکړي—بې‌له دې چې ما وپېژني، خو زما د ارام لپاره به زړه پورته کړي. که دا ټول هم ناشوني وي، نو ايا ګرانه یاره! یوه غوښتنه لا پاتې ده—ما د مینې په هغې کیسې کې خښ کړه، که څه هم ټول کردارونه یې له منځه ولاړ شي، خو مینه یې لا هم ژوندۍ پاتې وي؛ لکه یو نالیدلی لمر، چې د زمانو له شپو هم تېر شوی وي. او که ته دا هر څه نه شې کولی، نو زه به درته وروستی ځای وټاکم: ما په خپل زړه کې خښ کړه. ځکه ستا زړه به یوازینی معبد وي، چې زه به پکې د یادونو، خیالونو او احساساتو په بڼه تلپاتې ژوندی یم. ترتیب :ف. مظلوم

یوازینی شی چې دنیا کې په انصاف ویشل شوی عقل دی، ځکه هېڅوک نه وایي چې زما کم دی. هڅونه
یوازینی شی چې دنیا کې په انصاف ویشل شوی عقل دی، ځکه هېڅوک نه وایي چې زما کم دی.
هڅونه

💠 #اې_تیک‌ تاک‌ ګرانو! 🔹 (اې هغه کسانو چې په تیک‌تاک کې نڅا او موسیقي خپروئ!) 🔸 ایا پوهېږئ چې ستاسې او د سندرغاړو او نڅا ک
💠 #اې_تیک‌ تاک‌ ګرانو! 🔹 (اې هغه کسانو چې په تیک‌تاک کې نڅا او موسیقي خپروئ!) 🔸 ایا پوهېږئ چې ستاسې او د سندرغاړو او نڅا کوونکو ترمنځ توپیر څه دی؟ هغوی یوازې د خلکو یوې محدودې ډلې ته سندرې وايي او نڅا کوي، خو تاسې ټولې نړۍ ته (چې هیڅ حد او مرز نه لري) سندرې وایئ او نڅا کوئ! {لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ} [النحل: ۲۵] هغوی به د قیامت په ورځ خپل ټول ګناهونه په بشپړ ډول په غاړه وړي،او همداراز د هغو کسانو د ګناهونو یوه برخه به هم وړي،چې دوی یې بې له پوهې ګمراه کړي دي.

او ځينې سپي شوو! کار يې غپا دی. د ښکنځلو يې سيالۍ دي. د سپکاويو مباحثې دي. کشر او مشر نه پېژني. د استاد او شاګرد فرق ورنه ورک دی. پوه او ناپوه ورته برابر دي. د خبرو اداب يې هېر دي، دا يې هېر دي چې په لوړه غږېدا بده وي او چيغې وهل د انسان شرافت ته سپکاوی دی. دوی ان د سپيو د وفاداري خوی هم نه لري، انسانيت ته وفاداري، اخلاقو ته وفاداري، خپل وطن ته وفاداري. او ځينې خره شوو! د پرديو بارونه پرې بار دي، د پرديو غلامان دي، د پرديو په غلامي وياړي، خرسواران د دوی له وجې ډېر دي، خپلې ودانې ورانوي، هغه اخور تباه کوي چې خوراک ترې کوي، خپل خيرخواه ته لغتې واروي، خپلو بدخواهانو ته يې سرونه ټيټ دي، ملاوې يې هوارې دي. ان د خره د بې‌غرضي او تحمل خوی هم نه لري، په خپل وطندار بې‌غرضي، د خپل ورور په بديو تحمل، د يوې سپکې تېرول. او ځينې لېوان شوو! خواران يې وخوړل، د غريبانو وينې يې وڅښلې، داړې يې اوس سور رنګ لري، ګېډې يې د مظلومانو له هډوکو ډکې دي، په انګولا کې يې د کونډو او يتيمانو آه و بکا ګډه ده، وېرې يې د انسانانو خوبونه تښتولي، ژوند يې حرام کړی، واړه غلمان يې د هوس ښکار دي او د وړو نجونو ډولۍ يې پورته کړې. ان د لېوه زړورتيا او خپلې کورنۍ ته د ژمنتيا خوی هم نه لري، حقدار ته د حق سپارلو زړورتيا، په خپل ناموس د درېدو زړورتيا، د خپل مور وطن د ساتنې زړورتيا.‌ او ځينې ماران شوو! احسان‌فراموشه دي، په لستوڼي کې پناه ورکوونکی هم نه پرېږدي، په لوږه کې يې خپل بچي هم وخوړل، په مور او پلار يې هم صرفه ونه کړه، په ظاهر ښکلي يې لا زهرجن دي، خطرناک دي، د وفا بوی يې هم نه دی وړی، ښکلول يې هم د انسان لپاره مرګ دی، لکه مار چې شپېلۍ ته نڅېږي، دوی هم هر ډول ته ګډېږي او پرديو ډولونو ته خو لا ډېر ګډېږي او ښه ډېر ګډېږي. رحمت شاه فراز

بهترین ویبسایټ داسې ویب سایټ چې په هغې کې د زده کړې مختلف قسمه کورسونه، یوټیوب چینلونه، ویب سایټونه ، انګلیسي ژبې، پروګرامینګ ،عمومي معلومات او نوره ډېر څه په یو ځای په همدې ویب سایټ کې پیدا کیږي. دا چې همدا ویب سایټ په لویو علمي ګروپونو کې شیر شوی وو مونږ هم ترې را واخیستو. https://freelearninglist.org/

نه مې هېرېږې، په دې خاطر نه چې قوي حافظه لرم، بلکې داسې یو زړه لرم، چې هیڅکله یې هم د هغو خلکو د لاسه ورکولو کوښښ نه دی کړی، چې یو ځل پکې ننوتي دي! ‌محمود دروېش 🖋️: ښځه او ټولنه