ru
Feedback
Research Services

Research Services

Открыть в Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاره👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Больше
2 983
Подписчики
-224 часа
+37 дней
-2030 день
Архив постов
سپارښتني!! 1: په هر ځای کې دي خوله مه وازوه لږ دي چوپتیا ته هم اجازه ورکړه چې هوښيار دي معرفي کړي.! 2: کله چې په بحث کې کوم څوک درسره مخکي لاړ نشو او خاموشي يې اختياره کړه پوه شه له تا بل احمق نشته.! 3: هوښيار اوسه او په یاد يې ولره چې په بده ورځ حتا تا مطلبي دوست هم نه درلوده.! 4: ما په یاد ولره چې سره ورک نه کړو.! Haidare Zwak✔️📖✍️

خوندو!! په افغانه ټولنه کې د خپلو نارینه وو ډیر خیال وساتئ افغان نارینه ډیر ستړي دي نه دا چې په کم مزد یا معاش کار کوي په سختۍ د ژوند لګښتونه پوره کوي بلکې روزمره د ډیرو کم ظرفو بې ادبو او بې نزاکتو انسانانو د خبرو له درندوالي هم تیریږي. که یې د ژوند ملګرې یې دومره وفا رښتینولي او خوښي ورکړئ چې په زړه پراته بوجونه یې ټول ختم شي فرصت ورکړئ چې درته وږغیږي او زړه تش کړي ددې خبرې یادونه ورته حتمي وکړئ چې د ټولنې اکثریت خلګ مو په فقر کې را لوی شوي د نس د مړولو په هڅه کې یې اخلاق ضعیف پاته شوي دي شاید د خپلې سویې مطابق بې ارزښته خبره یا کړنه ورڅخه ووینې چې صرف په هغوی پورې مربوطه ده او بس! د یوې ښې همسفرې په توګه د یو ریښتیني او با غیرته نارینه مقام او منزلت ورکړئ او دا هم په یاد ولرئ چې ریښتینې نارینه به په هر حالت کې بیرته ستاسو د هوساینې سخت کوښښ کوي او تل به مو قدردان وي. د سترګو لیدلی حال اړیکې بی بی Ten Unknown Facts About #BMW 1. Founding and History: BMW, Bayerische Motoren Werke AG, was founded in 1916 in Munich, Germany, initially producing aircraft engines. The company transitioned to motorcycle production in the 1920s and eventually to automobiles in the 1930s. 2. Iconic Logo: The BMW logo, often referred to as the "roundel," consists of a black ring intersecting with four quadrants of blue and white. It represents the company's origins in aviation, with the blue and white symbolizing a spinning propeller against a clear blue sky. 3. Innovation in Technology: BMW is renowned for its innovations in automotive technology. It introduced the world's first electric car, the BMW i3, in 2013, and has been a leader in developing advanced driving assistance systems (ADAS) and hybrid powertrains. 4. Performance and Motorsport Heritage: BMW has a strong heritage in motorsport, particularly in touring car and Formula 1 ra

فریدرک نطشې ویلي دي چې: ژوند د یو سیند په څیر دی، د دې سیند په منځ کې د اوښتو لپاره تاسو باید خپل ځانته خپله پُل جوړ کړئ. دا پُل به ستاسو پرته بل څوک درته جوړ نه کړي. تاسو ته به لار ښوونکي ډېر پیدا سي خو داسې څوک به نه وي چې ستاسو لپاره پرته له کوم قیمت اخیستو څه وکړي. نو که تاسو ته لاره معلومه وي، پرته له دې چې د "ولې" پوښتنه وکړئ، تګ پیل کړئ. په ډېر ساده ټکو کې، نطشې ویلي چې "هر انسان په خپله په ځان کې بشپړ دی، د هغه قوت او کمزوري په خپله د هغه په ذات کې نغښتې ده." #ژباړه #copy

🏮upon my word په عزت مې قسم 🏮on my own account  🎀 زما له حسابه 🏮He takes after his father 🎀 ځواني کې پلار ته تللی. 🏮It is all the same to me 🎀 ماته توپیر نکوي. 🏮It doesn't answer my purpose. 🎀 دا زما درد نه دوا کوي.دا زما په درد نه خوري. 🏮What is that to you? 🎀 هغه ستا څه کیږي؟ 🏮Between you and me 🎀  دا خبره دې زما او ستا ترمنځ وي. 🏮Honesty is best policy 🎀 ريښتينولي غوره تګلاره ده، 🏮I am greatly honored 🎀  دا ماته د ډیر افتخار ځای ده. 🏮Don't twist the lion's tail   🎀 له زمريانو نه لرې ګرزه. 🏮Mind your own business 🎀 خپل کار کوه. خپل کار سره کار لره. 🏮I am off color  🎀 حوصله نلرم، 🏮Do good to others  🎀 له نورو سره نیکي کوه. 🏮Snap into it 🎀 ورزئ پرې، وردرومئ.بیړه کوئ. 🏮The devil take him 🎀.بلا دې ووهي. 🏮Clear out! 🎀 مخ دې ورک کړه. 🏮Go to the devil!   🎀 تباه او برباد شې. 🏮It looks to me…. 🎀 زما له نظره ... 🏮It is up to you 🎀 دا په تا پورې اړه لري. 🏮Money doesn't grow on trees 🎀 پيسې پرتې نه وي. چې ته ورسې  او  راټولې یې  کړې. 🏮To the best of my ability 🎀 تر څو چې زما وس رسیږي. 🏮He is neck-deep in trouble  🎀 هغه په غمونو او لانجو کې غرق ده. 🏮For the best of my knowledge…  🎀 تر کومه ځایه زه پوهیږم. 🏮Down this life 🎀 داسې ژوند خو دې ورک شي. 🏮As far as the eye can reach 🎀 تر څو چې د سترږو نظر کار کوي. 🏮Strike while the iron is hot 🎀 کله چې اوسپنه ښه سره وي، نو ګزار پرې کوه

خبرتیا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په همکارۍ، کار اهل کار ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، خپل (۲۶) مرکزي خالي بستونه له ۱۶/تله/۱۴۰۳ څخه تر د ۲۶/تله/۱۴۰۳هـ ش چې د ۰۴/ربیع الثانی/۱۴۴۶ څخه تر ۱۴/ربیع الثانی/۱۴۴۶ نېټې مطابق کېږي اعلانوي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې له لاندېني لینک ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (5 MB) ډېر نه وي، دغه برېښلیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوي. همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنې فورمې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د بشري سرچینو ریاست د استخدام آمریت څخه چې په انصاري واټ، ملي راډیو ټلویزیون سره خوا کې موقعیت لري او یا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره چې په دارلامان د سناتوریم په سرک کې موقعیت لري ترلاسه او له ډکولو وروسته بېرته وسپاري. یاددښت: د غوښتنلیک فورمې سره مل د دندو د لایحې د استخدام د شرایطو مطابق تحصیلي او د کاري تجربې اسنادو کاپي حتمي ده. د اړیکو شمېرې: 0202143058 د اعلان شویو بستونو د جدول لینک: https://drive.google.com/file/d/1Z5iN4mTwHF7rlpaS0qfZTIfJ4sit872f/view?usp=sharing د ام اس ورډ په شکل د غوښتنلیک فورم https://docs.google.com/document/d/1fwRY7LKrBhL5gs2EYV0iNG_YHz6DHLBG/edit د پی ډي اف په شکل د غوښتنلیک فورم https://drive.google.com/file/d/1GXloWsxHhf7NaZHSIo21E3mlf3J2NKUx/view?usp=sharing

کومې مشهورې هندۍ فلمي ستورې نه چا پوښتلي وو چې خپلو اکثره ارمانونو ته رسېدلې یې، اوس دې پر زړه کومه لویه هیله پاتې ده؟ هغې ځواب ورکړی و چې کاش مشهوره نه وای! ځکه چې زما د سړک د غاړې (چولې او ګول ګپې) خوښېږي، خو نه یې شم خوړلی. علت یې دا دی چې څنګه مې څوک وویني چې فلانۍ ده نو راباندې راټول شي. څوک سېلفي اخلي او څوک مختلف اظهارونه کوي. که مخالفت کوې نو بیا تورونه پورې کوي چې ګواکې کبرجنه یم، کرکه او تبعیض کوم او که څه نه وایم نو په عذابېږم. دا د دوی مینه ده، پوهېږم، خو دوی نه پوهېږي چې موږ هم د عادي انسانانو غوندې ازاد ژوند ته اړتیا لرو. مګر اکثره وخت د دوی د دغه چلند له کبله پټ مخ ګرځم او ځورېږم. فکر کوم ازادي مې رانه اخیستل شوې ده. په ډېرو شتو کې هم ګمان کوم چې هېڅه نه لرم، ځکه چې ازاده او په خپل زړه ګرځېدلی نه شم. نو کاش مشهوره نه وای! ... نورگل شفق

د پلار نصیحت زوې ته: زويه! په ژوند کې دا دری کارونه حتمن وکړه! تر ټولو ښه غذا وخوره، تر ټولو آرام ځای کې خوب وکړه او تر ټولو ښه کور کې ژوند وکړه! زوی یې ورته وویل: پلاره! موږ خو غریب یوو؛ دا هر څه به څنګه ممکن شي؟ پلار یې ورته وویل: ته چې کله په رښتیا د ولږې احساس وکړې؛ په دې وخت کې چې ته هر څه وخورې هغه به تا لپاره تر ټولو ښه غذا وي. کله چې ته ډېر کار وکړې او ښه ستومانه شې؛ له ستومانۍ وروسته چې ته په هر ځاې کې د خوب په موخه څملې؛ هغه به تا لپاره تر ټولو آرامونکی ځای وي. او کله چې ته د خلکو سره په مهربانۍ او ورین تندي چلند کوې؛ نو د هغوی په زړونو کې ځای پیدا کوې او د خلکو په زړونو کې اوسیدل؛ د تر ټولو عالي کور د اوسیدلو څخه هم څو چنده زیات وي. - ژباړه: تسل

Hello dear friends, I am looking for a partner for speaking practice. I would like to have conversations with someone via WhatsApp, focusing solely on speaking. I have an IELTS exam in four days, and I want to prepare for the speaking section. If anyone is interested, please send me a direct message. Thank you!

+2
تېسير المنطق @ketabton

د مکتب درې کلنو نمرو فارمټ، ډانلوډ کړئ او پخپله خوښه تغیرات پکې راولى مننه

+3
د Certificate درې بهترين ډيزاينونه💪 که غواړئ چې دغه ډيزاينونه ترلاسه کړى، لاندې فايلونه يو يو کليک کړى👇👇👇👇👇

Network In Pashto.pdf12.27 MB

د مايکروسافټ اکسيل پښتو ژبې اساسي کتاب

د ډيزاینيګ لپاره بهترين پروګرام چې د پښتو ژبې ټول فونټونه لري، او ډېر ښه ډيزايننګ پکې ترسره کولاى درسره ډاونلوډ کړى مننه، لايک مو هير نشي ملګرو

اکسيل پروګرام کې دغه ټريک ډير مهم دی آیا تراوسه مو په اکسيل پروګرام کې دغه طريقه کارولي ده او کنه،

+1
2-NICU-Nurse-Resume-Template.docx2.93 MB

د معياري کور ليټر او سي وي فارمټونه

ونې وویل؛ کاش ستا په څېر زما پښې هم خلاصې وای، خو زه ونه یم او هېڅ چېرې نشم تلای، انسان ځواب ورکړ؛ زه چې دا لالهانده ګرځم او
ونې وویل؛ کاش ستا په څېر زما پښې هم خلاصې وای، خو زه ونه یم او هېڅ چېرې نشم تلای، انسان ځواب ورکړ؛ زه چې دا لالهانده ګرځم او منډې وهم، زما ريښې یې غوڅې کړي! #ژباړه

که غواری چی دخلکو څخه ستا عیبونه هیر شی. ابن رجب حنبلي په خپل کتاب جامع العلوم والحكم) كي ليكلي: (سلفو او مشرانو علماوو ويلي
که غواری چی دخلکو څخه ستا عیبونه هیر شی. ابن رجب حنبلي په خپل کتاب جامع العلوم والحكم) كي ليكلي: (سلفو او مشرانو علماوو ويلي مونږ داسي خلک ولیدل چې په ظاهره هيڅ عيبونه پکښي نه وو خو دوی د نورو خلکو عیبونه را سپړل شروع کړل نو الله تعالى دا سزا ورکړه چې نورو خلکو د دوی عیبونه شروع کړل. او مونږ داسي خلک هم و موندل چې (ښه ډير) عيبونه پکښي وو، خو دا عادت یي وو چې د نورو خلکو عیبونه ئي نه را سپړل نو د خلکو نه د دوی عیبونه هیر کړی شول. شرح اسماء الله الحسنى

+2
د برياليتوب تور کوچنی کتاب.pdf