Research Services
Открыть в Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Больше2 994
Подписчики
-124 часа
-87 дней
-3630 день
Архив постов
2 994
د څېړونکووولپاره:
یو ډیجیټلي زېرمتون چې پکې د میلیونونو علمي څېړنو، علمي مقالو، او د محصلینو د ماسټرۍ او دوکتورا رسالې شاملې دي، چې د نړۍ د ۴۹ نړیوالو پوهنتونونو او څېړنیزو بنسټونو په وېبسایټونو کې خپرې شوې دي.
دې زېرمتون ته لاسرسی شونی دی او ټول مواد ترې د PDF بڼې کې په بشپړه توګه وړیا ښکته (ډاونلوډ) کېدای شي.
diva-portal.org
2 994
کتاب: نا امیده هڅــه ناول
لبکوال :محمد آصف عمر
ژبه : پشتو
فارمټ: pdf
ناامېده هڅه، ډېر په زړه پورې ناول دی چې انجينر محمد اصف عمر ليکلی او په (۷۸)مخونو کې مازيګرکتاب پلورنځي چاپ کړی .
ددې ناول کيسه دجلال ابادښار له اسحاقزي مارکیټ پيلېږي، چې د چغې له امله دهلک پښه خويېږي او په جنکیو ورغورځېږي، په دې کې يې له یوي سره مینه پيداکېږي، بالاخره سره واده کوي، خو داولاد ارمان يې په زړه داغ پاتې کېږي، جلۍ څلورځل�� دسپوږمۍ په مياشت کې حمل له لاسه ورکوي.
په پنځم ځل يې چې ماشوم پيدا شي هغه هم اول مړ معلومېږي، خو شېبه وروسته خورېږي او په دې کورنۍ خوشالي راځي
*په لایــــک سره مو مونږ ته مثبته انرژې راوبخـــښې😊❤
2 994
د انګلېسي ژبې او کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنۍ وړیا برنامه!
سپین غر پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا آمریت په پام کې لري، چې د محصلانو د ظرفیت لوړونې په موخه د انګلېسي ژبې او کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنۍ وړیا برنامه پیل کړي. په همدې اساس د عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو هغه برحاله محصلان چې غواړي په یاده لنډ مهاله برنامه کې ګډون وکړي، د نوم لیکنې په موخه دې یاد آمریت ته د راتلونکې دلوې میاشتې تر لومړۍ نېټې د سهار له ۰۷:۳۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۰۳:۳۰ بجو پورې مراجعه وکړي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
2 994
که غواړى چې فيسبوک کې مو ډيټا بې ځايه مصرف څخه وساتل شي
#datasaver #facebookreelsviral #reelsviral
2 994
د ۱۴۰۵ کال عمومي او دیني زده کړو کانکور ازموینو لپاره نوملیکنه!
د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ته، چې غواړي د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې گډون وکړي، خبر ورکول کېږي، چې د ازموینې د نوملیکنې فورمه د لاندې لېنک څخه ترلاسه او له ډکولو او طی مراحل وروسته یې له (۴۰۰) افغانۍ د ازموینې حق الشمول سره د اړوند ښوونځي یا مدرسې ادارې ته وسپاري.
د نوملیکنې په تړاو بشپړ لارښود او فورمه په لېنک کې شتون لري.
د نوملیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۴ جدي/ مرغومي ۳۰مه.
يادونه: د شپې پوهنځیو او اختصاصي (څوارلسم پاس) کانکور ازموینو لپاره د نوملیکنې خبرتیا به وروسته نشر شي.
د نوملیکنې فورمې او لارښود لېنک:
https://bit.ly/kankor1405
2 994
وزیرستان: وروستی تمځای
د وزیرستان د پرون او نن تحلیلي تاریخ.
دغه کتاب په ۳۰۰ مخونو کي نذیراحمد سهار لیکلی دئ او سپوږمۍ راډیو په ښکلي کاغذ او مجلده بڼه چاپ کړی دی.
په کتاب کې له تاریخ مخکي دورې نیولې تر مغولو، احمدشاهي پېر، د پیر روښان، ملا پاونده مسید ، ایپي فقیر او بیت الله او حکیم الله مسید تر دورې پورې ټول تاریخي وقایع او له اوسمهالي وضعیت سره یې پرتلنې راغلې دي. د ډیورنډ تړون خلاف د ملا پاونده مسید او ایپي فقیر مبارزې او په وزیرستان کې د پښتونستان هېواد د لومړنۍ ناستې څرنګوالی، چې تر اوسه په هیڅ بل کتاب کې نه دی خپور شوی، په « وزیرستان: وروستی تمځای» کې ولولئ.
په وزیرستان کي د افغان امیرانو تاریخي رول، له افغانستان نه د وزیرستان بېلتون، د ډیورنډ او امیر عبدالرحمان خان مکالمه، په وزیرستان کې استخباراتي جګړه، له ایپي فقیر سره د اډولف هټلر او مسولیني روابط او ګڼ نور موضوعات ددغه کتاب محتوا جوړوي.
Уже доступно! Исследование Telegram 2025 — ключевые инсайты года 
