Research Services
Открыть в Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاره👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Больше2 983
Подписчики
-124 часа
+27 дней
-1930 день
Архив постов
2 984
بریا له حالاتو سره تړاو نه لري، بلکې له هغه تصور سره تړلې ده چې ته یې د ځان په اړه لرې.
د یو رښتیني فاتح تر ټولو ستره ځانگړنه مثبته خودکلامي ده؛ هغه خپلې ناکامۍ تلپاتې نه ګڼي، بلکې د زدهکړې یو لنډمهالی پړاو یې بولي.
ستاسې دنننی انځور (Self-Image) ستاسې د بهرنۍ بریا حد ټاکي، نو تل ځان د یو بریالي انسان په توګه تصور کړئ.
ریښتوني گټونکي له نورو سره د سیالۍ پر ځای د خپل پرون ریکارډ ماتولو ته پاملرنه کوي.
په یاد ولرئ، بریا کومه اتفاقي پېښه نه ده؛
دا یو شعوري انتخاب دی او د هغو لسو ځانگړنو مجموعه ده چې ستاسې شخصیت لکه فولاد کلکوي.
نړۍ هماغومره ارزښت درکوي،چې څومره ته پخپله ځان ته ارزښت ورکوې.
📖 The Psychology Of Winning
✍️ Denis Waitley
ژباړه: مِهرستان
2 984
موږ یوې نوې جګړې ته اړتیا لرو داسې جګړه چې وسلې یې کتابونه وي، مشران یې د فکر او پوهې خلک وي او قربانیان یې ناپوهي او شاته پاتې کېدل وي.
“دوستوفسکي”
2 984
له ناپوهانو سره بحث کول داسې دي لکه ته چې وغواړې هغه مچ ووژنې چي ستا پر مخ ناست وي؛
ته کېدای شي هغه ووژنې او یا یې ونه وژنې…
خو په دواړو حالاتو کې به په پای کې خپل مخ ته څپېړه ورکړې!
“جارج برنارډ شا”
2 984
«خیانت ډېری وخت د دښمن له لوري نه وي، بلکې د هغو خلکو له لوري وي ،چې موږ پرې تر ټولو ډېر باور کړی وي.»
📖 The Laws of Human Nature
✍️ Robert Greene
- د نړۍ په خبرونو کې موږ ډېر ځله وینو چې سترې شخړې او زیانونه د دښمن له لوري نه، بلکې د نږدې خلکو د دوکې او بې وفایۍ له امله رامنځته کېږي. د افغانستان په گډون په گڼو ټولنو کې دا حقیقت څرگند دی چې کله پر ناسم انسان باور وشي، نو زیان یې تر ټولو ژور او دردناک وي.
له همدې امله هوښیار انسان هېڅکله په چا ړوند باور نه کوي، بلکې د خلکو کردار پېژني او بیا ورسره اړیکې جوړوي.
Morning 🌅
ژباړه: مِهر
2 984
يو ورور وايى چى په زندګۍ کى دا پنځه شيان داسى دي چى ډير زور غواړي او ځوروي دى.🥺💔
١ : کله دى چى ښځه په اولاد کړيږي، او ته ورته ګورى جيب کى دى پيسى نه وي.✓
٢ : يو چى څوک درته دروازه وټکوي چى نه ځم درسره او پلان شوى کار درته خراب کړي.✓
٣ : يو بى غيرته کاروبار چى نه چليږي دا ډير زور غواړي.✓
٤ : يو د ورور چيغه يا کريغه ډير زور غواړي چى چا په ناحقه تر مرۍ نيولى وي.✓
٥ : يو بنده دروازه ډير زور غواړي چى مور يى مړه وي او يتيمان درته ناست وي او ته وردننه شى.✓
2 984
دغسې یؤ څوک مې وای موندلی چې یې درک وای
دغسې یؤ څوک چې هر عادت یې لکه زما وای!
#همیم
🍁😒💙
2 984
سره چې رانشې ، يم تېر د ملاقات نه ياره
قسم په خداى چې نور شرمېږمه ، د سات نه ياره
2 984
د ژوند د ساعت نه مې دريمه ستنه لرې کړله
چې بې له تا ژوند تېروم ، پکې وختونه لګي
چرته مې زړه ، چرته مې ساه ، چرته مې سترګې پرتې
اوس چې خپل ځان راټولوم ، پکې وختونه لګي
2 984
ته راته انکار کوې ، او سترګو نه دې اوښكې ځي
شونډې دې کافرې دي ، او سترګې مسلمانې دي
2 984
يو شک به مې په زړه کې و ، چې تا له خدايه! غواړي
چې چـا به هم لاسونـو کې دعـا ، راټولـوله
2 984
لمر ته ورخیژم ، چې دنیا باندې دې نه خوریږي
تاسره خوا کې زه ستا سیوری هم لیدلی نشم
2 984
تږى به په ټول عمر کې نه شمه
ستا د بيلتانه زهر مې څکلي دي
ګوتې مې د لسو نه يوولس شوې
دومره مې وعدې د چا شمارلي دي
زه ددې برداشت هم ګورم نه لرم
تا خپل ځان ته ولې ورکتلي دي
2 984
بې جانانه ګرځېدمه، خو جانان رانه چا جوړ که
زه د ځمکې قابل نه وم، او اسمان رانه چا جوړ که
چې د سترګو مدرسه کې مې د مينې سبق زده که
چا احسان راباندې وکه، مسلمان رانه چا جوړ که؟
دروازه يې راپسې، د هغې خوا نه کړه رابنده
تنهائي يې راته پرېښوه، او زندان رانه چا جوړ که
د چا اوښکې پاکومه ، د چا زړه ټکورمه
چې د هريو درد دوا يمه ، لقمان رانه چا جوړ که
زه خو لال وم، بس له ځان نه مې اميد نه و باقره!
خپل قيمت راته معلوم شو، چې خپل ځان رانه چا جوړ که
2 984
👆👆👆👆
په زړه پورې علمي معلومات،سکالرشیپونه، کارموندنې، خبرتیاوې، لیکنې او سلګونه ډول ډول کتابونو ترلاسه کولو په موخه ددې چینل سره یوځای شئ
https://t.me/Sciences5891
بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
