cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

mmmmmmm

هیله لرم چی نشرات مو په زړه پوری وی 🌸

Больше
Страна не указанаПушту237Книги18 362
Рекламные посты
227
Подписчики
Нет данных24 часа
Нет данных7 дней
Нет данных30 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

دی کانال ته راشی
Показать все...
💎تلپاتی شاعری💌 هیله لرم چی نشرات مو په زړه پوری وی 🌸. https://t.me/telpatemoshaira
Показать все...
💎تلپاتی شاعری💌

.

Показать все...
💎تلپاتی شاعری💌 هیله لرم چی نشرات مو په زړه پوری وی 🌸 https://t.me/mggjjv
Показать все...
💎تلپاتی شاعری💌

هیله لرم چی نشرات مو په زړه پوری وی 🌸

زه یې خراب کړم ما نشې وکړې خلکو په مینه کې مزې وکړې د شاعرۍ زور مې منې او که نه؟ په ملایانو مې ټپې وکړې څه د کم اصلو در ته ودریدمه وخت څه کم اصلې فیصلې وکړې تاته مې چغې کړې ته ونه دریدې بیا مې خپل ځان پسې نارې وکړې زمونږه ورځې د سیالۍ رانغلې تل مو د نورو تماشې وکړې ستا د وصال دعا قبوله نشوه په جماعتونو کې مې شپې وکړې @telpatishairi
Показать все...
غزل کمڅۍ د تورو زلفو ئې ګيډۍ ګيډۍ کیده لمن د پښتنې وه چې ځولۍ ځولۍ کیده د حُسن نندارو ته ئې حیرانې نندارې وې حیا چې ئې په سترګو کې مسکۍ مسکۍ کیده د ځمکې مخ به ګل شو په کوم لور چې به ئې مخ شو ګلزار ئې تورې دښتې کړې سپرلۍ سپرلۍ کیده سپوږمۍ د څوارلسمې شوه تیارو د افتراق کې رڼا ئې د سپین مخ لکه سپوږمۍ سپوږمۍ کیده په ناز نخرو ئې تګ ؤ د مئین زړونو د پاسه په مستې ځوانۍ مسته وه ټالۍ ټالۍ کیده هڅاند ورته ټول عمر التجاء د ترحم کړه د ژوند هر لحظه ورته سلګۍ سلګۍ کیده هڅاند @telpatishairi
Показать все...
په ملګرتيا کې د يارانو سره چل مکوئ ګناهنـــګاريږئ دا کارونه مکــمل مـکوئ که مو ترپايه رسولى نشوه خولې ونيسئ د محبــــت اظهـار د چا سره اول مکوئ د هغو خلــکو بزرګي مې ځکه نه منلـــه دوى په ديوال باندې ليکلي و ليکل مکوئ نه نه نه نده پکار ډېر پام کوئ وه مخلوقه مينه د يو بل سره وکړئ خو وژل مــــکوئ خالده دوى ته داسې ووايه د خداى لپاره ګټه يې نشتــــه غيبـتونه د يو بل مکوئ @telpatishairi
Показать все...
د يار مينه که انګار دی خير دی خيردی زما زړګی که نا قراردی خير دی خير دی د وصال په شپه به خوب په ځان حرام کړم نن که غم په ما امبار دی خير دی خير دی زما نصيت کې له ازله خوښي نشته غم زما د ژوند شعار دی خير دی خير دی له رقيب نه مې اوس هم ژوند دی هسکه که مې سر ځوړند به دار دی خير دی خير دی نا اوميد د رب له رحمه څخه نه يم دا “ژوندون” که ګناه کار دی خيردی خيردی @telpatishairi
Показать все...
موږه هم یو په دې لاره عشاقو سره تللي د سترګو په کاسو کې مو د میو شراب څښلي د یار په تبسم مو دي عمرونه په دو ایښي د عشق قمار خانې نه یو په تش جېبو وتلي ډګر د سر بازۍ کې مو د سر ښندنې کړي دې کار کې سر د دار ته یو په خپل اختیار ختلي له ځایه دې راووځي موږ لایق د دغو نه یو که یوه شېبه مو سترګې وي له یاره اړولي د یار د خیال غړۍ ته مو د هجر سختو شپو کې له تړمو تړمو اوښکو مرغلرې دي پېیلي چې د دور د ښاغلو خدایانو مو توپیر شي تورونه مو د مینې پاس تندي باندې لیکلي د مینې شوق اخیستي یو بې خوده بې اختیاره وروتي یو سحرا ته خپل جامې مو دي چیرلي نه غوږ مو چیرې ایښې نه به یې وباسو ناصح ته که هر څو یې هر ځای کې زموږ غوږونه دي خوړلي که بخت مو چیرې لارو کې خنډونه دي جوړ کړي لاسونه د احتیاج مو خپل همت ته غزولي موږه نشې ماتولې ورځه لار وله آسمانه په مینه کې پاخه یو، وخت مدام یو آزمویلي موږه هم یو په دې لاره عشاقو سره تللي د سترګو په کاسو کې مو د میو شراب څښلي د یار په تبسم مو دي عمرونه په دو ایښي د عشق قمار خانې نه یو په تش جېبو وتلي ډګر د سر بازۍ کې مو د سر ښندنې کړي دې کار کې سر د دار ته یو په خپل اختیار ختلي له ځایه دې راووځي موږ لایق د دغو نه یو که یوه شېبه مو سترګې وي له یاره اړولي د یار د خیال غړۍ ته مو د هجر سختو شپو کې له تړمو تړمو اوښکو مرغلرې دي پېیلي چې د دور د ښاغلو خدایانو مو توپیر شي تورونه مو د مینې پاس تندي باندې لیکلي د مینې شوق اخیستي یو بې خوده بې اختیاره وروتي یو سحرا ته خپل جامې مو دي چیرلي نه غوږ مو چیرې ایښې نه به یې وباسو ناصح ته که هر څو یې هر ځای کې زموږ غوږونه دي خوړلي که بخت مو چیرې لارو کې خنډونه دي جوړ کړي لاسونه د احتیاج مو خپل همت ته غزولي موږه نشې ماتولې ورځه لار وله آسمانه په مینه کې پاخه یو، وخت مدام یو آزمویلي @telpatishairi
Показать все...
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده ما ډوبېدو ته د رنګونو په درياب پرېږده وخته په سر مې د رقيب په شانې مه ودرېږه لږ مې د يار سره په سوال او په جواب پرېږده د محبت ځواني مې چل د ستومانۍ زده کوي لږې دې زلفې په مخ نورې پېچ وتاب پرېږده زمونږ حجرې اخر حجرې دي جوماتونه نه دي ناصحه ګوتې مې نغمې ته د رباب پرېږده چې لږې خاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي لږ دې کوڅې ته خپل سايل خانه خراب پرېږده @telpatishairi
Показать все...
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.