ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له خپلولۍ پرېښودلو او يو بل ته له شا اړلو نه منعه كوي، متقابل بغض او حسد څخه د ځان ساتني امر كوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَا تَقَاطَعُوا وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا». [جامع الترمذي: ١٩٣٥]
ژباړه: له یو بل سره اړيکي مه شکوئ شا يو بل ته مه اړوئ، بغض او حسدونه
يو له بل سره مه کوئ.
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې خلکو پسې له ټوکو ټکالو، د هغوی خوګانو او
عيبونو ذكر كولو نه منعه کوي، الله پاک فرمایي
(يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ ) [ سورت حجرات: ۱۱]
ژباړه: ای هغه خلکو چې ایمان مو راوړی دی يو قوم دې له بل قوم پسې مسخرې او ټوکې ټکالې نه کوي.
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې مونږ ته امر کوي چې څه اورو بايد تحقيق په کې وکرو، الله پاک فرمایي:
يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴾ [سورت حجرات: ٦]
ژباړه: ای هغه خلکو چې ایمان مو راوړی دی که چرته درته فاسق په يو خبر راشي نو پلټنه يې وکړئ مخکې له دې چې يو قوم ته به په ناخبرۍ کې تکلیف ورسوئ او بیا به په خپلو کړو وړ پښېمانه یاست.
داسلامي دين بله ګټه دا ده چې مسلمانانو ته له تكليف او ستړې رسولو نه منعه کوي، الله پاک فرمایي:
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴾ [سورت احزاب: ٥٨]
ژباړه او هغه خلک . چې مومنانو سړيو او ښځو ته په ناکرده څه باندې تكليف او خفګان رسوي نو دوی د ښکاره دروغو او ګناه پیټی - پر ځان بار کړی.
او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «څوک چې اوږه پیاز یا ګندنه وخوري نو زمونږ مسجد ته دې نه نزدې
کيږي، ځکه ملائک له هغه څه نه تكليف کې کيږي چې انسان ورڅخه په
تكليف كي واقع كيږي.». [صحيح ابن خزيمه: ١٦٦٥]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ