cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع

Больше
Рекламные посты
26 948
Подписчики
+1224 часа
-237 дней
+23730 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

د میدان وردګو ولایت له مرکز او یو شمېر ولسوالیو څخه راټول شوي دوه نیم ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل وسوځول شول. #ملي‌تلویزیون https://t.me/rtapashto3
Показать все...
6🔥 1
د افغانستان لپاره د یوناما رییسې روزا اتنبایوا د لوګر له والي شیخ ضیاءالرحمن مدني سره په لیدنه کې ویلي؛ یوناما پام کې لري، ترڅو نږدې راتلونکي کې د افغانستان په کچه په ځانګړې توګه په لږ پرمختللو ولایتونو کې یو میلیون ټولنیز ښوونیز ټولګي جوړ او فعال کړي. ورته مهال دې لیدنه کې د لوګر والي د یوناما له لوري د افغانستان عیني واقعیتونو په انعکاس د ټینګار سربېره ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو د ستونزو حل لپاره هڅې کوي. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
👍 2
د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغان پلاوي او د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي په مشرۍ د ایران او افغانستان پلاویو ترمنځ دویمه ګډه غونډه د دواړو هېوادونو په سرحدي کرښه کې ترسره شوه. صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ زیاتوالي په موخه د ولایت په کچه د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړېدو او د مرکزي کمېټې له لوري د موضوعاتو د څارلو هوکړه شوې. د یاد وزارت په وینا؛ دې لیدنه کې نورالدین عزیزي د ترانزیټ او سوداګرۍ د زیاتولي په موخه د چابهار- میلک لارې په اوږدو کې د واټونو او اوسپنې پټلۍ برخه کې په امکاناتو او اسانتیاوو، چابهار بندر کې د ټرانزیټي محدودیتونو لرې کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
👍 6
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا او بل سبا ( د غویي ۱۴ او ۱۵ نېټه) د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، پکتیا، غزني، دایکندي، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، بدخشان او تخار ولایتونو کې د واورې، شدیدو بارانونو او سیلابونو اټکل کړی دی. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
👍 3 3
د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل د ریاض العلوم جامعې د ښوونیزې دورې د پیل په مراسمو کې ویلي، چې ټول افغانان په نظام او هېواد کې شریک دي او هېڅ وګړی د پرديتوب احساس نه کوي. مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او اسلامي امارت په هېواد کې د عصري او دیني علومو ملاتړ کوي. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
5👍 1
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سمنټو او نفتي موادو د تصفیې له کارخونې څخه لیدنه کړې. ښاغلي عزیزي یادې کارخونې د هېواد یو له ملي شتمنیو بللې او ویلي یې دي، چې د دې کارخونو بیا فعالول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي. دغه کارخونې د څو کلونو راپدېخوا د بېلابېلو لاملونو له امله غیر فعال دي. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
4👍 2
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ د (غویي ۱۲مه) نېټه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۸۳۸ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي. یاد وزارت زیاته کړې؛ د یو شمېر راستنې شویو کورنیو سره نغدي مرستې شوې او ځینې د اړینو مرستو ترلاسه کولو لپاره مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوې دي. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
6👍 1
د افغانستان لپاره د UN-WOMEN سازمان ځانګړې استازې د کندهار له مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې کندهار کې به خپل خدمات پراخ کړي. ورته مهال دې لیدنه کې د کندهار مرستیال والي غوښتنه کړې، ترڅو یاد سازمان په دې ولایت کې د مور او ماشوم لپاره یو مجهز روغتون جوړ او د دې ولایت د میرویس حوزوي روغتون له ښځینه کارکوونکو او ناروغانو سره په اړینو برخو کې همکاري وکړي. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
9👍 1
10👍 3
کابل کې د جامعه امام ابوحنیفه رحمه‌الله د ۱۴۰۳ لمریز کال درسونه پیل شول. #ملي‌تلویزیون
Показать все...
👍 4