cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

سنګـرمیـډیـا SANGARMEDEA

سنگـرمیډیا آزاده اوخپلواکه پاڼه ده له همدې پاڼې څخه پروخت داخلي او خارجي خبرونه،تبصرې اوهمدا رازنورپه زړه پوري مطالب کتلئ شئ بـس زموږ همدا هیله ده چې امـت له حقائقوخبـرشي

Больше
Страна не указанаЯзык не указанКатегория не указана
Рекламные посты
7 488
Подписчики
Нет данных24 часа
Нет данных7 дней
Нет данных30 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

د زابل ولایت رغتونونو او روغتیایی مرکزونو ته طبي او غیري طبي تجهیزات توزیع شول! یاد تجهیزات د WHO، (UNICEF) موسیسو په مالي ملاتړ د صحت عامي ریاست او هدا موسيسي په همکاري په داسي حال کې توزیع شول چې پر مهال یي د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي، د صحتمندۍ د پروژي مسؤل ډاکتر نثار احمد، د هدا موسیسي مسؤلینو او يو شمیر طبي پرسونل حضور درلود. د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وویل چې مخکې يې له دغو مرکزونو څخه لیدنه او نظارت کړی وو چې دغه وسایل د دوي غوښتنه وه، نو پر دې اساس مو یاده ستونزه د هدا موسیسي سره شریکه کړه، د هدا، WHO، (UNICEF) موسیسو له مسؤلینو څخه په مننه وایي چې انشاء الله په دغه اجناسو سره د ډیرو روغتیايي مرکزونو هغه د وسایلو او امکاناتو د کمښت ستونزه حل کیږي، خو د یادو موسیسو څخه یی د لا همکاري هیله وکړه. د صحتمندۍ د پروژي مسؤل ډاکتر نثار احمد وایی چې یاد طبي او غیري طبي وسایل يي د روغتیایی مرکزونو د غوښتنې پر اساس دWHO، (UNICEF) په مالي ملاتړ د صحت عامي ریاست په زیاتو هلو ځلو چمتو کړي دي چې اوس يې د توزیع لړۍ پیل شوه. ښاغلي ډاکتر نثار احمد له WHO، (UNICEF) موسیساتو او په ځانګړې ډول له صحت عامي ریاست څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې به لا زیاتې هلي ځلي وکړي.
Показать все...
د نورستان مرستيال والي د یو سفر په ترڅ کې؛ له منډول ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه. نیټه:۲۶ رمضان/ باخترآژانس/ نورستان په ياد سفر کې له مرستيال والي شيخ زر محمد حقاني سره د نورګرام او دواب ولسوالانو او نورو مسولينو هم ګډون درلود. هلته یې د نظامي مسوولينو او سلګونه ولسي وکړو او قومي مخوروسره له نږدې وکتل، د پوهنې، بیارغونې او رغتیا په برخو کې یې د هغوی ستونزې او ننګونې له نژدې وارېدې. ښاغلي حقاني د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې په ټول توان سره هڅه کوي، چې شته ستونزو او ننګونو ته د پای ټکی کیږدي. همدارنګه د منډول ولسوالۍ ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ له اسلامي امارت څخه اعلان کړ نوموړو وويل چې دوی په پوره اخلاص او ريښتينولۍ سره د اسلامي امارت ملاتړ کوي او په ټول توان سره به د خپل نظام تر شاه ولاړ وي دوی د ولايت له مرستيال څخه مننه وکړه چې دې ولسوالۍ ته يې سفر وکړ او د خلکو ستونزې او مشکلات يې له نږدې وکتل او د حل هيله يې څرګنده کړه.
Показать все...
کابل: سروبی ولسوالۍ له جید علماءکرامو سره ناسته ترسره کړه! ددی ناستی مؤخه د سروبی ولسوالۍ د جید علماء کرامو همغږی او هماهنګی د ولسوالۍ له مقام سره! لومړی د سروبی قدرمن ولسوال ټولو راغلو علماء کرامو ته ښه راغلاست وویل او د ولسوالۍ مقام ته یی د تشریف راوړلو پدی مبارکه میاشت د الله تعالئ څخه ورته د اجر او ثواب غوښتنه وکړه او هم یی ددی مبارکی میاشتی په فضائلو باندی مختصره رڼا واچوله همدارنګه یی ټولو ديني او جید علماء کرامو څخه غوښتنه وکړه چی تاسو مکلف یاست چی پخپلو مساجدو کی عام ولس ته اسلامی او دینۍ احکام بیان کړی. ورپسی د دینۍ او جیــد علماءکرامو په نماینده ګی یو تن دینی عالم خبری وکړی چی لومړی یی د سروبی قدرمن ولسوال په تیر څو میاشتو ترسر شوی فعالیتونه وستایل، زیاته یی کړه چی موږ ستا کړنۍ او فعالیتونه وینؤ موږ درڅخه خوشحاله یو رب دی له تا څخه خوشحاله شی تا په هر وخت کی هغه که شپه، ورځ، باد، باران، يخنی او ګرمی که دی ځان د سروبی د ولسونو د خدمت لپاره وقف کړی دی.1443/9/25ه ق دکابل ولایت مقام مطبوعاتی دفتر ویاند هاشمی
Показать все...
اطلاعاتو او کلتور رییس ځوانانو لا تشویق په موخه رمضان جام شپینو سیالیو دوو ټورنمینټونو څخه لیدنه وکړه. ننگرهار اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نور محمد (حنیف) چې دیاد ولایت باختر اژانس مسوول مدیر (قریشي بدلون) یې ملتیا کوله د (۲۰۲۲)کال ډیوه گروپ رمضان جام ټینس شپنیو  سیالیو نیمه پایې لوبې څخه لیدنه وکړه  د لوبې لیدو پرمهال یې د ملي لوبډلې پخوانیو لوبغاړو هر یو کریم خان صادق، هستي گل عابد، او تاج ملوک عالم، سره د کرکټ لا پرمختگ په اړه خپلې مشورې شریکې کړې او همدارنگه یې په خپله برخه کې د هر نوعه همکارۍ ډاډ ورکړ. دغه سیالۍ چې د سپین غر، او باغ امیر شهید کرکټ لوبغالیو کې پیل شوي دي،   د سپین غر کرکټ لوبغالي کې (۱۰)  شخصي سکتور لوبډلو گډون کړی چې د راتلونکې جمعې په شپه به یې پای لوبه ترسره شي، د یادونې وړ ده چې رمضان جام شپنۍ سیالۍ په ننگرهار کې هرکال ترسره کیږي، چې دیاد ولایت  لوبغاړو  ته یې د تمرین او هم له مالي پلوه خه زمینه برابره کړې، د دغو  لوبو لیدو  لپاره  په سلگونو کرکټ مینوال  د لوبو لیدو لپاره ورځي. ننگرهار خلق یادې سیالیو ته خوخ دي چې په ډاډمن امنیت کې له لوبو خوند اخلي. ننگرهار باختـــــر خبري اژانس
Показать все...
*زرنج ښار کې د وچکالۍ ځپلو شاوخوا د ۴۱۵ کورنیو سروې پیل سوه* زرنج، د روژې ۲۵ مه/ د غویی ۶ مه د نیمروز ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له لورې په زرنج ښار کې د وچکالې ځپلو کورنیو سروې پیل سوه.   د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس، مولوی محمد قاسم "محمد" باختر آژانس ته وویل، زرنج ښار کې هغه کورنۍ چې د موسساتو او نورو مرستندویو ټولنو لخوا سروې سوي نه دي زموږ لخوا شاوخوا ۴۱۵ کورنۍ سروي کیږي. ښاغلي محمد زیاته کړه، د وچکالې ځپلو د کورنیو سروې یوه اوونۍ دوام لري او د پیژندلي وروسته اړوندو کورنیو ته مرستې ورکول کېږي. د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس همداراز یې د مرستندویو ټولنو څخه د همکارۍ ترڅنګ د پاملرنې غوښتنه هم وکړه. په ورته مهال د سروي سوو کورنیو غړو د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې د ریاست دا کار ستایي او د سروي د شفافیت په تړاو د مننې ترڅنګ د ا.ا.ا د حاکمیت، اعتدال، پاملرنې او خدماتو څخه خوښي وښودل. *د_نیمروز_د_اطلاعات_او_کلتور_ریاست_رسنیز_دفتر*
Показать все...
د محمد صابر په نوم یوه ځوان له عصبي سیسټم سره وصل مصنوعي لاس جوړ کړی د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د محمد صابر په نوم یو ځوان داسې مصنوعي لاس جوړ کړی، چې له عصبي سیسټم سره وصلېږي او د انسان له ذهني غوښتنې سره سم عمل کوي. بشپړ جزیات د ملي تلویزیون په راپور کې
Показать все...
02:46
Видео недоступноПоказать в Telegram
3.48 MB
04:47
Видео недоступноПоказать в Telegram
برنامه: " شگوفه‌های امید" موضوع: کار دستی، طریقه ساختن "روبا " از پارچه‌های کاغذ!
Показать все...
طریقه ساختن روبا.mp4146.90 MB
00:15
Видео недоступноПоказать в Telegram
رمضان ماه قیام و نزدیکی با خداوند (جل جلاله) می‌باشد.
Показать все...
Ramadan Animation pashto 10.mp416.90 MB
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.