1 672
Подписчики
Нет данных24 часа
Нет данных7 дней
Нет данных30 дней
- Подписчики
- Просмотры постов
- ER - коэффициент вовлеченности
Загрузка данных...
Прирост подписчиков
Загрузка данных...
لۀ میني څخه جوړۀ دۀ ښکلا ، د زړۀ کوربۀ
د سترګو دي میلمه یمۀ زما ، د زړۀ کوربۀ
.
د دو زړونو تر مینځ لکه دا غرونۀ او بیا غرونۀ
بیلتون لکه ښامار لکه بلا، د زړۀ کوربۀ
.
چا ستا د سترګو مينۀ لیونۍ د زړۀ کوربۀ کړۀ
چا وټاکله ځان لرۀ دنیا د زړۀ کوربۀ
.
پلار لمر پۀ تورو شپو کي او مور وینۀ په رګو کي
خور تور د دواړو سترګو او لالا د زړه کوربۀ
.
ځۀ تۀ ووایۀ دین نو څوک د زړۀ څخه شړۍ شي؟
چارۀ نستۀ نو خود بۀ وي لیلا د زړۀ کوربۀ
.
یو څو دانی ملګري مي ریحان ملا ډیر خوښ دي
هغه لکه طالب ، لکه ملا د زړه کوربۀ
ریحان اخندزاده
غزل
درتۀ په لارۀ کي ګلان وکرم ؟ امر کوۀ
سترګي ، لیمي، زړه او که ځان وکرم؟ امر کوۀ
.
چې سیدۀ ستا کور تۀ درغلې دۀ هغې لارۀ کي
جانانۀ څو دانې کسان وکرم؟ امر کوه
.
د سپرلي زلفو کي د امن ګلاب وټمبَ وم
د جنګ لړمون کي بۀ خزان وکړم؟امر کوۀ
.
ستا پۀ دو سترګو بۀ مي ځان وبایلم خوښۀ دي دۀ؟
د زړه پر ځمکي بۀ تاوان وکرم، امر کوۀ
.
کۀ په ژړا ملا ریحان تۀ خپل ارمان ورکوي
د اوښکو لعل بۀ پر ګریوان وکرم؟ امر کوۀ
ریحان اخندزاده
دا ژوند لکۀ یوۀ مچۀ ، هم خوږ هم یو ګړئ
مرګۍ لکه قرضدارۀ خامخا راتۀ رازي
پوره شپږ کال ورسته دي اظهار د میني وکی
چي اوس یی درنۀ اورمۀ ژړا راتۀ رازي
د ښکلې مخ ډالر یی ورځ تر بلې خرابیږي
ارزښت به یی بایللی وي چي بیا راتۀ رازي
ریحان ملا😊
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
درد لري بيلتون ګرانه
سخت مي دی ژوندون ګرانه
غږ انس حيدري
شاعر ريحان اخندزاده
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasarchannel
AUD-20220122-WA0040.mp39.24 MB
Выберите другой тариф
Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.