cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

د ژوند لار

اسلامي معلومات 2021🔑

Больше
Рекламные посты
2 360
Подписчики
+124 часа
-67 дней
-2430 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

*ﺩروﺩ شریف پر ستــرلارښـود* حضرت🍁 🌾םבםב🍁‏ 🍁ﷺصَـلَّﷺ باندې ووایاست *❤د جمعی مبارکه شپه ده❤*
Показать все...
6
د ځان لپاره داسي ملګري انتخاب کړئ چي تاسو یې شاګردان اوسئ، مطلب هره ورځ باید نوي او مثبت څه ورڅخه زده کړئ، د داسي ملګرو په منځ کي اوسېدل عجبه خوند کا چي انسان ورسره نېکیو ته تشویقیږي، باانرژي کیږي، د هغوی په منځ کي د سکون احساس کوي او د ګناهونو په کولو سره شرمیږي. آيا تاسو داسي ملګري لرئ؟
Показать все...
😢 4 3👍 2
حسن بصري (رحمة الله علیه) فرمايي: سکون او خوښي په یو له دې درې شیانو کې ولټوئ: د قران کریم په تلاوت کې. د الله تعالی په ذکر. او په لمونځ کې. بیا وايي: که په دې کړنو کې مو خوښي ترلاسه نه کړه، نو پوه شئ چې د خوشالي دروازې ستاسو پرمخ تړل شوې دي.
Показать все...
4
د طاوس بن کيسان مجلس ته د أموي خليفه سليمان بن عبدالملک زوی راننواتۀ، طاوس بن کيسان هيڅ چندان توجه ورته ورنکړه. چا ورته وويل: د وخت د خليفه زوی دې څنګ ته ناست و، هيڅ نظر مو ورته ونکړ؟ ويې ويل: ما ورته ښودل، د اللّٰه داسې بنده ګان هم شته چې ستاسو د جاه او جلال کيسه کې ندي. 📖 سير اعلام النبلاء (۶/۳۰)
Показать все...
3
د امام ابوحنیفه رحمه الله مجلس ته یو څو کسان راغله، ظاهري لباس او هیئت یې سم نه وو، بې ترتیب او ګډوډ وو، ده ورته وویل:،لږ انتظار وکړئ، کله چي د امام صاحب مجلس خلاص سو، دوی ته یې وویل: هغه مساله( جای نماز) پورته کړئ او هغه دینار واخلئ، ولاړ سئ لږ مو دا خپل حالت په بدل کړئ ( يعني سمي جامې واچوئ) دوی وویل: موږ شتمن یو حالت مو ښه دی، دینار ته ضرورت نلرو. امام صاحب ورته وویل: ایا تاسو ته د پېغمبر اسلام دغه حدیث ندی رسېدلی چي فرمایې: الله خوښوي چي د هغه د نعمت اثر د ده پر بنده څرګند سي. باید خپل حالت بد کړئ چي ملګری مو درباندي ونه زوریږي. امام محمد ابوزهرة
Показать все...
7
ابن عياش وايي: د خراسان والي يزيد بن مهلب د يو داسې شخص پۀ لټه کې و چې د خير پۀ کارونو کې کمال ولري. چا ورته مشهور تابعي ابو برده وښودۀ. مجلس يې ورسره وکړ، ابو برده قانع سړی او متقي سړی و. يزيد بن مهلب ورته وويل: دنده درکوم، تۀ د مسؤليت لپاره مستحق يې. ابو برده ونۀ منله ويې ويل، د نبي عليه السلام حديث دی [څوک چې پر يو کار عامل مقرر شو او پدې وپوهېدۀ چې دی يې وړ ندی، نو د ځان لپاره دې اور کې ځای ونيسي.] 📖 سير اعلام النبلاء (۶ج/۳ص)
Показать все...
5
*حسن البصري رحمه الله په قسم سره وایي چې هر چا پیسو ته عزت او په هر څه اولویت ورکړی؛ هغوی خامخا الله سپک کړي دي! سير أعلام النبلاء ٥٧٦/٤.*
Показать все...
4
نسب، او قوم د چا د تقوی نښه نده، بلکي خپله تقوی تر ټولو ښه نسب او لوړوالی دی، د نوح علیه السلام زوی الله تعالی د ده د کورنۍ څخه ونه ګڼی؛ ځکه هغه کافر وو، خو سلمان فارسي، او بلال حبشي به بیا پېغمبر علیه السلام د خپل آل څخه وګڼل د هغوی د تقوی له خاطره. محمد ابو زهرة
Показать все...
3
د اختر د مبارکي الفاظ: صحابه کِرام چي به د اختر په ورځ سره مخامخ سول، نو یو بل ته به یې ویل: "تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَ مِنکُم: الله تعالى دي ېې زموږ او ستاسو څخه قبول کړي". الفتح(۲/۴۴۶).
Показать все...
5
أبو سفیان بن حرب رضي الله عنه چې کله مشرک و، د جاهلیت په زمانې کې به چې شام ته د سواداګر په صفت لاړو، مات زړی به و، په ځان به ډارېدلو، او د رومیانو حملې، چور او تالا څخه په امن نه و د مکې په ځمکې د قوم مشر، سید او ښاغلی و، خو د شام په خاورې بې قدره او بې ارزښته و که کوم رومي عسکر پرې حمله کړې وای، وژلای یې وای او مال یې د دې لوټ کړی وای، هیڅوک نه وو چې د رومي عسکر مخه یې نیولای وای او سزا یې ورکړې وای، ځکه عرب د رومیانو په نظر کې سپک او کم نسبه خلک وو کله چې أبو سفیان بن حرب رضي الله عنه اسلام ومنلو، اسلام یې ښه شو، دا ځل بیا الله شام ته د لېږلو موقع ورکړه، خو دا ځل په اسلام عزتمن و، شام ته فاتح ننوتلو، د یرموک په معرکې کې د رومیانو په خلاف په مېړانه وجنګېدو، د رومیانو دبدبه یې له منځه یوړه، پاڼۍ بدله شوه، أبو سفیان رضي الله عنه په اسلام عزتمن و، رومیان ذلیله او سپک وو، بې اسرې او د أبو سفیان رضي الله عنه او ملګرو څخه یې په ډار کې وو. اسلام د عزت، سرلوړۍ، پیاوړتیا او کامیابۍ دین دی، ځکه خو عمر بن الخطاب رضي الله عنه ویلي وو: “ مونږ ذلیله قوم وو، الله په اسلام منلو عزت راکړ، که چېرته مو له اسلام پرته په بل څه کې عزت ولټولو، الله به مو بېرته ذلیله او سپک کړي” . “ ولا تَهِنوا ولا تَحزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعلَونَ إِن كُنتُم مُؤمِنِينَ “.
Показать все...
5👍 1
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.