490
Подписчики
Нет данных24 часа
Нет данных7 дней
Нет данных30 дней
Архив постов
Repost from Kabul صرافي
زېری زېری زېری!
د خطاطي د زده کړې مينه والو لپاره!
اوس کولای شئ خطاطي په ډېر مناسب فيس له ټول هېواد څخه په خپل کور کې زده کړئ.
هغه کورس چې له حضوري ډول هم ډېر مفيد دی ځکه په دې کورس کې تاسو د استاد د لاس درس بار بار کتلی او زده کولای شئ.
-د پیل نېټه 1402/10/01 -
بيړه وکړئ وخت کم او داخله جريان لري!
درس د استاد واسع خطاط لخوا وړاندې کېږي، چې ټول لغمان يې د وړتيا شاهد دی!
@Ehsas_af +93773233182
@pashtokhatati
وخته معجزه مې درکې وموندله وخ!
ماته مې نن ځان تر مخه ښې راغلی دی
ژونده ته په کومو خلکو ښکلی يې قربان؟
زما خو درکې زړه زياتي تر خولې راغلی دی
څه دې دي زلفان پر مخ پراته دانه وانه
دا تصوير دې ياره بې جوړې راغلی دی
عشق نه پټېدمه چې باران مې نه کړي لوند
ژوند مې اوس د لاندې د ناوې راغلی دی
ورور مې حوېلۍ کې لولي کارت ستا د واده
ماته مې خبر د جنازې راغلی دی
نه يمه دا نه يمه زه نه يمه بيخي
ناا!!! سړیه ګرد په آئينې راغلی دی
وينم چې ګلاب باندې پرېوتی وي شبنم
هر ځل د ارمان د قوارې راغلی دی
ژوند کوه پردېسه پروا مه کوه چې څوګ
دې باندې راغلی که په دې راغلی دی
#پردېس "شينواری"
-⚡ @AdabiDirah ⚡-
Repost from 📚 عمومي کتابتون 📚
سلام دوستانو پدې هيله چې روغ او جوړ به ياست
نن شپه نهه بجې لخيره د قرآن کريم د ختم دعاء کوو پدې هيله چې ټول ګډون وکړئ .
ملګرو په افغانستان د روان حالت د ښه کېدو په خاطر مو اراده وکړه چې ختم وکړو ، څه با احساسه ملګرو په واټساپ لاله زار ګروپ کې هم په همدې خاطر ختم شريف پيل کړی وو او چې کله قاري صاحب نوراني خبر شوه هغه وويل چې زه په يوازې ځان تر جمعې پورې ختم کوم نو لله الحمد قاري صاحب ن. نوراني هم ختم وکړ او په واټساپ کې صرف پنځه سيپارې پاتي نورې انتخاب شوي مطلب درې ختمونه لخير تکميلېږي ☺️
د الله تعالی ډېر شکر اداء کوم چې موږ ته يې دا توفيق راکړ چې ددې مبارکې مياشتې پدې ورستيو کې دغه نېک کار اجراء کړو . الله تعالی دې په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي .
الله تعالی دې ټولو هغه ورونو او خويندو ته چې پدې ختم کې يې ونډه واخيسته اجرونه ورکړي او د ژوند ټولې چارې ورته اسانه کړي ، هيلې يې پوره شه . او الله دې د افغانستان په حالت باندې ورحمیږي. امين يا رب العالمين
په واټساپ کې پنځه پارې پاتي که څوک برخه اخلي کمټ يا هم مسج وکړئ
او دا پيغام مو له ملګرو سره شريک کړئ ترڅو هغوی هم په دې ثواب کې شريک شي .مننه
Repost from 📚 عمومي کتابتون 📚
د قرآن کريم ختم شريف
له ټولو ګډونوالو نړۍ مننه کوم چې پدې مبارکه مياشت کې مو راسره ددغه ستر او نيک عمل د اجراء په خاطر ونډه واخيسته !
ټولو هغه ورونو او خويندو باندې چې په ختم کې يې برخه اخيستې غږ کوم چې تر راتلونکې جمعې پورې نهايي خپلې پارې تيلاوت کړي .
که مخکې شي خو بيخي ښه ده ، بايد د جمعې ورځ لخيره د ختم دعاء وکړو .
د مسؤليت له اجراء وروسته حتماً ماته مسج وکړئ.
هغه ورونه او خويندې چې برخه وال ندي يو بل ځای څو ځوانانو ختم شروع کړی هته
1*20*24*27*29*30*2*18
پارې انتخاب شوي ، که څوک برخه اخلئ کمنټ ياهم مسج وکړئ مننه !
@zahid_af
مړه ذغال د روښانه ذغالو خواته ږدي چې روښانه شي !
له نورو سره ناسته ولاړه تاثير لري...
نو همېشه هغه انسانان انتخاب کړئ چې مثبت نظريات، هيلې او ښه والی يې په تاسو اثر وکړي !.
ژباړه : زاهد
@adabidirah
Repost from د معلوماتو سمندر
هغه درواغ چې په مکتب کې موږ ته ويل شوي .
کله چې د مکتب شاګردان وو راته ويل کېده چې نمرې ډېرې مهمې دي .
کله چې غټ شولو ويل يې نه نمرې مهمې ندي ! کانکور مهم ده .
کانکور مو چې ورکړ، ويل يې کانکور مهم نده ، اسناد مهم دي، اسناد چې مو واخيستل ويل يې اسناد مهم ندي ، وظيفه مهمه ده ، چې وظيفه مو ترلاسه کړه ، ويل يې ، وظيفه مهمه نده پيسې مهمې دي، مګر وروسته لدې ټولو مراحلو پوهېږو چې نه نمرې، نه کانکور، نه اسناد، نه وظيفه ،نه پيسې، هيڅ شی مهم ندي ، يوازې په خپله مهم يې او د ښه روحي احساس درلودل دې مهم دي ، نو اندېښنه مه کوه ، چې حالت دې ښه وي ، هغه قدرت ته ، هغه شهرت ته ، هغه مالدارۍ ته رسېږې ، دا يې بايد په مکتب کې موږ ته ياد کړي وای ، چې هيڅ شی ستاسي د ښه حس درلودلو څخه مهم ندي .
ژباړه : زاهد
@Malomat_Samandar
د انجونو ښونځي مه بندوئ ورته، مناسب درسي ماحول برابر کړئ، انجونې هم انسانانې دي او د تعليم کولو حق لري او ټولنه يې تعليم ته ضرورت لري.
هيله ده ټول ونډه واخلئ او د خويندو د حق غوښتنه وکړي🙏
#زده_کړې_دټولولپاره
#دنجونوښوونځي_پرانېزئ
#ReopenGirlsSchools
#EducationForAll
#EducationPrevails
Repost from Technology Zdakra
ملګري مو دعوت کړئ په هرملګري 0,25 ډالر يعنې 23 ؋ ترلاسه کړئ.
بيړه وکړئ ډېر ملګري دعوت کړئ او ډېرې پيسې وګټئ.
👇👇 په لاندې لينک کلېک کړئ او start ووهئ https://t.me/CryptoBrothersTMbot?start=r164588450294
You have 0 members invited.
Earn $0.25 per member.
Repost from Technology Zdakra
د هیڅ انسان په لومړي مخ باور مه کوئ، ځکه د هر مخ تر شا څو مخونه حالاتو ته په کتو ښکاري او بدلیږي..
ژباړه همکار
ادبي دېره
