cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

دخلاصـــــــون لاره📲

د اسلامي معلوماتو خزانه ! وخت په وخت د اسلامی معلوماتو سره ستاسو په خدمت کی https://t.me/joinchat/AAAAAEKX51J1KVms86S7tw

Больше
Страна не указанаЯзык не указанКатегория не указана
Рекламные посты
862
Подписчики
Нет данных24 часа
Нет данных7 дней
Нет данных30 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

د انسان د سترګې د جوړښت پۀ اړه لنډ او جالب معلومات؛ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د انسان سترګه پۀ کائناتو کې دویم تر ټولو سخت او پېچلی جوړښت لري. د انسان سترګه نږدې "۸" ګرامه وزن لري، او د سل زره تارونو پۀ واسطه سره نښلول شوې ده، د انسان سترګه نږدې لۀ ۲ میلیونه کاري برخو جوړه شوې ده، د انسان پۀ سترګو کې ۵۷۶ مېګاپېکسله کېمرې شتون لري، چې پۀ یوه ثانیه کې یو میلیون او درې سوه زره د کېمرې پۀ حساب انځورونه اخېستلای او نږدې تر دېرشو کلونو یې ساتلای شي، د هرې سترګې پۀ جوړښت کې "۱۰۷" میلیونه حجرې شتون لري، چې ټولې د رڼا سره حساسې دي، د انسان سترګه د "۱۰" میلیونه بېلا بېلو رنکونو ترمنځ توپیر کولای شي، همدارنګه د انسان سترګه پۀ بدن کې تر ټولو چټک غړی دی، چې پۀ ډیرې آسانۍ سره پټیږي. په دې سره کولای شو چې د هرې سترګې د جوړښت شتمني "۷۰" میلیونه ډالر حساب کړو. #سبحان__اللہ
Показать все...
جالېبۀ ده! کۀ تاسو دِ ځمکې دِ کُـرې هرې څنډې تۀ هم لاړ شئ نو داسې ژوندی موجود بۀ پیدا نۀ کړئ چې لۀ ترخو شیانو/خوراکونو سره مینه ولري بغیر لۀ انسان څخه. یعنې انسان یوازینی ژوندی موجود دی چې ترخه شیان خوښوي. مرچ خوښوئ!؟ ..............................................
Показать все...
د خپل ځان قدر او عزت دې وکه 😀 کله چې ته خپل عزت کوې نو د دنیا خلک به هم ستا عزت کول شروع کړي د خپل ځان عزت کول څه معنا ؟؟ ایا د خپل ځان عزت کول په دې معنی چې خپل ځان ته ووایې چې چاۍ یا اوبو څښلو ته خو اړتیا نه لرې ؟ یا ځان ته ووایې چې ډیر سخت را باندې ګران یې، یا ځان ته ویل چې ګوره خفه نه شی یا نور داسې 😃 نه داسې نه ده !! د ځان عزت کول ډیر ساده کار دې ځان ته خپله اهمیت ورکوه، د هرڅه لپاره حدود وټاکه، د ځان لپاره دې بیل اوصول وټاکه، ځان لپاره دې یو قانون او نظم وټاکه، او بیا په دې ټولو اصولو او قوانینو چې تا ځان لپاره ټاکلې عمل وکړه، ډیر ساده او اسانه کار دې *💧💧💧💧
Показать все...
‏ماهرین وایي "40" ثانیې شنې ځمکي ته لیدل؛ دماغ قوي کوي او دماغي ترکیز زیاتوي، ان که دا لیدل د شنې ځمکي انځور ته یي هم. تاسې دې انځور ته په کتلو "سبحان الله" او "استغفر الله" پیل کړئ، 50/40 ځله یې ووایئ. او داسې کار ته موږ و تاسې "هم ثواب هم خورما" وایو. ـ
Показать все...
لابراتوار کې کرل شوې غوښه: نړۍ له ډېرو ګواښونو سره مخ ده چې یو یې د زمکې تودوخه ورځ تر بلې په بیساري ډول لوړېدل دي. د دغو ننګونو لاملونه مالومول او په حللارو یې کار کول د سانیس پوهانو له لومړیتوبونو څخه دي. زرغون غازونه لکه میتان، کاربن ډاي اکساید فضا ته لېږدول د تودوخې په لوړوالي کې مهم رول لوبوي. وېل کېږي چې څاروي هم د دغو غازونو په تولید کې خورا ونډه لري او د هوا د ککړتیا سبب ګرځي. په دې وروستیو کې ساینس پوهان په دې توانیدلي چې په لابراتوارونو کې د ځینې ځناورو له حجرو نه غوښه جوړه کړي. مخکې له دې چې دغه غوښې بازار کې پلور ته راوړل شي، څېړنې روانې دي چې خلکو ته به دغه غوښه د خوښې وړ وي؟ پایلې ښيي چې دغه ډول غوښې زیاتره خلکو ته د خوښې وړ نه دي. په ۱۵۸۷ رضاکارانو چې ۳۵ سلنه یې غوښه خواره او ۵۵ سلنه یې سبزي خواره و، تجربه شوې. دوی وایي چې ان د لابراتواري غوښې مزه څکلو سره یې هم د کرکې احساس وکړ. د څېړنې مطابق د کرل شوې (لابراتواري) غوښې په شعوري ډول غیر طبیعي والی یې د ردونې یو لوی لامل و او دا واضح ده چې کار ته اړتیا ده ترڅو په لابراتوار کې کرل شوې دغه خواړه د خلکو اکثریت ومني. څېړونکي په مقاله کې لیکي چې کرل شوې غوښه یو نوي ډول، غیر طبیعي او نااشنا خواړه دي چې انسان له دې مخکې هېڅ نه دي خوړلي نو ځکه ورته د کرکې او تردد وړ وي. څېړونکي وايي چې دې مفکورې سره د مبارزې لپاره باید کار وشي چې لابراتوار کې کرل شوې غوښه غیر طبیعي ده. غوښه خوړونکو ګروپ ته لابراتواري غوښه د عامې غوښې په څېر ښکاره نه شوه خو سبزي خوړونکو ته بیا د عامې غوښې په څېر ښکاره شوه. #لابراتواري‌غوښه #ساینس #پوهه #علم #پوهه‌رڼاده #تعلیم‌به‌له‌سیالوسیال‌کړي
Показать все...
*پنځۀ غوره نصیحتونه :* *۱- پخپله شتمنۍ مۀ غولېږه ؛ ځکه قارون خپلې شتمنۍ پۀ ځمکه کې دننه کړی دی .* *۲- پخپل لوړ منصب مۀ غولېږه ؛ ځکه فرعون خپل منصب پۀ رود نيل کې غرق کړ .* *۳- پخپل نسب مۀ تېروځه ؛ ځکه ابو جهل د قریشو لۀ اشرافو څخه ؤ او جهنم یې ځای شو .* *۴- پۀ مشرتابه ، خانۍ او سردارۍ مۀ دوکه کېږه ؛ ځکه ابو لهب خپل مشرتابه د اور په لمبو وسوځاوه .* *۵- کۀ د ځان ورکول نۀ غواړې، نو لویي مۀ کوه !* *ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ !*
Показать все...
هغه صحابه چې زیات احادیث ترې روایت سوي دي: ١ - له أبو هريرة نه ( ٥٣٧٤ )حدیثونه روایت سوی دي. ٢ - له ابن عمر نه ( ٢٦٣٠)حدیثونه روایت سوی دي. ٣ -له أنس بن مالك نه ( ٢٢٨٦ )حدیثونه روایت سوی دي. ٤ -له أم المؤمنين عائشې نه(٢٢١٠)حدیثونه روایت سوی دي. ٥ - له ابن عباس نه ( ١٦٦٠)حدیثونه روایت سوی دي. ٦ - له جابر بن عبد الله نه ( ١٥٤٠)حدیثونه روایت سوی دي. ٧ - له أبو سعيد الخدري نه ( ١١٧٠)حدیثونه روایت سوی دي. رضی الله تعالی عنهم اجمعین كتاب: كيف تكون محدثاً https://t.me/maselpakHeu
Показать все...
پنځم سوال: هغه څوک چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین کوي په اسلام کي د هغه حکم څه دئ؟ ځواب : عبدالغفار جبير په خصایل کبری کی یی هغه احادیث مبارکان هم راوړی دي چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژوندمبارک کی اودهغه درحلت وروسته ونبی کریم صلی الله علیه وسلم چابدویلی دی هغه قتل شوی دی. دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کی یوه یهودی ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته بدوویل یوبل کس دهغه سرله تنه بیل کړ اوقتل یی کړکله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم خبرشونودهغه یهودی قتل یی رواوباله، دټولوعلماء په اتفاق سره هرهغه څوک چی ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته بدووای دهغه قتل واجب دی. (شمایل کبری ټوک ۱۱ پاڼه: ۴۲۸) دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چي یوې یهودۍ ښځې ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کول اوبدویل یوه کس دهغې ښځې سرجلا کړ،نبی کریم صلی الله علیه وسلم دهغې وژل رواوبلله. (ابوداؤد) دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژوندکي ابولهب، ابی بن خلف، کعب بن اشرف، عقبه بن ابی اوداسی نوروډیرمرتدینو، مشرکینواوکفارودده توهین کړیدی داټول واصل جهنم شول، دنبی کریم صلی الله علیه وسلم یوه ځانګړتیاداده چي هرهغه څوک چي دده توهین وکړي وده ته بدووایی هغه کافراومرتددی اودهغه سزاقتل دی، چي داپه صحیح سندسره ثابته ده، دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي یوچاوامیرالمؤمنین حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه ته ښکنځل وکړل، ماورته وویل چي ای دالله درسول خلیفه زه دده سرله تنه بیل کړم؟حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه وویل نه دادنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه ماسوادبل چالپاره نه دی. یعنی صرف داسرپرېکول دنبی کریم صلی الله علیه وسلم لپاره دي اوبس. دحضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي یوه ړانده ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ډیربدوویل، یوه کس یې سرپریکړ نبی کریم صلی الله علیه وسلم دهغه مرګ رواوباله. (خصائص الکبری ۲: ۵۱۵) دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په شان کی ګستاخی کول کفردی،هرهغه څوک چی دداسی کس سره دښمنی ونکړی هغه هم کافردی په هغه پسی لمونځ نه دی روا(کفایت المفتی ټوک ۱، پاڼه ۸۲ باب العقائد) هغه څوک چی دالله په شان ګستاخی وکی هغه مرتددی نکاح یی باطله ده (کفایت المفتی ټوک ۶ پاڼه: ۱۸۹) هرهغه څوک چی دالله په شان کی ګستاخی وکړی هغه هم کافردی. (نجم الفتاوا، ټوک۱ پاڼه ۱۳۴ باب العقائد) هرهغه څوک چی درسول الله صلی الله علیه وسلم ګستاخی وکی هغه کافراومرتددی دهغه سزاقتل دی. (فتاوای حقانیه ټوک ۱ پاڼه ۳۸۴) که یوڅوک دالله جل جلاله په شان کی داسی ویناوی وکړی چي دهغه دشان سره مناسبی نه وي داکفراوارتداددی (خیرالفتاوا، ټوک ۱ پاڼه ۲۰۲) (فتاوی دارالعلوم دیوبند مدلل ومکمل ټوک ۱۱ پاڼه: ۲۱۶) کله چي یوڅوک مرتدشي دمرتدحکم قتل دی اوبس. هرهغه څوک چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په حق کی ګستاخی وکی هغه کافردی هغه دی قتل شی. (خصایل الکبری- حیصه دویم پاڼه ۵۱۵) هرهغه څوک چي دنبی کریم صلی الله علیه وسلم توهین وکړي هغه مرتداوکافردی اوهغه بایدقتل شي که څه هم هغه توبه وباسی، داځکه چي بل څوک بیاداسی خبیث عمل تکرارنکړي. (فتاوای حقانیه ټوک ۱: ۳۸۴) هرهغه څوک چي دالله اودالله درسول صلی الله علیه وسلم ګستاخي اوتوهین کوي هغه کافردي. (فتاوای درالعلوم دیوبند۱۲ ټوک: ۲۳۹) ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته بدویل، ښکنځل کول، توهین کول کفردی اوسزایی قتل ده. (شمایل کبری ټوک ۱۱: ۴۲۸) که یومسلمان شخص دالله درسول صلی الله علیه وسلم توهین وکړي ۱: نکاح یی ختمه شوه. ۲: په اسلامي ډول سره دي تکفین اوتجهیزنه کیږي. ۳: دجنازې لمونځ دي نه ورکول کیږي. (فتاوی محمودیه ټوک ۲: ۴۹۳) په عمومي ډول سره یهوداوملحدین دخدای په شان کی ګستاخی کوي، دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژوندمبارک کی هم ډیرمشرکینوګستاخی کوله لکه ابولهب، ابوجهل اوداسی نور.... چي ټول قتل شول، هغه څوک چی دخدای جل جلاله اویادفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم په حق کی ګستاخی وکی هغه کافراومرتددی دهغه قتل واجب دی.
Показать все...
دریم سوال: که د اسلامي مقدساتو توهين کيږي اسلامي امت ته څه پکار ده؟ عبدالغفار جبير ۱: کله چي د اسلام د ستر پېغمبر او د بشریت د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم توهین او سپکاوی کیږي، باید ټوله اسلامي اُمت کوښښ وکړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت باندي ځان خبر کړي، چي د علیه السلام ژوند، کارنانو ، سیاسي بصیرت، ټولنیز ژوند او هر څه باندي ځان خبر کړي. ۲: د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین چي کله هم کیږي، باید مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه په سنتو باندي ځانونه برابر کړي، داځکه چي هر هغه څه رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړیدي هغه زموږ د ټولو مسلمانانو لپاره هم روحي او جسمي درملنه ده، او له هر هغه څه چي یې منع کړي یو هغه زموږ لپاره هم باطني او هم ظاهري تاوانونه لري. ۳: کله چي په یوه هیواد کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اسلام د مقدساتو توهین کیږي، ټول اسلامي هیوادونه باید خپلې سیاسي اړیکي ورڅخه پرېکړي. ۴: که چیري اسلامي هیوادونه سیاسي اړیکي نه پرېکولای سي او یا یې نه غواړي چي ددغه کفري هیواد سره اړیکه پرېکړي باید په ملګرو ملتو او نړیواله د جرمونو په محکمه کي ددغه هیواد په خلاف خپل اواز پورته کړي. ۵: که چیري ملګري ملتونه او یا دغه نړیواله د جرمونه محکمه دغه کفري هیواد چي د اسلام د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم توهین يې کړیدي نه غواړي چي هغه هیواد مجازات کړي، بیا دي دغه اسلامي هیوادونه خپل اقتصادي او فوځي تړنونه کې ورسره لري هغه دي ور سره لغو اعلان کړي. ۶: که چیری اسلامي هیوادونه په رسمي ډول سره پورتنی هیڅ اقدام نسي کولای نو بیا مو له عامو مسلمانانو څخه دا هیله لرو چي ددغه کفري هیواد مصنوعات استعمال نکړي. ۷: عام مسلمانان باید ټول د کفري نړۍ عادات، څیښاک، پوښاک، فسق، فحشاء او بربنډتوب پریږدي، او له هر مسلمان ورور/ خور دا کلک هوډ وکړي چي زه له نن څخه د کفري نړۍ هیڅ عادت او دود په ځان کي نه راولم، او که مي مخکي کومې کړنې چي په نا خبرتیا سره مي د کفري نړۍ په تقلید کي کړي وه د هغو د الله څخه د استغفار غوښتنه وکړي او توب و باسي. ۸: ټول علمي قشر که علماء کرام دي، کدرونه دي باید د اسلام د دفاع په خاطر خپل تر وسه پوري خپل اواز او قلم پورته کړي، تر څو هر یو خپل ټولنه پوهه کړي، او د کفري نړۍ د شومو توطئو څخه اسلامي امت وژغوري. ۹: د علمي ستورو دا فریضه ده چي د کفري نړۍ د ښاخونو (سیکولرزم،نیشنلزم، کمونیزم، الحاد او ارتداد) څخه اسلامي امت په مکمله توګه خبر کړي تر څو اسلامي امت ددې کفري طوفان څخه و ژغورل سي. ۱۰: له ټولو علمي ستورو څخه مو لطفا دا هیله ده چي خپلمنځي واړه اختلافات پریږدي او کفري نړۍ ته یو بنیان مرصوص سي. نور بيا ...
Показать все...
دوهم سوال: کفري نړۍ د اسلامي امت د ختمولو لپاره کومې هلې ځلې کوي؟ ځواب : عبدالغفار جبير په مجموع کي کفري نړۍ اسلام په خلاف له ډېرو لارو څخه کار اخلي د بېلګې په ډول سره: ۱: د اسلامي امت ګمراه کول: کفري نړۍ د مسلمانانو د عقائدو، شریعت، کلتور، تهذیب، تاریخ، سیاست او مقدسات توهین او سپکاوی یې وکړي، چي اصلي هدف یې دادی چي اسلامي امت باندي خپل نسلي، کلتوري، سیاسي او مذهبي تسلط راولي او مستعمره یې کړي، مسلمانانو پخپل الهي او حق دین کي مشکوک کړي، ګمراه یې کړي او مرتد یې کړي، علاوه له دې څخه غواړي چي مسلمانان په روحي ډول سره تکان ورکړي او دوی نا آرامه و ساتي. ۲ - ﺩﯾﻨﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ داچي اوسنی عیسائیت او یهودیت او نور عقائد په نامه مذهبونه دي، او هیڅ الهي څرک پکښې نشته، که پکښې شته هغه نه یهودو او نه هم عیسایانو ته د منلو دی، او برعکس اسلام د مځکي پرمخ باندي یو رښتنی الهي او الهامي دین دی، هر څه یې د بشریت د تعمیر سره سمون خوري، نو ځکه د اسلام د مبارک دین شغلې په ټوله نړۍ کي په تېزۍ سره راواني دي، په جرمني کي په یوه ورځ باندي پر یوه ځای باندي ۱۲۵۰ کسه د اسلام دائرې ته داخل شول، همداشان په امریکا، کاناډا او ټوله کفری نړۍ کي اسلام ډېر پر مخ روان دی، چي تاسی ګران لوستونکي کولای شئ زما چاپ شوی کتاب (زه ولي مسلمان سوم؟) درسره وګورئ. د اسلام د مقدس دین د کانترولو لپاره دغه د مستشرقینو مکتب تعمیر او ترمیم شو، د همدې لپاره مستشرقین د عیسایي او یهودي راهبانو له لوري تربیه شول تر څو په احادیثو، سیرتو، قرآنکریم او په مجموع کي په اسلامي احکامو کي شکونه پیدا کړي، مسلمانان په ژبني، نژادي، قومي او بې بنسټه کرښو کي تقیسم کړي او اخوت یې په لعنت باندي واړوي، داسلام دین ورته بې ارزښته ښکاره کړي، عقل ته پر الهي قانون باندي ترجیح ورکړي. ۳ - ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ کفري نړۍ هر کال په زرهاوو کتابونه داسلام په خلاف لیکي، په زرهاوو ټولنې یې داسلام په خلاف تأسیس کوي، په غریبو هیوادونو کي د خیریه مؤسسو په نامه سره فعالیت کوي، غواړي چي ددې لاري خلک د اسلام څخه وباسي، دوی په مجموع کي خلک عیسائیت ته رابولي، بایبلونه په اسلامي ټولنو کي وړیا ویشي، کلیساوي په اسلامي امت کي تعمیروي، په اسلامي هیوادونو کي داسلام دبدنامولو لپاره مختلف کانفرانسونه او بنسټونه جوړوي، کله د ښځو د ازادۍ تحریک جوړوي، کله د بشر د حقوقو تر سرلیک لاندي خلک غولوي، کله د بشریت د ازادۍ تر سرلیک لاندي خلک غولوي او داسي نور۴ - ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ : ددې لپاره چي اسلامي امت یو منظم اقتصادي او ټولنیز نظام ونلري، دغه کفري نړۍ غواړي د مختلفو لارو په اسلامي هیوادونو کي بې سباتي راولي، جنګونه او جګړې پکښې را وټوکوي، اختلافونه پکښې ایجاد کړي، تر څو د اسلامي هیوادونو سوله په جنګ واړوي او دوی ماهیان ونیسي ، د اسلامي امت اقتصاد د مختلفو توطئو له لاري له منځه وړي، او دوی غواړي چي د یهودو او نصاراوو و کمپنیو، مصنوعاتو او تجارت ته وده ورکړي، ډېر ځله داسي سویدي چي په اسلامي امت کي یې د مسلمانانو یوه مشهوره کمپنۍ بد نامه کړې وي او ځای یې دوی نیولی وي؛ دوی کوښښ کوي چي پر اسلامي امت باندي بندیزونه تحمیل کړي، اسلامي مصنوعات بدنام کړي او د اسلامي امت اقتصادي نظام یرغمل او مستعمره کړي. ۵ - ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺍﻭ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﺭﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ : کفري نړۍ په مجموع کي کوښښ کوي چي څنګه اسلامي علماء بدنام کړي، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین او سپکاوی و کړي، قرآنکریم بدنام کړي، اسلامي سیاسي نظام بدنام کړي، اسلامي مشران بدنام کړي، داعیان بدنام کړي، دوی کوښښ کوي چي څنګه یوه اسلامي ټولنه له خپله مداره وباسي، مختلفې سیاسي ډلې تأسیس کړي او بیا اور پکښې بل کړي، دوی تل کوښښ کوي چي په اسلامي ټولنو کي داسي کړنې وکړي چي د اسلامي امت د عقیدې او ایمان روح په معلوم کړي، کله قرآنکریم وسوځوي، کله یو څوک د نبوت دعوه وکړي، کله مقدسات توهین کړي، کله د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم ګستاخي او توهین وکړي، چي همدا ډنمارک، هالنډ او نور یې ښکاره بېلګي دي. و ټولو کفارو ته معلومه ده چي مسلمانان په وژلو باندي نه ختمیږي، نو دوی اوس بله حربه استعمالوي، هغه داچي په هر قیمت او امکاناتو چي امکان یې وي اسلامي امت ټوټه ټوټه کړي، داځکه دوی پوهیږي چي د مسلمانانو عقائد، اخلاقي نظام، سیاسي بصیرت، علمي شعور، داسلامي هیوادونو طبعي وسائل او منابع، د مسلمانانو ورځ په ورځ عددي ګراف لوړتیا، دا هغه څه دي چي ټوله کفري نړۍ یې هیښه کړېده، نو ځکه ټوه کفري نړۍ کوښښ کوي پر اسلامي امت باندي د حشراتو په شان هره ورځ کار ورباندي کوي، تر څو اسلامي فکري شعور و ځپي، سیاسي ځواک یې کمزوری کړي ، اسلامي بصیرت او اخوت یې له منځه یوسي او اسلامي امت مستعمره کړي. نور بيا ...
Показать все...
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.