ru
Feedback
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

Закрытый канал

Islamic Emirate of Afghanistan

Больше
Страна не указанаКатегория не указана
286
Подписчики
Нет данных24 часа
-27 дней
-1030 дней
Архив постов
له پسابند ولسوالۍ – غور، د سنگان په کلي کې د درنې واورې لگېدو انځورونه #افغانستان
+3
له پسابند ولسوالۍ – غور، د سنگان په کلي کې د درنې واورې لگېدو انځورونه #افغانستان

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې اسلامي امارت به راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته له یو تر پینځو کلونو بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي. #ملي‌تلویزیون

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې افغانستان غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده، نوي زېږدلي ماشومان به یې هېڅکله هضم نه کړي. #ملي‌تلویزیون

د پکتیکا ولایت په زرغون ولسوالۍ کې ۱۰۰ کیلوواټ لمريزې برېښنا د تولید پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولا
د پکتیکا ولایت په زرغون ولسوالۍ کې ۱۰۰ کیلوواټ لمريزې برېښنا د تولید پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسولین وايي، هڅه کوي چې د دغه سیستم له لارې د برېښنا د تولید کچه لوړه کړي. #ملي‌تلویزیون

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، خوست ولایت کې نږدې یو زر او ۲۰۰ کسان د فني او حرفوي زده‌کړو په شپږو بېلابېلو برخو کې د نظري
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، خوست ولایت کې نږدې یو زر او ۲۰۰ کسان د فني او حرفوي زده‌کړو په شپږو بېلابېلو برخو کې د نظري او عملي زده‌کړو تر ترلاسه کولو وروسته فارغ شول. په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د یاد وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي، د معلولو مجاهدینو، له نشې رغېدلو، راستنېدونکو، کوچیانو او بندیانو لپاره د تعلیمي پروګرامونو پر پراختیا ټینګار کړی دی. همدا راز ځایي مسوولینو او همکارو بنسټونو دا پروګرامونه د بې‌کارۍ د کمولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره اغېزمن بللي او په خوست ولایت کې یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر دوام ټینګار کړی دی. #ملي‌تلویزیون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد د اوزبیکستان هېواد د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له رییس او د یاد ه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد د اوزبیکستان هېواد د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له رییس او د یاد هېواد د ولسمشر له سلاکار جولان وهابوف سره وکتل. په دې کتنه کې مولوي احمدالله زاهد ټینکار کړی، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ له شته سوداګریزو فرصتونو څخه باید اعظمي ګټه واخیستل شي. همدا راز ښاغلي جولان د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پراختیا خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې تېر کال د د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز کچه ۱.۶ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده. #ملي‌تلویزیون

ملي دفاع وزارت وايي، د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) پوهنتون څخه ۶۷ تنه محصلین په بیلابیلو برخو کې له څلور کلنو مسلکي زده کړو و
+3
ملي دفاع وزارت وايي، د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) پوهنتون څخه ۶۷ تنه محصلین په بیلابیلو برخو کې له څلور کلنو مسلکي زده کړو وروسته د لېسانس په کچه فارغ شول. د یاد وزارت په وینا، اوس مهال یو زر او ۱۵۰ کسان د یاد پوهتنون په نظامي اکاډومي کې پر زده کړو بوخت دي. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو له فارغانو وغوښتل چې په پوره ژمنتیا، رښتینولۍ او اسلامي روحیې سره د نظام او د هېواد له خاورې دفاع وکړي. #ملي‌تلویزیون

ملا عبدالغني برادر اخوند: هېوادونه دې د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل وکړي د ریاست‌الوزرا اقتصادي م
+3
ملا عبدالغني برادر اخوند: هېوادونه دې د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل وکړي د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره تعامل ته ژمن دی. ملا عبدالغني برادر اخوند د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون په فراغت غونډه کې له ټولو هېوادونو غوښتي چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي. نوموړي ټینګار کړی، هغه انرژي او امکانات چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي. #ملي‌تلویزیون

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د اورښتونو خبرداری ورکړی. د اورښتونو اټکل سبا (
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د اورښتونو خبرداری ورکړی. د اورښتونو اټکل سبا ( دوشنبه، د سلواغې ۲۰ مه) په کابل، نورستان، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنګان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، غزني، زابل، روزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، او سرپل ولایتونو کې شوی دی. #ملي‌تلویزیون

د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند په ننګرهار کې د ايران له سرقونسل مجيد رضا پناه سره وک
د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند په ننګرهار کې د ايران له سرقونسل مجيد رضا پناه سره وکتل. د یاد دفتر په وینا، په دې کتنه کې د روغتيا او کرنې په برخو کې د همکارۍ او دوه اړخیزه سوداګريزو اړيکو پراختيا په اړه خبرې شوې دي. #ملي‌تلویزیون

ملا عبدالغني برادر اخوند: د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپله پالیسي پر هغو نهادونو بناء کړې، چې بنسټ یې ا
ملا عبدالغني برادر اخوند: د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپله پالیسي پر هغو نهادونو بناء کړې، چې بنسټ یې اسلامي شریعت دی. هغه زیاته کړه، افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. #ملي‌تلویزیون

د لغمان ولایت په دولت‌شاه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسېده. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
د لغمان ولایت په دولت‌شاه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسېده. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، یاده دښمني د ځمکې مالکیت پر سر رامنځته شوې، چې د مسولینو، علماوو او قومي مشرانو په هڅو پای ته رسېدلې ده. #ملي‌تلویزیون

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ملي دفاع وزارت کې د مراسمو پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د پانګوالو د
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ملي دفاع وزارت کې د مراسمو پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د پانګوالو د ملاتړ او تشویق په موخه په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو څخه تر پینځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافيت اعلانوي. ښاغلي برادر زیاته کړې، چې دا ګام به له یوه لوري د نویو سکټورونو پر پښو درېدو او چټکې ودې لامل او بل لور به د هېواد د اقتصادي پایې په څرخ ګرځولو او په ځان‌بسیاینې کې د پام وړ اغېزه ولري. د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته هم هدایت شوی، چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د وېش پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابره کړي. #ملي‌تلویزیون

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، تاریخ شاهد دی، چې افغانستان دښمن ته غوړه ګوله نه، بلکي د زقوم و
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، تاریخ شاهد دی، چې افغانستان دښمن ته غوړه ګوله نه، بلکي د زقوم ونه ده، چې د مغرورو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې او نوي زېږېدلي ماشومان به یې هېڅکله هضم نه شي کړای. #ملي‌تلویزیون

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، محتسبینو په غزني، پروان او جوزجان ولایتونو کې د درېیو مېرمنو د
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، محتسبینو په غزني، پروان او جوزجان ولایتونو کې د درېیو مېرمنو د غیرې شرعي نکاح مخنیوی کړی. د یاد وزارت په وینا، یادې مېرمنې د ناوړه دودونو له مخې غیر شرعي نکاح کولو ته اړ شوې وې. #ملي‌تلویزیون

د کابل ښار د بڼې بدلون لپاره یو ستر ګام. #ملي‌تلویزیون

تخار کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ترانسپورت د تنظیم ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. د ترانسپورت
تخار کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ترانسپورت د تنظیم ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، دا ودانۍ به په دوو پوړونو کې د ۱۰ میاشتو په موده کې جوړه شي. #ملي‌تلویزیون

خبرپانه: یک شنبه ۲۰ شعبان ۱۴۴۷ دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دمنسوبينو له خوا د غلا په تور یو تن ونيول شو د هرات ولايت د پشتون
خبرپانه: یک شنبه ۲۰ شعبان ۱۴۴۷ دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دمنسوبينو له خوا د غلا په تور یو تن ونيول شو د هرات ولايت د پشتون زرغون ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ منسوبينو د دغې ولسوالۍ د مربوطاتو څخه د کشفي عملياتو په بهيرکې یو تن د غلا په تور ونيوی دغه راز نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړى او دوسيه به يې له بشپړيدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي د هرات امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت ———————————————————————————- خبرنامه: یک شنبه ۲۰ شعبان ۱۴۴۷ بازداشت یک تن در پیوند به سرقت توسط نیروهای امنیتی ولایت هرات پرسونل قوماندانی امنیه ولسوالی پشنون زرغون ولایت هرات یک تن را در پیوند به سرقت طی یک اقدام کشفی از مربوطات این ولسوالی بازداشت نمودند همچنان فرد بازداشت شده به جرم خویش اعتراف نموده و دوسیه شان بعد از تکمیل شدن به ارگانهای عدلی و قضایی ارسال خواهد گردید آمریت مطبوعات و روابط عامه ق.ا.هرات #افغانستان

د هرات مرکزي زندان د ۲۵۰ بندیانو بوختیا د فني او حرفوي زده‌کړو سره د هرات مرکزي زندان مسوولان وایي چې دا مهال شاوخوا ۲۵۰ تنه
+3
د هرات مرکزي زندان د ۲۵۰ بندیانو بوختیا د فني او حرفوي زده‌کړو سره د هرات مرکزي زندان مسوولان وایي چې دا مهال شاوخوا ۲۵۰ تنه د دې زندان بندیان د فني او حرفوي زده‌کړو په زده‌کړه بوخت دي. د هرات مرکزي زندان رئیس ملا شراف‌الدین مخلص، د بندیانو ترمنځ د والیبال سیالیو د پای مراسمو پر مهال وویل، چې د تعلیمي او حرفوي زده‌کړو تر څنګ، د ټولو بندیانو لپاره د منظم ورزشي فعالیتونو زمینه هم برابره شوې او هغوی هره ورځ ورزش کوي. د هرات د زندان رئیس زیاته کړه، چې همدارنګه د قرآن کریم د ژباړې او زده‌کړې پروګرام هره ورځ روان دی او د روژې مبارکې تر پایه به دوام ولري. له بلې خوا، د والیبال سیالیو کې ګډون کوونکو ځینو بندیانو د دغو پروګرامونو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې ورزش، دیني زده‌کړې او د کاري مهارتونو زده‌کړه د هغوی د روحیې په ښه والي او ټولنې ته د بېرته ستنېدو لپاره په چمتووالي کې مهم رول لري. په همدې حال کې، د هرات مرکزي زندان د تعلیم او تربیې آمر سیف‌العمر هروي وایي، چې ورزشي سیالۍ په دوره‌یي ډول د زندان د بېلابېلو بلاکونو ترمنځ ترسره کېږي او د بریالیو ټیمونو لپاره انعامونه هم په پام کې نیول شوي دي.