پښتو شعرونه
Открыть в Telegram
Больше
Страна не указанаКатегория не указана
238
Подписчики
Нет данных24 часа
+57 дней
+1230 дней
Архив постов
238
مخامخ دى ماته نشى
May I never face
بيا هغه بى وفا سترګی
Those unfaithful eyes again
چی اميد ترى د وفا وه
There was hope that those eyes were loyal
نا اشنا شوي اشنا سترګی
Now estranged those once families eyes
چى دير جور شى تهمتونه
When accusations and allegations arise
او انجام يى جدايى وى
And separation becomes the decision
عبس مه شه رسوا داسى
Let no one be disgraced in vain
د هيچا د حيا سترګی
May their eyes remain honoably pure
FaNoOs 🎀
238
ماته سلام په نورو مه رالېږه
که دریادېږمه پخپله راشه
راشه یوازې تماشې ته کینه
سیلۍ مې وړي لکه خځله راشه
د ذوق په غېږه کې مې ونغاړه
په زمزمه لکه بلبله راشه
*زمزمه غزل*
238
هغه شپه به په ما څه رنګه تېريږي
چې ستا فون راشي چې زه يې بل ته ورکړم
مور او پلار مې زما زړه ته پام و نه کړ
په خپل واک شول په خپل زړه يې بل ته ورکړم
هغه شپه به څه په چېغو چېغو ژاړم
ته به څه په جان قربان وايې چې خير دی
زه به ښې ډېرې کنځلې درته وکړم
ته به بيا هم راته ګران وايې چې خير دی
زه به وايم چې ته څومره بې پښتو يې
يو کال بل دې انتظار کولی نه شو
ته به وايې مور او پلار مې مړه کولم
تر قيامته مې انکار کولی نه شو
زه به وايم چې زه ستا نه بغير مرمه
ته به وايې ګرانه مړه دې دښمنان شه
دا دعا به درته ټول عمر کومه
چې تر ما دې د ژوندون ستوری روښان شه
ته به څه شاعرانه خبرې وکړې
او زما ژبه به بنده بنده کيږي
ته به وايې دا دستور د زمانې دی
چې رښتينې مينه هر وخت ناکاميږي
زه به وايمه چې زړه مې په منځ بېل شو
ته به وايې لېونيه زړه دې ښه کړه
باسواده يې ، شاعر يې ، ښه هوښيار يې
داسې ذېل د ماشومانو غوندې مه کړه
ته به وايې اخري ارمان دې وايه
ځکه دا مې اخري ځل تليفون شو
د پښتو پالل هم ګله لازمي دي
خير که بې له تا نيمګړی مې ژوندون شو
مبايل به مې له ځمکې راګوذار کړم
لکه زړه زما ، به پړک په منځ جدا شي
زر ټوټې به مې هنداره د کوټې کړم
پر څنګل به مې د وينو ليکې راشي
هغه شپه به نو اسمان څومره رالنډ وي
او لاسونه به زما څومره اوږده وي
د ازل مخ به تک سور وي په څپېړو
تار په تار به يې تڼۍ د ګرېوانه وي
هغې شپې نه پس به پاتې تش کالبوت شم
نه به درس وي ، نه به شعر وي نه به زه يم
کائېنات به ټول بې رنګه راته ښکاري
بس خو مړی به حساب په ژوندانه يم
هغه شپه هم دا دی راغله ته يې ورکړې
فون دې راغی په ژړا دې راته ووې
چې اخر دې کړم سره اور ته ورګوذاره
په فرياد په واوېلا دې راته ووې
ما که هر څو جان قربان درته ويلې
مرګ ، بلا ، تندر ، وبا دې راته ووې
له غربت او بې وسۍ مې درته ووې
بې پښتو او بې وفا دې راته ووې
که هر څومره تسلي مې درکوله
ته هم هسې په کنځلو باندې سر وې
له هر ټک سره مې برېښ پر زړه راتللو
د بنګړو په ماتولو باندې سر وې
هغه شپه هم دا دی تېره شوه سبا شوه
د سهار ګلان هماغسې تازه دي
نه مې زړه ، نه مې مبايل په منځ بېل شوی
نه ياران راټول زما په جنازه دي
د سهار لمونځ ته په خپل وخت را اوچت شوم
پوهنتون ته هم په وخت باندې روان شوم
؛ خو چې کله ائېنې ته مخامخ شوم
کليمه مې په ځان تېره کړه ، حيران شوم
که هر څو مې سترګې غټې غړومه
ائېنه کې مې څهره ليدلی نه شم
خپل وجود مې راته نه ښکاري چې څه شو
د خپل ځان يوه ذره ليدلی نه شم
*جلال امرخېل*
#سنجش
238
مينه د زړه يو داسې نايابه اواز دی چې د عرش
خالق يې اوري او د فرش مخلوق ورپورې خاندي
FaNoOs 🎀
238
زنده ګي خو د رېل ګاډي په تمځای کې
کومه ښکلې ليدل، بيا ورته خندل دي
يا ټولګي کې يوه نوې ټولګيواله
کتابچه کې يې نمبر ورکېښودل دي
زنده ګي لکه په شين سهار دفتر کې
ستا پر مېز تک سور ګلاب د چا لخوا دی
هم حيران يې هم دې رېږدي اندامونه
بيا دې فکر شي چې زړه دې د بل چا دی
زنده ګي لکه کلونه پس لالی دې
پخوانۍ شمېرې ته زنګ وکړي او ژاړي
درته وايي د ناځوانه زويه ورک يې
په خندا درسره جنګ وکړي او ژاړي
زنده ګي د چا ورغوي کې خپل نوم دی
چې يې وګورې لاسونه دې پاس جګ شي
د رب شکر وکړې ځان سره مُسکی يې
وجود روغ حِس کړې زړګی دې پسې سپک شي
زنده ګي لکه د خپلې شبو ګوتې
چې يې ښکل کړې په سينه يې ځانته کېدې
ورته ووايې چې تانه بغير هېڅ يم
سر يې غېږ کې کېدې نور کارونه پرېدې
زنده ګي خو د رېل ګاډي په تمځای کې
کومه ښکلې ليدل، بيا ورته خندل دي
يا ټولګي کې يوه نوې ټولګيواله
کتابچه کې يې نمبر ورکېښودل دي
238
یوه خبره درته وکړمه ته راشه کنه
چې زه غوسه ومه نو ته خو په خندا شه کنه
چېرته چې سترګې غړوې زه به ولاړ یم درته
اوس خو اختر هم دی له ما سره پخلا شه کنه
ما ته اُمید د ګلستان د غوړېدو راکوه
د پسرلي د مازیګر خوږه هوا شه کنه
د تروږمۍ د بلا وهم دې وجود خوړلی
ته خو ډیوه یې سترګه ووهه رڼا شه کنه
توره لمنه به تر کومه سپینوې خلکو ته
چې زما نوم درباندې بد دی نو زما شه کنه
#درځار
238
دا ټپه
«خدایه که ستا قرآن کې زور وي
لالی د ښې ورځې څښتن مه کړې، مینه»
د پښتو ولسي ادب له هغو ټپو څخه ده چې د حسد، ناکامې مینې، درد او عاطفي ماتې ژور احساسات پکې راټول شوي دي. که له ادبي او کره کتنیز نظره ورته وګورو، نو څو مهم اړخونه لري:
د موضوع او محتوا څېړنه
د پورته ټپې ویونکې/ویونکی ځان له خدای سره مستقیمه مخاطبه کوي. لومړۍ مسره د دعا او سوال بڼه لري:
«خدایه که ستا قرآن کې زور وي»
دلته د قرآن کریم د عظمت، حقانیت او الهي ځواک یادونه شوې ده. ویونکی د خپلې دعا د اغېز لپاره قرآن د سپېڅلتیا او ځواک وسیله رااخلي. دا د ولسي شاعرۍ یو عام اسلوب دی چې پکې انسان د خپلې دردمنې غوښتنې د پیاوړتیا لپاره مقدسات یادوي.
په دویمه مسره کې:
«لالی د ښې ورځې څښتن مه کړې، مینه»
د متکلم د زړه اصلي درد څرګندیږي. هغه نه غواړي چې خپل محبوب (لالی) د خوشحالۍ، سوکالۍ او نېکمرغۍ خاوند وویني. دا د ناکامې مینې هغه رواني حالت انځوروي چې پکې عاشق د بېلتون او بې وفایۍ له امله د محبوب د خوشحالۍ زغم نه لري.
عاطفي ځواک
د دې ټپې تر ټولو پیاوړی اړخ یې عاطفي شدت دی. شاعر د دعا پر ځای ښېرا ته ورته غوښتنه کوي. په عادي حالت کې مینه د محبوب د خیر غوښتنه کوي؛ خو دلته د درد کچه دومره لوړه ده چې مینه په ګیله، کرکه او ښېرا بدله شوې ده. همدا تضاد د ټپې هنري ښکلا زیاتوي.
هنري او ادبي ځانګړنې
۱- مستقیم خطاب: د ټپې ویونکی/ویونکې له خدای سره مستقیمې خبرې کوي. دا ډول خطاب د احساساتو تودوخه او اغېز زیاتوي.
۲- مبالغه: «که ستا قرآن کې زور وي» د احساساتي مبالغې یوه بېلګه ده. شاعر په حقیقت کې د قرآن په ځواک شک نه کوي؛ بلکې د خپل درد شدت څرګندوي.
۳- تضاد: مینه عموماً د محبوب د خوشحالۍ غوښتنه کوي؛ خو دلته عاشق د محبوب د ښې ورځې مخالف دی. دغه تضاد د شعر عاطفي ژورتیا ډېروي.
۴- سمبول: «ښه ورځ» یوازې یوه ورځ نه ده؛ بلکې د بریا، سوکالۍ، خوشحالۍ، واده، آرام ژوند او ټولنیز بریالیتوب سمبول دی.
رواني اړخ
دا ټپه د مات شوي عاشق د رواني وضعیت انځور دی. کله چې انسان له ژور عاطفي زیان سره مخ شي؛ نو کله ناکله د محبوب د خوشحالۍ پر وړاندې منفي احساسات پیدا کوي. شاعر همدا طبیعي انساني کمزوري په ډېرې رښتینولۍ سره بیان کړې ده.
که څه هم د ټپې احساسات پیاوړي دي، خو د دیني سپېڅلتیا او شخصي درد ترمنځ د اړیکې جوړول ممکن د ځینو لوستونکو لپاره د منلو وړ نه وي، ځکه قرآن د رحمت او خیر نښه ده، حال دا چې شاعر یې د ښېرا د اغېز د وسیلې په توګه یادوي. خو د ولسي ادب له زاویې دا د عقیدوي بحث پر ځای د احساساتي فشار او درد یو هنري انځور ګڼل کېږي.
لیکنه: بلال احمد مېړنی
238
غزل
ګېډئ يې ستا په وره کې د ګلانو ايښودې
دې کوږ دېوال ته ډډې مئينانو ايښودې
جنۍ داستا غوښتونکي مې ستا پښوته غورځول
سجدې مې د مکې په مشريکانو ايښودې
راتللې يې غمبورو باندې اوښکې د بيلات
نکريزي يې د ګوتو په نوکانو ايښودې
حالاتو داسې کلک کړم زړه مې کاڼي شو بېخي
پښې به مې ولله که په مېږيانو ايښودې
ورک وم د اوبلن حسن صحرا کې بهسودواله
شونډې مې له تندې نه په کاڼو ايښودې
پرويز بهسودوال
238
ژوند مې په داو دی، تاوان یې نشته، سر شار سړی یم
ملا ته وایه، چې هر څۀ وایې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
عشق مې د عقل، سترګې ړندې کړې، اوس درمئین یم
که پرې رضا یې، که نارضا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
ښار پري وار دی، زړه لاس دې راکړه، که دا ځل ورک شوې
بیا نه زه ستا یم، نه ته زما یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
بخښنه غواړم، ځان مې راټول کړ، زه داسې نه ځم
ته به تر کومه، سر په سودا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
مسیج یې راغی، لنډ یې لیکلي، سره بېلېږو
که په خندا یې، که په ژړا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
میرمن دې واخلم، څوک داسې نه وي، ذقومه ژونده!
ته خو بیخي نو؛ ماتم سرا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
یاران مې وایي، کامرانه یاره، جام دې خالي دی
مونږ درنه درومو، ته را په شاه، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
*کامران احمدزی*
238
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
زه ولاړ یمه همغې دروازې ته
زنگ وهلی زنځیر ورو ورو شرنگومه
تا سفر کړی دی بلې سیارې ته
دا دی بل اختر هم راغی او تیرېږي
زنگنونه مې جوړه، زه پکې قات یم
بیماري مې په رگونو کې نشه ده
مرگ په سوال غواړمه دا رقم ته مات یم
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
ته مې هغسې په زړه یې لکه وې چې
نه بدل شومه، نه تا منگولې راکړې
په خیالي دشته اوبه یې لکه وې چې
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
ماشومانو سره موسک شم له ناکامه
په تمثیل د څو ملگرو زړونه ساتم
د ماتم رنگونه پاشمه له بامه
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
بس د څو خوږو یارانو ځای خالي دی
ځم چې ښکل یې کړم د خاورو له امباره
په لحد یې د گلانو ځای خالي دی
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
دا دی ناڅم ستا د ډمو غمو ورا ته
دا دی کومه ده چې غږ مې در رسیږي
دا دی دا نظم مې هم لیکم هوا ته
*بشير باران*
