پښتو شعرونه
Открыть в Telegram
Больше
Страна не указанаКатегория не указана
238
Подписчики
Нет данных24 часа
+57 дней
+1230 дней
Архив постов
239
اوس مې هغسې زړه نه خورم
اوس مې هغسې زړه نه خورم
چې خوبونه خپل حرام کړم
چې هر ښکلي ته رام رام کړم
چې هر څه مې ستا په نام کړم
چې پردي دردونه خپل کړم
راحتونه خپل ليلام کړم
اوس مې هغسې زړه نه خورم
چې ديدن ته دې لېوال شم
ستا په څېر چې بتان جوړ کړم
کله پښ کله کولال شم
که دې ګورمه نو ښه يم
او که نه، ملال ملال شم
اوس مې هغسې زړه نه خورم
چې جام نه وي ليونی يم
له ساقي سره په جنګ يم
ميخانه کې مېړنی يم
نه نه اوس هغسې نه یم
اوس خو سم دم روغ سړی يم
اوس قيمته يم، غمی يم
اوس مې هغسې زړه نه خورم
چې په ځان خولې لګومه
هره شپه زيارت ته ځمه
او ډيوې پرې بلومه
اوس دې نه غواړم له خدايه
نه له پير نه له زيارته
نه له بخته له قسمته
اوس مې هغسې زړه نه خورم
اوس بې حده په آرام يم
نه اوس ځمه ميخانې ته
نه کيسه کې اوس د جام يم
زه اوس ښکلو پسې نه ځم
ځکه زه اوس لوی امام يم
ماته مينې سترګې راکړې
زه رهبر اوس د لوی قام يم.
*حنيف حيران*
239
سترګې ډوبې له وحشته، ساه مې وځي اضطرابه!
شابه لار راکړه ثوابه! ماله غېږ راکړه عذابه!
ستا د ګوتو څوکې څه کړم؟ یاغي زړه یې راوژلی
غاړه راکړه مسلمانه! زه مې غچ اخلم ګلابه!
خالي شوی جانماز یم! تشه لپه یم جنابه
تشه لپه شوم جنابه، ناقبوله بې حجابه
بوی د سویو غوښو راغی، په پیالو لاسونه نیسئ
غویمه جوړه ده د چڼو، زوږ یې راغی له محرابه
د وطن جامې وتلي، د مغل په دار ولاړ دی
ابتدا یې وه خرابه؟ خاتمه یې شوه خرابه
بې سلامه بې ادابه، د سعید بدلې سترګې
د سعید شلېدلې سترګې، بې سلامه بې ادابه
*سعید شینواری*
239
غواړم یوازې شمه
لکه د غرونو څوکې
لکه د لمر تنهایي
لکه د ونو سکون
څه چې تېرېږي، پرېږده تېر شي رانه
څه چې هېرېږي، پرېږده هېر شي رانه
پرېږده چې خپل ځان ته ورپاتې شمه
پرېږده د خپلې بې کسۍ پاچاه شم
غواړم یوازې شمه
غواړم تاریخ له سره وپنځوم
له سره واورم د مرغانو غاړې
له سره جوړې کړم خنداوې ځان ته
له سره وپېژنم نن او سبا
له سره زده کړمه د عقل کیسې
غواړم یوازې شمه
غواړمه ټول ننګونه وننګوم
غواړم ارزښت مې ارزښتونه نه شي
او دا راپورې وجودي مانا مې
د نورو خلکو نظرونه نه شي
غواړم په خپل زه کې مې زه پاتې شم
نه غواړم هر چا ته، هر څه پاتې شم
لکه یو سیند شمه له ځانه روان
په هره لار، اوبه اوبه پاتې شم
غواړم یوازې د خپل ځان لپاره
نړۍ مانا کړم او ژوندون رښتیا کړم
له بل تاریخه دا راستړی میراث
غواړم په خپل تاریخ کې پوپناه کړم
غواړم په ټولو سیاستونو پسې وخاندمه
غواړم ډانډس کړمه جعلي ویاړونه
دا څه لفظونه په هوا کې ګرځي؟
دا څه دروغ راتپل کېږي پسې؟
دا څه ګناه په لر او بر خپره ده؟
دا څه بتان دي چې پړسېږي پسې؟
غواړم د ژوند الف او با بدل کړم
یو څو لفظونه له ګناه وژغورم
یو څه په ما کې هم په ما بدل کړم
غواړم یوازې شمه
لکه د باد آزادي
لکه د غره انګازه
لکه د شګو سکوت
غواړم په خپله ساه کې والوزمه
او له پېړیو وروسته
یو نالیدلی پسرلی راستون کړم
غواړم تر خپل باطنه وغځېږم
او له جهانه څخه
یو مرور غوندې سړی راستون کړم
غواړمه ځان مې ځانولۍ ته پرېږدم
یو آزاد خپلې آزادۍ ته پرېږدم
غواړم هوا کې هوایي نه شمه
کومه سودا کې سودایي نه شمه
یوه درېیمه لاره وباسمه
مرید د ګل او د اغزي نه شمه
غواړم
یوازې
شمه
مصطفی صفا
239
مُسکه څهره ، لاس کې ګلاب او د يو چا انتظار
انتظار زهر دی، خو خوږ لګيږي دا انتظار
د سمندر غاړه، څوکۍ مېز ، دوه ګيلاسه قهوه
يو هلک ناست وي يو جلکۍ ته هر سبا انتظار
ستا د وعدې سبا تر نن ورځې راغلې نه ده
او ما پرې آيښی نه دی دغه بې معنا انتظار
له کومي ورځي چې قيس زړه کئ تر ليلا صدقه
له هغې ورځي ورته ولي سوه صحرا انتظار
ادم ذاده يم په ميراث کې پاته سوي ماته
زه له خطا وروسته کوم بيا د خطا انتظار
اول تعليم ، بيا وظيفه ، وروسته واده ، بيا اولاد
ژوند ته که ځير سو! دی هم دی په يو معنا انتظار
په ثوابونو کې حيدره هغه خوند چيرته وو
خوند وو! توبې ته پس له ښې غټي ګناه انتظار
*حيدر اياز*
239
منزل لرې لاره ورانه ، زه هم ستړی ته هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه ، زه هم ستړی ته هم ستړی
نه مې ته سې هېرولی ، نه زما له خیاله وځې
ځه پخلا به سو جانانه ، زه هم ستړی ته هم ستړی
ځغلوې که مې هر څومره ، ته به هم را سره ګرځې
قدم ونیسه اسمانه ، زه هم ستړی ته هم ستړی
د وفا په ورانو لارو بیا سفر غواړې زړګیه
دا خبره به سي ګرانه ، زه هم ستړی ته هم ستړی
دروېش وایي ښه به دا وي ، چې په سر يې سره پرېږدو
اې د سرو لمبو طوفانه ، زه هم ستړی ته هم ستړی
*دروېش درانی*
239
په خپل وجود باندې مي ښه کلکه نوکاره کول
ضرورت نه وو چې ګيله مي به له ياره کول
هغه مُلا زما رباب ، شپېلۍ ، طبله ماته کړه
چې د ولور ګټه يې ټوله له کوکناره کول
مثلاً موږ به څنګ د وخت خدايان په ځمکه ويشتل
دا که موسٰی هم له فرعون سره لاره کول
څومره اوږدې اوږدې سجدې مي ميکده کې وکړې
څومره رياء مې د يوه بوتل لپاره کول
ته صرف لالی سوې زه دې و ايستم له ژونده څخه
شکر چې خدای نه يې په ما به دې څه چاره کول
خلګو په صبر کړه اومه مېوه پخه، هلکه!
مګر زما وجود چينجي له انتظاره کول
تمامه ورځ دې پکې اخيستې له جونو بوسې
حيدره تا خو شاعري هم ګنهکاره کول
*حيدر اياز*
239
انتخابونه
ځه ممتازه ښکلو ته غزلې خوښوه
خپلې کتابچې دې اړوه را اړوه
……….
نن ممتاز نشه دی ګيله مه کوئ سړو
ګډوډ يې پراته دي بوتلونه سموي
……….
ته بۀ يوه ورځ خالي دُرشل څارې
زۀ بۀ زندګۍ چرته وړلی یم
……….
تسنيمه چرته زۀ او چرته هغه رڼې سترګې
دې زړۀ ته مې وېل ياره!! وړه خبره نۀ وه
*ممتاز او تسنيم*
239
لفظونه دي بلا ډېرې شوخۍ لري جانانه
خبرې دي اوږدې اوږدې لکۍ لري جانانه
په تا باندې چې ګران یمه، په ما به خود ګرانيږې
دا زړونه دي دا یو بل ته کړکۍ لري جانانه
باڼه خو دي قسم په خدای څه بل رقم ښايسته دي
لېمه دي نو بيا بل رقم سورخۍ لري جانانه
نه جار زه به دې ولي په کنځلو خفه کېږم
نه دا عادت خو ټولي جينکۍ لري جانانه
توبه، توبه نو ته به هم عاجزه ځان ته وای
توبه سترګې دي دوه سوه مستۍ لري جانانه
ښايسته جلۍ نو څنګه وي بس کټ مت ستا په څېر
زلفان لري ، اندام لري ، خولګۍ لري جانانه
کوچیان په ژوند کې څه لري، کږدۍ لري جانانه
مین یې بیا د ځان سره شپېلۍ لري جانانه
حیران دي اوس هغه حیران هغسي پاتي نه دي
ولاکه به نور زور د شاعرۍ لري جانانه
*حيران*
239
ټوله تمثيل دی بې فايدې وروسته
مه ژاړه! زما تر جنازې وروسته
پر ځان بېرېږم خود کوشي ونکړم
ما تنها مه پرېږده لدې وروسته
لحده! زه غربت خوړلی یمه
لحده! څنګه مي ته خورې وروسته؟
رقيب خوراغلی شايد ته هم راسې
رڼا حتماوي له تيارې وروسته
که وه دنيا ته سي منو به يې چي
پاته يو موږ بې اندازې وروسته
معصومه پېل کښي د وطن سوال کوه
دا نور شیان وي له آدې وروسته
احسان الله معصوم
239
ارواښاد صابر واورئ ، راشد خټک ولولئ ❤️
دا زړه او د مستۍ دغه غورځنګ سبحان الله
په ورانه هدیره کې د ژوند رنګ سبحان الله
دا یو ثواب مو ډېر دی چې سهار لمانځه لپاره
مُلا راپاڅوو د جام په کړنګ سبحان الله
په یو نظر باچا کړي د مودو مودو ملنګ
په بل نظر باچا کاندي ملنګ سبحان الله
دا جنج د شوخو شوخو ښاپیرو په لار تیریږي
که اورمه د چا د بنګړو شړنګ سبحان الله
خبر شوې ستا له مرګه د وفا د لار شهیده
چې حورې شوې په خپلو کې په جنګ سبحان الله
زما د سر قاتل زمونږ قاضي د ښار ساتونکی
ټول ناست وو په محفل کښې څنګ په څنګ سبحان الله
د بل کلي د خان په ډاډ زمونږ د کلي چڼي
اوس غواړي د خیرات په ځائی قلنګ سبحان الله
راشده په دروغو به ئې څنګه باور نه کړم
دا شونډې دا خبرې دا اهنګ سبحان الله
*راشد خټک*
239
درد هم تمام دی، او موسم غېږې ته هم جوړ دی
تک تور ماښام دی، او موسم غېږې ته هم جوړ دی
تورې وريَځې د کابل په آسمان منډې وهي
ورته مې پام دی، او موسم غېږې ته هم جوړ دی
که کومه چټه مې ويښتو کې پټوي رادې شي
ځان مې ليلام دی، او موسم غېږې ته هم جوړ دی
يو چا ښاري بس کې سترګک راته وهلی دی
درود سلام دی، او موسم غېږې ته هم جوړ دی
ډاډي ته ګورم شبوګۍ، دا راته نه شي کتی
وړکی دی خام دی او موسم غېږې ته هم جوړ دی
239
غزل
څنګه ناڅاپه او اوترې دي رایادي کړلې
د لالي سترګي جادوګرې دي رایادي کړلې
اخ بدي ورځې وخ لتا څخه مننه ډیره
د لیباسي خپلوانو غورې دي رایادي کړلې
سپرلیۀ راغلې خو وعدې د لالي پاتي دي لا
هعه دوه سترګي بڼورې دي رایادي کړلې
د صورت وینې او خؤلې لږ یې نور هم وزغمۀ
دتوربور غوري زورورې دي رایادي کړلې
د غرونو زرکې له پستې مستې مرۍ دي قربان
د شاه لیلا د خولې خبرې دي رایادي کړلې
سپینو ویښتیانو! لکه تیر چي شو د ګلو موسم
زما ګردۍ څڼې ببرې دي رایادي کړلې
خالي میدانۀ! ډیر بېوسه یم ناهیلی یمه
چي په هوا به وم وزرې دي رایادي کړلې
عاطف درځار عاطف درځار عاطف درځار لیوانو
له ما نه ورکې سترګي لرې دي رایادي کړلې
