پښتو شعرونه
Открыть в Telegram
Больше
Страна не указанаКатегория не указана
237
Подписчики
Нет данных24 часа
+47 дней
+1230 дней
Архив постов
237
پروت که د په سرو سکروټو زړه وای تا به څه کول
ووایه زما په ځای که ته وای تا به څه کول؟
دا دروغ خو مه وایه چې ستا لپاره ژوند کوم
مثلاً که زه دنیا کې نه وای؟ تا به څه کول؟
نن یې راته ټوکو کې د زړه خبره وکړله
ویې ویل که نن زما واده وای تا به څه کول
237
مبايل واخلم درته وليکمه دوستت دارم
بیرته یې پاک کړم بې ځواب پيغام ته وژاړمه
ادريس فطرت
237
ستا د جمال د هر يو رنگ سره مې کړې، سيالي
د گل رگونو کې وې ته د گل وږمه کې زه وم
مرحوم تسنيم
237
افسوس او هی دی، او ستا کمی دی
تک سپین سپوږمی دی، او ستا کمی دی
ټپې غزل دي، قیلون تیار دی
کمی کمی دی، او ستا کمی دی
بحث په وفا دی، ټیټ سری ناست یم
ما سره سپی دی، او ستا کمی دی
کوټه کې دود دی، دود کې نشه ده
نشه کې پای دی، او ستا کمی دی
زهٔ خو تا غواړم، یاره خو خدای خو،
د هر چا خدای دی، او ستا کمی دی
غر دی، اوبهٔ دي، بنګ دي، یاران دي
سخت ښکلی ځای دی، او ستا کمی دی
دومره تنها یم، زهٔ یم بس زهٔ یم
د زړهٔ درابی دی، او ستا کمی دی
منلی ښهٔ دی! دغه چټیات دي
پاک لیونی دی، او ستا کمی دی
منلی
237
دا پرهر شونډې او دا ستا ناروا
خدای به دې خامخا وهي لالیه
چې زما تنګ زړهٔ ته بیا نهٔ شې سبب
درسره مل شه زړهٔ تنګي لالیه
غرور دې جار شم مګر دومره هم نه
چې درته وکړم سرټیټي لالیه
منلی
237
خور مي که سينه باندي نيازبين مي کړه
ستا د دنګي غاړي لونګين مي کړه
غېږ کي مي ځای درکړ، ګناه ګار شومه
لوټ مي که ، کابل مي که ، ناورين مي کړه
نن مي په خوږو کتلو ولمانځه
شک يمه، ګومان يمه، يقين مي کړه
لال يم خو دوخت ګردو وهلي يم
ومي مښه ،توريمه تک سپين مي کړه
کېږده ما د زړه په پرهرونو کي
څانګه مي کړه ، ګل مي کړه، را شين مي کړه
