مبارز عمري
رفتن به کانال در Telegram
1 622
مشترکین
-124 ساعت
-17 روز
-3130 روز
در حال بارگیری داده...
کانالهای مشابه
ابر برچسبها
هیچ دادهای
مشکلی وجود دارد؟ لطفاً صفحه را تازه کنید یا با مدیر پشتیبانی ما تماس بگیرید.
اشارات ورودی و خروجی
---
---
---
---
---
---
جذب مشترکین
سپتامبر '26سپتامبر '26
سپتامبر '26
+40
در 1 کانالها
اوت '26
+56
در 1 کانالها
Get PRO
ژوئیه '26
+50
در 1 کانالها
Get PRO
ژوئن '26
+28
در 0 کانالها
Get PRO
مه '26
+25
در 0 کانالها
Get PRO
آوریل '26
+12
در 0 کانالها
Get PRO
مارس '26
+15
در 0 کانالها
Get PRO
فوریه '26
+18
در 0 کانالها
Get PRO
ژانویه '26
+17
در 1 کانالها
Get PRO
دسامبر '25
+18
در 0 کانالها
Get PRO
نوامبر '25
+15
در 0 کانالها
Get PRO
اکتبر '25
+20
در 1 کانالها
Get PRO
سپتامبر '25
+11
در 0 کانالها
Get PRO
اوت '25
+36
در 2 کانالها
Get PRO
ژوئیه '25
+22
در 1 کانالها
Get PRO
ژوئن '25
+18
در 0 کانالها
Get PRO
مه '25
+21
در 1 کانالها
Get PRO
آوریل '25
+38
در 1 کانالها
Get PRO
مارس '25
+65
در 35 کانالها
Get PRO
فوریه '25
+67
در 116 کانالها
Get PRO
ژانویه '25
+143
در 205 کانالها
Get PRO
دسامبر '24
+77
در 1 کانالها
Get PRO
نوامبر '24
+160
در 189 کانالها
Get PRO
اکتبر '24
+464
در 202 کانالها
Get PRO
سپتامبر '24
+733
در 211 کانالها
Get PRO
اوت '24
+582
در 194 کانالها
Get PRO
ژوئیه '24
+456
در 176 کانالها
Get PRO
ژوئن '24
+503
در 167 کانالها
Get PRO
مه '24
+542
در 159 کانالها
Get PRO
آوریل '24
+326
در 164 کانالها
| تاریخ | رشد مشترکین | اشارات | کانالها | |
| 29 سپتامبر | +1 | |||
| 28 سپتامبر | +1 | |||
| 27 سپتامبر | +1 | |||
| 26 سپتامبر | +2 | |||
| 25 سپتامبر | 0 | |||
| 24 سپتامبر | +1 | |||
| 23 سپتامبر | +3 | |||
| 22 سپتامبر | +3 | |||
| 21 سپتامبر | +1 | |||
| 20 سپتامبر | +1 | |||
| 19 سپتامبر | +3 | |||
| 18 سپتامبر | +2 | |||
| 17 سپتامبر | 0 | |||
| 16 سپتامبر | +1 | |||
| 15 سپتامبر | +1 | |||
| 14 سپتامبر | +1 | |||
| 13 سپتامبر | +1 | |||
| 12 سپتامبر | 0 | |||
| 11 سپتامبر | +1 | |||
| 10 سپتامبر | +2 | |||
| 09 سپتامبر | +4 | |||
| 08 سپتامبر | +1 | |||
| 07 سپتامبر | 0 | |||
| 06 سپتامبر | +1 | |||
| 05 سپتامبر | 0 | |||
| 04 سپتامبر | +3 | |||
| 03 سپتامبر | +3 | |||
| 02 سپتامبر | +1 | |||
| 01 سپتامبر | +1 |
پستهای کانال
یعقوب علیه السلام بلاخره د ١٤٧ کاله ژوند وروسته وفات شو.
قرطبي او ابن کثیر د ابن مسعود رضي الله عنه نه روایت کوي چې یعقوب علیه السلام سره مصر ته د بني اسرائيل ٩٣ تنه نارینه او ښځینه ننوتل خو کله چې د موسی علیه السلام سره بیرته د مصر نه وتل شمیر یې شپږ لکه او اویا زره تنو ته رسیدلی وو.
مظهري وایي: یوسف علیه السلام په ١٢٠ کلنۍ کې وفات شو او د نیل په څنډه کې خښ شو. کله چې موسی علیه السلام د بنی اسرائیلو سره د مصر نه وتلو، وحي ورته وشوه چې د یوسف علیه السلام جسد هم د ځانه سره یوسي او بیت المقدس کې یې پلار تر څنګ یې دفن کړي. موسی علیه السلام د ډیرو کوښښونو پس د هغه قبر پیدا کړ او د هغه تابوت یې راوویست یوسف علیه السلام په مرمرین تابوت کې خښ شوی وو.
الله تعالی وایي: د پیغمبرانو کیسو کې د عقل خاوندانو ته عبرت، رحمت او هدایت دی.
د یوسف علیه السلام کیسه یوازې د پیغمبر داستان ندی. او نه باید یوازې د یوې کیسې په شکل د حال بدلولو لپاره وویل شي. بلکې د حسد پر وړاندې د تقوا، د مصیبت په وړاندې صبر، د فتنې په وړاندې عفت، د بند په حالت کې دعوت، د مسؤلیت پر مهال امانت، او د قدرت پر مهال د بخښنې یو جامع قرآني مکتب دی. د کیسې تر ټولو مهم پیغام دا دی چې الهي تقدیر تل له ظاهري حالاتو لوړ وي. څاه د عزت پیل،زندان د تمکین مقدمه، او د وروڼو ظلم د یو الهي تدبیر برخه وه.
د دې مقالې معلومات له لاندې منابعو څخه اخیستل شوي دي:
تفسیر القرطبي؛ ابو عبدالله محمد بن احمد القرطبي
تفسیر ابن کثیر؛ ابو الفداء اسماعیل بن عمر بن کثیر
تفسیر مظهري؛ قاضي ثناء الله نقشبندي مجددي
قصص الأنبیاء و القرآن؛ مفتي محمد شفیع عثماني
المصنف لابن ابی شیبه
تفسیر ابن المنذر
صحیح البخاري
#مبارز عمري
| 2 | کله چې یوسف ځوان شو زلیخا هغه ته میلان پیدا کړ او ویي غوښتل هغه ګناه ته وهڅوي یوسف وویل (معاذ الله) زه الله ته پناه ور وړم. زلیخا د کور ټولې دروازې قلف کړې وې، یوسف د عفت ساتنې او رب له ویرې د دروازې پر لور منډه کړه او هره دروزاه ورته خلاصه شوه. او هغه وتښتید.
د تیښتې پر مهال زلیخا د یوسف کمیس ته لاس واچوه او هغه څیرې شو او د دروازې مخته د مصر عزیز ولاړ وو. زلیخا د دې لپاره چې په یوسف تهمت ولګوي وویل د هغه چا سزا چې ستا ښځې سره د بدکارۍ نیت ولري له زندان او تعذیب پرته بل څه کیدلی شي؟ یوسف وویل هغه د مطلب د حاصلولو لپاره ماپسې شوې وه. دلته عزیز مصر ته فیصله سخته شوه. او یوسف د ځان د پاکي لپاره د شاهد د وړاندې کولو وویل. هغه د زلیخا په کور کې په زانګو کې پروت ماشوم ته اشاره وکړه. د ابن عباس او ابو هریره رضي الله عنهما د روایت مطابق هغه ماشوم وویل د یوسف کمیس وګورئ که هغه د مخ له لوري څیرې شوی وي زلیخا په حقه ده او یوسف ملامت دی. او که د شا له لوري څیرې شوی وي یوسف په حقه دی او زلیخا ملامته ده. دا چې یوسف په حقه وو عزیز مصر ورته وویل: د دې قصې نه مخ واړوه او زلیخا ته یې وویل ټوله ګناه ستا ده بښنه وغواړه.
وروسته لدې زلیخا نورې حیلې هم جوړې کړې او پدې چې یوسف یې غوښتنه پوره نکړه هغه یې زندان ته ولیږه. یوسف هلته هم خپل دعوت پرینښود. تر دې چې ټول زندانیان یې د الله په لور دعوت کړل او هغوی دا دعوت ومانه. هلته یې د دوو تنو خوب هم تعبیر کړ. ابن عباس رضي الله عنهما او نور مفسرین وایې چې دوی واقعا خوب لیدلی وو. خو ابن مسعود رضي الله عنه وایې چې خوب یې نه وو لیدلی محض یې یوسف آزمویلو.
بیا د مصر حاکم خوب ولید چې ٧ چاغې غواګانې ٧ ډنګرې غواګانې خوري د غنمو شنه وږي رازرغونیږي او ترڅنګ وچ وږي هم ځای نیسي.
هغه تن چې د يوسف د زندان ملګري وو هغه ته یوسف وریاد شو د هغه د تعبیر لپاره ورغی یوسف خوب داسې تعبیر کړ؛ چې تاسو به ٧ حاصلخیز کلونه ولری او ٧ کاله به وچکالي وي. نو په لومړنیو ٧ کلونو کې خوراکي توکي ذخیره کړئ. تر څو په راتلونکو ٧ کلونو کې ترې ګټه واخلی. باچا د یوسف نه متأثره شو او غوښتل یې هغه د زندان نه وباسي خو هغه د ځان د صفایي غوښتنه وکړه. په دربار کې د یوسف پاکي ثابته شوه او زلیخا خپله پړه ومنله.
باچا د یوسف نه ډیر متأثر وو یوسف یو کال لکه میلمه و اوسید او په دوهم کال پاچا د هیواد ټولې چارې ور وسپارلې.
دا چې مصر د قحطۍ لپاره آماده وو نو د شا او خوا سیمو خلک هم مصر ته د غلې د لاسته راوړلو لپاره راتلل، حضرت یعقوب علیه السلام ته هم خبر ورسید چې د مصر حاکم ډیر مهربان شخص دی. نو یعقوب هم خپل زامن مصر ته ولیږل څو غله ترلاسه کړي.
مظهري او قرطبي وایي: دا مهال یوسف علیه السلام ٤٠ کلن وو. وروڼو هغه ونه پیژاند خو هغه وروڼه پیژندل. غله یې ورکړه او ورته ویې ویل بل ځل چې راځئ هغه ورور مو (بنیامین) هم درسره راولئ که را مو نه ووست غله نه درکوم.
هغوی چې دوهم ځل تلل د تللو پر مهال یې بنیامین هم د ځانه سره بوت، پلار یې ورته وویل چې د یوې دروازې نه مه ننوځئ بلکې وویشل شئ څو مو هغوی ونه پیژني. د دومره امنیتي تدابیرو په پام کې نیولو سره بیا هم دوی وپیژندل شول. یوسف د بنیامین په بار کې د سرو زرو جام کیښود او بیا د تلاشۍ پر مهال یې هغه ورنه ونیو او بنیامین یې پرینښود چې ورسره ولاړ شي.
د یعقوب علیه السلام حالت د بنیامین د نه راتګ له امله نور هم خراب شو. یوسف بنیامین خبر کړی وو چې دا یې هماغه ورور دی کوم چې د نورو وروڼو په قول لیوانو خوړلی وو.
وروسته هغوی یو ځل بیا د پلار له لوري د یوه لیک سره مصر ته ولیږل شول هماغه وو چې یوسف ځان ورته ښکاره کړ چې هغه څوک دی. بیا یې خپل کمیس پلار ته ولیږه او د هغه د بینایي سبب شو. پلار چې د یوسف له حال نه خبر شو خپل زامن یې سخت ورټل هغوی ورته د یوسف پیغام ورکړ: پلاره ما هغوی بښلي دي ته یې هم وبښه، ما ورته د مغفرت دعا کړې ته هم دعا ورته وکړه. او پدې سره یې خپله کورنۍ مصر ته دعوت کړه او هماغه وو چې بني اسرائيل مصر ته ولاړل او هلته بیا د موسی علیه السلام، بني اسرائيلو او فرعون تر منځ مشهور واقعه رامنځته شوه او بني اسرائيل بیرته له مصر نه ووتل.
د کورنۍ له رسېدو وروسته د یوسف خوب ریښتیا شو، ټول وروڼه ورته تابع شول.
ابن اسحاق وایي: د اهل کتابو په روایاتو کې د یعقوب علیه السلام او یوسف علیه السلام بیلتون ٤٠ کاله یاد شوی دی او بیا یعقوب علیه السلام مصر کې د ١٧ کاله ژوند وروسته وفات شوی دی.
قرطبي وایي: یعقوب علیه السلام په مصر کې د ٢٤ کاله اوسیدو پس وفات شو. هغه وصیت کړی وو چې جسد یې د پلار اسحاق علیه السلام او نیکه ابراهیم علیه السلام تر څنګ په بیت المقدس خښ کړل شي. هماغه وو چې دا د یهودو عادت وګرځېد هر ځای به چې مړه شول مړي به یې بیت المقدس ښار ته رسول او هلته به یې خښول. | 97 |
| 3 | قرطبي په تاریخي روایت سره وایي: کله چې دوی د یعقوب علیه السلام له سترګو پناه شول د هغه چا په اوږو چې یوسف ناست هغه یوسف په ځمکه وویشت. یوسف کوچنی وو او په پلي مزل یې نشو کولی څو په وروڼو پسې ځان ورسوي. یو په بل پسې وروڼو ته ورغی خو هغوی یې مرسته ونکړه. ټولو یو ځواب ورکړ: کوم ١١ ستوري، لمر او سپوږمۍ چې دې په خوب کې لیدلي دي هغوی د مرستې لپاره راوبله!
قرطبي همدې ته په کتو وایې چې وروڼه په هر ډول چې وو خو د یوسف له خوب خبر شوي وو.
بلاخره یوسف یهودا ته پناه ور وړه، هغه پناه ورکړه او وروڼو ته یې وویل د بې ګناه له وژلو وډار شئ د پلار سره کړی عهد دریاد کړئ او دا ماشوم بیرته خپل پلار ته ورسوئ. وروڼو یهودا ته وویل موږ پوهیږو چې ستا موخه څه ده، غواړې د یوسف په بیولو د پلار زړه کې خپله مرتبه لوړه کړې؟ موږ ته مزاحمت مکوه کنه وژنو دې!
یهودا چې خپله بې وسي ولیده دوی ته یې د څاه وویل هماغه وو چې وروڼه پدې خبره متفق شول څو یوسف په څاه کې واچوي.
قرطبي وایي: الله تعالی یوسف د راتلونکو پېښو نه د وحي په توسط خبر کړی وو. او هغه ته یې ډاډ ورکړی وو.
مظهري وایي: دا د نبوت وحي نه بلکې یوازې اطلاع وه. لکه د موسی علیه السلام مور ته چې شوې وت. او د نبوت وحي په ٤٠ کلنۍ کې ورته شوې. مګر ابن جریر او ابن ابی حاتم دا د نبوت وحي ګڼي. لکه څنګه چې عیسی علیه السلام ته په ماشومتوب کې د نبوت وحي ورکړل شوې وه.
قرطبي د ابن عباس رضي الله عنه نه روایت کړی چې هغه ویل: الله تعالی یوسف د وحی په توسط منعه کړ چې پلار ته خپل احوال ونه لیږي. هماغه وو چې یوسف د مصر حکومت ته تر رسیدو پورې هم پلار د ځانه خبر نکړ.
قرطبي وایي: دوی یوسف په څاه مې واچاوه او ٣ ورځې هغه په څاه کې وو، خوراک ورته یهودا له نورو وروڼو پټ راوړه.
دوی ماښام ته په ژړا ژړا پلار ته راغلل چې یوسف خو لیوه وخوړه او دایې کمیس دی. قرآن ورته پدې آیت کې اشاره کړې ده: (قَالُوا یَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا یُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ ۖ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ)
«موږ په خپل منځ کې منډې وهلې او یوسف مو خپل سامان سره پریښود دا مهال لیوه پر یوسف برید وکړ او هغه یې وخوړ او که موږ څومره ریښتینی هم یو بیا هم ته باور کوونکی نه یې»
هغوی کمیس د پسه په وینو لړلی وو. رسوا په دې شول چې کمیس یې نه وو څیرلی. پلار ورته وویل اې زما زامنو دا څومره ښه لیوه وو چې د یوسف کمیس یې نه دی څیرلی. یعقوب علیه السلام صبر وکړ او داسې ځواب یې ورکړ: (قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًۭا ۖ فَصَبْرٌۭ جَمِيلٌۭ ۖ وَٱللَّهُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ)
«یوسف لیوه ندی خوړلی، بلکې ستاسو نفسونو یوه خبره جوړ کړې ده اوس ماته غوره ده چې صبر وکړم او څه چې تاسو وایاست پر هغه د الله څخه مرسته غواړم.
قرطبي وایي: یوه قافله د شام نه د مصر پر لور روانه وه هغوی نه لاره ورکه شوه او دې خواته راغلل. دوی چې په دې دښته کې څاه ولیده نو ورغلل تر څو اوبه ترې ترلاسه کړي. مالک بن دعبر په نوم شخص ډولچه ښکته کړه چې له هغه خوا پکې یو ښایسته ماشوم راووت.
صحیح مسلم کې د معراج د شپې اړوند یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: زما د یوسف سره ملاقات وشو. الله تعالی د ټول انسانیت نیمایي ښایست هغه ته ورکړی دی او پاتې نیم یې په ټولې نړۍ ویشلی دی.
وروڼه چې خبر شول د مالک خواته ورغلل ورته ویې ویل دا زموږ غلام دی له موږ نه راتښتیدلی دی. مالک پدې فکر چې غل ونه ګڼل شي یوسف یې واخیست. ابن کثیر د امام مجاهد رحمه الله تفسیر نقل کړی هغه وایي: وروڼو مالک ته وویل چې هغه کلک وتړئ که نه درنه وبه تښتي ځکه تیښته د هغه عادت ده. هغوی تر هغو دلته پاتې شول څو قافله ښه لرې ولاړه او بیا لاړل!
قرطبي وایي: مالک یوسف مصر ته بوت، هلته یې د غلامانو په بازار ستر قیمتونه پرې کیښودل شول. په پای کې د یوسف د وزن برابر سره زر، د هغه د وزن برابر مشک او د هغه د وزن برابر په وريښمينو ټوکرانو خرڅ شو او د مصر د عزیز لخوا واخیستل شو.
ابن کثیر وایي: دا شخص د مصر د خزانې وزیر وو. چې قطفیر یا اطفیر نومیده، د مصر حاکم دا وخت د عمالقه د قوم یو تن ریان بن اسید وو. او د مصر د عزیز ښځه راعیل یا زلیخا نومیده.
ابن کثیر روایت کوي چې ابن مسعود رضي الله عنه وفرمایل: نړۍ کې ٣ تنه هوښیار او قیافه شناس پیژندل شوي دي: یو د مصر عزیز چې د یوسف کمالات یې د هغه د مخ نه وپیژندل. دوهم د شعیب علیه السلام لور چې پلار ته یې وویل موسی نوکر کړه هغه ډیر امانت دار او هوښیار دی. دریم صدیق اکبر چې د ځان نه پس یې فاروق اعظم خلیفه وټاکلو.
ابن عباس رضي الله عنه او قتاده رحمه الله وایي یوسف ته په ٣٣ کلنۍ کې نبوت ورکړل شو، ضحاک او حسن بصري رحمهما الله بیا وایې چې ٤٠ کلنۍ کې نبوت ورکړل شو. | 83 |
| 4 | حضرت یوسف علیه السلام؛ د ابتلاء، صبر، عفت او الهي تدبیر قرآني مکتب
هغه یوسف بن یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم علیهم السلام دی. رسول الله ﷺ د هغه د لوړ نسب په بیان کې فرمایلي دي: «الكريم ابن الكريم ابن الكريم ابن الكريم: يوسف بن يعقوب بن إسحاق بن إبراهيم»؛ یعنې یوسف د عزتمند، یعقوب زوی، د اسحاق زوی او د ابراهیم زوی دی. رواه البخاري
مور یې راحیل بنت لابان ده. قرآنکریم کې یې نوم ٢٧ ځله ذکر شوی دی. ٢٥ ځله یوازې په سورت یوسف کې، یو ځل په سورت انعام کې او سو ځل په سورت غافر کې ذکر شوی دی.
د ده په نوم یو بشپړ سورت نازل شوی دی. قرآن د هغې واقعې ته احسن القصص ویلي دي. دا ځکه چې څومره عبرتونه، حکمتونه، مواعظ او نصیحتونه په دې سورت کې بیان شوي بل ځای ندي بیان شوي.
الله تعالی یې په اړه فرمایي:
(نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَٰذَا الْقُرْآنَ)
«موږ تا ته تر ټولو ښکلې قصه د دې قرآن په وحې کولو سره بیانوو.» (یوسف: ۳)
د حضرت یوسف علیه السلام په کیسه کې بې مثله عبرتونه او بصيرتونه پټ دي.
مثلا: د هدایت اهمیت، په ابتلاء او آزموینه باندې صبر او استقامت، د رضا او تسلیمۍ څرګندونه، د افرادو او ملتونو د عروج وقائع، د الله تعالی عدل، انساني لغزشونه او د هغې انجام، د عصمت او نفس عجائبات. نو یقینآ د یوسف علیه السلام واقعه د دومره عبرتونو سره احسن القصص بلل مبالغه نده.
حضرت یوسف علیه السلام په ماشومتوب کې یو ځانګړی خوب ولید. هغه خپل پلار ته داخوب داسې بیان کړ: ما یوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ ولیدل چې ماته سجده کوي. پلار یې په ځواب کې وویل: زویکه خپل خوب دې وروڼو ته مه بیانوه. ځکه کیدایشي د هغوی حسد راوپاروي.
ابن کثیر د ابن عباس او قتاده له اقوالو نقلوي چې: یوولس ستوري د هغه وروڼه وو، لمر یې پلار او سپوږمۍ یې موره وه او له سجدې څخه مراد د هغوی تابعداري وه د یوسف علیه السلام څخه!
د حضرت یعقوب علیه السلام ١٢ زامن وو چې هغوی هر یو د اولادونو څښتنان وو. د یعقوب علیه السلام لقب اسرائیل وو(اسرائیل په عبراني ژبه کې د الله بنده ته وایي) نو ځکه خو یې اولاد هم بني اسرائيل بلل کیږي.
قرطبي وایي: د دغو ١٢ زامنو څخه ١٠ یې د یعقوب علیه السلام د لومړنۍ ميرمنې لیا بنت لابان څخه وو. د هغې له وفات وروسته یعقوب علیه السلام د هغې له خور راحیل بنت لابان سره واده وکړ او له هغې یې دوه زامن یوسف او بنیامین پیدا شول، له دې امله د یوسف علیه السلام یو سکه ورور دی. او نور یې میرني وروڼه وو. د یوسف علیه السلام مور د هغه په کوچنیتوب کې د بنیامین د ولادت پر مهال وفات شوه.
ابن کثیر وایي: دا چې د یعقوب زیاته مینه له یوسف او بنیامین سره وه. نو دا د نورو وروڼو د حسد لامل شوه، هماغه وو چې د پلار نه یې وغوښتل چې یوسف د تفریح لپاره د هغوی سره ولیږي. او دا ژمنه یې وکړه چې ساتنه به یې کوي. بلاخره یعقوب مجبور شو او یوسف یې ورسره ولیږه. وروڼو یې مشوره وکړه تر څو څنګه ځان د یوسف نه خلاص کړي. ځینو مشوره ورکړه چې ویې وژني خو ځینو ویل چې هغه به چیرته لرې یوې غیر آبادې څاه ته واچوي پدې سره به د پلار پام موږ ته شي او موږ به له وژلو کوچنۍ ګناه کړي وي. بیا به توبه وکړو او نېکان به شو. چې قرآن ورته په دې آیت کې (وَتَكُونُوا مِنْ بَعْدِهِ قَوْماً صَالِحِينَ) اشاره کړې ده.
مظهري وایي: د دوی یوه ورور دا مشوره واوریده چې دوی غواړي یوسف ووژني نو ده ورته وویل هغه مه وژنئ بلکې چیرته څاه کې یې واچوئ چې ژوندی پاتې شي او مسافر یې د ځانه سره یوسي. دا رایه د یهودا وه خو ځیني روایاتو کې د روبیل ګڼل شوې ده. یوسف علیه السلام دا وخت نابالغ وو. د ابن جریر، ابن ابی شیبه او ابن المنذر په روایتونو کې د هغه عمر دا مهال ٧ کاله یاد شوی دی.
قرطبي وایي: یعقوب علیه السلام نه خوښول چې یوسف د هغوی سره ولیږي ځکه کنعان زیات لیوان لرل. او د هغه وېره هم دا وه چې هسې نه لیوه یې وخوري.
یعقوب علیه السلام تر دې دمخه خوب لیدلی وو چې یوسف د یوه غره په لمنه کې لیوانو ایسار کړی دی، یو لیوه یې دفاع کوي او یوسف د دغو لیوانو د لاسه ځمکې ته پناه وړي.
تعبیر یې واضح دی هغه لیوان چې د ده خوړل یې غوښتل د ده ١٠ تنه وروڼه وو، یو لیوه چې له ده یې دفاع کوله هغه یې ورور یهودا وو او په ځمکه کې د پناه اخیستلو نه مطلب په څاه کې د یوسف علیه السلام لویدل دي.
له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه منقول دي چې یعقوب علیه السلام د دې خوب له امله د هغه وروڼو ته لیوان وویل مګر د مصلحت لمخې یې څرګنده نکړه.
هغوی د دې لپاره چې د پلار د مخالفت مخه ونیسي یوسف یې په اوږو کینولو او د ځانه سره یې بوتلو. | 92 |
| 5 | پوهنتون کې د ثقافت استاد زده کوونکو ته مقالې ویشلې ماته د یوسف علیه السلام اړوند د مقالې لیکل را تر غاړې شول.
د څو ورځو مسلسل مطالعې وروسته مې وکولی شول د یوسف علیه السلام اړوند یوه مقاله په ٨ مخونو کې ترتیب کړم. حال دا چې دا مې ډیره مختصره کړې ده!
نو خبره مې دا کول چې د یوه کتاب لیکل به څومره سخت کار وي؟
که غوښتل مو دا مقاله به دلته تاسو ته هم خپره کړم. | 257 |
| 6 | د عباسي خلافت پر مهال مجوسیانو د خپل دین د را ژوندي کولو لپاره هڅې پیل کړې چې دې هڅو د زندیقیت جامه واغوسته.
د زندیقیت دا فکر دومره خپور شو چې عباسي خلافت ورته د دیوان صاحب الزنادقة په نوم یو ځانګړی وزارت جوړ کړ. دې وزارت خپل پوځیان لرل او د زندیقانو سره د مقابلې لپاره به یې لښکر کښۍ کولې.
د مجوسي فکر مشهور شخص یې استاد سیس په نوم یو کس وو په فارس کې!
دیوان صاحب الزنادقة به لومړۍ د دوی سره د علمي بحث او مناقشې کولې که به هغې نتیجه ورنکړه نو بیا یې وژل.
دوی چې پوه شول چې په دا ډول مخته نشي تللی نو د شیعه مذهب په توګه راښکاره شول. هغه مذهب چې تر ننه د هغې لارې سره جوړ ندی په کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل صحابه پریښي وو. تشیع د هغو صحابه په خلاف سنګر ونیو چې رب د هغوی ایمان د نور مسلمانانو د ایمان راوړلو په پار معیار ایښی دی.
فَإِنْ ءَامَنُوا۟ بِمِثْلِ مَآ ءَامَنتُم بِهِۦ فَقَدِ ٱهْتَدَوا۟
ژباړه: بيا كه هغوى هماغسې ايمان راوړ لكه چي تاسي راوړي دى، نو سمه لار یې وموندله.
د صحابه کرامو دغه امتیاز هغوی ته داسې تکریم دی چې نورو خلکو ته ندی حاصل، خو له دې هر څه سره بیا هم د تشیع فکر او مذهب د صحابه وو رضي الله عنهم په اړه منفي دریځ لري.
#مبارز_عمري | 347 |
| 7 | مبارکه ورځ مو مبارک شه!
٩/١١
#مبارز_عمري | 714 |
| 8 | کفر چې کله اسلامي نړۍ اشغال کړله. نو هلته یې دا فکر په خلکو کې خپور کړ چې باید وسله راواخلو چې بیا وطن ورانیږي او د عدم تشدد د نظریې لاندې او د همدغه اشغالګر لخوا د وضعه شوو قوانینو مطابق د خپل حق غوښتنې آواز اوچت کړو.
جالبه دا ده چې دغه اشغالګر د عصر په تر ټولو قوي اسلحو سره د دوی په مېنو ورغلل او ترې یې اشغال کړل او بیا يې دوی ته دا نظریه ورکړه چې اوس زموږ خلاف تاسو وسله مه اخلئ د قلم وخت دی!!!
تر دغسې اشخاصو جاهل ترینه اشخاص د نړۍ پر مخ نشته چې دا بوینه نظریه مني او د نشر لپاره یې کار کوي.
#مبارز_عمري | 482 |
| 9 | غربیانو او کفارو چې کله هم اسلامي هیوادونو د استعمار تر کرښې لاندې راوستي دي لومړۍ کار یې هلته د نصاب په بدلون کې کړی دی.
نصابونه یې تغییر کړي دي. واضح یې موږ لیدلی شو. هغه اسلامي هیوادونه چې دوی اشغال کړل هلته یې د نصاب نه د حدیث، قرآن او اسلامي تاریخ اړوند مفصل کتابونه له نصاب وویستل. یا یې په داسې بڼه وړاندې کړل چې متعلم ته یې ګټه نلرله.
داسې موضوعات چې په یو خاص عمر کې متعلم په هغه د پوهیدلو ضرورت ورته لري هغه یې په داسې عمر کې ورته راوستي چې پرته د دوی له ویلو هغه په ښه شکل په عام ژوند کې عملي کوي. او هغه موضوعات چې نن ورته ضرورت لري هغه یې په دومره کم عمر کې ورته راوستي دي چې ده یې نوم او اقسام هم سم ندي زده کړي.
نصاب هغه څه دي چې ستاسو د فکر په خلاب هر راپاڅیدونکي خوځښت مخه نیولی شي. یا ټولنه بشپړې اسلامي بڼې ته بدلوي یا یې په بشپړ ډول د کفارو تر اغیز لاندې راولي.
که اسلامي بڼې ته واوښت نور علی نور دی.
او که غربي بڼې ته واوښت نو نتیجه به دا شي چې له شرق او اسلام نه کرکه کوونکی خو په غرب او غربي ارزښتونو یو مٙین شخص به ترې جوړ شي.
کوم چې موږ په خپلو سترګو وینو دوی دومره په غربي ارزښتونو مٙینان شوي چې حتی خپل کلتوري لباس ورته بد ښکاري او غربي ډیزاین لباس رسمي او د پرمختګ یوه بڼه بولي. ژوندي مثالونه یې شته دي!
#مبارز_عمري | 547 |
| 10 | د تعلیمي نصابونو منځپانګه عموماً له دوو اساسي برخو څخه تشکیل کېږي:
۱ ـ قواعد او فورمولونه
۲ ـ دیني او ټولنیز مفاهیم
قواعد او فورمولونه کېدای شي ګرامري او ادبي قواعد، ساینسي فورمولونه، تجربې او نور علمي اصول وي؛ هغه څه چې یو ملت یې د علم او پرمختګ د بهیر د چټکتیا لپاره له نورو ملتونو څخه زده کوي، څو د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې نه شي او په بېلابېلو برخو کې پر نورو محتاج نه وي.
خو دیني او ټولنیز مفاهیم بیا هغه ارزښتونه دي چې هر ملت یې د خپل دین، تاریخ، کلتور او ټولنیز هویت له مخې ځانګړي کوي. یو ملت یې عموماً د بل ملت په څېر په بشپړه توګه نه اخلي؛ بلکې د خپل هویت د ساتنې لپاره یې پالنه او ساتنه کوي او د اړتیا پر مهال یې د بقا لپاره قربانۍ هم ورکوي.
که تعلیم، فکر او فرهنګ د یوه ولس د مادي او معنوي بقا او استمرار له مهمو عواملو څخه وي، نو له بلې خوا، که همدا برخې د پردیو له لوري تر اشغال او اغېز لاندې راشي، د یوه ولس د مادي او معنوي کمزورتیا او له منځه تلو زمینه هم برابرولی شي.
همدا لامل دی چې کله فاتحین یو ملت یا هېواد تر خپلې ولکې لاندې راولي، ډېر ځله هڅه کوي چې د هغه ملت په تعلیمي نصاب کې هم لاسوهنه وکړي او داسې یې عیار کړي چې د دوی د سیاسي، فکري او فرهنګي اهدافو د تحقق لپاره زمینه برابره کړي.
نو د یوه ملت د راتلونکي د ساتنې لپاره یوازې د خاورې ساتنه بسنه نه کوي؛ د هغه د تعلیم، فکر، فرهنګ او هویت ساتنه هم اړینه ده.
له مدرسه او مبارزه کتاب څخه اقتباس
#مبارز_عمري | 488 |
| 11 | موږ ټول دا وایو او په یوه نه په یوه ډول فقر د جرمونو په ګراف کې مستقیم اغیز لري.
جرم په یوه نه په یوه ډول فقر سره اړیکه لري. ښا راشه چې دا فقر ورک کړو هر څوک تر یوه وسه اخته دي چا ورته خیریه مؤسسې جوړ کړې او چا خپله له خلکو سره مرسته وکړه.
مبارزین محترمان هم ټول زور یی دې ته دی چې عدالت تأمین شي کله چې فقر د جرم لامل وي ته فقر ورک نشې کړای، جرمونه هم زیات شي او د محاکمو دا حالت وي لکه اوس چې دی نو عدالت به تأمین شي؟
یوه برخه چې ټولو هیره کړې ده او هیڅ توجه نه ورته لري هغه اقتصاد دی. نن ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې موږ د اسلامي اقتصاد یو موډل نلرو.
د اسلامي نړۍ اقتصادي سيستم کپیټلېزم دی او د داسې یو سیستم په موجودیت کې د فقر لمنځه وړلو هیله لرل حماقت ندی؟
تر اوسه موږ په دې عصري وخت کې د اسلامي اقتصادي نظام سیستم پر کاغذ هم نلرو څه پاتې چې عمل کې دې هم داسې نظام راڅرګند شي!
دا د حکومت دنده ده چې د اسلامي اقتصادي نظام جوړښت جوړونې لپاره د اقتصاد پوهانو او علماؤ کمیټه جوړه کړي تر څو یې هغوی په نظامنامه کار وکړي.
او که دا هیله لرو چې د دې اقتصادي نظام ( کپیټلېزم ) په موجودیت کې دې فقر لمنځه ولاړ شي نو دا هسې یو خوشبینانه خیال دی!
د دې نظام حقیقت ته لږ فکر وکړئ او په اړه یې مطالعه وکړئ نو پوه به شئ چې دا نظام د فقر د لمنځه وړلو لپاره نه، بلکې د فقر د پراخولو لپاره جوړ شوی دی. تر څو سرمایه د محدودو اشخاصو په لاس کې وي او په خلکو فقر سپور وي چې بیا د هرې ناروا کولو ته مجبور شي!
#مبارز_عمري | 457 |
| 12 | https://t.me/omari122/18 | 1 |
| 13 | نن د مظلومې غزې د ویاند د شهادت لومړۍ تلین دی!
هغه د اګسټ په ۳۰مه د اشغالګرو له لوري په یوه هوایي برید کې شهید شو، خو حماس یې د شهادت اعلان د دسمبر په ۲۹مه وکړ.
هغه یوازې یو ویاند نه و...
هغه د محاصرې شوې غزې غږ و؛ هغه غږ چې د بمونو تر باران لاندې یې د دښمن په زړونو کې ویره اچوله او د امت په زړونو کې یې د مقاومت روح راژوندی کاوه.
ابو عبیده یوازې د یوې ډلې ویاند نه و؛ هغه د یوه مظلوم ولس د درد ژبه، د مقاومت د سنګر استازی او د ازادۍ د ارادې ترجمان و. هر ځل چې به یې خبرې کولې، د اشغالګرو د تبلیغاتو ماڼۍ به لړزېده او د مظلومو زړونه به له هیلو او عزم څخه ډکېدل.
هغه په خپل مخ نه، بلکې په خپل فکر او پیغام پېژندل کېده؛ مخ یې پټ و، خو غږ یې نړۍ ته رسېدلی و. د هغه نقاب د کمزورۍ نښه نه وه، بلکې د دې خبرې اعلان و چې اشخاص له منځه ځي، خو فکرونه او مقاومتونه ژوندی پاتې کېږي.
اشغالګرو شاید فکر کاوه چې د یوه غږ په چوپولو به د مقاومت کیسه پای ته ورسوي؛ خو تاریخ بیا بیا ثابته کړې چې د شهیدانو وینې د مبارزې پای نه، بلکې د نوې لارې پیل وي.
نن د هغه د شهادت په لومړي تلین کې، موږ یو ځل بیا یادوو:
هغه شهید شو، خو غږ یې لا هم ژوندی دی؛
هغه له سترګو پناه شو، خو له زړونو ونه وت؛
هغه لاړ، خو هغه پیغام یې پرېښود چې مظلوم که هر څومره یوازې وي، د حق لپاره د درېدو اراده یې ماتېدونکې نه ده.
سلام دې وي پر هغه غږ چې د بمونو له غږه لوړ شو،
سلام دې وي پر هغه نقاب چې د اشغالګر د ماتې نښه وګرځېد،
او سلام دې وي پر ټولو هغو شهیدانو چې په خپلو وینو یې د آزادۍ تاریخ لیکلی دی.
ابو عبیده شهید شو؛ خو د مقاومت غږ نه شهیدېږي!
شهیدان مړه نه وي؛ هغوی د امت په حافظه، وجدان او مبارزه کې تل ژوندي وي.
#مبارز_عمري | 484 |
| 14 | هغه شهید شو خو... | 360 |
| 15 | محترمو يو مريض ته عاجل B- وينه پکار ده دوه پواينټه تازه وینه، د اللّٰه ج د رضا لپاره که د هر چا د وينې ګروپ همدغه وي نو د الله ج د رضا لپاره ورته دغه وينه ورکړۍ.
ادرس: کابل وزير محمداکبر خان روغتون،
اړيکو شمیري
+93 77 203 0924
+93 74 442 4167
+93 78 642 4167 | 234 |
| 16 | نن د معاصر اسلامي ویښتابه د سرلاري شهید سید قطب رحمه الله د شهادت ٦٠ تلین دی!
هغه په یوازې ځان وکړای شو چې غرب او د هغوی فکري حربه ماته کړي. او اسلامي امت د یو فکري بحران خطر ته متوجه کړي.
هغه د دغه فکري بحران د مخنیوي لپاره هڅې وکړې ګڼ کتابونه یې ولیکل او امت ته یې پریمانه علمي میراث له ځانه پریښود! دا اوس د امت دنده ده چې د دې فکري بحران مخنیوی کوي یا نه؟
🔷دا کتابونه مې نن واخیستل، د دې کتابونو مطالعه په فکري بهیر کې ډیر اثر لرونکي دي. د سید قطب رحمه الله، محمد قطب رحمه الله، امام حسن البنا رحمه الله او د شیخ سعید رمضان البوطي رحمه الله کتابونه دي.
د دې شخصیتونو یاد د هغوی په کتابونو تازه ساتئ!
#مبارز_عمري | 441 |
| 17 | نن په بېلابېلو هېوادونو کې د میلاد النبي (صلی الله علیه وسلم) مبارکه ورځ په جلا جلا طریقو ولمانځل شوه. مګر تر ټولو جالب او تریخ حقیقت چې ما په کې ولید، دا و چې دا لمانځونکي هېوادونه نږدې ټول په یو نه یو ډول د لوېدیځ په مادي، فکري یا سیاسي اشغال کې دي؛ که د قانون په کچه وي او که د واکمنانو په بڼه، دوی د پردیو تر چتر لاندې ژوند کوي.دلته پوښتنه پیدا کېږي چې په حقیقت کې څه شی ډېر اړین دي؟ د میلاد النبي تش لمانځل، که په ټولنه کې د نبي علیه السلام د راوړي مبارک نظام او شریعت پلي کول؟خو افسوس چې د امت یو لوری پر یوې خوا زور وهي او بل لوری پر بلې خوا؛ تر منځ یې داسې بې ګټې مناظرې تودې کړې وي چې د ټول امت لاره یې ورکه کړې ده. د درداورې خبره خو دا ده چې سبا کله د دوی د شخصي ګټو او مزو چانس برابر شي، د پرونۍ سختې دښمنۍ او مناظرو باوجود، د خور او ورور په څېر یو ځای څنګ پر څنګ کښېني او خپلې ناندرۍ هېرې کړي!
#مبارز_عمري | 813 |
| 18 | له انګريزي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ١٠٧ کلیزه مو مبارک شه! | 848 |
| 19 | په بښنې سره! د ځینو پيښو له امله وزګار نشوم چې درته ووایم!
خو د آزادۍ ورځ مو مبارک شه! | 825 |
| 20 | حماس به وسلې تسلیم کړي🥹
هغوی ندي ملامت، هغوی موږ ته ډیرې چغې ووهلې چا یې غږ ته لبیک وکړ؟
لا عزة الا بالجـ ـهاد | 661 |
