cookie

ما از کوکی‌ها برای بهبود تجربه مرور شما استفاده می‌کنیم. با کلیک کردن بر روی «پذیرش همه»، شما با استفاده از کوکی‌ها موافقت می‌کنید.

avatar

مولوي ( حنیف مظهري)

خوږو مینه والو دلته به تاسوته د شاعر مولوي حنیف مظهري په قلم لیکل شوی حمدونه،نعتونه،غزلیات،او حماسې شعرونه وړاندې کیږې له ملتیا مو نړۍ مننه!!

نمایش بیشتر
پست‌های تبلیغاتی
2 681
مشترکین
+1724 ساعت
+977 روز
+34730 روز

در حال بارگیری داده...

معدل نمو المشتركين

در حال بارگیری داده...

حضرت علي کرم الله وجهه په خوی لکه زمری وو، حیدر حضرت علي فاتح د دروازي دی د خیبر حضرت علي خبرې یې وې ډکې له حکمت او فصاحته رښتیا دی حق وارث د پیغمبر حضرت علي د بدر په غزوه کې یې میړانه سوه څرګنده غالب سو د کفارو پر نفر حضرت علي د هر مومن لپاره یې په زړه کې خیرخواهي وه د ټولو مومنانو د زړه سر حضرت علي بابا دی د حسن او د حسین ډیر محترم دی داماد دی د نبي دی بختور حضرت علي ډیر ګران وو پر صدیق او پرعثمانِ ذي النورین خوسر دی د فاروق حضرت عمر حصرت علي حنیفه و اسلام ته یې پوره کړی خدمت دی د عدل د تقوا دی زرین لمر حضرت علي
نمایش همه...
8💯 1
Photo unavailableShow in Telegram
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته يادونه👇 محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي چي اکثره چينلان بلاک سوي اوس په پره اخلاص ورسره ملګري شئ
نمایش همه...
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن
السحر خپرندويه اداره
کابل ټکی کام
دکابل امنيه قوماندانۍ
سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله
العصر بصرې څانګه
حضرت عثمان ابن عفان رضی الله تعالی عنه حیا باندې خوشبو لکه ریحان حضرت عثمان وو شهید پر تلاوت د پاک قرآن حضرت عثمان وو په ښه درنښت په زړونو د اُمت کې لري ځای ملګری د مجلس مو د جانان حضرت عثمان وو لقب د ذي النورین لري له ذاته بختور دی داماد د پیغمبر آخر زمان حضرت عثمان وو غازي دی مجاهد دی د اُحُد او بدر دواړو یو ستوری د اسلام د شنه آسمان حضرت عثمان وو په وینو یې رنګینې د قرآن شریف سوې پاڼې د خدای له پاکي میني نه قربان حضرت عثمان وو لښکر یې منظم کړ د اسلام د سربازانو د حق د اتلانو قومندان حضرت عثمان وو حنیفه رب ورکړي څه خواږه خواږه اخلاق وه په ښکلو صحابه وو باندي ګران حضرت عثمان وو رضي الله تعالی عنه
نمایش همه...
9👍 3❤‍🔥 1💯 1
لکه څو د ګلو پاڼې په دسمال کي په واټساپ کي دي ساتم یادګار خبرې ورته توی بې اختیاره کړمه اوښکې چي اورمه په تکرار تکرار خبرې ته د داسې مرورو  کلیوال سوې چي نه ږغ مو ور رسیږي نه څه اوري ولاړې ولاړې تل تر تله ته آفلاین سوې چاته چغې کړم او څوک مي نعره اوري چي خوندي وای آن تر مرګه زما سینه کې کاشکي زړه ته تیریدلای ستا خبرې چي هردم مي ږغولای اوریدلای ما د زړه موزیک کي ستا د خولې سندرې یو تصویر دي په زړه څه کانې ونه کړې؟ چي نه روغ سو راته پاته نه  ودان سو د واټساپ ږغ دي ماخوري نم نم نړیږم یاره ستا پر ځای ستا ږغ راته جانان سو اوس مې ستا هره خبره ده د یاده چي سهار وي که ماښام چي ږغوم یې حنیف سترګو کې را ډنډې کړمه اوښکې بیا لګیایم په بڼو باندې پېیم یې
نمایش همه...
😢 18💯 4 1🥰 1
بلال اذان د ازادۍ له جهالته وو بلال ځلانده د جانان له محبته وو بلال خدمت یې د نبي علیه السلام د قدم کړی دا څومره بختور له دې خدمته وو بلال نه ظلم نه سرو شګو نه د لمر وړانګو منکر کړ نشه چي د اسلام له حلاوته وو بلال اواز یې لړزولي وه برجونه د بدرنګو څه مست له استقلال له حریته وو بلال بس دغه ویاړ یې بس دی دنړۍ وبختور ته چي ګران پر پیغمبر له حقیقته وو بلال که تور و خو د سپیني مینی رنګ یې و په زړه کې پر ډیرو ګلرخانو لوړ قیمته وو بلال حنیفه اسلامي نړۍ ته ګران دی نازولی سردار د عاشقانو له اُمته وو بلال
نمایش همه...
🍓 23❤‍🔥 3
بلال اذان د ازادۍ له جهالته وو بلال سردار د عاشقۍ له محبته وو بلال خدمت یې د نبي علیه السلام د قدم کړی دا څومره بختور له دې خدمته وو بلال نه ظلم نه سرو شګو نه د لمر وړانګو منکر کړ نشه چي د اسلام له حلاوته وو بلال اواز یې لړزولي وه برجونه د بدرنګو څه مست له استقلال له حریته وو بلال بس دغه ویاړ یې بس دی دنړۍ وبختور ته چي ګران پر پیغمبر له حقیقته وو بلال که تور و خو د سپیني مینی رنګ یې و په زړه کې پر ډیرو ګلرخانو لوړ قیمته وو بلال حنیفه اسلامي نړۍ ته ګران دی محترم دی سردار د عاشقانو له اُمته وو بلال
نمایش همه...
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه ځار د پیغمبر وو او غمخوار د پیغمبر وو حضرت صدیق د سختو ورځو یار د پیغمبر وو خدای ورته ورکړی نرم خوی ښه حوصله وه کټ مټ په عادت باندي سینګار د پیغمبر وو تاج یې د لومړی خلافت ایښی په خپل سر دی رنګ یې اخیستلی له وقار د پیغمبر وو شپه کې د هجرت چي مصطفی تلی مدینې لره هغه شپه ملګری تر سهار د پیغمبر وو ژبه یې په حق او صداقت وه تل ګویانه کړی د معراج اول اقرار د پیغمبر وو زیری د جنت نبي په ژوند کې په ده کړی بدر او اُحُد کې پر کنار د پیغمبر وو خوله يي شه کږه حنیفه څوک چي یې بد وایې ګران پر صحابه وو دا دلدار د پیغمبر وو
نمایش همه...
18👍 3💯 3🥰 1
Photo unavailableShow in Telegram
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته يادونه👇 محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي چي اکثره چينلان بلاک سوي اوس په پره اخلاص ورسره ملګري شئ
نمایش همه...
العصر بصرې څانګه
قاري قاضي ملا عادل
مولوي محمد طاهر بهار احرار
مولوي محمد خالد منعم
مولوي شمس الرحمن مستغفر
مولوي عبد الصمد صميم
سيد محبوب شاه آغا
حافظ شهاب ځدراڼ
مولوي حکمت الله حاکمي
مولوي عصمت الله جهاد مل
مولوي عبد الصمد صميم
قاري منصور غزنوي
قاري محمود شاکر
مولوي نصرت الله نصرت
Photo unavailableShow in Telegram
#النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131
نمایش همه...
3
النبوي اداره یې وړاندي کوي کسر په خپل مقام دي یاره زړه مه تړه پام کړه په قام دي یاره زړه مه تړه آواز: مولوي عبدالجبار"ګوهري" کرښي: مولوي حنیف "مظهري" #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131
نمایش همه...
AUD-20240705-WA0045.mp35.40 MB
👍 13 5💯 4
یک طرح متفاوت انتخاب کنید

طرح فعلی شما تنها برای 5 کانال تجزیه و تحلیل را مجاز می کند. برای بیشتر، لطفا یک طرح دیگر انتخاب کنید.