fa
Feedback
Research Services

Research Services

رفتن به کانال در Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

نمایش بیشتر
2 984
مشترکین
+324 ساعت
-17 روز
-3030 روز
آرشیو پست ها
اکثریت جدولونو کې مو د يوه سيل ويشل په دوو برخو ليدلي وي نن يې عملي ډول وګورئ. لايک مو کمزوري دي ستاسو په خوښه زياتې اکسيل او ورډ ويډيو پورته کوو

د جدول په دوو برخو ويشلو طريقه

✅ د DOI په واسطه د مقالې دَ ډاونلوډولو وړيا سایټونه د doi یا ژورنال ادرس/لينک په مرسته د مقالې دَ ډاونلوډ کولو لپاره ، تاسو کولی شئ لاندې سایټونه وکاروئ: د مختلفو شرایطو له امله، ممکن ځینې سایټونه په ټاکلي وخت خلاص نشي. نو تاسو کولی شئ د بدیل په توګه بل لینک وکاروئ. https://paperdownloader.com/ https://paperhub.ir/ https://sci.hubg.org/ https://sci-hub.ee https://sci-hub.es.ht https://sci-hub.is https://sci-hub.it.nf https://sci-hub.org.cn https://sci-hub.ren https://sci-hub.se https://sci-hub.shop https://sci-hub.st https://sci-hub.tf https://sci-hubtw.hkvisa.net https://sci-hub.mksa.top/ https://sci-hub.ru/ https://iranpaper.ir/ https://libgen.ggfwzs.net https://freepaper.me/ http://ardabil-sci.com/extrapage/papertitle http://elearnica.ir/ http://sci-hub.is/ http://sci-hub.se https://sci-hub.hkvisa.net/ ____ 🌐

‏انتظار کوي یو نوی رنګ ته ناست دی، ‏یو سړی دې له تر آوسه زنګ ته ناست دی، ‏پښیمان دې په خپل کړي محبت کړم، ‏حق د چا کیده او څوک دې څنګ ته ناست دی،

‏ټولې هغه لیکنې ‏چې د زړه ماتېدو په اړه شوې دي ‏هېڅکله ې ‏هغه احساس بیان نکړؤ ‏لکه څنګه چې موږ تجربه کړي وؤ.!😕

‏چې د بخت مرغه به څوک نيسي افګاره ‏پسې وتي ډير ښکاريان دي يو ته نه يې ‏⁦⁩

‏دېرش دقیقې ورسره ناسته وم، د هغه خبرې مې اورېدې. د تګ په وخت کې وویل: رښتیا، هېر مې شول، ستا عمر څو دی؟ ‏ومې ویل : یوازې دېرش دقیقې.

‏او دوی دې لومړی احساس ووژني، ‏بیا درنه وپوښتي، ‏چې ولې دومره بدل شوی يې.؟

‏د درد ترخه ملنډه دا ده چې ‏د هغه چا څخه د تسلیت هیله لرې ‏چې ته ې ژوبل کړې ې.!😕

ما له پخوا په دې اړه یوه نیمه کرښه راټوله او لیکلې وه، که څه هم دا دې موضوع لپاره لږ هم کافي نه دي او کتابونه پرې ډکېږي، خو له ننۍ ژمنې سره سم یې دلته خپروم، هیله ده تر ډېرو خلکو ورسېږي! (ډیپریشن یا خفګان) پېژندنه، لاملونه، او د حل لارې یې: ډیپریشن یا خفګان یوه جدي رواني ناروغي ده چې د انسان په رواني، فکري، او جسماني حالت ژور اغېز کوي. دا حالت د اوږدمهاله خفګان، یوازیتوب، بې هدفۍ، او ورځنیو چارو په وړاندې د بې علاقې توب په بڼه څرګندېږي. د دې ناروغۍ له امله انسان د خپل ژوند په ټولو برخو کې ستونزې تجربه کوي، چې په کورنۍ، ټولنیز ژوند، او فزیکي و رواني روغتیا مستقیم اغېز لري. ــــــــــ هغه عمده نښې نښانې چې یو څوک یې کولی شي د ډیپریشن په شتون کې ولري په دې ډول دي: دوامداره خفګان او نا امیدي،د کار او ورځنیو چارو او کړنو په وړاندې بې علاقې توب,د خوب ګډوډي (زیات خوب یا بې خوبۍ),د اشتها بدلون (زیات یا کم خوراک)،د انرژۍ کمښت او دوامداره ستړیا،د ځان ملامت ګڼل یا د بې حده ګناه احساس( حال دا چې دوی به هیڅ نه وي کړي) ،د تمرکز کمزوري او فکر کولو ستونزه،د ځان وژنې یا ځان ته زیان رسولو فکرونه، د لارې او هدف ورکول (زه د څه لپاره یم؟) ــــــــ د ډیپریشن اصلي لاملونه: 1. بې کاري او بې هدفي: بې کاري د ډیپریشن د مهمو عواملو څخه ده. کله چې یو فرد بې کاره پاتې شي، هغه د بې ارزښته کېدو او یوازیتوب احساس کوي، بې هدفه ژوند د وخت ضایع کېدو، د ځان ملامتۍ، او منفي فکرونو د زیاتېدو سبب کېږي، او هر څه یو غیرې منظم لوري ته بیایي! 2. د خرابې او بې درکې ټولنې غړیتوب چېرته چې ټولنیز او اخلاقي فساد او جنسي فقر زیات وي: په یوه ناوړه ټولنه کې ژوند کول، چیرته چې اخلاقي فساد، بې عدالتي، او اجتماعي ظلمونه عام وي، د ډیپریشن سبب کېږي،دا ډول ټولنې کې انسان د نا امنۍ او یوازیتوب احساس کوي، چې ذهني فشار زیاتوي! 3. شکنجه او رواني فشار: فردي یا ټولنیزه شکنجه، لکه د جسمي یا رواني تشدد تجربه کول، دا د ډیپریشن یو جدي لامل دی؛ دا ډول وضعیت د انسان ذهني او احساساتي توازن خرابوي! 4. په تېرو وختونو کې جنسي زورونه او بلک میلینګ: د ماشوموالي یا ځوانۍ په وخت کې د جنسي زورونې یا جنايي بلک میلینګ تجربه کول د ډیپریشن په جوړېدو کې ډېر لوی رول لري. دا حالت د ځان ملامتۍ، شرم، او نا امیدۍ سبب کېږي او ډېر وخت د اوږدې مودې لپاره رواني اغېز پرېږدي، انسان ته په داسې ځوړند حالت کې قرار ورکوي چې نه ژوند ته دوام ورکولی شي او نه د مجبورۍ له امله د نورو له ژبې تېرېدای شي! 5. رواني ټراما او ټولنیز فشار: رواني ټراما لکه د کورنۍ ستونزې، بې وزلي، او د ټولنیز فشار شتون، د ډیپریشن احتمال لوړوي. دغه ستونزې د فرد په اعتماد او ذهني سکون مستقیم اغېز لري! 6. پر نورو له حده ډېره خوشباوري: اړیکې د ژوند اصل دی چې بدبختانه زموږ په ټولنه کې یې نوی نسل له وخته مخکې پراخوالی او ډېروالی غواړي، هر څوک چې ورسره مخ کېږي فکر کوي دا به یې د ژوند ښه ملګری شي او همداسې ورسره اړیکې پراخوالي ته بیايي، حال دا چې په دې کې د عمر او شخصیت تفاوت ته هیڅ ترجیه نه ورکول کېږي، په ساده اصطلاح کله له یو انسان نه ځانته ټوله نړۍ جوړه کړي او بیا ټولې نړۍ ته په هماغه سترګه ګوري، چې د هغه له لوري هر ډول پېښېدونکی حالت یې بیا له ټولې نړۍ او انسانانو زړه مړوي او یو ډول احساساتي بې حسي ورته پیدا کوي، بیا یې نو احساسات د ټولو او حتی ځان پر وړاندې مړه شي او په یو جسد بدل شي! ـــــــــــــ د نړۍ ځینې ارواپوهان د ډیپریشن د کمولو لپاره د ځینو حل لارو توصیه کوي، ما هڅه وکړه د ډېرو هغو نظرونه ومومم خو د اوس لپاره همدومره وتوانېدم، په دې کې د اسلامۍ نړۍ د عالمانو او پوهانو نظریات او سپارښتنې هم شته چې دا موضوع ښه روښانه کولی شي، زه یې دلته په خپل دغه مجموعي لیک کې یو څو نمونې راخلم: 1. ویلیم جیمز (۱۸۴۲-۱۹۱۰)کتاب: "The Principles of Psychology"نظر: ویلیم جیمز، چې د ارواپوهنې پلار ګڼل کېږي، په خپل کتاب کې د احساساتو او فزیکي حالتونو ترمنځ اړیکه څېړلې ده. هغه باور درلود چې فزیکي فعالیتونه لکه ورزش، او کار کولی شي د احساساتو په ښه کولو کې مرسته وکړي، چې دا د ډیپریشن په درملنه کې مهم ګڼل کېږي. 2. آرون ټي بک (۱۹۲۱-۲۰۲۱)کتاب: "Cognitive Therapy and the Emotional Disorders"نظر: آرون بک د ادراکي درملنې (Cognitive Therapy) بنسټ ایښودونکی دی. هغه په دې باور و چې منفي فکرونه او باورونه د ډیپریشن سبب کېږي، او د دې فکرونو په بدلولو سره کولی شو د ډیپریشن نښې کمې کړو. 3. مارتین سیلیګمن (۱۹۴۲-حیات لري)کتاب: "Learned Optimism"نظر: سیلیګمن د مثبتې ارواپوهنې بنسټګر دی. هغه په دې باور دی چې افراد کولی شي د مثبت فکر کولو مهارتونه زده کړي، چې دا به د ډیپریشن په کمولو او د ژوند په کیفیت ښه کولو کې مرسته وکړي.

*إمام الذهبي رحمه ﷲ وایي:* *په ﷲ قسم! هغه څوک به کامیابه نه شي چي د خپل ځان پاکي وایي یا ځان ورته لوئ ښکاري.* *[سير أعلام النبلاء - (190/4)]*

*د مور زړه ته وګوره!* *أم قیس رضی الله عنها وايي: یو زوی مې مړ شو، سخته خفه وم، خلکو ته مې وویل:* *په يخو اوبو غسل ورنه کړئ چې راته به يې مړ کړئ.* *أخرجه النسائي (١٨٨٢)*

هر هغه څوک چې سلایډونه جوړوي مونږ همېش لپاره د خپلو هیوادوالو لپاره په هغو اوسنیو ګټورو افلیکشنونو او یا هم سایټونو باندې کار کوو، چې زیاته ګټه ترې اخیستلی شي. دا چې نن سبا د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ وخت ده تاسو صرف څو دقیقې همدا ویډیو وګورئ تاسو ته به معلومات وشي چې لسګونه سلایډونه څنګه په یوه دقیقه کې په ډېر ښه شکل جوړوي. ددې سایټ لينک👇 https://workspace.google.com/marketplace/app/slidesaiio_create_slides_with_ai/904276957168?utm_source=main-hero-cta&utm_medium=slidesai-website

+1
له ۳۰۰ نه د زياتو غوره شخصيتونو پوهانو، فليسوفانو ... لند معرفت او ويناوي لیکوال او ژباړن: عصمت کلیوال د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ! ټيلګرام چينل لينک:

دا چې د لوړو زده کړو وزارت اصولو له مخې د جدى او دلو مياشتو کې محصلان کولى شي چې د يوه خصوصي پوهنتون څخه بل خصوصي پوهنتون ته تبديلي وکړي نو د تبديلۍ لپاره يو فورم چې د تبديلۍ فورم په نوم ياديږي را اخيستل کېږي مونږ درته اپډيټ تبديلۍ فورم د 1403 کال جدى او دلو مياشتو لپاره را واخيستو. ګټه ترې واخلئ

له براین ټریسی نه یی د هغه د ورځنی تقسیم اوقات په اړه وه پوښتل! هغه وویل ما خپله ورځ یعنی 24 ساعته په 3 کټګوريو ویشلی! ● 8 ساعته می د سخت کار او درس لپاره ځانګړی کړی! ● 8 ساعته می د شخصی ژوند،له ملګرو سره ملاقات،چکر ته تګ،د ټولنیزو رسنیو استعمال.. ځانګړی کړی! ● 8 ساعته می د خوب او استراحت لپاره ځانګړی کړی دی! 8+8+8=24 Hour's • که چیری تاسو شخصی او کاری ژوند نشی سره جلا کولی هغه ستاسی ستونزه ده،خو اړ تیا داده چه د ژوند په هر اړخ که مو نظم مرعات کړی! • تاسو هم د خپلی ورځنی تقسیم اوقات په اړه مو معلومات راسره شریک کړی! ــــــــــــــــــــــــــــ ✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"

د ناپوهانو اړوند د لویو فیلسوفانو نظریات: 1. سقراط: سقراط به ویل چې ناپوهان د پوهې د کمښت له امله ځان پوه ګڼي. هغه باور درلود چې ناپوهان ډېری وخت د هوښیارانو په خبرو نه پوهېږي، نو پر هغوی مسخره کوي. سقراط په دې باور و چې دا ډول خلک د خپل ځان نه پوهېدلو له امله په نورو هوښیارانو ملنډې وهي. 2. افلاطون: افلاطون په "جمہوریت" کتاب کې ویلي چې هغه خلک چې په ناپوهۍ کې ژوند کوي، د هوښیارانو په خبرو نه پوهېږي، نو پر هغه خندل یې عادت ګرځي. هغه باور درلود چې هوښیاران له همدې امله له ځانونو سره یو ډول ژوره پوهه او تحلیل ساتي چې له دې ډول کسانو څخه ځان وساتي. 3. ارسطو: ارسطو ویل چې ناپوهان ځکه د هوښیارانو په خبرو ملنډې وهي چې دوی د حقیقت او منطق په اړه لږ فکر کوي. هغه باور درلود چې ځینې خلک فطرتاً د عقل او هوښیارۍ له لارو څخه ځانونه لرې کوي، ځکه یې له حقیقت سره مینه نه وي. 4. نیچه: نیچه به ویل چې د کمزورو خلکو یوه ځانګړنه دا وي چې هغوی د قدرت او عقل په وړاندې د تمسخر او انکار چلند غوره کوي. هغه باور درلود چې داسې خلک د خپل ناڅاپي غرور له امله لوی فکرونو تمسخر کوي. #Ihsa@IhsasLibrary

څو دانې نصیحتونه  . -1 د سګرټ څکولو څخه ډډه وکړئ. -2 د میرمنې په انتخاب کې ډیر فکر وکړئ ځکه چې ستاسو ۹۰ سلنه خوښي یا غم په هغې پورې اړه/تړلي دي. -3 ډېر ارزانه شیان مه اخلئ چ له کفیت بیکاره وي . -4 ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې د خپل مزاج او خوښې مطابق ژوند وکړي، هڅه مه کوئ چې په سمه توګه یې ستاسو په شان جوړ کړي ځکه هغوي ستا له زیږون 22 کال زیات یا وروسته پیدا شوي دي. -5 خپل وخت د انتقاد کوونکو په تعقیب مه ضایع کوئ -6 په هیڅ سیاستوال باور مه کوئ. -7 کله مو چې موټر له چا څخه د کار لپاره  واخیست، له تېلو ډکولو وروسته یې بیرته ورکړئ. -8 همیشه په ځان باور ولرئ -9 د کار له سرته رسولو مخکې مزدوري ته پیسې مه ورکوئ شاید کار مو نیمګړي پاتې شي . -10 د هغه چا په مخ کې د خپلې شتمنۍ خبرې مه کوه چې له تا څخه زیات شتمن یا غریب وي. 11 ملګرو ته په قرض ورکولو کې احتياط وکړئ ځکه امکان لري چې پیسې او دوست دواړه له لاسه ورکړې. نور بیا #Ihsa@IhsasLibrary

_letter of lov.pdf1.95 MB

د ښځې وفاداري هغه وخت معلومیږي چې سړی هیڅ ونلري. او د انسان وفاداري هغه وخت معلومیږي چې هر څه ولري... ❤️🥀