fa
Feedback
Research Services

Research Services

رفتن به کانال در Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

نمایش بیشتر
2 987
مشترکین
-224 ساعت
-57 روز
-3930 روز
آرشیو پست ها
د c drive صفا کولو لپاره اکثریت به تاسو ليدلي وي چې زمونږ د کمپيوټر سي ډرايو دومره ډک ليدل کېږي چې رنګ يې سور ته بدل شوى وي.
د c drive صفا کولو لپاره اکثریت به تاسو ليدلي وي چې زمونږ د کمپيوټر سي ډرايو دومره ډک ليدل کېږي چې رنګ يې سور ته بدل شوى وي. اکثریت وخت داسې ډيټا هلته ځاى په ځاى شوي وي چې غير ضروري وي نو تاسو ددې مشکل حل لپاره لاندې طریقه استعمال کړئ. د کمپيوټر run ته ولاړ شئ يا window+R شارټ کټ څخه کار واخلئ او لاندې کمانډونه استعمال کړئ. 1)temp 2)%temp% 3)cleanmgr 4)recent هر کمانډ بيل بيل استعماليږي. کله چې هر څه راغلل ټول ډيټا انتخاب کړئ او ډيليټ يې کړئ. #کمپيوټر #انټرنيټ #فيسبوک

جرايمو کشف کې د ټکنالوژۍ رول.pdf10.04 KB

د جرايمو په کشف کې د ټکنالوژۍ رول تر عنوان لاندې پايليک د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ څانګ
د جرايمو په کشف کې د ټکنالوژۍ رول تر عنوان لاندې پايليک د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ څانګې يوه محصل ليکلى دى ماشاﺀالله ډېر په زړه پورې معلومات يې پکې ځاى په ځاى کړي دي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلان ترې استفاده کولى شي. 👇👇👇

✅ استاد فاند دار در رشته های مهندسی عمران، برنامه ریزی شهری، جغرافیا، مهندسی کامپیوتر در مقطع دکترا، کانادا 𝗙𝘂𝗻𝗱𝗲𝗱 𝗠𝗦𝗰/𝗣𝗵𝗗 & 𝗖𝗼𝗹𝗹𝗮𝗯𝗼𝗿𝗮𝘁𝗶𝗼𝗻 𝗢𝗽𝗽𝗼𝗿𝘁𝘂𝗻𝗶𝘁𝗶𝗲𝘀 I’m thrilled to share that I’ll be joining the Department of Civil & Environmental Engineering at the University of Alberta as an Assistant Professor in July 2025! 𝑮𝒓𝒂𝒅𝒖𝒂𝒕𝒆 𝑺𝒕𝒖𝒅𝒆𝒏𝒕 𝑶𝒑𝒑𝒐𝒓𝒕𝒖𝒏𝒊𝒕𝒚 (𝑺𝒑𝒓𝒊𝒏𝒈/𝑭𝒂𝒍𝒍 2026) I’m recruiting 1–2 motivated MSc/PhD students to join my group in Spring or Fall 2026. If you're interested in transportation networks, climate resilience, or public health, learn more here: https://lnkd.in/ehfQa4ng

په ورډ پروګرام کې وړيا او تيار جوړ شوي مختلف قسمه سرټيفيکټ نمونې. 👇👇 https://www.template.net/editable/word

فيسبوک کې د غير اخلاقي اعلاناتو، ويډيو او سياسي پوسټونو بندول اکثریت وخت سړى د ملګرو، فاميل او يا هم مشرانو سره ناست وي کله نه کله داسې اعلان او يا هم د يوه بل چا ويډيو راشي چې هېڅ د کتلو وړ نه وي ددې مشکل حل لپاره فيسبوک کې لاندې لنډ سيټينګ فعال کړئ. #فيسبوک #اعلانات

photo content

60. یحیی زرقالی – نجومي ، اسطرلاب جوړوونکی او د اوبو ساعت اختراع کوونکى. 61. ابوالحسن نسوي – د جذر او مکعب محاسبې عصري طریقې موجد. 62. ابن رشد – فیلسوف، فقیه او اندلسي طبيب 63. ابن رومیه – گیاه‌پوه او داروساز. 64. ابن طفیل – فیلسوف، طبیب، او د "حي بن یقطان" لیکوال. 65. شهاب‌الدین تیفاشي – د قیمتي کاڼو متخصص. 66. ابن یحیی مغربي – د نسبي عددونو کشف کوونکى. https://www.facebook.com/MazloumYar.Bahar د اسلامي تمدن د زرینو دورو دا نابغه پوهان، یوازې د خپلو وختونو علمي مشعلونه نه، بلکې د بشري تاریخ د دوامداره پرمختګ اصلي بنسټګر دي. د دوی فکر، کشفونې او لاسته راوړنې باید په ژوره توګه وپېژندل شي، ولمانځل شي او راتلونکي نسلونه ترې الهام واخلي. مسلمان پوهان د علم، تقوا، اخلاق، او بشردوستۍ بېلګې دي، انسانیت ته یې داسې خزانه پرېښې چې هېڅکله نه زړه کېږي. اما متاسفانه اوسنيو مسلمانانو ددې پر ځاى چې دَ هغوى لار تعقيب کړي، ستاينه يې وکړي، يادونه يې تازه کړي، برعکس داسې کړنې يې وکړې او کوي چې اسلام او مسلمانان يې دَ سوال لاندې راوستل.

د اسلامي تمدن د زرین دور علمي شخصیتونه په تاریخ کې يو داسې دوره وه چې انسانانو "تیارو وختونو" په نامه یادوله، خو د مسلمانانو لپاره دا دوره د رڼا، علم، تمدن او پرمختګ زمانه وه. د اسلامي تمدن په زرین عصر (۷م تر ۱۳م میلادي پېړۍ) کې، مسلمان پوهانو د نړۍ د علم، فلسفي، ریاضي، طبي، نجوم، جغرافيه ، فزیک، کیمیا او بشري علومو په وده کې داسې بنسټونه کیښودل چې نننۍ نړۍ لا هم ترې ګټه اخلي. https://www.facebook.com/MazloumYar.Bahar له بغداد نه تر اندلسه پورې د عباسي خلافت د علم مرکزونه لکه "بيت الحکمه" د تمدنونو د تبادلې مرکزونه هم وو. مسلمان پوهانو نه یوازې دا چې د یونان، فارس، هند او روم علوم يې وژباړل، بلکې هغوی ته یې نوې روحيه ورکړه، سمونه یې وکړه او نوې کشفونې یې رامنځته کړې. همداراز، ښځینه پوهانو لکه فاطمه فهري هم د پوهې په ډګر کې ځانګړى ځای درلود نړۍ ته يې دا یې ثابته کړه چې علم د ټول انسانیت حق دی. په لاندې لېست کې د هغو سترو مسلمان پوهانو نومونه، تخصص او لاسته راوړنې ذکر شوي چې د بشريت د علمي میراث بنسټ‌ګر ګڼل کېږي: د اسلامي تمدن د سترو پوهانو نوملړ او لاسته راوړنې 1. ابن یونس – ریاضي‌پوه او نجومي. 2. الجزري – د روبوټیک علم بنسټګر. 3. ابوحامد غزالي – د فلسفې د نړۍ متحول کوونکی. 4. شریف الادریسي – جغرافیه‌پوه او نړۍ‌گرد. 5. فاطمه فهري – د نړۍ د لومړي پوهنتون بنسټګره. 6. الزهراوي – د عصري جراحي پلار. 7. ابن العوام – د منځنۍ دورې تر ټولو لوی کرنيز دايرة‌المعارف لیکوال. 8. ابن بیطار – نابغه دارو جوړونکى او نبات‌پوه. 9. ابن نفیس – د وینې د دوران موندونکی او ستر فزیولوژیست. 10. بنو موسی وروڼه – هندسه، نجوم او د ميخانيک ماهرین. 11. ابن بطوطه – د تاریخ تر ټولو ستر سیلانی. 12. ابن ندیم – د الفهرست کتاب لیکوال. 13. ابن خلدون – د ټولنپوهنې (Sociology) بنسټګر. 14. عبدالرحمن شافعي – د بازار د تنظیم اثر لیکوال. 15. الخوارزمي – د الجبر او انتگرال پلار. 16. ابوریحان البیروني – د علومو همېشنۍ مرجع. 17. ابن هیثم – د اپتیک فزیک بنسټګر. 18. البتاني – نجومي، ستورپوه او د مثلثاتو پلار. 19. ابن فرناس – د پرواز لومړی تجربه کوونکی. 20. عبدالرحمن صوفي – ستوري پېژندونکى 21. زریاب – موسیقي‌پوه، ساز جوړوونکي او د فېشن بنسټګر. 22. الکندي – فیلسوف او ریاضي‌پوه. 23. الخازني – نجومي، میخانیک‌پوه او ریاضي‌پوه. 24. جابر بن حیان – د کیمیا پلار. 25. ابن جزار – د ماشومانو ناروغیو متخصص 26. ابوالوفا بوزجاني – ریاضي‌پوه، نجومي او د مثلثات ماهر. 27. قطب‌الدین شیرازي – نجومي ، رياضي او فلسفې پوه. 28. کمال‌الدین فارسی – ریاضي‌پوه او فزیک‌پوه. 29. ابن ابی اصیعبه – نبات‌پوه او طبیب. 30. فزاری – د اسطرلاب مخترع او نجومي 31. ابن سنان – د لمریز ساعتونو جوړوونکی. 32. ابن خردادبه – جغرافیه‌پوه. 33. ابومعشر بلخي – نجومي او د ۴۰ کتابونو لیکوال. 34. ثابت بن قره – د میخانیک، استاتیک او ریاضیاتو پلار. 35. جاحظ – ادیب، ژوی‌پوه او د ۲۰۰ کتابونو لیکوال. 36. حبش عبدالله مروزي – نجومي او ریاضي‌پوه. 37. حنین بن اسحاق – طبیب او د یوناني او سریاني کتابونو ژباړونکی. 38. ابوبکر رازي – طبي نابغه، کیمیا‌پوه او د الکولو کشف کوونکى. 39. ربن طبري – طبیب او د طب دايره‌المعارف لیکوال. 40. فارابي – فیلسوف او موسیقي‌پوه. 41. ابوالعباس فرغاني – نجومي ، ریاضي‌پوه او د نیل د اوبو سنج جوړوونکی. 42. ماهاني – نجومي او ریاضي‌پوه. 43. فضل بن حاکم نیریزي – هواپېژندونکی، نجومي او ریاضي‌پوه. 44. ابن جلجل – داروساز او اندلسي طبیب. 45. ابن حوقل – نامتو جغرافیه‌پوه. 46. ابن سینا (ابوعلي سینا) – طبیب، فیلسوف او د "شیخ‌الرئیس" لقب لرونکی. 47. ابن مسکویه – طبیب او فیلسوف. 48. ابوسهل کوهي – ریاضي‌پوه، نجومي او د پرګراف مخترع. 49. ابو محمود خنجدی – نجومي او د کروي مثلثاتو قضیې کشف کوونکى 50. ابوسعید سجزي – هندسه‌پوه، نجومي، د قطب‌نما جوړوونکی. 51. ابوالحسن طبري – طبیب او د معالجې شارح. 52. ابوبکر کرجي – د الجبري څو جملو حاسب. 53. کوشیار بن لبان – نجومي ، ریاضي‌پوه او د مثلثي توابعو متخصص. 54. المقدسي – ستر جغرافیه‌پوه او نقشه جوړوونکی. 55. علي بن یونس – نجومي، ریاضي‌پوه، د زیج حاکمي لیکوال. 56. اسفزاري – مهندس، نجومي او د جلالي تقویم تدوین کوونکی. 57. سید اسماعیل جرجاني – طبیب، د طب او دارو دايرة‌المعارف لیکوال. 58. حاسب طبري – ریاضي‌پوه، د "مفتاح المعاملات" لیکوال. 59. عمر خیام – ریاضي‌پوه، فیلسوف، شاعر او د جلالي تقویم جوړوونکی.

جامعه اسلامیه حماديه داسي اپليکشن وړاندي کړی چي په پښتو ، فارسي ، عربي او انګليسي ژبو باندي د ميراث مسئلې په اسانۍ سره حلوي ،
+1
جامعه اسلامیه حماديه داسي اپليکشن وړاندي کړی چي په پښتو ، فارسي ، عربي او انګليسي ژبو باندي د ميراث مسئلې په اسانۍ سره حلوي ، د وفات سوي کس د ميراث وړونکو حصې معلوموي او که څوک غواړي چي دقيق رقم يې معلوم کړي هغه هم معلومولای سي. #هيله: تاسو يې انسټال کړی او تر نورو يې هم ورسوئ. #يادونه: کله چي اپليکشن خلاص سي نو د وفات کس قريبان انتخاب کړئ، تعداد يې انتخاب کړی فورا تاسو ته نتيجه ښيي. دغه اپليکشن هيڅ قسم اعلان نه لري د منفعت پرته د نورو خدماتو په څېر صرف صدقه جاریه او ستاسو د خدمت يوه برخه ده د اپليکيشن لينک: https://play.google.com/store/apps/details?id=com.Jamiaislamia.hammadia&pcampaignid=web_share #اپليکشن #افغانستان

موږ داسې مرحلې ته رسېدلي یو چې حیوانات هم هغه نه قبلوي: نارینه له نارینه سره واده کوي ، ښځې له ښځو سره! داسې ټولنه چې د فطرت له هرې نښې بې‌برخې ده... زه د دې انحرافاتو پر وړاندې له ټول وس سره مبارزه کوم ؛ خو کله چې وینم همدا انحرافونه ستاسو د ټولنو نخبګانو ته هم رسیدلي، زړه مې بدېږي! نو ستاسو اسلام چېرته دی چې ما ورته رابولئ؟ په ایوانکا او د هغې پر مور مې قسم، که چېرته تاسو اسلام د خپل پیغمبر او خلفاوو په څېر پلی کړی وای، موږ به لومړني کسان وو چې ورګرځېدلي وای. موږ دې دین ته اړتیا لرو ، نه د دین زیاتوالي لپاره ؛ بلکې د سرمايه داري لجنزار او کثافاتو نه د ځان د ژغورنې لپاره . خو څه وکړو، چې تاسو خپله له عملي کولو وېرېږئ؟ په پای کې، زه درته عز بن عبدالسلام درپه‌ یادوم؛ هغه چې د حق خبره یې وکړه او د ظالمانو عرشونه یې ولړزول، بې له دې چې ویره ولري. ای د نفاق شیخه! له تا غواړم د هغه لار تعقیب کړې؛ د حق خبره وکړه، د الله په لاره کې د هېچا له ملامتیا مه وېرېږه. سړی شه، لکه څرنګه چې ستا رب درته امر کړی؛ خپل حال بدل کړه ، لکه څنګه چې ستاسو پیغمبر بدل کړ. هغه پولې چې موږ ستاسو ترمنځ ایښې، ړنګې کړئ، هغه تختونه چې موږ ستاسو پر اوږو ایښي، نسکور کړئ، او خپل ریښتینی اسلام یې پر کنډوالو جوړ کړئ... که تاسو دا وکړل، نو بیا به بلنې ته اړتیا نه وي. زه به پخپله، د خپل قوم په سر کې، ستاسو خاورې ته هجرت وکړم...

يادونه : دا مقاله په درې ژبه خپره شوې وه ، ما يې پښتو ژباړه اړينه و بلله ، دادی تر سمونې او ترتيب وروسته يې ستاسو لوستلو ته وړاندې کوم ! غزل ترنم د شیخ مصطفی له لوري ټرمپ ته عجیبه بلنه او د ډونالډ ټرمپ دقیق ځواب لیکوال: صلاح المختار یو مصري شیخ، ټرمپ اسلام ته رابولي... او ټرمپ څه ډول ځواب ورکوي؟ دا یو خیالي خو ژور مانا لرونکی لیک دی، چې د امت د سقوط، ضعف او ذلت ژور انځور وړاندې کوي. د ټرمپ ځواب شیخ مصطفی ته له ټرمپ څخه شیخ مصطفی ته: ستا ویډیويي پیغام مې ترلاسه کړ، چې زه دې پکې اسلام ته بللی یم. ستا دليک بڼه د هغو لیکونو په څېر وه چې ستاسو پیغمبر محمد (صلى الله علیه وسلم) د وخت پادشاهانو ته لېږلي وو: د روم قیصر، د ایران کسرا، او د مصر مقوقس ته. احساسات مې را و پارېدل چې دا بلنه د کومې شاهي ماڼۍ څخه رااستول شوې، خو راته وویل شول چې ته د نیل سیند پر غاړه، د مصر په یوه کلي کې اوسیږې. ته نه د حکومت له کسانو یې؛ نه قدرت لرې ؛ بلکې یوازې د شرعي مسایلو لکه نکاح، طلاق او زکات په اړه فتواوې ورکوې. خو زه به دې حیران کړم ؛ ما ستا پیغام جدي ونیوه او ژور فکر مې پرې فکر مې وکړ، خو هېڅ داسې دلیل مې ونه موند چې ستا د بلنې منلو ته مې و هڅوي . ته څنګه ما اسلام ته دربولې پداسې حال کې چې ټول اسلامي مشران مې په يوه اشاره حضور ته را زغلي؟ آیا ښه نه ده چې اول هغوی اسلام ته دعوت کړې؟ څنګه دې د داسې دین بلنه راکوله چې حتا تاته یې د غزې په لوري د يو ګام اخيستلو احساس نه دی در کړی ؛ حال دا چې خلک یې زموږ په وسلو وژل کېږي؟ تا ولې د مظلومانو د دفاع لپاره له نورو خلکو ړومبی قیام ونه کړ ؟ آیا هغوی ستا د دین وروڼه نه دي؟ ته ما څنګه داسې دین ته بولې چې حتی دا جرات درنه اخلي چې د خپلو حاکمانو پر وړاندې "د حق خبره" وکړې؟ هغه حاکمان چې د غزې پر ضد توطئې کوي ؛ په محاصره‌ کې یې شریک دي ؛ او د لوږې په خپرولو کې لاس لري؟ زه چې څو ورځې مخکې ، له درې عربي هېوادونو (سعودي عرب، قطر او امارات) نه راستون شوم ، څلور تریلیونه ډالر مې له ځان سره راوړل ! که نور هم هلته پاتې شوی وای ، دوه برابره مې ترې اخیستلی شوای ! آیا ستاسو اسلام دا ډول د مسلمانانو د شتمنیو غلا روا ګڼي؟ یا لږ تر لږه، ستاسو چوپتیا توجیه کوي؟ ته د هغوی کارونه ردولی نه شې ؛ خو ما اسلام ته دعوتوې؟ ما خو ستاسې له واکمنانو یواځې پیسې او غلامي ولیده ؛ ما خو له هغوی سره د اسلام عزت و نه ليد . ته ما په داسې حال کې اسلام ته در بولې چې ستاسو امت ۵۶ ټوټې شوی دی، او حتا د يو والي او عادلانه خلافت د رغښت لپاره يې يو غږ هم نه دی اوچت کړی ! تاسو د اسلام خبره کوئ ؛ خو د خپلو هغو حاکمانو پر وړاندې د یوه غږ جرات نه لرئ ؟ چې زما په يوه اشاره اطاعت کوي! ای شیخ مصطفی! د نیویارک ، فلوریډا ، کلیفورنیا او نورو ایالتونو په کوڅو کې د غزې ملاتړ لپاره مظاهرې ترسره شوې ؛ خو له تاسو هیڅ لغریون ونه لیدل شو . بلکه تاسو مظاهره حرامه ګڼلې ځکه چې "نارینه او ښځینه یو ځای کېږي !" یو ماهر امریکایي پيلوټ چې میلیونونه ډالر پرې لګول شوي وو ، د غزې د حالاتو له امله ځان وسوځاوه او مړ شو... خو ته په آرامۍ سره په خپل کور ناست یې ، خوراک کوې ، څښاک کوې ، او ښایي فتوا دې هم ورکړې وي چې دا پيلوټ جهنم ته ځي ځکه خپل ځان یې سوځولی! زه له ځانه پوښتم: داسې دین ته دې ولې در بللم چې حتی ستا په پیروانو کې يې د منلو هیڅ انګیزه نه تر سترګو کېږي؟ آیا واقعاً تاسو مسلمانان یاست؟ راځه چې ستا قطب‌نما درته سمه کړم : ستاسو پیغمبر محمد (صلى الله علیه وسلم)، په مکه کې له هجرت وړاندې هېڅ پادشاه ته لیک نه دی لېږلی ؛ که یې لېږلی وای، څه به یې ویلي وو ؟ آيا ويلي به یې ؤ چې موږ ضعیف یو، محاصره شوي یو، وږې یو، شکنجه کېږو؟ هغه دا لیکونه یواځې له هجرت وروسته واستول ، کله چې یې حکومت جوړ کړی و او قدرت یې درلود. لیکونو یې دا پیغام درلود: "اسلام راوړه، سلامت پاتې شه" — دا یوه بلنه وه د اقتدار سره. دا کار هغه څوک کولی شي چې ریښتینی ملاتړ ولري. دا پیغام ځکه مؤثر ؤچې په مدینه کې د اسلامي تمدن عملي نمونه موجوده وه. ای شیخ مصطفی! هغه بلنه چې محمد (صلى الله علیه وسلم) ورکړې وه ، ریښتینې وه ، نه دا ډول بلنه چې ته یې له خپل کور یا د تلویزیون له پردې ورکوې ، حال دا چې یوازې ستا اندیښنه د حیض او نفاس فتواوې دي! ګمانه مه کوه چې موږ امریکایان خوشاله یو! زموږ سرمایه‌داري نظام موږ ستړي کړي یو ، زموږ کورنۍ یې ویجاړې کړې، ټولنه مو له منځه تللې ، او موږ یې یو له بل سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره جنګېدونکو لېوانو ته اړولي یو.

+6
جامع التقاریر په قندهاری پښتو (1).pdf10.52 MB

د يخچال پرته د غوښې د ساتنې یو ځانګړی طریقه! د غوښې د ساتلو لپاره غوښه په کیلو کیلو وزن پلاستیکي کڅوړو/خلتو کې واچوئ،هرې کڅوړ
د يخچال پرته د غوښې د ساتنې یو ځانګړی طریقه! د غوښې د ساتلو لپاره غوښه په کیلو کیلو وزن پلاستیکي کڅوړو/خلتو کې واچوئ،هرې کڅوړې تۀ یوه نرمه غوټه ورکړئ،داسې چې لږه هوا پکې ننوتلې پاته وي. بیا داکڅوړې هغو کورونو ته ورکړئ چې قرباني یې نه ده کړې،یقیني خبره ده چې دا غوښه بۀ تر قیامته پورې هم خرابه نۀسي😒 ـــــــــــــــ

۳۰️⃣ 🇬🇧 د برېټیش کونسل د ژبې ښوونکو روزنیز سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/british-council-languages-teacher-training-scholarship/ ۳۱️⃣ 🇬🇧 د آکسفورډ پوهنتون د ښځو لپاره اجرایي ډیپلوم سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/oxford-executive-diploma-scholarship-for-women/ ۳۲️⃣ 🇬🇧 د آکسفورډ پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا Clarendon Fund بورس 👉 https://o4af.com/opportunity/clarendon-fund-at-oxford-university/ ۳۳️⃣ 🇨🇳 د شوارزمن ماسټرۍ بشپړ سکالرشپ — چین 👉 https://scholarships.af/opportunity/schwarzman-scholars-masters-fully-funded-program-in-china/ ۳۴️⃣ 🇸🇦 د ملک فهد د نفت او منرالونو پوهنتون بشپړ بورس 👉 https://scholarships.af/opportunity/kfupm-admission-international-students-saudi-arabia/ ۳۵️⃣ 🇦🇿 د خزر پوهنتون د لیاقت پر بنسټ سکالرشپ 👉 https://o4af.com/opportunity/khazar-university-merit-based-scholarships/ ۳۶️⃣ 🇦🇹 د اتریش د ښځو لپاره د کمپیوټر ساینس ماسټرۍ سکالرشپ 👉 https://o4af.com/opportunity/helmut-veith-stipend-female-applicants-austria/ ۳۷️⃣ 🇩🇪 د آلمان د لایپزیګ پوهنتون DAAD MBA بورس 👉 https://o4af.com/opportunity/daad-scholarship-for-sept-mba-program/ ۳۸️⃣ 🇮🇹 د ښځو لپاره د Lights on Women بورس — د انرژۍ سکټور کې 👉 https://scholarships.af/opportunity/lights-on-women-scholarship-italy/ 🔖 #بورسونه #بورسيه #تحصیلي_بورسونه #Scholarships #scholarship4af #ScholarshipOpportunity

📚 تاسو هم سکالرشپ ته په لټه کې یاست؟ 🎓✨ دلته د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه ۳۸ غوره فرصتونه ستاسو لپاره راټول شوي دي — ماسټرۍ، دوکتورا، لیسانس، آنلاین زده کړې، ښځو ته ځانګړي بورسونه او نور ډېر! 💻✈️🌍 📌 لاندې لینکونه وګورئ:🎓👇 https://www.youtube.com/@InternationalScholarships-b1r ۱️⃣ 🇺🇸 د سټنفورډ پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا بشپړ بورس 👉 https://scholarships.af/opportunity/knight-hennessy-scholarships/ ۲️⃣ 🌐 د ICF بنسټ د روزونکو لپاره آنلاین سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/icf-coaching-education-scholarship/ ۳️⃣ 🇩🇪 د آلمان د ماسټرۍ لپاره DAAD بورس (ټولې څانګې) 👉 https://o4af.com/opportunity/daad-scholarship-for-master-degree-in-germany/ ۴️⃣ 🎓 د آسیايي پوهنتون د ښځو لپاره ماسټرۍ بورس 👉 https://scholarships.af/opportunity/auw-scholarship-ma-in-education/ ۵️⃣ 🇬🇧 د سکاټلنډ د ادینبرو پوهنتون آنلاین سکالرشپ 👉 https://o4af.com/opportunity/edinburgh-online-internal-medicine-scholarship/ ۶️⃣ 🏅 د بیل ګیټس بنسټ ۸۰ ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه 👉 https://o4af.com/opportunity/gates-cambridge-scholarship/ ۷️⃣ 💰 د آسیا پراختیایي بانک ۱۵۰ ماسټرۍ سکالرشپ 👉 https://o4af.com/opportunity/adb-jsp-scholarships/ ۸️⃣ 🇦🇺 د آسترالیا ملي پوهنتون (ANU) ماسټرۍ بورس 👉 https://scholarships.af/opportunity/australian-government-research-training-program/ ۹️⃣ 🇸🇰 د سلواکیا دولتي ماسټرۍ او دوکتورا سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/national-scholarship-program-of-the-slovak/ 🔟 🇬🇧 د ګلاسګو پوهنتون د ماسټرۍ سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/university-of-glasgow-international-leadership-scholarships/ ۱۱️⃣ 🇬🇧 د انګلستان برادلي ده ګلین انګلیسي سکالرشپ 👉 https://o4af.com/opportunity/bradley-de-glehn-english-scholarship-in-england/ ۱۲️⃣ 🎓 ۱۰۰ Rhode بورسونه د آکسفورډ پوهنتون لپاره 👉 https://o4af.com/opportunity/rhodes-global-scholarships-oxford/ ۱۳️⃣ 🇳🇿 د لینکلن پوهنتون لیاقتي بورس (نیوزیلند) 👉 https://o4af.com/organization/lincoln-university/ ۱۴️⃣ 🇦🇺 د ملبورن پوهنتون د بشري حقونو ماسټرۍ سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/human-rights-scholarship-of-the-university-of-melbourne/ ۱۵️⃣ 🇺🇸 د هاګان بنسټ ماسټرۍ سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/hagan-international-scholarship-for-graduated-usa/ ۱۶️⃣ 🇮🇹 د فلورانس پوهنتون دوکتورا سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/phd-programs-scholarship-university-of-florence-italy/ ۱۷️⃣ 🇮🇹 د کمپیوټر ساینس دوکتورا بورس (بولزانو پوهنتون) 👉 https://scholarships.af/opportunity/phd-scholarship-computer-science-unibz-italy/ ۱۸️⃣ 🇫🇷 د فرانسه د ماسټرۍ او دوکتورا سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/eiffel-excellence-scholarship/ ۱۹️⃣ 🇫🇷 د پاریس امریکایي پوهنتون سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/american-university-of-paris-scholarship/ ۲۰️⃣ 🇹🇭 د تایلند د آسیایي ټکنالوژۍ انسټیټیوټ ماسټرۍ او دوکتورا سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/ait-master-and-phd-scholarships/ ۲۱️⃣ 🇮🇷 د فارس خلیج پوهنتون سکالرشپ 👉 https://o4af.com/opportunity/persian-gulf-scholarship/ ۲۲️⃣ 🇩🇪 د آلمان وړیا DAAD ماسټرۍ بورس 👉 https://o4af.com/opportunity/daad-scholarships-for-matm-at-tud-germany/ ۲۳️⃣ 🇺🇸 د میامي پوهنتون لیسانس سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/university-of-miami-bachelors-scholarship/ ۲۴️⃣ 🇲🇾 د مالیزیا دولتي ماسټرۍ سکالرشپ 👉 https://scholarships.af/opportunity/malaysia-mtcp-scholarships/ ۲۵️⃣ 🇳🇱 د هالنډ ماسټرۍ بورس (ټولې څانګې) 👉 https://o4af.com/opportunity/eric-bleumink-fund-scholarship-in-netherlands/ ۲۶️⃣ 🇦🇺 د آسترالیا دوکتورا بورس — زراعت 👉 https://scholarships.af/opportunity/aagi-phd-scholarships-australia/ ۲۷️⃣ 🇨🇳 د چین دولتي بورس — دنگهوا پوهنتون 👉 https://scholarships.af/opportunity/chinese-government-scholarship-china-link-scholarship-program/ ۲۸️⃣ 🇦🇫 د کابل پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه 👉 https://scholarships.af/opportunity/kabul-university-masters-and-phd-admissions/ ۲۹️⃣ 🇩🇪 د آلمان بن پوهنتون DAAD ماسټرۍ بورس 👉 https://o4af.com/opportunity/daad-scholarship-for-geography-of-environmental-risks-and-human-security/

کچيرې موبايل مو خاموش وو، معلومه خبره ده چې زنګ به راځي خو اوريدل کېږي به نه، خو کله نه کله د ضرورت په اساس نېږدې کسان لکه مور، پلار، ورور او يا هم کور ودانه ته داسې اجازه ورکول کېږي چې همدې کسانو زنګ دې بيا هم په عادي حالت کې راشي يعنې موبايل به خاموش وي خو زنګ به بيا هم ورته راځي. دا طریقه پدې ويډيو کې ښودل شوې ده. #موبايل #زنګ #

زه بيا هم په خپل وار د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت، دَ زړه له تله زما دَ تلګرام چينل ټولو ښاغلو، اغلو او ستاسو قدرمنو کورنيو ته د خوښۍ، سوکالۍ او سولې مبارکي وایم. دا سپیڅلی اختر مو د یووالي، مینې او خیراتونو سره روښانه او د ژوند هره شېبه مو د رڼا او امید دَ څراغونو څخه ډکه شه. الله دې ستاسو قربانۍ، عبادتونه او دعاوې قبولې او زړونه مو د ایمان او خوشحالۍ څخه ډک کړي. اختر مو مبارک شه! ف. مظلوم يار

له اردو ژبې څخه کوچنۍ ژباړه! د کبانو یو غټ تجار یو کب نیونکی ولیده، چې د کب نیولو پر ځای د خپلې کوچنۍ لرګینې کښتۍ (تختې)په یو
له اردو ژبې څخه کوچنۍ ژباړه! د کبانو یو غټ تجار یو کب نیونکی ولیده، چې د کب نیولو پر ځای د خپلې کوچنۍ لرګینې کښتۍ (تختې)په یوه څنډه ناست دی او له سګریټ څخه دود وباسي. تجار ورته وویل؛ ته ولې کبان نه نیسې؟ کب نیونکي لنډ ځواب ورکړ، نن مې ډېر کبان نیولي دي، بسنه کوي. تجار وویل، خو ولې نور کبان نه نیسې؟ کب نیوونکي وویل؛ ښه که نور کبان ونیسم ګټه یې څه ده؟ د ډېرو پیسو خاوند ورته وویل: که ډېر کار وکړې، نو ډېرې پیسې به وګټې، بیا به له دې لرګینې کښتۍ خلاص شې، عصري، لویه کښتۍ به ولرې، هغه ژورو اوبو کې به کبان نیسې، څومره چې ډېرې پیسې وګټې، همدومره به ډېر څه ولرې. یو وخت به نور خلک له تاسره کب نیونه کې کار او دنده کوي. کب نیوونکي چې سګریټ یې نیمه یي ته رسولی و، بیا پوښتنه وکړه؛ ښه نو بیا به زه څه کوم؟ د کبانو لوی تجار ځواب ورکړ، بیا به نو ته ارام ناست وې او له ژونده به خوند اخلې! کب نیونکی موسک شو او زیاته یې کړه:( ښا نو ته مې اوس نه وینې چې زه څه کوم...؟) ـــــــــــــــــــ له دې لیکنې مو خپل مفهوم څه دئ؟ نظر مو ولیکئ!

د اختر د لمانځه طريقه په عملي شکل
د هر ډول شرعي پوښتنو مدلل جوابونه! ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 👇🏻 Telegram https://t.me/Sayeed_Darulifta 👇🏻 YouTube https://youtube.com/@sayeed_darulifta 👇🏻 Wattsapp https://whatsapp.com/channel/0029VbAzODzJpe8h22Maq72g