fa
Feedback
Research Services

Research Services

رفتن به کانال در Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاره👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

نمایش بیشتر
2 985
مشترکین
+224 ساعت
+47 روز
-2230 روز
آرشیو پست ها
ښوونکو ته ډالۍ ... شعر ناپـوهه وم، تـیاره کې وم ،رڼا دې راته راکړه په علم دې سنبال کړمه، ښکلا دې راته راکړه کتاب باندې مئین دې کړم، قلم دې لاس کې راکړو د مـور مـینه ،د پلار مـینه، سـېوا دې راته راکړه زه څه ومـه اوس څه یمـه دا ټول ستا برکت دی؟! ډاکټر یم، انجینر یم، ښه ناما دې راته راکړه د ښې لارې رهـــبره اې اســتاده مـخـترمـــه!! عالي اخلاق،تربیه ښه رهنما دې راته راکړه ستـایـنه دې په څه وکړم ،الفاظ له کومې راوړم؟! ښوونـکیه!! ځان دې راکـړلو، دنیـا دې راته راکړه آرمان وایم؛ په ژوند دې برکت شه او خوشحال شې د جهل مـرګ وژلـــــی ومــه، ســاه دې راته راکړه

د جنسي اړیکو لنډ لارښود.pdf1.33 MB

د فرصتونو لیست چې ژر به پای ته ورسیږي 1: د افغانستان د محصلینو لپاره د پاکستان حکومت ۴۵۰۰ سکالرشیپونه د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د اکتوبر 30، 2024 د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/allama-muhammad-iqbal-scholarships-for-afghans/ --- 2: د امریکا متحده ایالاتو د میامي پوهنتون څخه سکالرشیپ درجه: لیسانس د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د نومبر 1، 2024 د بشپړ جزیاتو او راجسټریشن لینک لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/stamps-scholarship-at-miami-university/ --- 3: په آلمان کې د لیسانس او ​​ماسټرۍ سکالرشیپونه 🇩🇪 شمېره: ۴۰ د FES بنسټ په استازیتوب نوم لیکنه د اکتوبر په 31، 2024 پای ته رسیږي جزیات په لاندې لینک کې: 🎓👇 https://o4af.com/opportunity/friedrich-ebert-foundation-daad-scholarship-for-international-students/ ---

خیانت له باوره زیږیدلی. دا یوه فرانسوي #متل ده چې د #انساني #اړیکو پیچلتیاوې ښیې. پدې مانا، چې کله یو څوک پرته له کوم محدودیت
خیانت له باوره زیږیدلی. دا یوه فرانسوي #متل ده چې د #انساني #اړیکو پیچلتیاوې ښیې. پدې مانا، چې کله یو څوک پرته له کوم محدودیت یا #احتیاط څخه په بشپړ ډول #باور ولري ، نو احتمال لري، د هغه باور مات شي. په دې وینا کې ، داسې نښې شتون لري چې ډیر باور ځینې وختونه د خيانت او درغلي لامل کیدی شي، نو دا مهمه ده چې د باور کولو پرمهال ډير #احتياط وشي.

بعضې دوستان د مکتب د کتابونو غوښتنه کوي د لاندې لینک په مرسته کولی شئ د معارف له رسمي سایټ څخه د لومړي ټولګي نه تر دوولسم ټولګي ټول کتابونه وړيا ډاونلوډ کړئhttps://moe.gov.af/ps/%D8%AF-%D9%86%D8%B5%D8%A7%D8%A8-%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%87

هیڅکله د خلکو د خندونې لپاره پر خپل ملګري ملنډې مه وهه کنه ..........

ملګری هغه نه دی چې درته ويې خندل او لاس يې درکړ،بلکې ملګری هغه دی،چې غم يې درسره نيمی کړ! 😢🆁︎🅰︎🆂︎🅰︎

هیڅکله د خلکو د خندونې لپاره پر خپل ملګري ملنډې مه وهه کنه .......... 😢🆁︎🅰︎🆂︎🅰︎

نامـــــرده ملګری! کله چې یی پړانګ ولید چې ددوئ پر لور ور روان دی، نو مخکې تر دي چې ملګری خـــبر کړي، د ونې ښاخ یی ونیوه او لوړي څوکې ته یی پورته شــــو،. دوهم ملګري چې یې وخت دلاسه ورکړی وه، بله د حل لاره یی ونه موندله، بیله دي چې ځان یی خاورو ته حواله کړ او پړمخي پریوت،. پړانګ را ورسید، چار چاپیره پري راوګرځــــید، خپله پوزه یی د پروت ســــړي غوږ ته ور نژدي کړه، بوی یی کړ. پړانګ چې د خپل عادت له مخــــــي یی د مړي غوښه نه خــــوړله، نو ســـر یی وخوځاوه او تري روان شــــو، ملګری یی له ونې راکښته او په حیرانتیا یی تري وه پوښــــتل: پړانګ په غــــوږ کې څه درته وویل؟ ملګري یی ځواب ورکړ: پړانګ راته وویل: ""هیڅ کله له داسي چا ســــره ملګرتیا مه کوه، چې د ضرورت او مصیبت په وخت کې دي یوازي پریږدي. 😢😢😢🆁︎🅰︎🆂︎🅰︎

ښځه او لیونی یوه ښځه په لاره تېرېدله يؤ لیونی سړي یې وليدو چې په یو لرګي په ځمکه کرښې اوباسي . د ښځې په دې سړي رحم راغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې څه کوې؟ لیوني ورته وویل ! چې د جنت نقشه جوړه وم او پر برخو ېې ويشم ښځې وخندل . ښځې لیوني ته وويل ! چې آیا زه د جنت یوه برخه اخیستلای شم ؟ او قیمت یې څو روپۍ دی؟ لیوني ورته وکتل او ورته يي وويل ! هو یوه برخه په شل ریاله . ښځې لیوني ته شل ریاله او یوه څه ډوډئ ورکړه او ولاړه . ښځه په دغه شپه خوب ويني چې جنت کې ده . سهار يي خپل خاوند ته خوب ووايه او د لیوني کیسه یې ورته وکړه . د ښځې خاوند ولاړه او هغه لیونی ته ورغی چې د جنت یوه برخه ترې ځان لپاره واخلي . ليوني ته يې وویل ! چې غواړم د جنت یوه برخه واخلم قیمت یې څومره دی . لیوني جواب ورکړه نه يي خرڅوم . دې سړي تعجب وکړ، چې پرون دې زما په ښځه په شل روپۍ خرڅ کړه . لیوني ورته وويل ښځې دې جنت په پيسو نه غوښتو . بلکی زما د زړه جوړولو لپاره یې سودا وکړه . او ته خو جنت په پیسو غواړې او د جنت لپاره مقرر یا ثابت قیمت نشته. ځکه چې سړي جنت ته د ماتو زړونو په جوړولو سره ورځي 🆁︎🅰︎🆂︎🅰︎,,,,,,,

💕 کله چې ديو چا په دوکه کولو بريالی شوې , په دې فکر کې مه کيږه چې هغه څومره احمق کس و , بلکه په دې فکر کې واوسه چې هغه څومره په تا باندې باور درلود ....!!! 🆁︎🅰︎🆂︎🅰︎

راځئ ژوند زده کړو.PDF3.54 MB

شاید چې زما دردونه د چا د خندا لامل وګرځي،😊 خو هیڅکله نباید زما خندا د چا د دردو لامل وګرځي... 🆁︎🅰︎🆂︎🅰︎,,,,,😢

خفه كېدل زموږ اختیار کې نه دی خو خفه اوسېدل زموږ اختیار کې دی خي اجازه مه ورکوۍ چې د نورو تریخ عکسلعمل پر تاسو بد اثر وکړی او ژوند مو در تریخ کړئ.. 🆁︎🅰︎🆂︎🅰︎ 😊.

ځینې وخت خلک غواړي چې له زړه څخه ستاسې سره مرسته وکري، خو ستاسې د بدو اخلاقو، عادتونو او چلند له امله تاسې ته نــــه درنېږدې کېږي. 𝒓𝒂𝒔𝒂

پاڼه ورژيده.pdf10.52 MB

+1
ترافیکی درسونه .pdf2.05 MB

ما اوريدلي وو چې دروغ ويل اړيکې له منځه وړي خو ما په رښتيا ويلو سره پخې پخې اړيکې له لاسه ورکړې نو لدې وروسته يا دروغ وايم او
ما اوريدلي وو چې دروغ ويل اړيکې له منځه وړي خو ما په رښتيا ويلو سره پخې پخې اړيکې له لاسه ورکړې نو لدې وروسته يا دروغ وايم او يا هم رښتيا پټوم! #آيدا_مهربان

ملي علمي-څېړنيز کنفرانس! موضوع: په هېواد کې روغتيايي سېستم او خدمتونو ته کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې د څېړنيزو ليکنو منلو وروستۍ نېټه: ۳۰/عقرب/۱۴۰۳ مطابق: ۱۸/جمادی الاول/۱۴۴۶ –۲۰/نومبر/۲۰۲۴ يادونه: د موضوع محورونو، د مقالو وړاندې کولو امتيازاتو، مقالو اړوند لارښوونو او فارمېټ په اړه له لاندې لېنک يا په انځور کې د بار کوډ په سکن کولو سره معلومات تر لاسه کولی شئ. (https://spingharuniversity.edu.af/unifiles/SIHE.docx)

عجيبه ليک: کله چې شیدې خرابې شي، په مستو بدلیږي، چې د شیدو په پرتله ډیر ارزښت لري. کله چې په مستو نور وخت هم تير شي، په پنیر
عجيبه ليک: کله چې شیدې خرابې شي، په مستو بدلیږي، چې د شیدو په پرتله ډیر ارزښت لري. کله چې په مستو نور وخت هم تير شي، په پنیر بدلیږي، چې د شیدو او مستو دواړو په پرتله ډیر ارزښت لر، تېروتنې ستاسې ارزښت نه کموي، بلکې، هغه ستاسې سفر ته غنيتوب وربښي، تاسو ته نوی درس وړاندې کوي او ستاسې شخصي ارزښت ته وده ورکوي، کریسټيف کولمب د تېروتنېله امله امریکا وموندله، او الکساندر فلیمینګ د یوې ناغیړۍ له امله د پینسلین دوا کشف کړه. له خپلو تېروتنو مه مایوسه کيږئ. وده او پرمختګ له همدې ځایه پيلیږي. یاد ولرئ، داسې نه ده، چې تمرین موږ بهترينوي، بلکې دا هغه درسونه دي، چې موږ يې له خپلو تېروتنو زده کوو! #نو_قوي_اوسئ #او_ژوند_ته_مه_تسلیمیږئ!