Research Services
رفتن به کانال در Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
نمایش بیشتر2 997
مشترکین
-224 ساعت
-137 روز
-3530 روز
آرشیو پست ها
2 996
📘 کتاب : د نړۍ پټ رازونه
✍️ ليکوال : فیض الرحمن فواز
📄 صفحي : 97
💾 حجم : 3MB
🌐 ژبه : پښتو
📚 موضوع : په داسې نړۍ کې چې فکري جګړې، ډیجیټل اسارت او پټې دسیسې خپل اوج ته رسېدلي، دا کتاب تاسو ته د شعور او ویښتیا لاره ښيي. دلته تاسو زده کوئ چې څنګه د مټریکس له جادويي نړۍ ځان وژغورئ، د میډیا په فریب پوه شئ او د معاصر عصر د فکري زندانونو دېوالونه ونړوئ.
📄 دا یوازې یو کتاب نه دی؛ دا د حقیقت موندلو، د دجالي فتنې د پېژندنې او د ایمان او فکر د ساتلو یو بې ساري سفر دی.
❤️ که کتاب مو خوښ شو، Like وکړئ
🔁 او له نورو سره یې Share کړئ
2 996
د مقالې لپاره مسلکي/حرفه اي او قوي لنډيز څنګه ليکل کېږي؟
لنډيز يا Abstract په علمي ـ څېړنيزو مقالو کې يوازې د مقالې لنډيز نه، بلکې دا ستاسو د علمي استدلال تر ټولو لنډ، فشرده او مهمه برخه وي. په ځانګړي ډول د لوړ معيار ژورنالونو لکه د Q1 Journals په مقالو کې، لنډيز بايد ډېر ژر لوستونکو ته وښيي چې
ياده مقاله کومه ستونزه څېړي؟
په پخوانيو څېړنو کې کومه تشه موجوده ده؟
په مقاله کې دَ کومې طريقې کار اخيستل شوی او دَ څېړنې تر ټولو مهمه موندنه څه شى ده.
قوي او معياري لنډيز معمولاً لاندې پوښتنو ته بايد ځواب ووايي:
اصلي ستونزه څه شى ده؟
پخوانيو څېړنو کې کوم څه له پامه غورځول شوي يا سم نه روښانه شوي نه دي؟
د مقالې موخه يا اساسي پوښتنه څه شى ده؟
په مقاله کې له کوم نظري يا مفهومي چوکاټ څخه کار اخستل شوى؟
د څېړنې طريقه/کړنلاره او مواد روښانه کول؟
د مقالې اصلي موندنه/موندنې څه شى دي؟
د مقالې علمي، نظري، عملي يا پاليسي ارزښت څه شى دی؟
۱. ستونزه بايد واضح او دقيقه بيان کړئ
لنډيز بايد په ډېرې عمومي جملې پيل نه شي؛ لکه:
«نړيوالې اړيکې تل مهمې پاتې شوې دي.» ناسم
پر ځای يې غوره ده چې له لومړۍ جملې څخه موضوع مشخصه او تحليلي مطرح شي.
بېلګه:
«دا مقاله تشريح کوي چې...»
۲. د څېړنې تشه (Research Gap) وښاياست
يوه قوي مقاله بايد روښانه کړي چې مخکنيو څېړنو کوم مهم ټکی نه دی څېړلی يا يې سم نه دی تحليل کړی.
د کارېدونکو جملو بېلګې:
«سره له دې چې د ... په اړه پراخه ادبيات موجود دي، خو د ... اړخ ته لږه پاملرنه شوې ده.»
«اوسنيو مطالعاتو تر ډېره ... ته توجه کړې، خو ... يې له پامه غورځولی دی.»
«دا مقاله د ... مفکورې له بيا ارزونې سره څرګندوي چې ...»
۳. هدف، نظري چوکاټ او مېتود په لنډ ډول بيان کړئ
د مقالې هدف بايد واضح، دقيق او تحليلي وي.
د عامو او کمزورو فعلونو پر ځای له دغو فعلونو کار واخلئ:
«تشريح کوي»
«ښيي»
«پرتله کوي»
«ارزونه کوي»
«مفهومسازي کوي»
همدارنګه، لنډيز بايد په لنډ ډول وښيي چې مقاله له کوم نظري دريځه موضوع ته ګوري او له کومې څېړنيزې طريقې استفاده کوي؛ لکه:
د اسنادو تحليل
د بهير تعقيب (Process Tracing)
موردي مطالعه
د ګفتمان تحليل
کيفي محتوايي تحليل
تاريخي مقايسه
۴. اصلي موندنه/موندنې او علمي ونډه په څرګند او روښانه ډول وليکئ
د لنډيز تر ټولو مهمه برخه د مقالې اصلي موندنه ده.
د لوړ معيار لنډيز بايد روښانه علمي ادعا ولري، نه دا چې يوازې موضوع معرفي کړي.
د کمزوري لنډيز بېلګه:
«پايلې ښيي چې بېلابېل عوامل پر بهرنۍ پاليسۍ اغېز لري.»
قوي بېلګه:
«موندنې ښيي چې د ګواښ د درک بدلون، د مادي ځواک تر بدلون ډېر، د دولت د بهرنۍ پاليسۍ جهت تعيينوي.»
د لنډيز په پای کې بايد واضح شي چې ياد مقاله موجودې/اوسنۍ پوهې/علم ته کوم څه نوې ور اضافه کوي؛ لکه:
نوې مفکوره وړاندې کوي
يوه نظريه نقدوي
يو ماډل اصلاح کوي
نوي شواهد وړاندې کوي
لږ څېړل شوې قضيه ارزوي
دوه بېلابېل علمي ادبيات سره نښلوي
د ۱۵۰ تر ۲۵۰ کلمو د لنډيز وړانديز شوی جوړښت
لومړۍ جمله: ستونزه او د هغې ارزښت
دوهمه جمله: د څېړنې تشه
درېيمه جمله: د مقالې موخه يا پوښتنه
څلورمه جمله: نظري يا مفهومي چوکاټ
پنځمه جمله: مېتود او معلومات
شپږمه او اوومه جمله: اصلي موندنې
اتمه جمله: علمي ونډه يا نظري/پاليسي ارزښت
دَ لنډيز په ليکنه کې عامې تېروتنې
له ډېرې عمومي جملې پيل کول
د واضحو موندنو نشتوالی
د څېړنيزې طريقې/کړنلارې نه ذکرکول
په نوښت کې مبالغه کول
لنډيز د مقدمې په بڼه ليکل
د علمي ونډې له بيان پرته پای ته رسول
که دَ پورته لارښوونو دَ پايلې په توګه ووايم:
يو قوي او معياري لنډيز بايد دا وښيي چې مقاله په موجود علمي بحث کې يوه روښانه او جدي علمي مداخله ده؛ يعنې مشخصه ستونزه لري، د څېړنې تشه پېژني، علمي مېتود کاروي، مهمو موندنو ته رسېږي او خپله علمي ونډه په واضح ډول بيانوي.
2 996
چاته کیسه د ستړي ژوند وکړمه
چاته ګېلې وکړم چې ښه نه یمه
بېګاه مې ځان په آٸینه کې ولید
چغه مې وکړه دا خو زه نه یـمه
2 996
د شرف امرخېل لخوا لیکل شوی کتاب «عادي وګړي څرنګه میلیونران کېدای شي؟» د مالي خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره عملي لارې، د فقر او بېوسۍ څخه د خلاصون په اړه ګټورې مشورې وړاندې کوي. دا کتاب د شخصي مالي مدیریت، پانګونې، او د پانګې د زیاتولو په برخه کې د عادي خلکو سره مرسته کوي.د کتاب او ورته لارښوونو کلیدي ټکي:عملي لارې چارې: کتاب د مالي ستونزو د حل لپاره د عملي لارو چارو په اړه خبرې کوي.اقتصادي وړتیا: د پانګونې او سپما له لارې د شتمنۍ د زیاتولو لارې ښيي.
#شرف_امرخېل #مبلیونران #میلیونر #شتمنۍ #سپما
https://t.me/AshnaLibrary
2 996
د اظهار ژبه ګونګۍ شوه که حالات بدل بدل شول
ای خاطره! زه یار هیر کړم که اوس ماته نه یادېږې
2 996
د بـېــوســۍ حــد تــه خــو ګــوره
چـې زړه دي نــه غــواړي پــه زور دي ږغــومــه
2 996
د کاروبارونو کيلې کتاب چې زياتو هېوادوالو يې غوښتنه کوله دادى مونږ راپيدا او تاسو ته يې وړاندې کوو.
پدې کتاب کې د کاروبار پيل کول، ترتيب او څنګه کولى شو چې د کوچني کاروبار څخه تر لوى بزنس پورې ځانونه ورسوو. ټول ښودل شوي دي همدا کتاب پي ډي ایف شکل کې تر لاسه کولى شئ👇👇
2 996
په اداره کې خلک د ولسوالیو، ولایت او یا وظیفو په اساس په یوه کلیک سره جدا کړئ
کچیرې تاسو په کوم وزارت، ریاست او یا کومه بله اداره کې کار کوی ستاسو څخه غوښتنه وشوه، چې ستاسو کارمندانو مونږ ته د ولسوالیو، ولایت، کلیو او یا وظیفو په اساس راته وویشئ نو لاندې یې اسانه طریقه درکړل شوي ده، هیله لرو چې ویډيو د نورو ملګرو سره شیر کړئ.
#جدول #وظیفه
2 996
ښه او بد خلک شته!
ډېر کسان به ستاسې د ناکامۍ په تمه ناست وي، خو تاسې په خاموشۍ، حوصلې او دوامداره هڅو خپل هدف ته کار وکړئ.
داسې مقام ته ځان ورسوئ چې خلک مو د خبرو نه، بلکې د کاميابۍ له پايلو خبر شي.
د يو ورور په حیث درته وايم: همدا نن ځان ته يو هدف وټاکه، وخت يې معلوم کړه او سر له نن څخه ورته کار پيل کړه!
2 996
991 پوښتنې راورسيدې👇
د پوهنې وزارت له لوري د اعلان شویو ۱۰۶۰ اداري خالي بستونو لپاره اړوند د ازموینې د پوښتنو بانک چې ټوټل 991 پوښتنې دي مونږ ته را ورسيدې ،ټولې پوښتنې په پښتو ژبه دي. پي ډي ایف شکل کې کې د اول کمنټ له لارې درسره ډاونلوډ کړئ
نوټ:مهرباني وکړئ نوره ملګري ورته رامينشن او پوسټ د نورو ملګرو سره شیر کړئ
2 996
📌 یادونه: پورته فورمونه د اړوند وېبپاڼې څخه ډاونلوډ کولی شئ.
د اسنادو د سپارلو طریقه
کله چې ټول فورمونه ډک کړئ، نو باید چاپ، لاسلیک او بیا یې سکین کړئ.
وروسته به ټول فورمونه او تحصیلي اسناد لاندې ایمیل ته واستوئ:
📧 ایمیل:
japan.scholarship2027.af@gmail.com
د نوملیکنې او نورو معلوماتو لپاره
🔗 لاندې لینک وګورئ:
https://www.afg.emb-japan.go.jp/itpr_ja/mext_scholarship2027.html
2 996
📌 د جاپان سفارت په افغانستان کې اعلان کړی چې افغان محصلینو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د څېړنیزو (Research) زده کړو لپاره سکالرشیپونه ورکوي.
✅ د TOEFL او IELTS سند درلودل حتمي نه دي.
د سکالرشیپ عمومي معلومات
هیواد: جاپان
د نوملیکنې ډول: آنلاین
د نوملیکنې د پیل نېټه: د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې ۱۱مه
د نوملیکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې ۲۵مه
د ازموینې نېټه: د ۲۰۲۶ کال د جون ۱۸مه
د مرکې (Interview) نېټه: د ۲۰۲۶ کال د جون میاشت (کره نېټه لا نه ده اعلان شوې)
د سکالرشیپ امتیازات
✔ د زده کړو بشپړ فیس
✔ میاشتنی جیبخرڅ
✔ دوه طرفه د سفر ټکټ
اړین اسناد
✔ عکس
✔ پاسپورټ
✔ د زېږون سند یا تذکره
✔ د لېسانس دورې ډیپلوم او ټرانسکرېپټ (یا موقتي سند)
✔ د پوهنتون لخوا دوه سپارښتنلیکونه (Recommendation Letters)
✔ طبي سند (Medical Certificate)
✔ د انګېزې لیک (Motivation Letter) — چې د سکالرشیپ په ترلاسه کولو کې شاوخوا ۷۰٪ رول لري
✔ د انګلیسي ژبې سند (TOEFL/IELTS) یا د پوهنتون لخوا د انګلیسي مهارت تصدیق
✔ د غوښتنلیک فورم (Application Form)
✔ د Placement Preferences فورم
✔ د Field of Study and Research Plan فورم
2 996
د آزادې سیالۍ له لارې د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو او تعلیمي حوزو د آزموینې لپاره پوښتنې.pdf
اکنون در دسترس! پژوهش تلگرام ۲۰۲۵ — مهمترین بینشهای سال 
