fa
Feedback
Research Services

Research Services

رفتن به کانال در Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

نمایش بیشتر
2 984
مشترکین
+324 ساعت
-17 روز
-3030 روز
آرشیو پست ها
photo content

د تعليم يافته خلکو د ارزونې څخه وېره د اردو ژبه څخه پښتو ته ژباړه نصيراحمد څپاند په ستاسو شاوخوا کې موجود هغه لوستي خلک چې له فکر او قلم سره تړاو لري، د علم او پوهې څخه برخمن دي، او له کتاب او لیکوالۍ سره اړیکې لري، بیا هم ولې د خپلو افکارو د عامولو جرئت نه کوي؟ ولې د خپلې رایې وړاندې کولو کې ځان بې‌نقابه کېدو په خطر کې احساسوي؟ هغه ولې خپل ذهن کې پراته فکرونه د احتمالي انتقاد وېرې له امله پټ ساتي؟ دا د ډیپلوم لرونکي خلک ولې پر خپل شتون باور نه لري؟ دوی ته ولې د خپلو وړتیاوو احساس نه کېږي؟ او دا لوستي خلک، چې د خپل نوم سره دمخه او وروسته ستاینومونه لري، بیا هم ولې د تخلیق څخه بې‌برخې دي؟ د دغو کمیو، کمزوریو او ناتوانۍ یو لوی لامل د پوهانو په منځ کې د وېرې یو ځانګړی ډول دی، چې دوی د خپلې مسلکي حیثیت د زیانمنېدو وېره لري. دوی په دوامداره توګه دې ته اندېښمن وي چې د دوی نظریات به تر نیوکې لاندې راشي یا به رد شي. راز د راز ساتلو لپاره د مذهبي لبادې اغوستل هم عام دی. زموږ په ټولنه کې د ژبې ستونزه هم شته. د ډېرو لپاره د خپلې مورنۍ ژبې یا یوې بلې ژبې بشپړ مهارت نه درلودل د دې سبب کېږي چې ډېر لوستي خلک د خپل فکر د څرګندولو څخه ډډه وکړي. دوی په ډله‌ییزو بحثونو کې چوپ پاتې کېږي، د لیکلو څخه ځان ساتي، او په پایله کې دا اندېښنه دوی چوپتیا او ګوښه‌والی ته اړ کوي، چې د ځان‌باور او ځان‌واکۍ کمښت یې ریښه ده. په دوی باندې دا خبره سخته ده چې "خلک به څه وايي؟" تر دې علاوه، دوی خپلې ناتوانۍ او وړتیا نه پټولو لپاره غیر ضروري غوسه څرګندوي. د انتقاد یا پوښتنې کولو ځوانان بې‌ادبه بولي او د خپل تقدس د ساتلو لپاره له هرې ممکنې وسیلې څخه کار اخلي. دوی د خپلو ملګرو او شاګردانو د پرمختګ ویره لري، چې که دوی تر دوی مخکې شي، نو دوی به خپل علمي حیثیت له لاسه ورکړي. دې ته په کتو، داسې پلمې جوړوي چې تاسو حیران کړئ. د فکري وېره لرونکي کسان کله هم خپله ناتواني او نیمګړتیا نه مني، حال دا چې خپله تېروتنه او کمزوري منل او د سمون اراده کول د کامیابۍ نیمه برخه ده. په دې پرمختللي او چټک پرمختګ لرونکي ساینس او ټکنالوژۍ دور کې اړینه ده چې تاسو دا فکري وېره ومنئ او د دې رواني حالت سره د مبارزې لپاره خپله چوپتیا ماته کړئ. د علم او تجربې د نیمګړتیاوو په منلو سره، د آزادې نیوکې، بحث او تخلیقي فکر د ودې لپاره کار کول ستاسو ملي مسوولیت دی. پایند خان خروټی کریټیکل ډسکشن ګروپ، کویټه

وفادار ملګری څوک دی؟ وفادار ملګری هغه څوک دی چې په هر حالت کې درسره ولاړ وي، خوشحالي وي که غم. هیڅکله دې یوازې نه پرېږدي. ته څنګه پوهېدلای شې چې ستا ملګری وفادار دی؟ 1. ستا رازونه خوندي ساتي - هیڅکله دې باور نه ماتوي. 2. په صداقت مشوره درکوي - هروخت حقیقت درته وایي، حتا که هغه سخت هم وي. 3. ستا بریا غواړي - ستا بریاوو ته له زړه خوشحالېږي. 4. ستا لپاره وخت لري - که هر څومره بوخت هم وي، درسره د اړیکو ارزښت ساتي. 5. هیڅکله دې شاته خبرې نه کوي - تل په مخامخ درسره ریښتینې خبرې کوي. 6. د سختیو په وخت کې ملاتړ کوي - خپل ارزښت هغه وخت ښيي کله چې ټولې نورې لارې بندې شي. نو وفادار ملګری د ژوند هغه خزانه ده چې ارزښت یې تر سرو زرو ډېر دی. که داسې یو ملګری لرئ، حتماً قدر یې وکړئ. 🙇لیکونکی بخت الله ارمان✍️

پهٔ هر څهٔ ګران ومه چې تا راته دعا کوله د هر څهٔ بدي شم چې تا راته ښېرې کړې دي دا زهٔ چې اوس هم پهٔ زما او پهٔ مکان کې نهٔ یم د وخت همزولي یو بوډا راته ښېرې کړې دي ⭐️🌙 #سعود

امريکايي مشهور ممثل ريچارډ ګيري وايي، ما چې کله نيويارک کې په ټايم اوټ آف ماينډ فلم کې د سوالګر رول اداء کولو د دومره شهرت باوجود ماته د هيچا پام نه وو د عکاسۍ کيمرې هم ورکې وی، ما وليدل چې خلکو ماته په سپک نظر کتل، پرته له يوې فرانسوۍ سياحې چې ماته يي لږه ډوډۍ او پيزار راکړه چې زه به يي هيڅ هيره نکړم. دا وخت زه پوه شوم چې سوالګر څه معنی؟! نوموړی وايي له دې صحنې وروسته چې هر سوالګر ماسره مخامخ شو ما ورته خوراک او سل ډالر ورکړل چې دوي به د ډيرې خوشحالۍ څخه ژړل. ک.🍁

د ارواپوهنې له کتابونو څخه (۳۰) غوره ویناوې ۱. هڅه وکړه، چې هوښیار واوسې، ځکه چانس ډېر کرار ور ټکوي. ۲. ددې انتظار مه کوه چې پیسې دې تاته نیکمرغي راولي. ۳. تر څو چې دې یوه ښه دنده نه وې پیدا کړي، نو اوسنۍ دنده له لاسه مه ورکوه. ۴. کوښښ وکړه چې د ځمکې د مخ تر ټولو بااحساسه او ګټور انسان واوسې. ۵. هیڅکله چاته ما وایه: چې غمجن او خفه یې. ۶. پوه شه! هغه خبرونه چې ته یې اورې، ټوله درست نه دي. ۷. کله چې له اولاد سره لوبې کوئ، کوښښ وکړئ چې دوی ګټونکي شي. ۸. د غوسې په وخت کې په هیڅ کار لاس مه پورې کوه. ۹. تل د زده کولو په حال کې واوسه. ۱۰. په هغه څه چې ته پوهیږې، نورو ته یې ورزده کړه. ۱۱. د سبا لپاره پلان جوړ کړه. ۱۲. “ستاسو څخه مننه” له جملې څخه استفاده کوه. ۱۳. احمقانه رفتار مه کوه. ۱۴. نوي ملګري پیدا کړه، خو زاړه ملګري مه هیروه. ۱۵. تل خپل ساعت پنځه دقېقې مخکې کړه. ۱۶. خپلو اولادونو ته ووایاست، چې تاسو ډېر تکړه او هوښیار یاست. ۱۷. د بدو خلکو څخه لرې اوسه. ۱۸. د تل لپاره خوښ واوسه، حتی د ناراحتۍ په وخت کې. ۱۹. تل په ښکاره خوښ او ښایسته جامې اغونده. ۲۰. هیڅکله د خپل غذایي رژیم په اړه له چا سره مه غږېږه. ۲۱. خپلې خطاوې قبولې کړه. ۲۲. راز لرونکی واوسه. ۲۳. د چا سره په زړه کې کینه مه کوه. ۲۴. کله چې بریالی شې په ځان تکبر مه کوه. ۲۵. هیڅ وخت په خپل رقیب باور مه کوه. ۲۶. ژوند سخت مه ارزوه. ۲۷. تل پر خپل قول وفادار پاتې شه. ۲۸. مهربانه واوسه، تر هغه اندازې چې لازم وي. ۲۹. د خپلې میرمنې تر ټولو ښه ملګری واوسه. ۳۰. خپل اولادونو ته د پیسو په ورکړه، کې بخیلتوب مه کوه. کاپی.

هندي طنز ليکونکی بهشام ساهني وايي: د ماشومتوب په ورځو کې به مې له پلار څخه سګريټ غلا کول. کله به چې پلار د ډبۍ کمښت ليدل، مشر ورور ته به يې ګوته نيوله او بې له شکه به يې هم په ما شک نه کاوه. که څه هم زما مشر ورور به زما پلار ته هر مقدس قسمونه کول، خو پلار مې پرې باور نه کاوه. یو وخت مې پلار په یوه کوڅه کې کمین جوړ کړ او ویده شو، په دې انتظار کې و چې ورور مې د سګرټو غلا لپاره راشي، تر څو هغه د سګرټو غلا وکړي او په ښکاره ډول ونیول شي؛ خو عجیبه خبره دا وه چې بې له دې چې زما سره څه وکړي، زه یې ونیولم او ویې ویل: زه ډاډه وم چې دا ستا د مشر ورور کار ده چې ته یې د ځان لپاره د سګرټو د غلا کولو لپاره لېږلی يې، نو پلار مې لاړ او مشر یې سم برابر کړه.☺️ #ژباړه

‏زړۀ مې ځان ته نۀ سوځي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ وخت ولاړ دی نران له ستړتیا ارگمي باسي ښځې د زړۀ‌ تنګۍ جامې د تنهایۍ په تار و ستن گنډي پېغلې نۀ بلوغ ته رسي نۀ زړیږي د "کوچۀ خرابات " یاد د تاریخ د پاتې شویو په حافظه کې اړخ بدلوي "سرآهنگ" کلونه وړاندې د خپل آواز څادر وڅنډه او روان شو "عشقری" د زړۀ دوکان وتاړۀ "احمد ظاهر " له ژوند سره ټکر وکړ "عاصي " له هرکله تنهاتر شهید شو اوس "زیرزمیني " د زړۀ‌ تنګۍ بد بوی لري او "آسه‌مایي" جاده ډېره یوازې ده نفرت زموږ په وینه کې لار وهي مچکې جعلي دي او عشق بې‌کار دی له وگړو د لوږې بوی ځي د دلگیرۍ بوی د تنهایۍ بوی شعر، شپږمه ګوته ده آزادي، اوومه موسیقي، بې‌گوتې د سړیو وینه مو دومره چټله ده چې ښځې د انسان پر ځای هره نهمه میاشت بعد مار زیږوي اوس یوازې زۀ پاتې یم له څو کلمو سره لکه بېگانۍ کتغ که په ډوډۍ یې کښېږدم سپی یې هم نۀ خوري زړۀ مې ځان ته نۀ سوځي هغه هېواد ته سوځي چې د بې‌وزرو مارغۀ غوندې تنها دی او بدبختي یې د شپې په یوه ونه چرت وهي شعر: جاوېد فرهاد ↲ ژباړه: حماٰس رم

په جاپان کې د ښوونځي د لومړیو دریو کلونو (اول، دوهم، او دریم ټولګي) زده کوونکو څخه امتحان يا ازموينه نه اخيستل کيږي. په دې کلونو کې ماشومانو ته د درسي کتابونو پر ځای د ژوند کولو مهم مهارتونه ور زده کوي. دوی ته ښوونه کیږي چې څنګه ښه اخلاق ولري، نورو ته درناوی وکړي، له خلکو سره مرسته وکړي، او د ټولنې اصولو ته درناوی وکړي. د دې هدف دا دی چې ماشومان یوازې په درسونو کې نه، بلکې په ژوند کې هم بریالي وي او د ښه شخصیت خاوندان شي. دا ښوونه د ماشومانو په شخصیت جوړونه کې ډېره مرسته کوي، څو په راتلونکي کې مسؤل، بااخلاقه او د ټولنې ګټور وګړي جوړ شي. زموږ ښوونځي هم همداسې په عملي ډول روزنې ته اړتيا لري ترڅو ماشومان جرائت لرونکي ؤ اوسي او د ټولنې رښتيني استازي جوړ شي پوهنه به مو د سيالانو سره سيال کړي. ک.🍁

خلکو ته ووایه چې... دا چې مغرور یم؛ ما پورې اړه لري. وظیفه مې څه ده؟ دا هم ما پورې اړه لري. د معاش اندازه مې څومره ده؟ ما پورې اړه لري. او یا مې پیسې څنګه، چیرته او په چا مصروفوم؟ دا هم ما پورې اړه لري. لیونتوبونه مې هم ما پورې اړه لري. جذبات، احساسات، انګېرنې، ذهني بلوغيت مې دا هم ما پورې اړه لري.. دين، مذهب، مفکوره، تګ لاره، اهداف دا هم ما پورې اړه لري؛ کومه ژبه وايم؟ څه وايم؟ څه اورم؟ څه ليکم؟ څه لولم؟ څه زده کوم؟ څه خپروم؟ دا هم ما پورې اړه لري؛ درس وایم یا نه؟ ما پورې اړه لري. مخ مې تور دی او یا سپین؟ ما پورې اړه لري. چاغ یم که وچ؟‍ ما پورې اړه لري. تر نیمو شپو چاسره چټ کوم؟ دا هم ما پورې اړه لري. ما پورې اړه لري، چې د شپې تر سهاره ولې ویښ یم. څوک یم؟ څه یم؟ څه کاره یم؟ ولې یم؟ ښه یم؟ بد یم؟ دا ټول ماپورې اړه لري. هیڅ هم تا پورې اړه نلري، ته خدای نه يې، پېغمبر نه يې، ملايکه نه يې، ولي الله نه يې، قاضي نه یې؛ څارنوال نه يې؛ نو زما خصوصې حریم کې مداخله مکوه. خدای ج خولې پیدا کړلې، تر څو په بدن کې واوسې، نه د خلکو په ژوند کې. هيله کوم له بې ځايه مداخلو لاس واخلئ؛ هم ما هم ځانونه کرار خپل ژوند ته پرېږدئ؛ هر يو خپل قبر لرو، ورځو حساب کتاب به کوو..!! زما په غيبت ځانونه مه ګناهنګاروئ، تاسو پوهېږئ؟ چې ما پسې غيبت کوئ هغه دوه کالو کې يوه ګټلې نېکۍ مو هم ماته راځي..!! نور مو زړه.. 🙂 ارواپوهنه #ژباړن: کامران میرزا؛ ايډيټ او زياتونکی شپونکی

پلار یې خپل زوی ته وویل: زویه! زموږ په ژوند کې یوازینی جرم قتل دی، له هغه څخه ځان وساته. ماشوم په ډیره حیرانتیا سره د خپل پلار مخ ته وکتل او زیاته یې کړه : ته زما په روزنه شک لرې؟ ته فکر کوې چې زه د ځمکې پر مخ یو انسان وژلی شم؟ پلار یې وخندل او په دې شکل یې خپلې خبرې ته دوام ورکړ زویه! - دروغ ویل د حقیقت او ریښتینولۍ وژنه ده. - غلا د اعتماد، اطمنان او امنیت وژل دي. - خیانت د مینې، محبت او وفادارۍ وژل دي. - دوکه د باور وژل دي. - تعصب د آزادۍ او د هغه توپیر له منځه وړل دي چې خدای موږ ته راکړی دي. - بې رحمي او خشونت د عزت او تشویق وژنه ده. - فساد په ټولنه کې د حیا او شرافت وژنه ده. هر بد اخلاق ښه اخلاق او ښېګنې وژني او له مینځه یې وړي دا یو قتل دی، نو په خپل ژوند کې له وژنې څخه ځان وساتئ د نورو په حقوقو تجاوز مکوئ!

معصوم خلک احمقان نه دي؛ دوی یوازې همدا فکر کوي، چې هر څوک زړه لري.

سکوت د الفاظو ورکیدل نه دی د نا اهلو په وړاندی خاموشی ده او د درد په وړاندی زغم دی...! 🫀🎧

کتاب: د سوفی نړۍ لیکوال:جوسټین ګارډر ژباړن:شفیق امیرزی او وږمه وردګ ژبه: پښتو

photo content

په اکسیل کې هغه لنډه طريقه چې ان شاءالله ستاسو کارونو په چټکتیا کې به مرسته وکړي.

Free Software Development Courses with Certificate to try in 2025: 🔸GIT simplilearn.com/learn-git-basi… 🔸Python mygreatlearning.com/academy/learn-… 🔸SQL cognitiveclass.ai/courses/learn-… 🔸DSA mygreatlearning.com/academy/learn-… 🔸Java openclassrooms.com/en/courses/566… 🔸JavaScript openclassrooms.com/en/courses/566… 🔸C alison.com/course/c-progr… 🔸C++ alison.com/course/introdu… 🔸Data Science simplilearn.com/data-science-f… 🔸Machine Learning simplilearn.com/learn-machine-… 🔸Google Data Analytics Certificate imp.i384100.net/0ZOBkL 🔸Deep Learning kaggle.com/learn/intro-to… 🔸Linux mygreatlearning.com/academy/learn-… 🔸DevOps openclassrooms.com/courses/785355… 🔸SQL cognitiveclass.ai/courses/learn-… 🔸SQL for Data Science imp.i384100.net/oqJLJE 🔸PostgreSQL freecodecamp.org/learn/relation… 🔸MySQL simplilearn.com/free-online-co… 🔸SQL Server learn.microsoft.com/training/paths… 🔸Oracle mygreatlearning.com/academy/learn-… 🔸Full Stack Web pll.harvard.edu/course/cs50s-w… 🔸Meta Back-End Developer Professional Certificate imp.i384100.net/WqrGoX 🔸Meta Front-End Developer Professional Certificate imp.i384100.net/21q32O 🔸Programming with JavaScript imp.i384100.net/oq3WV9 🔸Linux mygreatlearning.com/academy/learn-… 🔸DevOps openclassrooms.com/courses/785355… 🔸CI/CD simplilearn.com/free-ci-cd-onl… 🔸Docker cognitiveclass.ai/courses/docker… 🔸Web Applications for Everybody Specialization imp.i384100.net/PykjzR 🔸Kubernetes simplilearn.com/learn-kubernet… 🔸HTML, CSS, and Javascript for Web Developers imp.i384100.net/MmjnAM

په علمي او أکادمیکه برخه کې غلا او دوکه تاسې به هم کله کتلي وي چې spam او کله هم inbox ته ايميل راشي، ليکلي وي چې مونږ په دغه برخو کې مقالې منو، جورنال مو لوړ امپکټ فکټور لري، او داسې نور کله هم په فيسبوکي ګروپونو کې دَ مختلفو هېوادونو خلک اعلانونه خپروي چې مونږ دَ راتلونکې يا ددې مياشتې لپاره په معتبرو ژورنالونو کې مقالې منو، دَ اړيکو لپاره يې جيميل، وټس آپ نمبر او حتى بعضو رسمي ايميل ليکلى وي. هغه قدرمن استادان چې نوي مقرر شوي يا هغه محترم استادان چې دَ ټکنالوجۍ سره ځانګړې بلدتيا ونلري، اکثرا د داسې خلکو ښکار کيږي. نن راته يو نفر ميسج وکړ چې د مقالو د نشر لپاره معتبر ژورنالونو لرو، ستاسې دَ څېړنې ساحه څه شى ده? بالاخره راته وايې دَ څېړنې لنډيز راوليږه. لږ وروسته يې دوه معتبر ژورنالونه راولېږل ويل کولى شې دې کې يو انتخاب کړې، ما چک کړل، رښتيا هم بلا معتبر وو. ما ويل ددې د نشر مصرف څومره دى، مشر راته ډېرې پيسې يې وويلې. ما ويل مسلمانه مونږ چې دومره پيسې درلودى اوس به... راته يې کړه، څومره بجټ لرې ما ويل دَ 100$ شا او خوا ويل سمده مشکل نشته.، خو پيسې به کومسې رالېږلې? ما ويل انلاین سيسټم شته، تشويش مه کوه. دې ظلم راباندې سم دَ بې سواده ګمان کړى وو او ما هم ورنه سمې ماشومانه پوښتنې کولې. بالآخره راته وايي چې Manuscript ما ته راولېږه. ما ويل کوم ژورنال کې نشروي? وايي الزوير يا ساينس ډارکټ سره راجستر دى ما ويل دا خو به ډېر ښه کار وشي. ما ورغبرګه کړه ښه به نه وي چې انلاين سبميشن وکړم، ويل نه دلته يې راولېږه زه د اډيټور سره شخصي اړيکه لرم، چې ستا نه ډېرې پیسې وانخلي. ما ويل ښا، سمده خو داسې کار وکړه چې دَ اډيتور ايميل راکړه، زه به يې هغې ته وليږم، ته بيا ورسره نور شخصي تماس وکړه. بالاخره يو gamil addres يې راوليږه. ما ورته وليکل، تعجب خبره نده چې دَ دومره معتبر ژورنال اډيټور تر اوسه رسمي ايميل نلري او بې چاره جيميل کاروي،? ايستا يې بلاک کړم او سړى لاړ خبره مې دا کوله چې ډېر هوښيار اوسيږئ، نن سبا په اکاډميکو برخو کې هم زمونږ دَ استاد خبره ټګ برګ خلک پيدا شوي. هيڅ وخت چاته دَ وټس آپ يا شخصي ايميل دَ لارې مقالې مه لېږئ، هر معتبر او نا معتبر ژورنال خپل ويب سايټ لري. هملته يې حتما رسمي ايميل وي، تماس ورسره وکړئ. که نړيوال ژورنال کې خپلې مقالې نشروئ، دَ پيدا کيدو يې بلا لارې دي او هم که خارجي ژورنال کې نشروئ، پلټنه وکړئ يا دَ يو بل با تجربه کس څخه پوښتنه وکړئ. https://doaj.org/ دا هم ښه سايټ دى، له ځانه سره زيات ژورنالونو لري. https://www.findmyjournal.com/ دلته بيا دَ لنډيز له مخې ژورنال پيدا کولى شئ https://www.edanz.com/journal-selector دا هم غوره سايټ دى، ژورنالونو په کې ولټوئ http://journalfinder.elsevier.com http://journalsuggester.springer.com http://publication-recommender.ieee.org https://journalfinder.wiley.com https://authorservices.taylorandfrancis.com/publishing-your-research/choosing-a-journal/journal-suggester/ https://www.mdpi.com/about/journalselector https://researcher.life/journal https://www.journalguide.com/ https://www.edanz.com/journal-selector پورته هر يو سايټ درسره د معتبرو ژورنالونو په پيدا کېدو کې مرسته کوي http://scientific.thomsonreuters.com/cgi-bin/linksj/search.cgi?letter=a https://mjl.clarivate.com د ISIژورنال کيفيت دلته وپلټئ http://www.online.sagepub.com دلته په لکونه معتبرې مقالې موندلى شئ https://www.scimagojr.com/journalrank.php http://www.scimagojr.com http://www.bioxbio.com http://www.citefactor.com دلته هم دَ ژورنال کيفيت کتلى شئ مخسد ايمونږ او تاسې وزارت چې ژورنال لاندې څلور ځانګړتيا ولري هغه که خارجي مقالې نشروي، هم يې، مني. اول: ژورنال بايد ISSN شماره ولري. دوم: په Google Scholar کې بايد Index وي. دريم: مقاله بايد doi لري. څلورم: لاندې لينک کې مې دَ نامنلي شويو ژورنالونو فايلونه اچولي، ژورنال بايد په دې ليست کې نه وي. https://t.me/MazloumYarBahar/10629 دا فايل خلاص کړئ بلا ژورنالونو دَ وزارت په تور ليست کې دلته ښودل شوي. https://t.me/MazloumYarBahar/10630 په دې وروستيو کې تقریبا 8 ژورنالونو نور هم ورزيات کړل. هدف مې دا دى، که خپله مو معلومات درلود، خو غوره خبره کنه حتما بيا له چا سره مشوره کوئ. د ژورنال د کيفيت معلومولو بلا اسانه طريقې شته. خداى نکرده څوک درنه بې ځایه $ روپۍ ونه وهي. فکر مو وي چې اکثرا دَ هندي، امريکايي او افريقايي شمېرو والا درسره ډېر تماسونه کوي، چې څنګه مقاله ورولېږې، دَ ظالم ځامن يې يو ساعت کې قبولوي او سمدلاسه دَ پيسو غوښتنه کوي.

پوښتنپاڼه که د څېړنې، سروې، ارزونې يا کومې بلې موخې لپاره مو غوښتل چې آنلاين پوښتن پاڼه جوړه کړئ، لاندې سايټونه مو خدمت کې دي. 🌐https://porsline.ir پرس لاین 🌐https://epoll.pro ایپُل 🌐https://avalform.com اول فرم 🌐https://web.formaloo.com فرمالو 🌐https://porsa.irandoc.ac.ir پرسا 🌐https://porseshnameonline.com پرسشنامه آنلاین 🌐https://formafzar.com فرم افزار 🌐https://beporsim.org بپرسیم 🌐https://poller.ir پولر 🌐https://porsall.com پرسآل 🌐https://vform.ir ویفرم 🌐https://www.digisurvey.net دیجی سِروی 🌐https://nazarban.ir نظربان 🌐https://www.ucheck.me یوچک 🌷 🎓

عبارت_ها_،_اصطلاحات_و_جملات_انگلیسی.pdf2.23 MB