fa
Feedback
اٰسۜلۙاٰمۘݺ࣮ تٙ࣫ګ لۙاٰرؓه࣬😍

اٰسۜلۙاٰمۘݺ࣮ تٙ࣫ګ لۙاٰرؓه࣬😍

رفتن به کانال در Telegram

😍ښکلی اسلامی نشرات😍 زموږوولس مسلمان دئ😍 اسلامی نشرات غواری😘 خکلی ویډیوی 💖 خکلی ادبی لیکنی 💖 اسلامی اشعار💖 په زړه پوری نصیحتونه😍 تالب جان می زړه ده💕 https://t.me/http12358

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استشوخی و سرگرمی38 899
576
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
اطلاعاتی وجود ندارد7 روز
اطلاعاتی وجود ندارد30 روز
آرشیو پست ها
هغه څوک چې لمونځ نکوي څه حکم لري په اسلامي ټولنه کې ډېر داسې مسلمانان پخپلو سترګو وینو چې دسستۍ (تکاسل) له امله لمونځ نه کوي او دا ورته ډېره وړه او اسانه خبره ښکاري او حال دا دی چې د الله جل جلاله تر ټولو ستر حکم ماتوي او د لوی خطر سره مخ دی او د هلاکت، بربادي لویه کنده کې لوېدلی خو ځان ته یې فکر نه دی. رابه شو دې خبرې ته چې لمونځ د الله تعالی څومره ستر حکم دی؟ د دین تمام حکمونه د الله جل جلاله له لوري د جبریل علیه السلام په واسطه په پېغمبر صلی الله علیه وسلمَ باندې له اسمانونو څخه ځمکې ته راغلي او په مسلمانانو لازم شوي، خو یوازې لمونځ چې کله فرض کیده، نو الله جل جلاله خپل خوږ  پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمعراج په شپه خپل ځان طرف ته وغوښته او ددیدار مطهره نه وروسته یې ورته دپنځوس ۵۰ لمونځونو سپارښتنه وکړه چې دحضرت موسی علیه السلام په مبارکو هڅو سره پنځه لمونځونه په امت محمديه فرض شول. راځم دې خبرې ته چې لمونځ پرېښودونکی داحادیثو په رڼا کې او د څلورو نومیالیو امامانو دمذاهبو له نظره څه حکم لري؟ امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب صحیح مسلم کې ددې باب لاندې  [باب کُفرُمنْ تَرَکَ الصَّلاةَ ] یو حدیث شریف راوړی [عنْ ابي سفیان قال: سمعتُ جابرا یقول: سمعتُ النبيَّ صلی الله علیه وسلمَ  یقول: انّ بین الرجل والشِرْکِ والکفرِ ترک الصّلاة ] ژباړه: دابي سفیان څخه روایت دی چې ما له جابر رضي الله واورېدل هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه چې ویل یې دمسلمان او دشرک، کفر منځ کې فرق دلمونځ پرېښودل دي  کتاب الایمان حدیث نمبر [۸۲] امام ترمذي رحمه الله هم په خپل کتاب سنن ترمذي کې یو حدیث راوړی چې یوه تُکړه یې داده [من ترکَ الصلاةَ فقد کفرَ] ژباړه: چا چې لمونځ پرېښود کفر یې وکړ، او بیا وایي چې: [هذا حدیثٌ حسن صحیح غریبٌ ] ابواب الایمان حدیث نمبر [۲۶۲۱] دې ته ورته حدیثونه امام نسائي امام ابي داؤد امام ابن ماجه امام احمد بن حنبل امام دارمي رحمهم الله په خپلو کتابونو کي راوړي دي چې ټول دصحت په درجه کې دي . دڅلورو امامانو مذهب او نظر: ۱-امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله وایي چې: څوک لمونځ نه کوي کافر نه ده خو فاسق ده حکمرانان به یې بندي کوي او وهي تر څو چې توبه وباسي او یا مړ شي، [الدرالمختار مع حاشیته ابن عابدین الشامي ] جلد ۲ [صفحه ۸] مکتبه رحمانیه. ۲–امام شافعي رحمه الله فرمایي: چې قتل دې شي دایې حد ده او یو قول یې داده چې دکفر له امله باید قتل شي او دغه یو قول دامام مالک او امام احمد بن حنبل رحمهم الله هم ده “ مخکنۍ مرجع. ۳—امام مالک رحمه الله وایې: سلطان یې باید دقتل حکم صادر کړي . ۴—-امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي: چې لمونځ نه کونکی: کافر، مرتد ده له اسلام څخه، او حکم یې دا ده چې قتل یې کړئ او نه به غسل ورکوئ او نه کفن اونه به یې دمسلمانو هدیره کې خښوئ  [حکام العبادات] ابراهیم سلقیني رحمه الله . یادونه : دې مسأله کې دامام اعظم رحمه الله مذهب کې توسع (اسانتیا)ده .??دپورتنیو حدیثونو او دمذاهبو اربعه و نه” د لمونځ نه کونکي باندې سختې شدیدې نیوکې ” دلمونځ اهمیت څرګندوي ، دفقهاءو او عامو محدثینو په اند دلمونځ پرېښودل په هیڅ صورت کې نه شته که په ولاړه یې نه شې کولای په ناسته دې وکړي که په ناسته یې نه شي کولای په ملاسته دې وکړي کنه په اشارې سره دې تر سره کړي  بغېر دحایضې او نفاسې زنانه و څخه چې هغه شریعي عذر لري. اخر کې دا وایم چې لمونځ پرېښودونکي ته به څه په لاس ورشي؟ بلکې ددنیا او اخرت له نعمتونو څخه به محروم شي. ټولو مسلمانانو ملګرو نه دا ګذارش کوم او سپارښتنه ورته کوم چې دا پیغام دنړۍ ټولو مسلمانو ته ورسوئ، زما مسؤلیت تر تاسو پورې رسول او ها خوا ستاسو مسؤلیت ده ترڅو چې یومسلمان دلمونځ اهمیت نه خبر شي او ستاسو له پاره ذریعه دخیر او باعث داجر وګرزي .

سلامونه ګلانو سهار مو پخیر❤️❤️😍😍 يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ أَنتُمُ ٱلۡفُقَرَآءُ إِلَى ٱللَّهِۖ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلۡغَنِيُّ ٱلۡحَ
سلامونه ګلانو سهار مو پخیر❤️❤️😍😍 يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ أَنتُمُ ٱلۡفُقَرَآءُ إِلَى ٱللَّهِۖ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلۡغَنِيُّ ٱلۡحَمِيدُ (سورة فاطر آیت ۱۵) اى خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى احمدکندهاری د دعاء په هیله🌹😍

سلامونه ګلانو سهار مو پخیر❤️❤️❤️😍 رسول الله صلي الله علیه وسلَّم فرمایلی دي، کله چي دغه شپږ علامي پیدا شوی نو بیا د مرګ لپار
سلامونه ګلانو سهار مو پخیر❤️❤️❤️😍 رسول الله صلي الله علیه وسلَّم فرمایلی دي، کله چي دغه شپږ علامي پیدا شوی نو بیا د مرګ لپاره تیاری کوۍ ، یعني مرګ درته ښه دى ، اول : چی بیعقلان درباندی حاکمان شول، دوهم : پولیس زیات شول، دریم : حاکمان خرڅیدل شروع شول، څلورم:صله رحمي ختمه شوه هیڅوک دچا په غم کي نه وه، پنځم،وینه تویول اسان او سپک وګڼل شول، شپږم، دقرآن کریم لوستل دسندرو په طرز او طریقه شول یوڅوک به لمونځ ته مخکي کوی فقط پدی خاطر چی په ښه اواز لکه سندر غاړی تلاوت وکړی اګرکه هغه دلږ علم والا وي ، قَال.أبوعباسَ : إنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , يَقُولُ : " بَادِرُوا بِالْمَوْتِ سِتًّا : إمْرَةَ السُّفَهَاءِ , وَكَثْرَةَ الشَّرْطِ , وَبَيْعَ الْحُكْمِ , وَاسْتِخْفَافًا بِالدَّمِ , وَقَطِيعَةَ الرَّحِمِ , وَنَشْوًا يَتَّخِذُونَ الْقُرْآنَ مَزَامِيرَ ، يُقَدِّمُونَ أَحَدَهُمْ لِيُغَنِّيَهُمْ , وَإِنْ كَانَ أَقَلَّهُمْ فِقْهًا رقم الحديث: 1193البخاري، احمدکندهاری ددعاء په هیله

د جنت نعمتونه په جنت کې به ټول نارينه 30 یا 33 کلن وي ټولې ښځې به 16 کلنې وي هلته شپه نشته هلته مرګ نشته هلته خوب نشته ځکه خو
د جنت نعمتونه په جنت کې به ټول نارينه 30 یا 33 کلن وي ټولې ښځې به 16 کلنې وي هلته شپه نشته هلته مرګ نشته هلته خوب نشته ځکه خوب د مرګ ورور دی له هغه سره به يوځای ختم شی. ټول عمر به د څاښت(د سهار لمر خاته) وخت او پسرلي هوا وي. د جنت درې 3 نعمتونه دي چې په دنيا کې نشته . 1: تل پاتی ژوند: 2: د سپېڅلي اولوی رب (ج)ديدن : 3: د الله تعالی ديدن به دومره خوږ وي چې نور نعمتونه به دخلکو له ياده ووځي. غم، درد، رنځ به هلته نه وي نو باید په دنیا کي خپل خواهشات خوندي کړو او جنت ته اُمید ولرو. او دنیا کي د الله تعالی جل جلاله نافرماني ونه کړو، چي جنت یي په بدل کي راکړي. اې ربه ته مو جنت نصیب کړه: دثواب په خاطر یې شېر کړی. اخيره زمانه

که مو ونه لوستله پېښمانه به یاست☺ ماښام ناوخته څنګه چې له بهار څخه کور ته راغلم، مور ته مې د ډوډۍ تیارولو وویل. ما ژر ژر اودس وکړ، چې لمونځ قضا نۀ شي. ډېر سخت ستړی وم. په لمانځه کې خوب زنګولم، په سجده کې ویده شوی وم. څه عجیبه خوب مې ولید. ډېر زیات خلک را جمه وو، یو خوا بل خوا منډې وې او څو نفر وو چې کاغذونه یې وېشل. هر یو نفر ته به یې کاغذ ورکاوۀ، ما ته یې هم یو کاغذ راکړ چې زما نوم پرې لیکل شوی و راته یې وویل: دا ستا اعمال نامه ده هلته یې جمه کړه، کوم ځای کې چې نور خلک جمه کوي. وروسته به نومونه اخیستل کیږي او فیصله به کیږي. ما هم کاغذ جمع کړ او قطار کې د نوم په انتظار ولاړ وم. نومونه اخیستل شروع شول. فلانکی بن فلانکي _ جنت فلانکی بن فلانکي _ جنت زما نوم یې چې واخېست ډېر سخت ووېرېدلم چې خدایه اوس به څه فیصله کیږي له نوم سره فیصله وشوه چې دوزخ. په دې وخت کې دوه د لوړ قد واله نفر زما خوا ته راغلل زه یې د دوزخ په لور کش کړم. ما چیغې کړلې: دا څه کوئ! دا به زما نوم نه وي، دا به بل نفر وي. زه څنګه دوزخ ته لاړ شم زما نوم باید د جنتیانو صف کې راشي ځکه چې ما خو نه دروغ ویلي، نه مې دوکه کړې، نه مې شراب څښلي او نه مې زنا کړېده. خو د لوړ قد نفرو په غصه کې راته وویل چې دلته د غلطو فیصلو کولو امکان نشته او د دوزخ په لور یې کش کولم خو زما اواز چا نه اورېد. ډېره سخته ګرمي وه د دوزخ اور ډېر په جوش کې زما خوا ته غوټې راوهلې. د اوښ په شانتې غټ، غټ ماران او لړمان هم وینم، زه یې دوزخ ته ور دیکه کړم دستي زما لاس یو سپینږیري بزرګ ونیو او د لوړ قد نفرو ته یې وویل چې دا پریږدئ! زه یې دوزخ ته له لوېدو وژغورلم، ما تری پوښتنه وکړه چې ته څوک یې؟ او ولې دې زه بچ کړم؟ هغه راته وویل چې زه ستا لمونځ یم. زه ورته په غصه شوم چې ولې دومره ناوخته راغلې مخکې به راغلی وی، که لږ نور ځنډ شوی وای زه به اوس دوزخ کې وی. بزرګ په غصه راته وویل چې څنګه دې زه پر خپل وخت نه یم ادا کړی او ناوخته به دې کولم او سستي به دې کوله. نو زه هم ناوخته راغلم. ما سر ښکته کړ او ساه مې واخېسته چې مور مې یو ناڅاپه غږ راباندې وکړ چې زویه څه شوي دي، ولې د لمونځ؛ لمونځ نارې وهې؟ چې رابیدار شوم مور ته مې غیږ ورکړه او د الله شکر مې اداء کړ، لکه بیرته چې راژوندی شوی وم او کلکه اراده مې وکړه چې نور به لمانځه کې سستي نه کوم او پر خپل وخت به یی اداء کوم. اوس چې هر چیرته ځم د آذان په انتظار وم او د لمانځه سوچ او فکر راسره وي تر څو لمونځ راڅخه ناوخت نشي او پر خپل وخت یې ادا کړم. نو ملګرو هر چېرته چې یاست لمونځ پر خپل وخت وکړئ سستي مه پکې کوئ! که دا پوسټ مو شیر کړ کیدای شي کوم ملګری توبه اوباسي او لمانځه کې سستي پرېږدي، نو ستا لپاره به صدقه جاریه شي. نوټ که چیری مو لوستی وي کمینټ کی ولیکی چی ولوستل شوه او خامخا درسره شیر کړی

څومره ده خوښی ځای به وی چی درته وویل شی 😍 نور عکس کی وګوری🙏
څومره ده خوښی ځای به وی چی درته وویل شی 😍 نور عکس کی وګوری🙏

جاهل څوک دی. د وهابي سره لنډه مناقشه: وهابي: تاسو مذهب والا ډیر جاهلان یاست تاسو د قرانکریم او حدیثونه څخه د مستقیم احکامو پر ځای د بل کس چي ستاسو د مذهب مشر دی د هغه د فکر احکام عملي کوئ ایا تر دي لوی جهل سته؟ حبیب الرحمن: د اسلام مبارک دین یو کامل دی او کامل احکام د ژوند په هره برخه کي لري، نو د ټولو احکامو د زده کولو لپاره باید ټوله وهبیان علماء سي که په لکونو هم وي، ایا دا امکان لري؟ وهابي: علماء په ټولنه کي یو څو کسه وي ټول نسي علماء کیدلای. حبیب الرحمن: ولي خلک د کور، مارکیټ جوړولو لپاره انجینر ته ورځي ولي یي خپله نه جوړوي. وهابي: ځکه د کور، او مارکیټ نقشه جوړول د انجینر کسب دی او هر څوک نه په پوهیږي. حبیب الرحمن: ولي خلک غواړي چي دی یا دده زوی د یو نیک او عالم انسان په لیدلو غواړي د هغه په څیر سي؟ وهابی: ځکه دی پوهیږي هغه پر حق دی. حبیب الرحمن: نو اوس خبره پوره واوره" زموږ د مذهب مشر د پیغمبر صلی الله علیه و اٰله وسلم زماني ته نیزدي وو تر اوسه لا احکام نه وه سره پاشل سوي، کفارو غوښتل چي جیلي اٰیاتونه او حدیثونه جوړ کړي په دي وخت کي زموږ علماء دستي احکام سره راټول کړل او جیلي احکام یي تري جلا کړل جیلي اٰیاتونه او حدیثونه یي سره بیل کړل، هغوئ موږ ته صحیح احکام راورسول او اوس چي موږ هغه عملي کوو ایا دا جهل دی؟ د مذهبونو څلور امامان په تقوا او علم کي ساری نه لري ایا د الله تعالی جل جلاله د نیکو بندګانو تابعداري جهل دی؟ دا چي موږ به اوس خپله د قرانکریم او حدیثونو څخه استخراج کوو نو موږ باید ټول په ملیونهاوو مذهبان علماء جوړ سو ځکه بیله علمه موږ صحیح او جیلي حدیثونه نه سو جلا کولای نو موږ ولي د هغه کسانو تابعداري و نه کړو چي دا احکام هغوی د وخته لا سره جلا کړي دي او تر ما او تا یي تقوا او علم زیات وو ایا دا جهل دی؟ تاسو خپله جاهلان یاست، ستاسو علم دومره توان نه لري چي پوره حق معلوم کړی، ستاسو مثال داسي دی لکه یو څوک چي استاذ ته وایي ته دا کتاب مه راته وایه زه خپله دا ګورم او زده کوم یي.

بسم الله الرحمن الرحیم د قوي ایمان یوه برخه: موږ مسلمانان پر دي یقین او باور لرو چي حرام ته به حرام او بد ته به بد وایو، مګر
بسم الله الرحمن الرحیم د قوي ایمان یوه برخه: موږ مسلمانان پر دي یقین او باور لرو چي حرام ته به حرام او بد ته به بد وایو، مګر د عَالم نظام پر برابر بد هم ښه دي چي په دي یوازي الله تعالی جل جلاله پوهیږي. مثلاً شیطان بد دی مګر څوک نسي ویلای چي شیطان عبث پیدا دی، یا یو کس کافر دی څوک نسي ویلای چي دا کس پالتو پیدا سوی دی، یا یو کس ووایي بد رنګه انسانان الله تعالی جل جلاله عبث پیدا کړي دي، یا یي دغه حیوان یا نبات پالتو پیدا کړی دی. دا ټول شیان د عَالم نظام پر برابر ښه دي الله تعالی جل جلاله ښه پوهیږي چي ولي یي پیدا کړي دي، ما او تا باید صرف د بدو څخه ځان وساتو او په بدو پسخند و نه وهو. ما د خلکو اوریدلي چي یو کس ته وایي کاشکي ته نه وای پیدا سوی مور او پلار دي یوه بیلچه امبار ستا پر ځای پیدا کړي وای، مګر دا خبري انسان کفر ته رسوي، الله تعالی جل جلاله ښه خبر دی چي ته یي ښه پیدا کړی یي او هغه یي بد پیدا کړی دی. ومن الله التوفیق

جعلی ملگری ده سیوری په شان وی😢 په رڼا کی درسره وی خو په تیاره کی مو یوازی پریږدی🚶
جعلی ملگری ده سیوری په شان وی😢 په رڼا کی درسره وی خو په تیاره کی مو یوازی پریږدی🚶

د روحي سکون لپاره ۱۵ غوره لارې 1. د خدای(ج) په حمد او عبادت ژوند وکړئ. 2. که په وس مو پره نه وه چې یو څه ته بدلون ورکړئ نو خدای(ج) ته یې پرېږدئ. 3. هیلې مو کمې کړئ، داسې هیلې مه لرئ، داسې هدف مه ټاکئ چې ورته رسېدل ګران وي. 4. کوم کار چې همدا اوس ترسره کوئ تمرکز پرې وکړئ او دا احساس وکړئ چې په کې بریالی کېږې. 5. د راتلونکې په اړه اندېښنې مو پر کاغذ ولیکئ، د لیک په یو پاکټ کې کېږدئ او پاکټ بسته کړئ. 6. د خپلې خوښې کارونه ترسره کړئ، د خپلې خوښې کارونه په حلاقیت او نوښت کې درسره مرسته کوئ. 7. مطالعې ته وخت ورکړئ، په زړه پورې مقالې، ورځپانې، مجلې او کتابونه ولولئ. 8. له نورو سره ځان مه پرتله کوئ که هغه په مالي او یا د زده کړو په برخه کوي. 9. داسې کار مه پیلوئ چې پای ته یې نشئ رسولای. 10. یوزاې د ځان په اړه فکر مه کوئ د نورو په حال هم ځان خبر کړئ. 11. له هغو خبرو مه ویریږئ چې خلک یې ستاسو په اړه کوئ خلک حق لري چې ستاسو په اړه هر ډول فکر وکړئ. 12. د نن کار نن ترسره کړئ د سبا کار سبا ته پرېږدئ. 13. هڅه مه کوئ چې ټول خوشاله کړئ که مو دا هځه وکړه ځان خفه کوئ. 14. دعا وکړه مخکې له دې چې له ستونزو سره مخ شې. 15. د هغو احترام وکړئ چې مینه درسره لرئ هغوی وزغمئ چې ستاسو بې احترامي کوي.

@Zargi23👈👈دلته هم راسه وروره @Zargi23👈👈دلته هم راسه وروره @Zargi23👈👈دلته هم راسه وروره @TokiTakali2👈👈دلته هم راسه وروره @TokiTakali2👈👈دلته هم راسه وروره @TokiTakali2👈👈دلته هم راسه وروره @Basari4👈👈دلته هم راسه وروره @Basari4👈👈دلته هم راسه وروره @Basari4👈👈دلته هم راسه وروره @Talibjan123👈👈دلته تبادله ته راشی

😘ښه راغلاست😘
😘ښه راغلاست😘

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته تآسې ته په دغه کانال کې. ښګلې لیکنې. ایډیټ شوې ويډیو کانې. ډیزاینر تصویرونه حدیث شریف. اسلامې لیکنې. بیتونه. انځورونه نشر کیږی زموږ دکانال لینک https://t.me/qwerjffd تبادله والا👇 https://t.me/Zgfdsrnbk 😘 https://t.me/zxdwg

🍁سلام دوستانو هیله چی تل زموږ سره پاتی شی 🍁 🎆شعرون ټپې غزلې 🎆 🎨🎶موسیقې🎶 ویدیوګاني🎨 🍁ناولونه داستانونه🍁 ❦او نور ګټور معلومات ❦ 🌟🌙لیدلی او اوریدلی شی https://t.me/Zxcv1260 👈 واسه تبادله https://t.me/zxdwg

👑🥀رنځور عشق 🥀👑 ♥❦ دښکلا♥️❧او يادونو ❦♥ ♥❦ ته ښه راغـــــلاســـــت❦♥ ♥❦وعــــده ❧هــــيــره شوه❦♥ ♥❦نـشــه وه والــــو تـه ❦♥ س یی س♥❦زړه وو ❧مـــــــوړشـــو❦♥ ♥❦انـــــسان وو❧بـــدل شــو❦♥ ‏پاک زړه ولرئ.!♥️ ‏هیڅکله به خپل ارزښت ‏لــــه لاسه ورنه کـــــــړئ 😊 😊 https://t.me/Dervis5

د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد رسمي ټلګرام اکاونټ اکانت رسمی تلگرام ذبیح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی ا
د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد رسمي ټلګرام اکاونټ اکانت رسمی تلگرام ذبیح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی افغانستان ... Official Telegram Account of the Spokesman of Islamic Emirate of Afghanistan Zabihullah Mujahid د_ذبیح_الله_مجاهد_اصلی_پاڼه 👇 https://t.me/ARG_1880 https://t.me/ARG_1880 https://t.me/ARG_1880 https://t.me/ARG_1880

اٰسۜلۙاٰمۘݺ࣮ تٙ࣫ګ لۙاٰرؓه࣬😍 - آمار و تحلیل کانال تلگرام @http12358