cookie

ما از کوکی‌ها برای بهبود تجربه مرور شما استفاده می‌کنیم. با کلیک کردن بر روی «پذیرش همه»، شما با استفاده از کوکی‌ها موافقت می‌کنید.

avatar

مولوي حسام الدين حسام

السلام علیکم ورحمت الله وبركاته خوږو ملګرو راسره پاتي شئ تر څو درته خپل اشعار او غزلونه خپاره کړم او ستاسو ادبي تنده ورباندي ماته کړم

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استپشتودین و مذهبی77 418
پست‌های تبلیغاتی
427
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
-27 روز
-1930 روز

در حال بارگیری داده...

معدل نمو المشتركين

در حال بارگیری داده...

AUD-20240109-WA0020.mp38.63 MB
Repost from N/a
Photo unavailableShow in Telegram
الخالدخپرندویه اداره یی وړاندی کوی ددوسترګو.. خوږ ترنم هیله ده چی دخوښی وړمو وګرځي سرلیک څوک مین چې په دو سترګو د زړګې شي باقي ژوند يې په والله چې قیمتي شي ترنم/جوهري منصور بدرګه/خیرالله خیرخوا شعر/حسام صیب #الخالد_دترانو_سترمرکز https://t.me/ALkhalidtaranum
نمایش همه...
ناڅاپه راغلي بې پوښتني مې له ژونده لاړي😪 ناځوانه مه کوه یادو سره دي څه وکړمه🥺
نمایش همه...
1
غزل ژوند د یو داسي افساني نوم دی چې پکي ستره ذخیره پرته ده زما د ژوند که لږ پوښتنه وکړي پکي د ستونزو سرچینه پرته ده نور به دي ياد نه کړمه څه دي کوم زما او ستا منځ کې ګیله پرته ده ولي دي هیري کړي سابقي ژمني ولي دي سترګو کې پرده پرته ده تعلیم او عقل دی لازم او ملزوم دواړو کې سپینه اراده پرته ده چې خپلواکي يې په عمل کې نه وي په سخت ذلت یې اینده پرته ده "حسامه" ستونزو کې مزل وکوه د هدف لاره دي اوګده پرته ده _____ ١٤٠٢/١٠/١٥
نمایش همه...
2😢 1
Repost from N/a
غزل " پاتي " ستا د ياد هغه تصوير دی راته پاتي د اخلاقو يو تفسیر دی راته پاتي ته چې تللی يې له ستړي زندګي نه په ميراث کې دي تعبیر دی راته پاتي د لونګو خوشبويې ترينه راخيژي د زندان هغه ځنځير دی راته پاتي څومره خوږ او څومره پراخ فکرلري ته چې په نه شتون دي تدبير دی راته پاتي د يوسف له حسن ته هم برخمن شه له پيړيو هغه پير دی راته پاتي د يعقوب غوندي چې زه ورپسي ړوند شوم نور څه نه دي بس شبګير دی راته پاتي ته مې دود کړه سپيلنۍ به زه "حسام" شم په تن سوی يو فقير دی راته پاتي ___________ 1400/8/4
نمایش همه...
Repost from N/a
💐نوي ديکلومه💐 ☝☝☝ اواز :بسيج لوګری 🎤 شاعر : ✍ حسام الدين
نمایش همه...
Repost from N/a
غزل "مزل ؤ" سپين سهار ؤ له جانان سره مزل ؤ سپوږمۍ ستوري سپين کاروان سره مزل ؤ دخوږي چينې په غاړه غاړه تګ ؤ د وصال تر څنګ هجران سره مزل ؤ د کوثر له اوبو سپينه تکه سپينه ستا د حسن له ديوان سره مزل ؤ څومره ستړی په ژوندون يې کړم ملګرو د شهيد اشنا ارمان سره مزل ؤ د فرعون او نمرود په پرځولو سم دنوح نبي طوفان سره مزل ؤ په خندا چې خپل ولس وينم حسامه پخوا اوښکو تل ګريوان سره مزل ؤ ___________ 1400/6/31
نمایش همه...
Repost from N/a
غزل " توی شوي " ملغلري دقسمت مې ټولي توی شوي هغه هيلې دجنت مې ټولي توی شوي څاڅکی څاڅکی مې له خپله تن نه څاڅي زمزمي دخپل حريت مې ټولي توی شوي لاس هر خوا ته اچوم چې رابيدارشم جامي لاړي دغيرت مې ټولي توی شوي ای جهانه ای دستړي ژوندون کوره کارنامي دخپل هيبت مې ټولي توی شوي درسره به يم تر مرګه ګران حبيبه سزاګاني د ذلت مې ټولي توی شوي بيخي ډېر يمه په ژوند باندي شاکر زه چې وسواس دشيطانت مې ټولي توی شوي چې جدا شوم زه "حسام" ستا له وصاله ها وعدي د محبت مې ټولي توی شوي __________ 1400/7/28 حسام الدين
نمایش همه...
Repost from N/a
غزل "شم" راشه دي تا سترګو ته رانجه به شم  لږ هڅه که وکړي در په زړه به شم واا دفراق غږه څومره تريخ يې ته ستا دلاسه زه چيري لاښه به شم ستا خبري څومره خوندوري دي عشق بل کړي اور کې دي لمبه به شم اور دنمروديانو هيڅ اثر نه کړي زه ابراهمي يمه بل څه به شم ډېر ښه قيمتي غمۍ يې ځار دي شم مه مې ځوروه ياره اوبه به شم نه پريږدي رقيب اوهم ملګري يې اور به شم سکروټه او سکاره به شم سخته ده "حسامه" پريښودل د يار ټول عمر بي ياره ژوندانه به شم _________ 1400/7/21
نمایش همه...
Repost from N/a
نظم دا زمونږ رڼا معسکر دا زمونږ صفا معسکر لار ده دبقا معسکر له رب سره سودا معسکر خدايه دا اباد لري خپور يې په هيواد لري تاند او هم څپاند شي بيا ځپونکي د الحاد لري فاتح فاتح تل استشهاد لري ځان باندي سختي ګالي په شمار يې ميړني ګالي سکروټي په لاسوکې ګدي لارو کې ازغي ګالي لوړي او ژوري تل څومره په سيالي ګالي دوی دي دتقوی سمبول خدايه ته يې ښاد لري فاتح فاتح تل استشهاد لري ايمان يې ده زرين ښايست يې ده حسين ولس ته خدمت کړي خوږمن زړو ته تسکين دښمن ترينه په ډار هدف يې ده تعين همدا مو دي رجال سمبال يې په اعداد لري فاتح فاتح تل استشهاد لري تل وژني دوی صليب د دوی مينځ کې رقيب ضرور به کړي ازاد مسکن تري د غريب د دين دفاع به کړي له هر څومره قريب جانان مې دی جانان دښمن يې تل برباد لري فاتح فاتح تل استشهاد لري ښکلی ايماني اعداد دغه مو نامي اعداد ظاهر تربيت سره هر ځوان ته ضروري اعداد د فکر دی روزنه همدا دی معنوي اعداد په زړو او په فکرو کې مو مينه د جهاد لري فاتح فاتح تل استشهاد لري دعا کوم کامران يې کړه فاتح تل د جهان يې کړه دښمن يې ته مغلوب لره عامل تل دقران يې کړه ربه د "حٙسٌٙام" ارزو نصرت شامل هر ان يې کړه ښکلی امارت زمونږ هر وخت زندباد لري فاتح فاتح تل استشهاد لري ____________ 1400/8/11
نمایش همه...
یک طرح متفاوت انتخاب کنید

طرح فعلی شما تنها برای 5 کانال تجزیه و تحلیل را مجاز می کند. برای بیشتر، لطفا یک طرح دیگر انتخاب کنید.