cookie

ما از کوکی‌ها برای بهبود تجربه مرور شما استفاده می‌کنیم. با کلیک کردن بر روی «پذیرش همه»، شما با استفاده از کوکی‌ها موافقت می‌کنید.

avatar

خان حقیار غزنوی

دا اولس غواړي طالب او دا وطن غواړي طالب هردیار غواړي طالب او هر یو تن غواړي طالب

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استزبان مشخص نشده استکتب13 657
پست‌های تبلیغاتی
510
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
-67 روز
-1030 روز

در حال بارگیری داده...

معدل نمو المشتركين

در حال بارگیری داده...

نمایش همه...
العصر نشراتي او فرهنگي انجمن ACPA

Alasar cultural and publishing association تاسو ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي.

نمایش همه...
قاري محمدقاسم ا«یوبي»

#قاري_محمد_قاسم_آیوبي @🇶 🇦 🇸 🇮 🇲 🇦 🇾 🇺 🇧 🇮1 #ټلیـــــــــګرام_چیـــــــنل  👇

https://t.me/M_QasimAyubi1

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته! د نېکمرغه لوی اختر د رارسيدو په مناسبت د افغانستان مسلمه امت ته د زړه له تله مبارکي او احترامات تقديموم، متعال رب ﷻ مو د اسلامي نظام د استحکام په لاره کې ټولې هڅې او جهادي خدمتونه، طاعات عبادات او مجاهدې په خپل عالي دربار کې قبولې کړه ، د عظيم شان ذات شکر آدا کوم چې د لسيزو وروسته يو ځل بيا د علماوو او صلحاوو تر قیادت او د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ولس په مينځ کې د نېکمرغه لوی اختر خوښي لمانځو، د رب العباد حمد او ثناء وايم او دعا کوم چې په بې سارې پاکو قربانيو راغلي نظام ته دې رب تعالى' بقا او استحکام ور په برخه او په مستقبل کې دې الله پاک موږ د داسې باامنه اخترونو څښتنان کړي،او د هېواد ازادي او استقلال دې تر ابده قاٸم او داٸم وي. په درنښت: ستاسو ورور انجنیر زاهدالله زاهد
نمایش همه...
Photo unavailableShow in Telegram
د العصر نشراتی او فرهنګي انجمن په پام کې لري چې یوه ستره او پرتمينه مشاعره دائره کړي چې ګڼ شمیر ترانه ویونکي،شاعران او د ادب د بڼ مينوال به ګډون پکښې کوي لۀ تاسو څخه هم هیله کیږي ترڅو پۀ دې پرتمين مجلس کې له مونږ سره ګډون وکړئ او پخپل راتګ سره مو خوشحال کړئ· پۀ درنښت ستاسو راتلو ته سترګې په لار د العصر نشراتي او فرهنګي انجمن رهبري. وخت سبا یکشنبه د ماسپښین ۲ بجې آدرس: پلازمېنه کابل شهرنو قلعه فتح الله له لويې څارنوالۍ سره متصل *شــهــــرنو* د ودونو تالار داړيکې شميره _ 0707235770
نمایش همه...
نوی ترنم پرهر مي خوشبویي کړي د سینې - مَیَن شهید یم وطن مي معشوقه ده زه په دې -  مَیَن شهید یم ترنم،مولوي سيد سبحاني اغا شاعر،مولوی حنيف مظهری صاحب #مولوي_سید_سبحاني_اغا☟ https://t.me/a09054075838
نمایش همه...
AUD-20230608-WA0128.mp36.77 MB
دوهم: دغه طرزونه زياتره د هغو فاسقو سندرغاړو او ډمانو دي چې خلک په خپلو سندرو فسق، فجور او فحشاء ته رابولي، موږ ګورو زياتره هغه کسان چې د موسيقۍ په اوريدلو روږدي دي، د دغه ډول ترانو په اوريدلو خپله تنده ماتوي. بناء په دغو طرز او انداز که هرڅومره ښه او سپيڅلی کلام ولوستل شي مکروه او ناروا ده. په الفتاوی الهندية کې راځي: وَقِرَاءَةُ الْقُرْآنِ بِالتَّرْجِيعِ قِيلَ : لَا تُكْرَهُ ، وَقَالَ أَكْثَرُ الْمَشَايِخِ : تُكْرَهُ وَلَا تَحِلُّ ؛ لِأَنَّ فِيهِ تَشَبُّهًا بِفِعْلِ الْفَسَقَةِ حَالَ فِسْقِهِمْ . الهندية ژباړه: په ترجيع سره د قرآنکريم لوستل، ځينې فقهاوو ويلي چې مکروه نه دی، خو زياتره مشائخو ويلي چې مکروه او ناروا دی، ځکه په دې کې د فاسقانو له کړنې سره تشبه او ورته والی دی. ترانې او اشعار زياتره په ښو مفاهيمو مشتمل وي، دغه د ذکر تر نوم لاندې شور ماشور د دې لپاره ورسره مکسيږي چې د ميوزيک او ډول ته ورته غږ ترې پيدا شي، دا که يوې خوا ته د الله جل جلاله د نوم سپکاوی او توهين دی، بل لوري ته د نعت او ترانې حيثيت ته هم زيان رسوي. په مجمع الانهر و ملتقی الابحر کې وايي: إذَا قَرَأَ الْقُرْآنَ عَلَى دَقِّ الدُّفِّ وَالْقَصَبِ يَكْفُرُ. مجمع الأنهر وملتقى الأبحر که يوڅوک د دريا له دربولو او د شپيلۍ له غږولو سره قرآنکريم تلاوت کړ کافر کيږي. په دې اړه د معاصرو يو دوو فکري مکاتبو د علماوو فتواوو ته ستاسې پام رااړوو. د کراچۍ جامعه اسلاميه علامه محمد یوسف بنوري ټاون دار الافتاء د يوې فتوی په ترڅ کې ليکي: ((د الله تعالی ذکر ډير مهتم بالشان شی دی، په عمومي توګه څه ډول چې د نعتونو په بيک ګراونډ کې د الله تعالی د نوم ذکر لګول کيږي، په دې کې د دې سپيڅلي نوم د بې ادبۍ اړخ په نظر راځي، د موسيقۍ طرزونو ته پاملرنه پکې کيږي، او ځينې وختونه د ډول د غږ د بدل جوړولو هڅه پکې کيږي، د نعتونو په بيکګراونډ کې په مروجه توګه د ذکر لګول روا نه دي. والله اعلم. د فتوی شميره: ۱۴۴۲۰۷۲۰۰۳۷۹ د جامعه علوم اسلاميه علامه محمد یوسف بنوري ټاون دار الافتاء د دار العلوم اشرفيه مبارک پور مفتی محمد نظام الدين الرضوي څخه يوه استفتاء او د هغه فتوی ملاحظه کړئ. د مروجه ذکر لرونکې نعت خوانۍ څه حکم دی؟ السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته! له مسنون سلام وروسته حضرت مفتي صاحب ته عرض دی چې نن صبا ځينې داسې نعتخوانان راوتلي دي، چې دری څلور ملګري لري، د ملګرو کار يې دا وي، چې کله نعت ويونکی نعت وايي، نو بدرګه کوونکي يې د الله تعالی نوم اخلي، خو دالله تعالی سپيڅلی نوم داسې په ناوړه توګه اخلي او د روپيو ګټلو په خاطر له خپلو خولو څخه داسې ږغ راباسي چې اوريدونکو ته په بيک ګراونډ کې د ميوزک د ږغ په څير ښکاري. آيا د داسې تش په نوم نعتخوانانو پروګرامونو ته ورتلل د هغوی نعتونه اوريدل څه حکم لري او داسې تش په نوم نعتخوانان څه حکم لري؟ المستفتي حافظ محبوب پټيل، کرجن، ضلع بروډا (ګجرات) وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته! بسم الله الرحمن الرحيم الجواب بعون الملک الوهاب له ميوزک او مزاميرو سره د نعت شريف اجازه نشته، ځکه ميوزک غږول ناروا دي، همدا حکم د هغه ذکر هم دی چې په ځانګړې توګه وشي او د ميوزک په څېر اواز او سرور ورڅخه ترلاسه شي، د اسم د جلاله (الله) ذکر د اجر او ثواب باعث دی، او دا ذکر ميوزک يا لهو ولعب ګرځول ناروا او ګناه ده، نو ځکه په پوښتنه کې په درج طريقې سره د نعت او ذکر اجازه نشته له دې څخه ځانونه وساتئ او مسلمانان دې هيڅکله په داسې محفلونو او مجالسو کې ګډون نه کوي. والله اعلم استکتبه: مفتي محمد نظام الدين الرضوي دار الافتاء دار العلوم اشرفيه مبارک پور ۹ جمادی الاولی ۱۴۴۳ هـ ق د پورتنيو نصوصو، فقهي تصريحاتو او فتواوو په رڼا کې په لنډه ويلی شو چې له نعتونو او ترانو سره د الله نوم په مروجه توګه يادول سنګين جرم او ستره ګناه ده چې په کلکه اجتناب ورڅخه پکار ده، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت وروستي اقدامات هم د ستايلو وړ دي او هيله من يو چې د دې ستر منکر مخه به په وخت ونيول شي ان شاء الله.
نمایش همه...
له ترانو سره د الله جل جلاله د ذکر حکم لیکوال: مولوي صبغت الله وصيل په تير شل کلن جهاد کې شعرونو او ترانو د مجاهدينو د احساساتو په ژوندي ساتلو، او د غرب د تبليغاتي څپې په وړاندې د اذهانو په وقايه او تنوير کې مهم رول ولوباوه. د سنګر، جهاد، شهادت او استشهاد په ستايلو يې د مجاهدينو احساسات او جذبې يې تاندې وساتلې، قربانۍ او فداکارۍ ته يې وهڅول، د مسلمانانو په زړونو کې يې د جهاد ملاتړ، له کفارو برائت او د هغوی له غلامانو څخه نفرت کښيناوه. د اشعارو او ترانو اغيز دومره زيات و چې صلیبي يرغلګرو هم درک کړی و او د څيړنې لپاره يې د طالبانو ترانې انګليسي ژبې ته ژباړلې ترڅو د دې ترانو او اشعارو د اغيزمنتوب رمز معلوم کړي. په نبوي سيرت که نظر واچول شي هم ترې جوتيږي چې اشعار او ترانې د مسلمانانو د مورال په لوړ ساتلو او د دښمن د تبليغاتي يرغل په وړاندې مهم سنګر دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په اصحابو کې شاعران د جهاد په ډګر کې اشعارو ته هڅولي, حسان رضي الله عنه ته يې ويل چې د قريشو هجوه کوه ځکه دا په هغوی باندې د غشو له ګذارونو څخه هم درانه تماميږي. *(والذي نفسي بيده لكلامه أشد عليهم من وقع النبل)*. چې کله کعب بن مالک رضي الله عنه ته شک ودريد چې په قرآنکريم کې د شاعرانو مذمت راغلی داسې نه چې زه د هغوی له جملې څخه شم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د ډاډګيرنې په پار وويل چې *(إن المؤمن ليجاهد بسيفه ولسانه)* دا کار جاري ساته، دا د جهاد يو ډول دی، مسلمان بايد هم په توره جهاد وکړي او هم په ژبه. خو....... ځينې وخت له ترانو او اشعارو سره داسې څه يوځای کيږي چې نه يوازې د جهادي او دعوتي ترانو دغه مکانت او منزلت پاتې کيږي بلکه دغه اسلامي ترانې د حرامې موسيقۍ په قطار کې دروي. د بيلګې په ډول په دې وروستيو کې د ځينې ترانه ويونکو له لوري له ترانو سره داسې ساونډ ايفکټونه يا د الله جلاله ذکر په داسې ډول يوځای شوی چې دغه سپيڅلې ترانې او اشعار يې د نيکو خلکو او د علم د خاوندانو له پامه وربدې کړې دي او د مختلفو فکري مکاتبو علماوو يې په حرمت او ناروا والي تصريح کړې ده. ځکه په دغو ترانو کې د الله تعالی د نوم له يادولو څخه موخه د ذکر پرته د نعت او ترانې سور برابرول وي چې دا د الله تعالی د نوم ډيره سخته بې ادبي ده. سربيره پر دې په قصدي توګه د الله تعالی نوم په داسې توګه اخيستل کيږي چې ډول ته ورته غږ پيدا کړي چې دا د الله تعالی د نوم سپکاوی او توهين دی. او بده لا دا چې د فساقو او فجارو د طرزونو تقليد او اتباع پکې کيږي چې دا په خپله مستقله ګناه ده. لاندې له يو څه تفصيل سره د پورتنيو نکتو يادونه کوو. لومړی دا چې دلته د الله نوم د ذکر په نيت نه بلکه د اوريدونکو د توجه رااړولو په خاطر کيږي، ځکه عموما ليدل کيږي کوم اشعار او ترانې چې کوم خاص پيغام له ځان سره نلري، يا يې شعري صنعت کمزوری وي، ترانه ويونکي د خلکو د توجه راجلبولو په خاطر ورسره د هو هو، يا د الله د نوم يادوي، د الله تعالی نوم په ځانګړې توګه تکراريږي چې له ورايه ښکاري چې دلته د الله نوم د دف او موسيقۍ د بديل په توګه راوړل شوی. چې د الله تعالی نوم د دغسې مقصد لپاره يادول فقهاوو ناروا ګڼلی دی. په الاشباه والنظائر کې ليکي: رجل جاء إلى بزاز ليشتري منه ثوبا فلما فتح المتاع قال : سبحان الله أو قال اللهم صل على محمد إن أراد بذلك إعلام المشتري جودة ثيابه ومتاعه كره. الاشباه والنظائر. ژباړه: کله چې يو څوک رخت پلورنکي ته راشي ترڅو ورڅخه کالي وپيري، هغه د رخت پرانيستلو پرمهال (سبحان الله) يا درود شريف وايي که يې موخه له دې ذکر څخه مشتري ته د خپل رخت او سودا کره والۍ ښودل وي، نو دا مکروه دي. په الفتاوی الهندية کې هم همدغه مسئله په دغو الفاظو راځي: مَنْ جَاءَ إلَى تَاجِرٍ يَشْتَرِي مِنْهُ ثَوْبًا فَلَمَّا فَتَحَ التَّاجِرُ الثَّوْبَ سَبَّحَ اللَّهَ تَعَالَى وَصَلَّى عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَلَى آلِهِ وَسَلَّمَ أَرَادَ بِهِ إعْلَامَ الْمُشْتَرِي جَوْدَةَ ثَوْبِهِ فَذَلِكَ مَكْرُوهٌ هَكَذَا فِي الْمُحِيطِ. الفتاوى الهندية ژباړه: که يو څوک تاجر ته راغی ترڅو له هغه څخه کالي واخلي، کله چې تاجر رخت ويړ کړي د الله تعالی پاکي بيان کړي يا په نبي کريم صلی الله عليه وسلم درود ووايي، موخه يې مشتري د خپل ټوکر کره والی ښودل وي نو دا مکروه دي. په فتاوی شامي کې يې هم دا کار مکروه تحريمي ګڼلی دی. (قَوْلُهُ وَحَرَامًا إلَخْ) الظَّاهِرُ أَنَّ الْمُرَادَ بِهِ كَرَاهَةُ التَّحْرِيمِ، لِمَا فِي كَرَاهِيَةِ الْفَتَاوَى الْهِنْدِيَّةِ إذَا فَتَحَ التَّاجِرُ الثَّوْبَ فَسَبَّحَ اللَّهَ تَعَالَى أَوْ صَلَّى عَلَى النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يُرِيدُ بِهِ إعْلَامَ الْمُشْتَرِي جَوْدَةَ ثَوْبِهِ فَذَلِكَ مَكْرُوهٌ.الشامية
نمایش همه...
Photo unavailableShow in Telegram
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن يې وړاندې کوي له ترانو سره دالله ج دذکر حکم ليکوال. مولوي صبغت الله وصيل ايډيټ: العصر سټوډیو https://t.me/alasar_association
نمایش همه...
مهمه خبرتیا. کوم ترانه خوانان چې غواړي شعرونه یې پۀ اعلی کیفیت او ښۀ اصولي بڼه جوړ شي هغوی کولای شي خپل ساده ریکارډ کړي شعرونه د العصر سټوډیو لۀ لاندې شمېرې سره شریک کړئ یادونه: هر ترانه خوان ملګري ته به شعر پۀ خپل نمبر سره جوړیږي ملګري به انتظار او حوصله کوي پۀ درنښت د العصر سټوډیو د اړیکې شمېره +93 74 522 6044
نمایش همه...
د العصر نشراتي او فرهنګي انجمن: درنو ترانه ویونکو او شاعرانو وروڼو په دې هیله چې ښه به یاست الله پاک مو روغ او جوړ لره، لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یاست دالعصر نشراتي او فرهنګي انجمن سمعي او بصري څانګې د ترانو د پالیسۍ مطابق شعرونه او ترانې نشر ته سپاري، نو په همدې اساس له تاسو قدرمنو نه هیله کېږي چې خپل شعرونه او ترانې له مونږ سره په لاندې نمبر شریکې کړئ ترڅو نشرته وسپارل شي. راټوله ونکی محترم قانت آغا +93785011446 په درنښت د العصر نشراتي او فرهنګي انجمن رهبري کميټه . https://t.me/alasar_association1 https://twitter.com/alasar_associat?s=09 https://www.youtube.com/@Alasar846 [email protected] +93707235770
نمایش همه...
العصر نشراتي او فرهنگي انجمن (ACPA)

Alasar cultural and publishing association تاسو ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي.

یک طرح متفاوت انتخاب کنید

طرح فعلی شما تنها برای 5 کانال تجزیه و تحلیل را مجاز می کند. برای بیشتر، لطفا یک طرح دیگر انتخاب کنید.