cookie

ما از کوکی‌ها برای بهبود تجربه مرور شما استفاده می‌کنیم. با کلیک کردن بر روی «پذیرش همه»، شما با استفاده از کوکی‌ها موافقت می‌کنید.

avatar

پښتو حديثونه

💟۔﷽ـ💟 ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود #حضرت 🌹#םבםב🌹 #ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ🌙 دلته به تاسو ته پښتو ژباړه حدیث شریفونه پښتو مختصری ويناوي نشريږي په نشرولو کي يې مرسته راسره وکړی @Yasainraihan

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استزبان مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
پست‌های تبلیغاتی
274
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
اطلاعاتی وجود ندارد7 روز
اطلاعاتی وجود ندارد30 روز

در حال بارگیری داده...

معدل نمو المشتركين

در حال بارگیری داده...

Photo unavailableShow in Telegram
‏رسول الله ﷺ فرمايلي دي: چا چې اودس تازه کړ، او بیا یې د شهادت کلیمه وویله، نو د جنت '٨' دروازې به ورته خلاصې شي. (رواه مسلم)
نمایش همه...
مســـروري اشــــنا ګرانو خوږو مينوالو دلته به تاسو ته کله ناکله حمدونه , نعتونه اصلاحي او حماسي شعرونه وړاندي کوو ان شاءالله تعالی هيله ده چي خاطرې مو درنې نه سي https://t.me/masroriashna1 شخصي رابطه @masroriashn
نمایش همه...
مســـروري اشــــنا

ګرانو خوږو مينوالو دلته به تاسو ته کله ناکله حمدونه , نعتونه اصلاحي او حماسي شعرونه وړاندي کوو ان شاءالله تعالی هيله ده چي خاطرې مو درنې نه سي

د لــقــمــان حــڪــیــم نــصــیــحــتــونــه ۱:- لــږي خــبــري ڪــوه. ۲:- د دوســتــانــو احــتــرام ڪــوه. ۳:- د نــن ڪــار ســبــا تــه مــه پــرېږده. ۴:- پــه هېڅ ڪــار ڪــې عــجــلــه مــه ڪــوه. ۵:- پــه لــاره تــلــلــو ڪــې درمــيانــه اوســېږه. ۶:- مــصــرف دي لــه پــيداوار نــه ڪــم ســاتــه. ۷:- ويل شــوي خــبــره بــار بــار مــه تــڪــراروه. ۸:- لــه مــور او پــلــار ســره نــيک چــلــنــد ڪــوه. ۹:- لــمــونــځ هغــه قــســم چــې ښايې اداء ڪــړه. ۱۰:- لــه بــدانــو او جــاهلــو ســره بــنــډار مــه ڪــوه. ۱۱:- د مــور او پــلــار وجــود غــنــمــيت وشــمــېره. ۱۲:- ښوونــڪــې د مــور او پــلــار پــه څير وگــڼه. ۱۳:- د نــورو مــال او مــقــام تــه طــمــعــه مــه ڪــوه. ۱۴:- لــه خــپــلــوانــو ســره خــپــلــوي مــه پــري ڪــوه. ۱۵:- د ولــاړو خــلــڪــو پــه حــضــور ڪــې مــه ڪــېنــه. ۱۶:- لــه مــشــرانــو ســره اوږدې خــبــرې مــه ڪــوه. ۱۷:- د نــورو نــيک ڪــار پــه خــپــل ځانــه مــه تــپــه. ۱۸:- ادب او عــاجــزي هېڅ ڪــلــه هم مــه هيروه. ۱۹:- هېڅوک د چــا پــه مــخــڪــې مــه رســوا ڪــوه. ۲۰:- د زنــانــه يې خــوي او لــبــاس نــه ډډه وڪــړه. ۲۱:- پــه ټولــو ڪــارونــو ڪــې مــيانــه حــالــه و اوســه. ۲۲:- د نــورو ڪــومــک او ياري تــه مــه مــنــتــظــرېږه. ۲۳:- پــه ڪــاروبــار او نــيک ڪــار ڪــې جــدي اوســه. ۲۴:- تــيره شــوي دعــوه او دشــمــنــي مــه تــازه ڪــوه. ۲۵:- اولــاد تــه دي اســلــام او دينــداري ور وښايه. ۲۶:- د نــورو نــصــيحــتــونــه او مــشــوري مــه هيروه. ۲۷:- پــه بــدڪــارۍ ڪــې لــه چــاســره لــاس مــه يو ڪــوه. ۲۸:- خــپــل رازونــه دي فــقــط لــه ځانــه ســره وســاتــه. ۲۹:- لــه نــورو ســره پــه ڪــبــر او غــرور رفــتــار مــه ڪــوه. ۳۰:- د ځلــمــيتــوب ورځي دي ، غــنــيمــت وشــمــېره. ۳۱:- د مــشــرانــو احــتــرام او پــه ڪــشــرانــو نــرمــي ڪــوه. ۳۲:- لــه نــيڪــو او ايمــانــدارو خــلــڪــو ســره مــشــوره ڪــوه. ۳۳:- د خــبــرو پــه وخــت ڪــې د نــورو خــبــري مــه پــري ڪــوه. ۳۴:- هېڅ ڪــار مــخــڪــې لــه مــڪــمــل پــلــان لــرلــو نــه مــه ڪــوه. ۳۵:-مــحــتــاجــان لــه خــپــل مــال او دارايي نــه مــه مــحــرومــوه. ۳۶:- عــمــر د عــبــادت او بــنــده گــي لــپــاره غــنــيمــت وشــمــېره. ۳۷:- د خــلــڪــو پــه اصــلــاح ڪــې يوه زره ســســتــي هم مــه ڪــوه. ۳۸:- د ښځي او اولــاد د بــي ځايه غــوښتــنــو پــيروي مــه ڪــوه. ۳۹:- لــه عــالــمــانــو او هوښيارو خــلــڪــو ســره تــعــلــقــات وســاتــه. ۴۰:- پــوه شــه چــې هېڅ شــي لــه الــلــه جــل جــلــالــه نــه پــټ نــه دي. ۴۱:- هغــه څه چــې الــلــه جــل جــلــالــه درڪــړي ، پــري خــوښ اوســه. ۴۲:- هر څومــره چــې ڪــولــای شــي ، مــيلــمــه ســره مــهربــانــه اوســه. ۴۳:- پــه لــږ ويلــو، لــږ خــوړلــو او لــږ ويده ڪــېدلــو ځان عــادت ڪــړه. ۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شــي لــه الــلــه جــل جــلــالــه ســره مــه شــريڪــوه. ۴۵:- لــه بــدڪــارو نــه هېڅ وخــت د نــيڪــۍ او ځوانــۍ طــمــعــه مــه ڪــوه. ۴۶:- پــه نــورو بــانــدې مــه پــه غــصــه ڪــېږه او ورســره پــه نــرمــۍ خــبــري ڪــوه. ‏
نمایش همه...
#لنډ_نصيحت ژباړه: د حضرت ابو ايوب رضى الله عنه څخه روايت دی چې : يوه ورځ یو سړى پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته په مخ کې ودرېد، او ويې ويل: ما ته لنډ نصیحت وکړه، چې يادول يې اسان وي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وويل: لمونځ د هغه چا د لمانځه په څېر کوه چې د الله تعالی په نزد ښه وي، لکه چې د یو چا وروستی لمونځ وي او نور له دنيا څخه رخصت اخلي. داسې خبرې مه کوه چې سبا يې بيا عذر ويلو ته اړ يې. د انسانانو په لاس کې چې څه وي له هغوى نه ناهيلی اوسه، بلکې هيله یوازې د لوى څښتن دربار ته کوه او له مخلوق څخه د څه ورکولو، څه اخیستلو هيله مه ساته. #رواه_احمد
نمایش همه...
د خالد بن وليد رضي الله عنه عجيبه کارنامه. #ژباړه_م_رضوان_الله_فيضاني د شام په فتوحاتو کې خالد بن رضي الله عنه يو ښار ته ورسېد چې نوم يې (قنسرين) و، د ښار ډېره قوي او محکمه کلا وه، روميان، کفار کلا ته ننوتل او د کلا دروازې يې په ځانونو پسې وتړلې. له څه مودې محاصرې وروسته چې کاميابي تر لاسه نه شوه او مؤمنان د کلا د دېوال په سوري کولو هم بريالي نه شول، نو خالد بن وليد رضي الله عنه د دې کلا خلکو ته يو خط ورولېږه چې داسې يې په کې ليکلي و : بسم الله الرحمن الرحيم، د خالد بن وليد له لوري د قنسرين خلکو ته !!! تاسو به له مونږ څخه چيرته لاړ شئ؟ قسم دی په هغه ذات چې د خالد روح د هغه په لاس کې دی، که چېرته تاسو اسمان ته وخېژئ، نو الله ﷻ به مونږ هم درپسې دروخېژوي او يا به مو الله تعالی مونږ ته ښکته راوغورځوي. دغه خط چې څنګه د کلا د خلکو مشر ته ورسېد، نو الله ﷻ يې په زړه کې سخته وېره او دهشت واچوۀ او ويې ويل : د ښار دروازې خلاصې کړئ او د تسليمۍ په حال کې ووځئ، مونږ د دې خلکو د مقابلې توان او طاقت نلرو. کله چې د خالد بن وليد رضي الله عنه د دغې کارنامې خبر اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه ته ورسېد، نو ويې ويل : الله تعالی دې په ابو بکر صديق رضي الله عنه، رحم وکړي، هغه له ما څخه د سړيو ډېر پېژندونکی و. https://t.me/Gaeznw
نمایش همه...

شقیق بن ابراهیم البلخي (وفاة: 194هـ) رحمه الله وایي: د الله تعالی د توفیق دروازه په دې لاندې شپږو کړنو سره بندیږی: ‏ ① په نعمتونو بوختیدل او شکر یې هېرول ② د علم په مینه کې پر علم عمل پرېښودل ③ ګناه ته بیړه او توبه ځنډول ④ د نېکانو په ملګرتیا دوکه او پیروي یې نه کول ⑤ په فاني او تېریدونکې دنیا پوري زړه تړل ⑥ له راروان او تلپاتې اخرت نه غفلت ‏الفوائد لابن القيم (صفحة 177)
نمایش همه...
د توبې‌ لمونځ (صلوة‌التوبة) #رسول‌اللهﷺفرمايي: څوک چې يوه ګناه وکړي، بيا په ښه توګه اودس وکړي، ورپسې دوه رکعته لمونځ وکړي، او له الله ﷻ څخه بښنه وغواړي، الله ﷻ به ورته هرو مرو بښنه وکړي. رواه مسند احمد
نمایش همه...
زه ورښکته کیږم (أنا نازل) د خندق غزا کې مو چې د خندق (کندې) کیندلو کار کاوه، یوه سخته پرښه مخته راغله، نو هغوی رسول الله ته ورغلل، ول خندق کې یوه سخته پرښه راغله هغه ورته وفرمایل: زه ورښکته کیږم، "أنا نازل" بیا په داسې حالت کې را ولاړ شو چې په ګیډه پورې یې تیږې تړلې وې! رواه البخاري د وخت مشران چې د کوم کار پیل کوي نو ورته تیاره شوې پټۍ وشلوي او د ښه شګون! په نیت یوه دوه چومه واړوي، داراز نن سبا هر کار کې هر ډول مشران د کار له سختي ځانونه ساتي ایله پیل کول او امرونه صادرول خپله دنده بولي. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندق کې د سختې پرښې لپاره خپلو ملګرو ته فرمایي: أنا نازل! زه ورښکته کیږم! دا په داسې حال کې چې له لوږي یې په مبارکه ګیډه تیږې تړلې وې! خو د وخت مشران بیا په عدل او مساوات ښه تقریرونه کولی شي او د "أنا نازل" کار ته یې ملا ماته یي. #تکرار
نمایش همه...
سفيان بن حسن الواسطي رحمه الله وایي: د إياس بن معاوية رحمه الله په مخکې مې یو سړی په بده خوله یاد کړ، هغه ځیر ځیز راته وکتل او راته ویې ویل: ــ د روم غزا دې کړې ده؟ ــ مال نه ــ د سند، هند او ترک غزاګانې دې کړې دي؟ ــ مال نه ــ نو راته کړه یې: رومیان، سندیان، هندیان او ترکان روغ درنه پاتې دي او خپل مسلمان ورور دې روغ نه پرېږدې؟! سفیان وایي: له دې وروسته مې بیا د چا غیبت ونه کړ! البداية والنهاية لابن كثير (9/336)، تهذيب الكمال (3/421). الله تعالی دې موږ هم له غیبته او پر خلکو له تهمته وساتې.
نمایش همه...
ڪــه يې څوک مــنــي ڪــه يې نــه مــنــي زمــا خــو داغــه ايمــان او عــاقــده ده ط ال ب , رڼا ط ال ب , ښڪــلــا ده ط ال ب , پــښتــو ده ط ال ب , پــښتــون دی ط ال ب , نــنــګ دي ط ال ب , غــورځنــګ دی ط ال ب , مــیــنــه ده ط ال ب , خــپــلــواڪــي ده ط ال ب , ازادي ده ط ال ب , ورورولــي ده ط ال ب , ڪــلــيوالــي ده ط ال ب , خــواخــوږي ده ط ال ب ,خــوشــحــالــي ده ط ال ب , تــرقــي ده ط ال ب , ابــادي ده ط ال ب , ژونــدون دی ط ال ب , امــن دی ط ال ب , ســڪــون دیــ ط ال ب , خــدمــت دى ط ال ب , همــت دیــ ط ال ب , طــاقــت دی ط ال ب , عــزت دی ط ال ب , شــفــقــت دیــ ط ال ب , جــرائت دی ط ال ب , مــړانــه ده ط ال ب , غــېرت دی ط ال ب , حــجــره ده ط ال ب , جــرګه ده ط ال ب , ګودر دیــ ط ال ب , پــیــغــام دی ط ال ب , اخــتــر دیــ ط ال ب , زړګے دیــ ط ال ب , ځیــګر دیــ ط ال ب , مــورچــه ده ط ال ب , ســنــګر دیــ ط ال ب , ســبــا دیــ ط ال ب , ســحــر دیــ ط ال ب , مــدرســه دیــ ط ال ب , مــڪــتــب دیــ ط ال ب , ڪــتــاب دیــ ط ال ب , هنــر دیــ ط ال ب , شــعــور دیــ ط ال ب , ســرور دیــ ط ال ب , ڪــلــتــور دیــ ط ال ب , بــاتــور دیــ ط ال ب , ایــمــل دیــ ط ل ب , مــنــظــور دیــ ط ال ب , جــان دیــ ط ال ب , جــانــان دیــ ط ال ب , ګل دیــ ط ال ب , ګلــزار دیــ ط ال ب , مــنــګے دیــ ط ال ب , ســتــار دیــ ط ال ب , خــادم دیــ ط ال ب , اخــتــیــار دیــ ط ال ب , تــوره ده ط ال ب , ډال دیــ ط ال ب , ســپــر دیــ ط ال ب , دســتــار دیــ ط ال ب , مــلــګرے دیــ ط ال ب , ســالــار دیــ ط ال ب , مــســلــمــانــي ده ڪــه څوڪــا شــک پــڪــښې لــري دهغــه پــه ايمــان ڪــې شــک ڪــلــمــه يی پــه درواغــو ويلــی ابــاســين جــانــان ڪــنــدهارى
نمایش همه...
یک طرح متفاوت انتخاب کنید

طرح فعلی شما تنها برای 5 کانال تجزیه و تحلیل را مجاز می کند. برای بیشتر، لطفا یک طرح دیگر انتخاب کنید.