1 280
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
اطلاعاتی وجود ندارد7 روز
-2030 روز
آرشیو پست ها
1 280
روژه مبارکۀ را روانه ده پۀ روژه ماتي او پېشلمي کې،
د کور غړو مور، خور، لور، ماشومانو او میرمنې سره کۀ مرستۀ نۀ شې کولی نو سترګې هم پرې مۀ راوباسۀ؛ ځکۀ د هغوی هم روژه پۀ خوله وي د خپلې لوږې، تندې، او ذهني ګنګس توب څخۀ کړیږي نو لطفاً زور پۀ ښځو مۀ وباسئ!
ډېره حوصله کوئ او هڅۀ بۀ مو دا وي چې ماشومانو تۀ وختي خواړه چمتو کړئ تر څو د هغوی د شور ماشور څخۀ مو نجات موندلی وي. دوهمه لار یې دا ده چې د ماښام پۀ خوراک یې لۀ ځان سره یو ځای کېنوئ چې هغوی هم کورنۍ کې خپل ځان وویني.
باقي دې موږ پخیر ور ورسوي.🙏
1 280
د سمارټ یا انلاین غلو په تړاو دلته یوه قضیه ډیره مشهوره ده
یو کس په امریکا کې همدې سمارټ غلاوو کې مفلس او دوپه شو، مجبورا یې امریکا پریښوده، دا چې ډیر چالاکه و، سرجري یې وکړه او کاناډا کې یې نوی ژوند له نوي اسنادو سره پیل کړ.
دلته یې سمارټ غلا همداسې یو مرکز یا ویب سایټ جوړ کړ، کله چې خلکو میلیونونه ډالر دې ویب سایټ کې وڼدې واخیستې، سړی ورک شو، بلاخره یې هند کې داسې اسناد جوړ کړل چې هغه تر یو جراحي عملیات لاندې مړ شوی او ویب سایټ پاسوورډ او ټول مالومات هم تر خاورو لاندې شوي دي.
اوس خلک په غرب کې ډیر هوښیار شوي او په دوی باندې باور نه کوي، اکثره دې خلکو اسیایي هیوادونو ته مخه کړې او ښه کار یې جوړ دی.
بیا درته وایم د خدای خاطر وکړئ، د خپلو اولادونو نفقه د غلو جیبونو ته مه وراچوئ ، دا پیسې ګټل که دومره اسانه وی، خلک میلونران دي، خو خپلې پیسې به یې دوی ته ورکولې او دوی به هفته کې زرګونه ډالر ګټه ورکولی.
که ددې ټولو نصیحتونو او د اومیګا پرو له بګراووند سره سره بیا هم تاسو پیسې انلاین غلو ته ورکوئ، د هغوی دې نوشیجان شي او تاسو دې خدای ووهي.
د خدای وهل همداسې وي چې نغدې پیسې غله ته ورکړې او ورته وایي چې ماته ګټه راکوه.
1 280
د ځېنو هېوادونو د ټلیفونونو ڪوډ نمبرونه!
افغانستان - 0093
عربستان - 00966
هند - 0091
ایران - 0098
ترکیه - 0090
پاکستان - 0092
امریکا - 001
چین - 0086
فرانسه - 0033
تاجکستان - 00886
قطر - 00974
جاپان - 0081
عراق - 00968
انګلستان - 0044
المان - 0094
روسیه مسکو - 00709
سپینه روسیه - 00375
مصر - 0020
یونان - 0030
ازبکستان - 007371
ترکمنستان - 00992
ایټالیا - 00393
بحرین - 00973
الجزایر - 00213
برازیل - 0055
ډنمارک - 0045
قرغیزستان - 00996
کویټ - 00965
سنګاپور - 0065
ټایلنډ - 0066
استرالیا - 0061
اسپانیا - 0034
اذربایجان - 007893
جنوبي افریقا - 0027
اتریش - 0043
1 280
تېره ورځ کابل کې یو ډاکټر او د پوهنتون استاد ترور شوی دی، اوس یې قاتلین نیول شوي دي.
قاتل یې اقرار کوي چې یو بل ډاکټر دوه زره ډالر راته ومنل چې یاد ډاکټر ووژنه او په دې خاطر چې ولې د ناروغانو نسحې زما طرف نه رالېږي.
1 280
یو لیکلي: "کابل کی که چاته ښه تکړه او هوښیاره ډاکټره معلومه وي هیله ده د کور ادرس یی راکړئ پلار په جرګه ورلیږم."
فکر کوم ناروغي یې شدیده ده.
1 280
که افغان حکو.مت مهاجرو ته په مختلفو ساحو کې سټنډرد کمپونه، چې ښوونځي روغتونونه، منظم د اوبو او برق سیستم ولري جوړ کړي؟ دا ښه سیستم نه دی؟
1 280
ویل کیږي د تورخم هاغې غاړې ته په زرګونه د کډو بار موټرونه له څو شپو راهیسې ولاړ دي او رش جوړ دی.
ددوي ماشومانو زنانه وو لپاره دخوراک څښاک او همداشان د شپې تېرولو اسباب نشته، او وهل ټکول هم شروع دي.
له مشرانو مو په درنښت هیله ده چې د یادو کډوالو لپاره د تورخم هاغې غاړې مسولینو سره خبرې وکړي،
ترڅو دغه مشکلات حل وفصل شي او په سوکالۍ یاد کډوال خپل وطن ته راواوړي.
#ملاځیرک
1 280
رَبّنَا وَلا تُحَمِّلنا مَالَا طاقَةَ لَنابِه
خدایه! په هغه ازمایښت کي مو مه اچوه چي توان یې نه لرو!
آمین
