fa
Feedback
💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻

💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻

رفتن به کانال در Telegram

السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله مکمل درسونه دې ربات کې شته https://t.me/computerscience010bot👈 Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto @Shahidkhan114 👈رابطه

نمایش بیشتر
4 144
مشترکین
+224 ساعت
+27 روز
-5130 روز
آرشیو پست ها
عزيټيک د ټیکنالوژۍ اړوند چینل دی ترڅو د ټیکنالوژۍ، هکينګ ، مصنوعي زيرکتيا، کمپیوټر، موبايل او ټولنیزو رسنیو او امنيت په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي. https://t.me/azitechtelegram چینل سره یوځای او شریک کړئ !! https://t.me/azitechtelegram

که کمپيوټر مو سست شوي وي په رن کي Preftech / temp / %temp% وليکي او هغه فايلونه شيقټ ډيليټ کړي

✔️عکس کارتون یا ایموجی‌ ته اړولي شي دده سايټ په واسطه 🔗 imagetocartoon.com
✔️عکس کارتون یا ایموجی‌ ته اړولي شي دده سايټ په واسطه 🔗 imagetocartoon.com

✅ 8 ویب سایټونه انټرنټ سرعت معلومولو لپاره ⏯️. Fast 2️⃣. M-Lab 3️⃣. Speedtest 4️⃣. TestMy.net 5️⃣. SpeedSmart 6️⃣. SpeedOf.Me
✅ 8 ویب سایټونه انټرنټ سرعت معلومولو لپاره ⏯️. Fast 2️⃣. M-Lab 3️⃣. Speedtest 4️⃣. TestMy.net 5️⃣. SpeedSmart 6️⃣. SpeedOf.Me 7️⃣. Speedcheck 8️⃣. OpenSpeedTest

مثال: که تاسو زیات وخت د یوې خاصې پوسټ په لوستلو یا کتو کې مصرف کوئ، الگوریتم به تاسو ته ورته نور پوسټونه وښیي. شپږم: د هشتګونو او کلیدي کلمو الگوریتمونه (Hashtags and Keywords Algorithms): مثال: هغه پوسټونه چې هشتګونه یا کلیدي کلمې لري چې تاسو یې اکثره پلټنه کوئ یا ورسره تعامل لرئ، زیات تاسو ته وښودل کیږي. په ۲۴ ساعتونو شپه ورځ کې موږ تاسو له سالم خوب، کار، عبادت، تګ راتګ، سلام کلام او غذا وروسته یوازې څلورنیم ساعتونه وخت لرو چې په هغه کې باید ورزش، مطالعه، زده کړې، مهارتونه، د اړیکو پالل، ځان جوړول، پرمختګ او نوښت وکړو نو که تاسو د دې څلورنیمو ساعتونو څخه ټول یا اکثریت وخت یوازې ایکسپلورر او ټولنیزو رسنیو ته ورکوي نو باید په دې پوه شو د باکیفیت ژوند، مالي خپلواکي او پرمختګ فاتحه مو وار ترپخوا لا اخیستې ده او راتلونکي ته کوم امید نشته!! دا هم په یاد ولرئ چې په افغان ټولنه کې د مسئولیتونو ټول بار او د امیدونو بیړۍ ټوله نارینه وو او لوستو میرمنو ته ګوري. نوټ: دا لیکنه دوهمه برخه هم لري،دا پوښتنې جوابوي دا چې انټرنیټي محتوا څنګه ګټه کوي او کوم پلټفورم کې د بریالي کیدو چانس زیات دی؟ کوم پلټفورم د ژوند په کوم عمر کې یې کارول ښه دي؟ماشومانو او نوي ځوانانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول څنګه دي؟ او د ټولنیزو رسنیو راتلونکي ورژن به څه وي؟ که په دې لیکنه کې کومه پوښتنه لري یا غواړي په دوهمه برخه کې کومه موضوع بحث وکړو نو کمینټ کې یې ولیکئ.

د ټولنیزو رسنیو څخه ګټه کول، د الګوریتمونو څرنګوالی، محتوا او راتلونکی یې؟ آغاملوک سهار دا لاندې موضوعات به ستاسو ټولو لپاره نوي او ګټور وي، مهمه نده تاسو په ټکنالوجۍ پوهیږئ او کنه. اوس په ټوله نړۍ کې ۶ میلیارده خلک انټرنیټ ته لاسرسی لري چې پنځه میلیارده خلک ټولنیزي رسنۍ کاروي، چې د نړۍ د ټول نفوس ۶۳٪ کیږي. هر کال ۲۶۰ میلیون نوي خلک ټولنیزي رسنیو ته راځي، په امریکا متحده آیالاتو کې ۷۱٪ خلک ټولنیزي رسنۍ کاروي، په اروپا کې ۷۸٪، په جنوبي آسیا هیوادونو کې ۳۳٪ خلک ټولنیزي رسنۍ کاروي چې افغانستان هم په جنوبي آسیا هیوادونو کې دی اما زما دې هیواد ۲۶٪ خلک انټرنیټ ته لاسرسی لري چې ایله ۱۱٪ خلک یې ټولنیزي رسنۍ کاروي. د ټولنیزو رسنیو د ټولو کاروونکو شمیر څخه ۴۷٪ ښځینه او ۵۳٪ نارینه دي اما په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د ټولو کاروونکو له ډلې ۸۴٪ نارینه او ۱۶٪ ښځینه دي. د نورو پلټفورمونو په نسبت ډیری افغان ښځې او نجونې په انسټاګرام او ټیکټاک کې فعالیت کوي. په نورو هیوادونو کې په اوسط ډول د ورځې خلک دو ساعت او شل دقیقې ټولنیزي رسنۍ کاروي، په ځینو آسیایي هیوادونو کې درې ساعتونه، په جاپان کې په اوسط ډول ۵۳ دقیقې د ورځې، په افغانستان خلګ کې کابو څلور ساعتونه ټولنیزي رسني کاروي چې په ورځ کې له دریو ساعتونو زیات کارول په ټولنیزو رسنیو د اعتیاد په مانا دی. هره ورځ ۳۴ میلیون ویډیوګاني ټکټاک کې نشریږي، په انسټاګرام کې ۹۵ میلیون ویډیوګانې او عکسونه، په فېسبوک کې هره ورځ کابو درې میلیارده متنونه، عکسونه، ویډیوګانې او سټوریاني پوست کیږي. که تاسو یوازې وغواړئ د ټکټاک د یوې ورځې ټولې ویډیوګاني وګورئ نو تاسو ۱۱۸۰۵ ورځو یعنې ۳۲ کلونو وخت ته اړتیا لري هغه هم بې وقفي یعنی نه به خوب کوي او نه نور کارونه. او که تاسو شپه او ورځ هم دا ویډیوګاني وګورئ نو د دې ویډیوګانو محتوا ستاسو د ژوند په ښه کیدو او وده کې 0.0000001% هم رول نلري یعنی هیڅ او نه درسره مرسته کوي نو په همدې خاطر زه وایم هیڅوک دي ایکسپلورر ته نه کیني چې یوازي د موبایل سکرین په پورته کته کشولو به ډیر څه زده کړي یا به یې ژوند تغیر وکړي. دا ما یوازې د یوې ورځې د خپرویدونکي محتوا یا کانټینټ په اړه آيډیا درکړه نو اوس تاسو فکر وکړئ چې ستاسو په سکرین د نورو ورځو او میاشتو ویډیوګاني، عکسونه کته پورته کیږي تاسو څومره وخت او آنرژي باید ورکړئ؟ ګټوره لاره داده چې د ډیر کم وخت ټولنیزي رسنۍ ته خو نور مشخص او د خپل اهدافو اړوند محتوا وګورو، هڅه وکړو چې د الګوریتمونو غلامان نشو. اوس پوښتنه داده چې دا لویې کمپنۍ څرنګه دومره خلک ځان سره ساتي؟ دا ټول د الګوریتمونو او د لاندې ټکنالوژیو په مرسته کیږي چې دلته نن یوازې په الګوریتمونو په ډیره ساده ژبه غږیږ. اما هغه دوستان چې غواړي د لاندې موضوعاتو په اړه په تفصیل څه زده کړي نو هغه عنوان کمینټ کړئ چې زه یې ټوټریل یا لینکونه تاسو سره شریک کړم البته یوازې کمینټ کې. د ځانګړی کولو الگوریتمونه (Personalization Algorithms) د ماشین زده کړه (Machine Learning) ژوره زده کړه (Deep Learning) د طبیعی ژبو پروسیس کول (Natural Language Processing (NLP)) د تعامل ښاخونه (Engagement Metrics) د محتوا درجه‌بندي کولو الگوریتمونه (Content Ranking Algorithms) د چلند معلوماتو تحلیل (Behavioral Data Analysis) اې بې ټیسټ (A/B Testing) پش خبرتیاوې (Push Notifications) ټولنیز ثبوت او ویرل کیدل (Social Proof and Virality) لوبیز کول (Gamification) الګوریتمونه څنګه کار کوي؟ دلته په لنډ ډول زه د الګریتمونو څو ساده مثالونه راوړم اما د الګوریتمونو بحث ډیر لوی او تخنیکي دی چې دلته ورباندې په تفصیل بحث کول مناسب ندی. لمړی: د فید الگوریتمونه (Feed Algorithms): د مثال په توګه: که تاسو اکثر وختونه د پخلي پوسټونه لایک او کمینټ کوئ، الگوریتم به تاسو ته د پخلی په اړه نورې زیاتې پوسټونه وښیي. دوهم: د سپارښتنې الگوریتمونه (Recommendation Algorithms): مثال: هغه پوسټونه چې زیات لایکونه، کمینټونه او شیر یې اخیستي، نورو خلکو ته وښودل کیږي ځکه چې دوی مشهور او جذاب ګڼل کیږي. دریم: د تازه‌والي الگوریتمونه (Recency Algorithms): مثال: نوي پوسټونه ډیر احتمال لري چې ستاسو په فید کې ښکاره شي ځکه چې دوی د تازه او ستاسو اړوند محتوا په توګه پیژندل کیږي. څلورم: د محتوا ډول الگوریتمونه (Content Type Algorithms): مثال: که تاسو ډیر وخت ویډیوګانې ګورئ نه عکسونه، الگوریتم به تاسو ته زیات ویډیویي محتوا وښیي. پنځم: د محتوا په اړه د وخت مصرف شوي الگوریتمونه (Time Spent on Content Algorithms):

هغه زده کوونکي چې اووم یا اتم ټولګی یې خلاص کړي وي ښه به دا وې چې خپل 30% یا 40% وخت د ښوونځي له درسونو د نورو مهارتونو زده کولو ته ورکړي، مثلاً د پروګرامینګ اساسات(پایټون او جاواسکریفټ…)، ډیجیټلي سواد، مصنوعي ځیرکتیا، آنلاین خوندیتوب، کمپیوټري اساسات، انټرنیټ، ډیجیټلی اړیکې، سټیم مهارتونه (روباټونه سره بلدتیا، لومړنۍ الکترونکي پوهه، کمپیوټري ریاضی، اپلیکيشنونه)، نوښت او اختراع، انګلیسي، ټیم ورک، د وخت مدیریت، د شخصیت وده، او د کارپنځوني مهارتونه. دا مهارتونه نه یوازې زده کوونکي پوهنتون ته اماده کوي بلکې د کار مارکیټ ته یي هم اماده کوي. اوس که مو پام شوی وي، زموږ د دولسم فارغان له دولسم څخه وروسته یوازې د شهادتنامو خاوندان وي، په سلو کې لس سلنه هم د کاری چاپیریال مهارتونه نلري، بلخوا که وګورو زموږ د ښوونځي نصاب په وروستیو معیارونو برابر نه دی (حتا د ښوونځي په ځینو کتابونو باید له سره غور وشي یا باید بیخي له نصاب څخه ویستل شي دا اوږد بحث دی)، نو زده کوونکي به د اوس وخت پرمختګونو او بدلونونو څخه وروسته پاته نه وي. په دې وروستیو کې په صنعتونو کې پرمختګونه خورا چټک دي اما اکاډیمي برخه ورته رسیدنه نه شي کولای نو ځکه د دوی ترمنځ فاصله غټیږي حتی په پرمختللو هیوادونو کې د پوهنتونونو کریکلمونه د کار مارکیټ او صنعتونو اړتیاوې نه شي پوره کولای، حتا د ښوونځي د دولس کلني دورې په څرنګوالي بحثونه روان دي چي را لنډه سي په تیره بیا په اورپا او کاناډا کې. بله خوا وروستۍ شمیري او څیړني ښيي چې مصنوعی ذکاوت(artificial intelligence) د د نوي ځوانان د زده کړو پروسه له شل تر دیرش سلنه چټکه کړي او د ځوانانو او کارکوونکو کاري وړتیا او چټک کار کول یي څو برابره کړی.

معاصر سافټويرونه چي هر يو يي ځانته مهارت او دنيا دي لايټروم د عکسونو رنګ‌ جوړول فيګما د اپليکشنونو ډيزاين پريمير د ويډيو ايډي
معاصر سافټويرونه چي هر يو يي ځانته مهارت او دنيا دي لايټروم د عکسونو رنګ‌ جوړول فيګما د اپليکشنونو ډيزاين پريمير د ويډيو ايډيټنګ 3 ډي مکس د دري بعدي اجسامو جوړول فټوشاپ د عکسونو ايډيټ ايلسټرټور د لوړ کيفيت بنرونو لګوګانو او ګرافيکي ډيزاينونو افټر افکت د موسم ګرافيک. لپاره بلينډر هم ۳ ډي اجسامو لپاره

مدرسه او مبارزه_092254.pdf8.04 MB

مصنوعی زيرکتيا جادو Dream Machine • لینک  https://lumalabs.ai/dream-machine

په دغه ویب سایټ کي معياري سي وي جوړولي شي تنها خپل معلومات ورکړئ او ډيزاين اتومات ورکوي 🌐 https://www.mycvcreator.com/
په دغه ویب سایټ کي معياري سي وي جوړولي شي تنها خپل معلومات ورکړئ او ډيزاين اتومات ورکوي 🌐 https://www.mycvcreator.com/

د کيبلونو نومونه
د کيبلونو نومونه

W3school.com که غواړي ښه ويب ډيولپران شي او پروګرامينګ ژبي زده کړي ښه ويب سايټ دي
W3school.com که غواړي ښه ويب ډيولپران شي او پروګرامينګ ژبي زده کړي ښه ويب سايټ دي

Tempmail تاسو ته يو موقتي ايميل درکوي او هر ويب سايټ لپاره يي استعمالوي شي
Tempmail تاسو ته يو موقتي ايميل درکوي او هر ويب سايټ لپاره يي استعمالوي شي

د دنيا با ارزشه کمپني‌ د سعودي ارامکو په شپږم مقام کي دي چي په تيلو ولاړه دي او تيل هم د الله تعالي ورکړه دي‌
د دنيا با ارزشه کمپني‌ د سعودي ارامکو په شپږم مقام کي دي چي په تيلو ولاړه دي او تيل هم د الله تعالي ورکړه دي‌

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَ
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِید❤️

د موبايل لپاره فټوشاپ د عکسونو ايډيټ لپاره کارول کيږي https://play.google.com/store/apps/details?id=com.adobe.psmobile
د موبايل لپاره فټوشاپ د عکسونو ايډيټ لپاره کارول کيږي https://play.google.com/store/apps/details?id=com.adobe.psmobile

د ښونځي ټول کتابونه په دي اپليکشن کي موندلي شي https://play.google.com/store/apps/details?id=com.afghan.school.books
د ښونځي ټول کتابونه په دي اپليکشن کي موندلي شي https://play.google.com/store/apps/details?id=com.afghan.school.books

چټ ، ويډيو غږيز زنګ پوسټ او تر ۵ جي بي ډيټا پکي ساتلي شو او نور خدمات هم لري چک يي کړي يو نواوري دي
چټ ، ويډيو غږيز زنګ پوسټ او تر ۵ جي بي ډيټا پکي ساتلي شو او نور خدمات هم لري چک يي کړي يو نواوري دي