اسلامی مطالب د حنفی فقهې پر مبنا
رفتن به کانال در Telegram
https://t.me/eslami_malumat د اهل سنت والجماعت د منابعو پر بنسټ هر اړخیزه اسلامي معلوما
نمایش بیشتر1 614
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
-47 روز
+1130 روز
آرشیو پست ها
🔗خاص ستاسو لپاره 🔗
که غواړئ چي چينل مو پرمختګ وکړي نو زموږ په همدي ليست کي يي داخل کړئ ليست دري ورځو کي يوار نشريږي او تر يونيم ساعت نشرات پسي منعه دې
د ليست مسؤل سره شخصي رابطه👇👇
@SYHAN_KDR
په لاندې ګروپ کي غوښتني کوالی شی👇
https://t.me/Islamic_links10
پایله:
پلار ته روا نه ده چې ځينې اولاد ته مال ورکړي او نور محروم کړي، پرته له معقول شرعي دليله. دا ډول وېش ظلم او سخته ګناه ده. که داسې شوي وي، نو د اصلاح او بښنې له لارې دې ورور او خويندې سره حقونه برابر شي. کچیری پلار یو اولاد ته حق نه وی ور کړی او هغه پلار وفات سوی وی نو اوس کچیری اولاد غواړی چی خپل پلار دخداى تعالی دعذاب څخه خلاص کړی نو باید هغه محروم ګرځول سوی ورور یا خور ته پوره حق ور کړی تر څو پلار یی دخدای جل جلاله له عذاب څخه خلاصون پیدا کړی .
والله أعلم بالصواب
دارالافتاء مظہر العلوم
طالب دعا: مولوی عبدالستار حسنی
د پلار لهخوا د ژوند په دوران کې خپل ټول مال ځينو اولاد و ته ورکول او ځينې محرومول
سوال:
که يو پلار د خپل ژوند په دوران کې خپل مال تقسيم کړي، له ۷ لوڼو او ۴ زامنو څخه يوازې ۳ زامنو ته ټول مال ورکړي، نو د دغه پلار لپاره څه حکم دی؟ او د هغه درې زامنو لپاره څه حکم دی چې مال يې اخيستی دی؟
ځواب:
دا خبره روښانه ده چې هر انسان د خپل ژوند په دوران کې د خپلې ملکيت څښتن او اختيار لرونکی وي. هغه کولی شي په خپل مال کې هر ډول شرعي تصرف وکړي، او هېچا ته دا حق نهدی ورکړل شوی چې هغه د خپل ملک له کارونې منع کړي. همدارنګه، د پلار په ژوند کې اولاد د هغه په جایداد کې د ملکيت يا وراثت حق نه لري، او نه هم د دعوې کولو حق لري.
خو که د جایداد څښتن غواړي چې د خپل ژوند په دوران کې خپل مال د رضا او خوښۍ له مخې په اولاد وويشي، دا کار کولی شي. دا ډول وېش هبه (تحفه یا ډالۍ) بلل کېږي. په شريعت کې دا ضروري ده چې د هبې په وخت کې د ټولو اولادو تر منځ برابري وسي او ظلم باید وه نه سی.
رسول الله ﷺ د اولاد تر منځ د برابري امر کړی دی، لکه څنګه چې له حضرت نعمان بن بشير رضي الله عنه نه روايت سوی دی:
> “نعمان بن بشير رضي الله عنه وايي: زما پلار ما د رسول الله ﷺ حضور ته يووړ او عرض يې وکړ چې ما خپل دې زوی ته يو غلام ډالۍ کړی دی. رسول الله ﷺ وپوښتل: ‘ايا ته ټولو اولاد ته همداسې غلام ورکړی؟’ هغه وويل: ‘نه’. نبي ﷺ وفرمايل: ‘نو دا غلام بېرته واخله’.
بله روايت وايي: ‘د الله نه وويرېږئ، او د خپلو اولاد تر منځ انصاف وکړئ.’”
(مشکاة المصابیح، ۱/۲۶۱، باب العطایا)
که پلار په خپل ژوند کې د ملکيت تصرف په رښتيني ډول زامنو ته ورکړی وي (يعنې هغوی ته يې ملکيت سپارلی وي او هغوی پرې قابض شوي وي)، نو بيا نور اولاد د وراثت دعوه نه شي کولی. خو که يوازې په کاغذونو کې نومونه ليکل شوي وي او واقعي تصرف نه وي شوی، نو د پلار له وفات وروسته نور ورثه کولای شي خپل شرعي حق مطالبه کړي.
(مظاهر حق، ۳/۱۹۳)
د هبې شرعي طريقه دا ده:
مالک دې له خپل مال څخه د ځان لپاره دومره وساتي چې د ضرورت پر وخت ورڅخه استفاده وکړي، او پاتې مال دې په خپلو ټولو اولاد برابر تقسيم کړي — يعنې زوی ته څومره ورکوي، لور ته هم همغومره ورکړي. څوک دې بېدليله محروم نه کړي، او نه دې بېدليله زيات يا کم ورکړي. که داسې وکړي، ګناهګار کېږي، او دا ډول وېش شرعاً ظالمانه او ناعادلانه ګڼل کېږي.
البته که يو زوی يا لور د ديندارۍ، نادارۍ يا زيات خدمت له امله د زياتې ونډې مستحق وي، نو د مناسب دليل له مخې زياته برخه ورکول جايز ده.
په دې پوښتنه کې:
که پلار خپل ټول مال درې زامنو ته ورکړی وي، او نورو لوڼو او يوه زوی ته يې هېڅ نه وي ورکړي، او دا کار يې د کوم مشروع دليل پرته کړی وي، نو دا عمل شرعاً ناجایز او ناعادلانه دی.
پلار ته پکار ده چې د پاتې اولاد حق هم ورکړي، تر څو د آخرت له مسؤليت او حساب څخه خلاص شي.
که د پلار سره نور مال نه وي، نو هغه درې زامن بايد د پلار د ګناه د مخنيوي لپاره دا مال له خپلو خويندو او ورور سره شريک کړي، او يو بل سره بښنه وغواړي، تر څو د آخرت له عذاب او اختلاف څخه امن پاتې شي.
نور شرعي وضاحت:
د انسان مال د هغه د وفات وروسته د وراثت مال ګڼل کېږي، نه د ژوند په دوران کې. د ژوند په دوران کې چې څه ورکول کېږي، هغه هبه يا ډالۍ ده، نه وراثت او نه هم د وراثت بديل. وراثت يو جبري (غير اختياري) حق دی، په کوم کې د مړي رضا يا نارضايي اغېز نه لري.
نو که پلار په خپل ژوند کې د روغتيا په حالت کې يو زوی ته ځمکه يا ملک ورکړي او دا شرط کېږدي چې هغه به د پلار له وفات وروسته له وراثت محروم وي، نو دا شرط باطل دی، او د پلار له مرګ وروسته به هم هغه زوی د نورو اولادونو په څېر د وراثت حق ولري.
البته که يو زوی د پلار له ژوند نه ډېر مال تر لاسه کړی وي، نو د امانت او انصاف له مخې بايد د پلار له ترکې لږ څه واخلي، او له نورو وارثانو د رضا له مخې د خپل زياتې ونډې څخه لاس واخلي، تر څو يې برخه له نورو نه ډېره نه شي.
فقهي حوالې:
شرح المجله:
> "لایجوز لأحدٍ أن یأخذ مال أحدٍ بلا سبب شرعي."
(۱/۲۶۴، ماده ۹۷)
فتاوی شامی:
> "په مينه کې د ځينو اولاد غوره ګڼل روا دي، ځکه دا د زړه عمل دی. خو په ډالۍ کې که د تاوان نيت نه وي، روا ده، خو که د ضرر نيت وي، نو بايد برابري وشي."
(۵/۶۹۶)
البحر الرائق:
> "د روغتيا په حالت کې د يو اولاد پر بل د زياتې هبې کول مکروه دي، مګر د ديندارۍ د زياتوالي له امله وي."
(۷/۲۸۸)
فتاوی عالمګیري:
> "د هبې ملکيت تر قبضې (لاس ته سپارلو) مخکې نه تثبتيږي."
(۴/۳۷۸)
Repost from رحماني کتابتون | Rahmani Library
د هر ځوان او پيغلې لپاره د نويو PDF 🤩
کتابونو لوی چينل چې په يوځای کيدلو📚
به يې نشئ پښيمانه .! 🤗
په دغه لاندې چينل کې ټول نوې کتابونه
نشر کېږي نو ټول يې لينک نشر کړئ او💋
ټول راسره يوځای شئ 🛜
د چينل لينک ⬅ @RahmaniLibrary1
د چينل لينک ⬅ @RahmaniLibrary1
🌙☝️🧎♂️〰☪☪☪☪☪☪〰
د🇵🇸پکتیکاوال افغان 💀 رسمې او د 200
چينلونو ليست چې فعاله او بې مزاحمته ده
او وخت يې 2 ساعته مازديګر له 4 تر 6 ده
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
د نويو 🙂 PDF 🙂 کتابونو لپاره دغه
لاندنی چينل حتمن جوين کړئ. 👇
✔️ @RahmaniLibrary1
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
⭕️ مفت / وړيا لينک نشر کړئ په لاندې
ګروپ کې ، ټول نفر يې آنلاين دې. 👇
✔️ @LinkHub1000
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
📖د عبرتناکو ، عشقې او له پنده ډکو
کیسو چينل هم حتمن جوين کړئ . 👇
✔️ @ZamanoStories
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
🆒 په دغه رسمې ليست کې د شامليدو
لپاره لاندې يوزرنيم باندی کليک وکړئ 👇
💬 @PaktekawalAfghan 👆
:مسئله: د ږیري د خلال په هکله زموږ دغه سوالونه راته جواب کړئ:
۱: په اوداسه کي ږیره خلالول یو ځل سنت ده که درې ځلي؟
۲: ږیره صرف د لاندي لخوا څخه خلالول کیږي که د راسته او چپ لوري څخه هم خلالول غواړي ؟
۳: که د راسته او چپ لوري څخه باید خلال سي نو په ورغوي سره او که معلوم لوری لري؟
۴: په تیمم کي د ږیري خلالول ضروري دي که یا ؟
۵: که ږیره ګڼه او غټه وي ایا پر ټولو وېښتیانو اوبه تېرول کفایت کوي که د مخ د وېښتیانو بیخو ته باید اوبه ورسیږي ؟
ځواب: عبد الغفار جبیر
۱: د ږیري خلالول یو ځل سنت دي.(و هو ظاهر لسکوتهم عن بیان التکرار فی موضعه.)
۲: ږیره صرف د لاندي خوا څخه و پورته خلالول کیږي.[1] خو ښه خبره داده چي دواړه جانبین ئې هم خلال کړل سي دا ځکه دا په ږیره کي داخل دي.[2]
۳: د خلالولو مقصد دادی چي اوبه د ږیري و وېښتیانو ته ورسیږي، نو ښه خبره داده چي ورغوې د بدن د طرف څخه راسي د مخ و لور ته.[3]
۴: په تیمم کي خلالول نسته، چي صرف لاس پر وېښتیانو باندي تېر کړل سي دا کفایت کوي .[4]
۵: په ګڼه او غټه ږیره کي چي د ږیري پر وېښتیانو باندي سر بېره اوبه تیري سي فرض اداء سوه، او په ګڼه ږیره کي اوبه دننه و وېښتیانو ته ور داخلول فرض نه دي.[5]
───
[1] و تخلیل اللحیة هو تفریق شعرها من اسفل الی فوق. (شامیه: ج:۱، ص: ۸۶)
[2] و ظاهر کلامهم ان المراد باللحیة الشعر النابت علی الخدین من عذار و عارض و الذقن (بحر: ج۱، ص: ۱۶) و یجوز أن یکون حدیث انس (رضی الله عنه) کان رسول الله ﷺ اذا توضاء اخذ کفا من ماء تحت حنکه فخلل به لحیته. (الحدیث) (شامیة ج۱، ص: ۱۰۹)
[3] کما في الطحطاوي شرح المراقی: ص: ۳۹
[4] و في اللحیة یمسح من وجهه ظاهر البشرة و ظاهر الشعر علی الصحیح. (عالمګیریه: ج۱، ص: ۱۴)
[5] قال في المراقی و ابوحنیفه و محمد یفضلانه لعدم المواظبة ولانه لا کمال الفرض و ادخلها لیس محلاً له و مثله في الهدایة. (مراقی: ۳۹)
د میراث دحق څخه تیریدل تر هغه وروسته بیرته خپل د میراث حصه غوښتنه کول
سوال:
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
مولوي صاحب محترم
کچيري د
ورثاؤ څخه بعضي ووايي چي : موږ په میراث کی خپل حصه نه اخلو او بیا یو څه وخت وروسته دویم ځل خپل دحصی غوښتنه وکړی نو آیا داول ځل خپل دحق په پریښولو او نه آخیستلو سره دهغه د میراث حق ختم کیږي او که یا ؟
او بل زما مور خپل دواده څخه دمخه دمیراث دتقسیم څخه دمخه وړونو یی په یو چا خط لیکلي وه زما مور ته یی ویلي وه خپل حق موږ ته را وبخښه دي ورته ویلي وه ما در بخښلي دي او زما مورته یی په هغه وخت کي هیڅ عوض نه وه ورکړي مګر اوس هغه میراث تقسیم سو نو آیا زما مور خپل دمیراث حق حصه غوښتلي سی او که یا؟
جواب:
وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته
د میراث ترکه جائیداد د تقسیم څخه دمخه دیو وارث خپل دشرعی حصه څخه بیله عوض څخه تیریدل یا یو چاته بخښل دغه شرعا معتبر نه دی بخښل خپل تر حصه تیریدل هغه وخت معتبر دی چی دوی ته خپله حصه ورسیږي دوی یی مالکان
او متصرفین وګرځي ، دفقهاو کرامو
د تصریحاتو مطابق میراث یو غیر اختیاری حق دی ،چی دهغه په ساقط کولو سره نه ساقطیږی ، ددی وجه څخه د میراث د تقسیم څخه دمخه دیو وارث خپل د شرعي حصه بیله عوض څخه معاف کول ورکول معتبر نه دی ۔البته کچيري ترکہ جائیداد تقسیم سی هر یوه ته خپل حصه ورسیږي او هغه خپل پرحق خپل قبضه تصرف حاصل کړي تر هغه وروسته چی ده خپل پر حصه قبضه حاصل کړه تر قبضہ کولو وروسته کچيري خپل حصه یو چاته ورکوی او ور یی کړی ،نو شرعا په دغه کی هیڅ مشکل نسته ۔یا خپل تر حق تیر سی
نو دغه جائز او معتبر دی داغه رکم کچيري یو وارث دترکه څخه یو څه واخلي هغه که څه هم لږ وی او صلح وکړي خپل دنوري پاته حصه څخه تیر سی نو دغه هم صحیح دی دغه ته په اصطلاح کی. تخارج.وایی نو چی داسی وکړي بیا ددغه حق نه پاته کیږي...نو ددی وجه څخه که دالله تعالی دعذاب څخه ویریږي نو دخویند او لور ګانو سره دغه لوی ظلم خیانت مکوئ
چی تاسو تر تقسیم دمخه ورته واياست چي خپل حق موږ ته را وبخښي ددغه ددوی بخښه تر تقسیم دمخه نه صحیح کیږي
حتی کچيري یو پلار خپل یو اولاد دمیراث دحق څخه محروم کړي هغه پلار مړسی نو اولاد کچيري خپل پلار دالله دعذاب څخه خلاصه وي باید هغه محروم شخص ته دپلار دمیراث څخه پوره حق ورکړي.
د صورت مسؤلہ مطابق کچيري یو وارث په میراث کی هغه ته درسیدو والا حصه دتقسیم څخه دمخه په ژبه ووايي چي زه خپل حصه نه اخلم نو دده په دغه قول سره ده نه آخیستلو غوښتلو دهغه حصه نه ساقطیږی ،بلکہ دهغه دمیراث حقِ بالکل هم باقی پاته دی ،ددی وجه څخه آئندہ دته خپل د میراث دحق دحصی غوښتنه کولی سی حق یی دی په شریعت کی ۔
الإرث جبري لايسقط بالإسقاط۔(رد المحتار على الدر المختار:كتاب الدعوى،باب التخالف ج:11،ص:678)
لو قال الوارث:تركت حقي لم يبطل حقه إذالملك لا يبطل بالترك۔(شرح الأشباه والنظائر:ما يقبل الإسقاط من الحقوق وما لا يقبله،ج3،ص52)
واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم طالب
دعا مولوی عبدالستار حسنی
🌙☝️🧎♂️〰☪☪☪☪☪☪〰
د🇵🇸پکتیکاوال افغان 💀 رسمې او د 200
چينلونو ليست چې فعاله او بې مزاحمته ده
او وخت يې 2 ساعته مازديګر له 4 تر 6 ده
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
د نويو 🙂 PDF 🙂 کتابونو لپاره دغه
لاندنی چينل حتمن جوين کړئ. 👇
✔️ @RahmaniLibrary1
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
⭕️ مفت / وړيا لينک نشر کړئ په لاندې
ګروپ کې ، ټول نفر يې آنلاين دې. 👇
✔️ @LinkHub1000
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
📖د عبرتناکو ، عشقې او له پنده ډکو
کیسو چينل هم حتمن جوين کړئ . 👇
✔️ @ZamanoStories
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
🆒 په دغه رسمې ليست کې د شامليدو
لپاره لاندې يوزرنيم باندی کليک وکړئ 👇
💬 @PaktekawalAfghan 👆
«حنفي مذهب پر احتیاط ولاړ دی.»
لیکوال: مولانا ثمیرالدین قاسمی.
ژباړه: ر.م.محمد
برخه:شپږمه....‼
د مؤلف مقدمه (۳)
🌻 درې حدیث او پنځه حدیث:
په دې کتاب کې په ځانګړي ډول دا ټکي ته پام شوی دی چې هر کله په یوه مسئله کې د اهل حدیثو له خوا پنځه مستدل احادیث ذکر شوي وي،نو د حنفي مذهب لپاره اووه مستدل احادیث وړاندې شوي دي؛ او هر کله چې هغوی اووه احادیث نقل کړي وي، د احنافو لپاره لس احادیث راوړل شوي دي.
دا طریقه په ډېرو مواردو کې مراعات شوې ده، که څه هم په ځینو ځایونو کې د شمېر لږ توپیر هم لیدل کېږي.دا طریقه د دې لپاره غوره شوې تر څو چې د حنفي مذهب پیروان ډاډ ترلاسه کړي چې د احادیثو له پلوه بډایه او پراخ استناد لري او په دې برخه کې له کمبود او تشې سره نه دي مخ.
🌷همدارنګه د مخالفانو لپاره هم روښانه شي چې د احنافو په نزد د احادیثو یوه لویه خزانه موجوده ده، او د هغوی فقهي مسایل نه ناقص دي او نه کمزوري؛ بلکې دا مذهب پر احتیاط ولاړ دی او په طریقه کې یې د خشوع او عاجزۍ روح نغښتی دی، او پشتوانه یې هم د قرآن کریم د آیتونو اشارات دي.سربېره پر دې، دا ډول چلند د بحثونو له توندۍ او سختۍ څخه هم کمښت راولي، او د دواړو لورو لپاره د تفکر، انصاف او بیا کتنې زمینه برابروي.
🌻یوازې له ۱۲ سرچینو څخه د احادیثو وړاندې کول:
دا کتاب یوازې د ۱۲ اصلی سر چینو پر اساس تدوین شوی دی. په دې کتاب کې د متأخرینو له منابعو څخه استفاده نده شوې، بلکه یوازې پر دولسو کتابونو تکیه شوې ده؛ هغه کتابونه چې ټولو ائیمه و له هغه نقل قول او استناد کوی،
او د بنسټیزو منابعو په توګه پیژندل کیږی،له همدې امله پر هغو به استناد د هيچا لپاره د اشکال محل نه وي او په همدې خاطر مې دغه سرچینې انتخاب کړي دي.
🌴دغه دولس کتابونه عبارت دي له:
۱. بخاری
۲. مُسْلِم
۳. ترمذی
۴. ابو داود
۵. ابن ماجه
۶ نسائی
دا صحاح سته کتابونه دي چې د ټولو په نزد معتبر او د منلو وړ دي او ډیری مې له همدغو کتابونو حواله ورکړې ده.
۱. مُصَنَّف ابن أبي شَيْبَه
۲. مُصَنَّف عبدالرزاق
دغه دوه اثره هم د حدیثو له مهمترینه او پخوانیو منابعو څخه شميرل کیږی.
د دغو کتابونو لیکوالان د امام بخاری رَحِمَهُ اللهُ تَعَالی له استاذانو څخه ګڼل کیږی او امام بخاری د صحیح بخاری په تدوین که له هغو ګته اخیسته ده؛ همدا راز د صحاح سته وو نورو مؤلفانو هم له دغو دوه ښاغلو څخه استفاده کړې ده. له دې جهته، وروسته له صحاح سته ؤ څخه له دغو کتابونو څخه هم ګټه اخیستل شوې ده.
۹. مُسند احمد
١٠. المُعْجَم الکبیر د طبرانی
۱۱. المُسْتَدْرَك د حاكم
۱۲. مُسْنَد البزار
په ځینی مواردو کې له دغو څلورو کتابونو څخه هم ګټه اخیستل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له دغو کتابونو څخه له کښته منابعو څخه حدیث ندی را نقل شوی، تر څو استدلال د همدغو امهات کتب ؤ پر بنسټ د لوستونکو لپاره روښانه او منل یې آسانه وي.
نور بیا..... ‼
د جمعہ په شپه اود جمعہ په ورځ د سورت کہف ویلو فضیلت او دهغه په باره کي دراغلی احادیثو په منځ کي تطبیق
سوال:
دجمعہ په شپه د سورت کہف د تلاوت کولو هغه اجر ثواب ترلاسه کیږي کم چی د جمعہ په ورځ تر لاسه کیږي ؟ ستاسو به ډیره مهرباني وی کچيري دصحیح احادیثو حوالہ ورسره راواستوي!
جواب:
دجمعہ شپه (دجمعہ په شپه ) اود جمعہ په ورځ په دواړو کي د سورت کہف ویلو فضائل په احادیثو کي راغلی دی ، په بعض رواياتو کي صرف دجمعہ دشپی ذکر دی او په بعض کي صرف دجمعہ دورځي ذکر دی ، داحادیثو شارحینو لیکلي دی چي په دغه تمام رواياتو کی د تطبیق صورت دادی چي په کم روایات کي صرف دشپی ذکر دی دهغه څخه مراد مقصد شپه سره خپل دورځی ده او په کم رواياتو کی چی صرف دورځی ذکر دی دهغه څخه مراد مقصد ورځ سره خپل تیری سوي شپی ده ۔
’’دسنن دارمی‘‘ روایت دی :
"عن أبي سعيد الخدري قال: من قرأ سورة الكهف ليلة الجمعة أضاء له من النور فيما بينه وبين البيت العتيق".
ترجمہ: دحضرت ابوسعید خدری رضی اللہ عنہ د حضور اقدس صلی اللہ علیہ وسلم دفرمان نقل کوی چی کم شخص سورت کہف دجمعہ په شپه ووایه دهغه لپاره دهغه ځایه څخه تر مکہ پوری یو نور رڼا به روښانه سی ۔ (2/546دارالکتاب العربی)
فيض القدير (6/ 198):
"مَنْ قَرَأَ سُورَةَ الْكَهْفِ فِي يَوْمِ الجُمُعَةِ أَضَاءَ لَهُ مِنَ النُّورِ مَا بَيْنَ الجُمُعَتَيْنِ". (ك هق) عن أبي سعيد".
(من قرأ سورة الكهف في يوم الجمعة أضاء له من النور ما بين الجمعتين) فيندب قراءتها يوم الجمعة وكذا ليلتها كما نص عليه الشافعي رضي الله عنه، قال الطيبي: وقوله: "أضاء له"، يجوز كونه لازمًا، وقوله: "ما بين الجمعتين" ظرف؛ فيكون إشراق ضوء النهار فيما بين الجمعتين بمنزلة إشراق النور نفسه مبالغةً، ويجوز كونه متعديًا، والظرف مفعول به، وعليهما فسر: {فلما أضاءت ما حوله} ... (ك) في التفسير من حديث نعيم بن هشام عن هشيم عن أبي هاشم عن أبي مجلز عن قيس بن عبادة عن أبي سعيد (هق عن أبي سعيد) الخدري قال الحاكم: صحيح، فردّه الذهبي، فقال: قلت: نعيم ذو مناكير، وقال ابن حجر في تخريج الأذكار: حديث حسن، قال: وهو أقوى ما ورد في سورة الكهف".
رسول اللہ ﷺ وفرمايل چی : کم چا دجمعہ په ورځ سورۃ الکہف ووایه دهغه لپاره ددوجمعو په منځ کي نور رڼا روښانه کیږي ۔
فيض القدير (6/ 199):
"(من قرأ سورة الكهف يوم الجمعة أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق) قال الحافظ ابن حجر في أماليه: كذا وقع في روايات يوم الجمعة وفي روايات ليلة الجمعة ويجمع بأن المراد اليوم بليلته والليلة بيومها".
یعنی رسول اللہ ﷺ وفرمايل چی کم شخص سورتٴ کہف د جمعہ په ورځ ووایه دهغه لپاره دهغه دځایه څخه تر مکہ پوری به یو نور رڼا روښانه سی .
’’فتاوی شامی‘‘ :
"مطلب ما اختص به يوم الجمعة
(قوله: قراءة الكهف) أي يومها وليلتها، والأفضل في أولهما مبادر
ةً للخير وحذراً من الإهمال". (2/164دارالفکر) يعني دغه فضیلت دجمعی په شپه او ورځ دواړو کي دي.
فقط
واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم
طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی صاحب
Repost from رحماني کتابتون | Rahmani Library
🔎 په ټليګرام کې د PDF کتابونو 📚
🔗 غوره زيرمه ، په دغه چينل کې 🤩
🌐د هر چا لپاره کتابونه موجود دې🌸
⚙️ په ډيري آساني سره کتاب پيدا 🤩
⏰ کولای او لوستلای شئ او تاسو 🤩
✅ که هر قيسم کتاب وغواړئ موږ✏️
🏃♂️ يې تاسو ته ليږو تر هر چــ📚ــا ژر.!
✅ نوټ : جوين يې کړئ حتمن 🤩🤩
د کتابتون لينک 👈 @RahmaniLibrary1
🌙☝️🧎♂️〰☪☪☪☪☪☪〰
د🇵🇸پکتیکاوال افغان 💀 رسمې او د 200
چينلونو ليست چې فعاله او بې مزاحمته ده
او وخت يې 2 ساعته مازديګر له 4 تر 6 ده
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
د نويو 🙂 PDF 🙂 کتابونو لپاره دغه
لاندنی چينل حتمن جوين کړئ. 👇
✔️ @RahmaniLibrary1
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
⭕️ مفت / وړيا لينک نشر کړئ په لاندې
ګروپ کې ، ټول نفر يې آنلاين دې. 👇
✔️ @LinkHub1000
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
📖د عبرتناکو ، عشقې او له پنده ډکو
کیسو چينل هم حتمن جوين کړئ . 👇
✔️ @ZamanoStories
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
🆒 په دغه رسمې ليست کې د شامليدو
لپاره لاندې يوزرنيم باندی کليک وکړئ 👇
💬 @PaktekawalAfghan 👆
د احمدشاه بابا ابدالي د تاريخ
او جهادي کارنامو داستان په همدغه چينل کي وړاندې کيږي
هيله ده هيڅ افغان يي اوريدل مه هیروئ ترڅو د احمدشاه ابدالي له تاريخ جهاد او فاتحانه کارنامو خبر شئ
د چينل لينک 👇👇👇
https://t.me/History_of_Islam1
🔗خاص ستاسو لپاره 🔗
که غواړئ چي چينل مو پرمختګ وکړي نو زموږ په همدي ليست کي يي داخل کړئ ليست دري ورځو کي يوار نشريږي او تر يونيم ساعت نشرات پسي منعه دې
د ليست مسؤل سره شخصي رابطه👇👇
@SYHAN_KDR
په لاندې ګروپ کي غوښتني کوالی شی👇
https://t.me/Islamic_links10
Repost from رحماني کتابتون | Rahmani Library
د هر ځوان او پيغلې لپاره د نويو PDF 🤩
کتابونو لوی چينل چې په يوځای کيدلو📚
به يې نشئ پښيمانه .! 🤗
په دغه لاندې چينل کې ټول نوې کتابونه
نشر کېږي نو ټول يې لينک نشر کړئ او💋
ټول راسره يوځای شئ 🛜
د چينل لينک ⬅ @RahmaniLibrary1
د چينل لينک ⬅ @RahmaniLibrary1
🌙☝️🧎♂️〰☪☪☪☪☪☪〰
د🇵🇸پکتیکاوال افغان 💀 رسمې او د 200
چينلونو ليست چې فعاله او بې مزاحمته ده
او وخت يې 2 ساعته مازديګر له 4 تر 6 ده
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
د نويو 🙂 PDF 🙂 کتابونو لپاره دغه
لاندنی چينل حتمن جوين کړئ. 👇
✔️ @RahmaniLibrary1
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
⭕️ مفت / وړيا لينک نشر کړئ په لاندې
ګروپ کې ، ټول نفر يې آنلاين دې. 👇
✔️ @LinkHub1000
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
📖د عبرتناکو ، عشقې او له پنده ډکو
کیسو چينل هم حتمن جوين کړئ . 👇
✔️ @ZamanoStories
🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋
🆒 په دغه رسمې ليست کې د شامليدو
لپاره لاندې يوزرنيم باندی کليک وکړئ 👇
💬 @PaktekawalAfghan 👆
د مور د مقام په اړه مبارک احادیث
حدیث شریف دی: د حضرت ابو هریره رضی الله تعالی عنه نه روایت دی چې یو سړی مبارک نبی کریم ﷺ ته راغی او عرض یی وکړ:
"په خلکو کې د ښه چلند لپاره تر ټولو ډېر حق څوک لري؟"
نبي کریم ﷺ وفرمایل: ستا مور.
هغه سړي وویل: "بیا څوک؟"
نبي رحمت ﷺ وفرمایل: ستا مور.
هغه بیا وپوښتل: "بیا څوک؟"
نبی کریم ﷺ وفرمایل: ستا مور.
هغه وویل: "بیا څوک؟"
نو رسول الله ﷺ وفرمایل: ستا پلار.
(بخاري، جلد ۳، کتاب الادب)
یو بل حدیث شریف:
حضرت جَهمه رضی الله عنه وایي چې زه د نبی کریم ﷺ حضور ته د جهاد اجازه اخیستو لپاره ورغلم.
نبي کریم ﷺ ترې وپوښتل: ستا مور او پلار ژوندی دي؟
هغه وویل: هو.
نو نبی کریم ﷺ وفرمایل:
"د هغوی خدمت کوه، ځکه جنت د هغوی تر پښو لاندې دی."
(نسائي، جلد ۲، کتاب الجهاد)
حضرت انس رضی الله عنه روایت کوي:
"جنت د مور په پښو کې دی."
(کنزالعمال، جلد ۱۶)
یو بل حدیث شریف:
حضرت عائشې صدیقې رضی الله عنها روایت کوي:
درې شيان عبادت دي چې ورته کتل ثواب لري:
۱ ـ د مور او پلار مخونو ته کتل
۲ ـ قرآن مجید ته کتل
۳ ـ سمندر ته کتل
(کنزالعمال، جلد ۱۶)
د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما روایت:
مسلمان چې د خپل مور یا پلار مخ ته د مینې په نظر وګوري، الله تعالی ورته د مقبول حج ثواب ورکوي.
(کنزالعمال، جلد ۱۶)
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وايي نبي کریم ﷺ وفرمايل:
"چا ته چې دا خوښه وي چې عمر یې زیات شي او رزق یې پراخ سي، نو د مور او پلار سره دی ښه چلند کوي او د خپلوانو صله رحمي دې ساتي."
(مسند احمد)
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روایت کوي:
ما له رسول الله ﷺ وپوښتل:
"کوم عمل الله ډېر خوښوي؟"
نبي کریم ﷺ وفرمایل: لمونځ په خپل وخت ادا کول.
ما وپوښتل: "بیا کوم؟"
ویې فرمایل: له مور او پلار سره ښه چلند.
ما پوښتنه وکړه: "بیا کوم؟"
ویې فرمایل: د الله په لار کې جهاد.
(بخاري، کتاب مواقیت)
حضرت عائشه رضی الله عنها روایت کوي:
یو سړی (سعد بن عبادۀ رضي الله عنه) حضور ﷺ ته حاضر شو او ویې ویل:
"زما مور ناڅاپه وفات شوه، که ژوندي وای نو خیرات به یې کاوه. اوس زه که د هغې په نیت خیرات وکړم، ثواب به ورته ورسېږي؟"
نبي کریم ﷺ وفرمایل: هو، ورسېږي.
(بخاري، کتاب الجنائز)
حضرت نافع بن حارث رضی الله عنه روایت کوي:
نبي کریم ﷺ وفرمایل:
"تاسې ته لوی لوی ګناهونه و نه ښیم؟"
صحابه کرامو وویل: هو یا رسول الله.
نو نبی کریم ﷺ وفرمایل:
۱ ـ د الله سره شرک
۲ ـ د مور او پلار نافرماني
او بیا یې تکیه پرېښوده او ویې فرمایل:
۳ ـ دروغ ویل
(بخاري، کتاب الشهادات)
حضرت اسماء بنت ابوبکر رضی الله عنها روایت کوي:
ما وویل: "یا رسول الله! زما مور (لا مسلمانې شوې نه وه) راغلې ده، ایا زه ورسره ښه چلند وکړم؟"
نبی کریم ﷺ وفرمایل: هو، له خپلې مور سره ښه چلند کوه.
(مسلم، کتاب الزکوٰة)
حضرت ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي نبي کریم ﷺ وفرمایل:
"کله چې انسان وفات سي نو د ده ټول عملونه بندېږي، مګر درې عملونه نه بندېږي:
۱ ـ صدقهٔ جاریه
۲ ـ نافع علم
۳ ـ نیک اولاد چې د هغه لپاره دعا کوي
(ترمذي، مسلم)
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت:
رسول کریم ﷺ درې ځله وفرمایل:
"هلاکت دې پر هغه سړي وي!"
پوښتنه وشوه: "یا رسول الله! کوم سړی؟"
فرمایل:
"هغه چې مور او پلار یا د هغوی یو په زړښت کې ورسره وي او هغه (په خدمت) سره جنت ته داخل نسي."
(مسلم، کتاب البر)
رسول الله ﷺ وفرمایل:
"جنت د مور د قدمونو لاندې دی."
(شعب الایمان)
د احمدشاه بابا ابدالي د تاريخ
او جهادي کارنامو داستان په همدغه چينل کي وړاندې کيږي
هيله ده هيڅ افغان يي اوريدل مه هیروئ ترڅو د احمدشاه ابدالي له تاريخ جهاد او فاتحانه کارنامو خبر شئ
د چينل لينک 👇👇👇
https://t.me/History_of_Islam1
Repost from رحماني کتابتون | Rahmani Library
✈️ د ټليګرام مشهور او باوري ليست 🧑🏻💻
📊په دغه ليست کې ټول رسمې ګروپان
⚙ او چينلونه شتون لرې که تاسو هم
💰 غواړئ چينلونه او ګروپان مو پرمختگ
💡 وکړي موږ ته يې را واستوئ .!
🔴 د ليست د مسؤل سره رابطه ⬇
💬 @PaktekawalAfghan 😎
اکنون در دسترس! پژوهش تلگرام ۲۰۲۵ — مهمترین بینشهای سال 
